سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۴۶هـ ق / ۲۰۲۵م کال د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د خپلو پاڼو لیدونکو ته د حزب‌التحریر د امیر، جلیل‌القدر عالم شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته پيغام

 

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد:

اسلامي امت؛ د بشر لپاره رالیږل شوي تر ټولو غوره امت ته خطاب؛ ﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللهِ﴾.

ژباړه: «تاسو غوره امت يئ چې د خلکو لپاره رالېږل شوی، چې پر معروفو امر کوئ، له منکراتو نهي کوئ او پر الله تعالی ايمان لرئ»

د دعوت پاکو او تقوا لرونکو حاملینو ته – پرته له دې چې د الله تعالی پر وړاندې څوک پاک وګڼو او تزکيه يې وکړو - هغو کسانو ته چې ښې خبرې او نېک عملونه کوي. الله سبحانه وتعالی هم د دغو ځانګړتیاوو لرونکي کسان داسې ستایلي دي: ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِين...﴾.

ژباړه: «له هغه چا څخه څوک د غوره وينا خاوند دی چې د الله تعالی لارې ته بلنه کوي، صالح عمل کوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم.»

د دغو پاڼو محترمو تعقيبوونکو او د دې پاڼې درنو لیدونکو ته، چې په صداقت او اخلاص سره راځي، او له خیر او برکت څخه یې د برخمنېدو هیله لري، الله دې هغوی ته د خیر جزا ورکړي.

زه تاسو ټولو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. الله سبحانه وتعالی دې ستاسو نېک عملونه قبول کړي. بېشکه الله سبحانه وتعالی د متقيانو ملګری دی.

درنو وروڼو او خویندو:

سږنی اختر داسې مهال را رسېږي، چې د مسخه شوي یهودي دولت له لوري په غزه او ټول فلسطین کې د خلکو، نباتاتو، بلکې د ډبرو او لرګیو پر وړاندې تر ټولو کرکجن او ناوړه جنایتونه ترسره کېږي. یهود دا وحشتونه د امریکا په بمونو، توغندیو او الوتکو ترسره کوي. که څه هم دا د حیرانتیا خبره نه ده چې یهود له امریکا سره یوځای داسې جنایتونه کوي، ځکه دوی د مسلمانانو او اسلام ښکاره دښمنان دي؛ د حیرانتیا خبره دا ده چې د مسلمانانو د یوې خاورې حاکم – په تېره بیا هغه چې له فلسطین سره په ګاونډ کې دي – سر نه دی پورته کړی، او خپل پوځونه یې د غزې د خلکو، د اقصی او د هغه د شاوخوا د دفاع لپاره نه دي خوځولي! تر څو یهود له دې پاکې خاورې څخه بېخې وایستل شي، او فلسطین بیرته په بشپړ ډول خپلو اصلي څښتنانو ته وسپارل شي. ایا هغه کسان چې د مسلمانانو خاورې یې اشغال کړي، او د دغې خاورې خلک یې له خپلو کورونو او کلیو شړلي، مستحق نه دي چې د مسلمانانو پوځونه يې پر وړاندې وجنګېږي او هماغسې یې له دغې خاورې وشړي لکه مسلمانان یې چې ترې شړلي!؟ ﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾

ژباړه: «او دوی چې هر چېرې ومومئ ورسره وجنګېږئ او له هغه ځايه يې وباسئ چې تاسو يې ترې ايستلي يئ»

زموږ حکام ولې دا حقیقت او مسئولیت نه درک کوي!؟ حقیقت دا دی چې دوی د ذلت او سپکاوي تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلي دي، او د کافر استعمارګر، په ځانګړي ډول امریکا، په اشاره حرکت کوي؛ هېڅکله يې غوښتنې نه ردوي؛ یوازینی هدف یې دا دی چې پر خپلو ورستو او ماتېدونکو تختونو پاتې شي! ﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾

ژباړه: «الله دې دوی هلاک کړي، دوی څنګه له حق څخه انحراف کوي»

اې د مسلمانانو پوځونو! په غزه کې د خپلو وروڼو مرستې ته ورودانګئ! او که د مسلمانانو پر خاورو واکمن جبريه نظامونه مو پر وړاندې ودریږي، نو هغوی ته کلکه سزا ورکړئ چې د خپلو اعمالو جزا وويني... بیا د الله دین، د نبوت پر منهج خلافت حاکم کړئ چې د رسول الله ﷺ زېری تحقق ومومي: «ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ» مسند الإمام أحمد

ژباړه: «بیا به جبري واکمنۍ وي، او تر هغه چې د الله خوښه وي، دوام به کوي. بیا چې الله وغواړي، دا واکمني به له منځه یوسي، او بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي، بیا رسول ﷺ چوپ شو».

هغه وخت به خلیفه، د هغه مرستیالان، او له لوړپوړي تر ټیټ‌پوړي پورې د اسلام ټول پوځ د «الله اکبر» په نارو له یوې فتحې بلې ته پر مخ روان وي، او ټول اسلامي امت به هم تر دوی وروسته د «الله اکبر» نارې پورته کوي. ټول به د خپل رب په فضل سره ځواکمن او د خپل دین په برکت سره سرلوړي وي او هېڅ دښمن به بیا دا جرات ونه لري چې د اسلامي خاورو دننه د یوه کفري رژیم خوب هم وویني. ﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

ژباړه: «او په هغه ورځ به مسلمانان خوشاله وي. د الله تعالی په نصرت سره، الله تعالی هغه چا ته نصرت ورکوي چې خوښه يې شي او هغه عزيز او رحيم ذات دی».

په پای کې، اې درنو ورونو! زه تاسو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوم، او له الله سبحانه وتعالی څخه عاجزانه غوښتنه کوم، چې په دغې مبارکه میاشت کې زموږ روژې او عبادتونه داسې قبول کړي چې د هغه سبحانه و تعالی او رسول ﷺ خوښي او رضا پکې وي. همداراز له الله تعالی څخه غواړم چې دا اختر د اسلام او مسلمانانو لپاره د خیر، برکت، او عزت پيلامه وګرځوي: ﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾

ژباړه: «او الله پر خپل کار غالب دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.»

و السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۱

۲۰۲۵م کال د مارچ ۳۰مه

اړوند مطلبونه:   « د امت د زیږون وروستۍ شېبې!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې