شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ۱۴۴۵هـ.ق/۲۰۲۴م کال د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه دعوتګرانو ته د حزب‌التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته د مبارکۍ پيغام!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۴۵هـ.ق/۲۰۲۴م کال د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه دعوتګرانو ته د حزب‌التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته د مبارکۍ پيغام!

(ژباړه)

الحمدلله والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد:

الله أكبر الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر، ولله الحمد!

ټول اسلامي امت، خورا غوره امت ته چې د خلکو لپاره غوره کړل شوی دی، پر معروف امر او له منکر څخه نهي کوي او پر عزیز او حکیم الله ایمان لري!

په ځانګړې توګه دعوتګرانو ته چې الله سبحانه وتعالی د هغوی په لاسونو پراخي رامنځته کړې ده او هغوی یې د اسلامي دولت، یعنې د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره په خپل نصرت سره تایید کړي دي!

د دې پاڼې درنو کتونکو ته چې په خیر او ښېګڼه دا پاڼه تعقیبوئ؛ هغه کسان چې په ټوله هڅه د حق په لاره کې او د حق د خاوندانو په ملاتړ کې درېدلي دي!

ټولو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

تاسو ته د ۱۴۴۵هـ.ق کال لوی اختر مبارکي وایم او له قوي عزیز الله څخه غواړم چې دغه اختر ټولو مسلمانانو ته د خیر او برکت پيل وي!

زما ګرانو وروڼو!

دا اختر په داسې حال کې رارسېږي چې د امریکا په ملاتړ او د هغې له وسلو څخه په ګټې اخیستنې د یهودو بریدونه  «د هاشم پر غزه» او ټول فلسطین ادامه لري. په اسلامي خاورو کې چارواکي د دغه وضعیت ننداره کوي، شهیدان حسابوي او هغه عاموژنه نوموي! خورا غوره یې هغه دی چې ځان بې‌پرې څرګندوي؛ په داسې حال کې چې د یهودو خوا ته نږدې دی! پر موږ د امریکا او استعمارګرو کفارو، یهودو او د هغوی په لاس جوړ شوي رژیم یرغل عجیب نه دی، هغوی نن نه، بلکې له پخوا هم د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي. عجیبه نه ده چې استعمارګر کفار د نړیوالو حقونو په استناد توانېدلي چې د مسلمانانو پر خاورو برید وکړي؛ ځکه چې دا قانون له پیله په ۱۶۴۸م کې په ویسټفالیا کنفراس کې د مسلمانانو او د هغوی د دولت (عثماني دولت) پر ضد منځ ته راغی، چې وروسته یې نوم د ملتونو ټولنه او بیا د ملګرو ملتونو پر سازمان بدل شو، دا ټول عجیب نه دي.

خو عجیبه دا ده چې له فلسطین سره د ګاونډیو اسلامي خاورو چارواکي، د هغو جرمونو او وژنو ننداره کوي چې هلته ترسره کېږي او دوی غلي پاتې کېږي او لښکر نه پرېږدي چې غزې یا ټول فلسطین ته نصرت ورکړي؛ بلکې د نړیوالو تصمیمونو پلي کول تضمینوي، چې د مسلمانانو لپاره وژونکي دي. الله سبحانه وتعالی دې هغوی تباه کړي چې څنګه دروغ وايي او څومره د حق له مسیر څخه لرې دي!

په پای کې، تاسو اې د اسلامي خاورو لښکرو! په غزه کې د خپلو وروڼو مرستې ته بیړه وکړئ او که د اسلامي خاورو استبدادي حکومتي نظامونه ستاسو پر وړاندې ودرېدل، په ټول ځواک او هره ممکنه وسیله د هغوی پر وړاندې ودرېږئ او پر ځای یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري د پوره کېدو لپاره د الله ‎سبحانه وتعالی فرمان یعنې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړئ!

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ» (مسند امام احمد)

ژباړه:‌ تر هغه وروسته به، ظالم او دیکتاتور پاچاهان وي، تر کله چې الله (سبحانه وتعالی) غوښتي وي، دوام به کوي او کله چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي له منځه یې وړي، تر هغه وروسته د نبوت پر منهج د راشده خلافت دوره ده او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

هغه داسې وخت دی چې خلیفه او مرستیالان یې د اسلام له لښکر سره له لوړ پوړي تر ټيټ پوړي پورې له یوې بریا څخه بلې ته ځي، تکبیر به وايي او امت به له دوی سره تکبیر ووايي او د خپل رب په مرسته او دین ته د ژمنتیا له امله به عزیز وي؛ په داسې توګه چې دښمن به جرات ونه لري چې په کومه اسلامي خاوره کې خپل رژیم رامنځته کړي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴- ۵]

ژباړه:‌ «په هغه ورځ مؤمنان خوشحاله کېږي. (هو!) د الله (سبحانه وتعالی) په نصرت خوشحاله کېږي،  الله (سبحانه وتعالی) هر چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي، هغه عزیز (پر خپلو دښمنانو خورا برلاسی) او (د خپلو دوستانو په حق کې) خورا مهربان دی.»

په پای کې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې دا اختر د اسلام او مسلمانانو لپاره د خیر، برکت او عزت پيل شي!

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُون﴾ [یوسف: ۲۱]

ژباړه:‌ الله (سبحانه وتعالی) پر خپل کار برلاسی دی، خو ډېر خلک (د هغه د حکمت پر پټو رازونو او تدبیر) نه پوهېږي.

الله أكبر الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر، ولله الحمد!

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

۱۴۴۵هــ.ق، د ذي الحجې ۱۰مه

۲۰۲۴م، د جون ۱۵مه

ستاسو ورور عطاء‌ بن خلیل ابوالرشته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې