یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
"اَلنُّعْمَانُ سِرَاجُ أمَّتِيْ" موضوعي حدیث دی
بسم الله الرحمن الرحيم
"اَلنُّعْمَانُ سِرَاجُ أمَّتِيْ" موضوعي حدیث دی

(ژباړه)

پوښتنه:

د الله سلام او درود دې پر تاسو وي! د امام ابوحنیفه رحمه الله په اړه یو حدیث دی، چې په دغو کلماتو سره راغلی: "اَلنُّعْمَانُ سِرَاجُ أمَّتِيْ" یعنې نعمان زما د امت څراغ دی. اوس زما پوښتنه د دغه حدیث د صحت په اړه ده، چې دا حدیث له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوی او که نه؟

ځواب:

موضوعي روایات په څلورمه او پنځمه هجري پېړۍ کې له هغه وروسته پیل شول، چې د مذاهبو تر منځ مناظرې او د پیروانو تر منځ یې ویاړنې (پر یوه ځانګړي مذهب ویاړل) رامنځته شوې وې. د مذاهبو له امامانو څخه به یې د یوه مجتهد ستاینه کوله او د بل مجتهد په اړه به یې بد ویل؛ د بېلګې په ډول: د امام شافعي ځینو پلویانو امام شافعي ته غوره والی ورکاوه او د هغه مقام به یې له امام ابوحنیفه څخه لوړ باله او د حنیفي مذهب ځینو پلویانو امام ابو حنیفه ته غوره والی ورکاوه او د هغه مقام به یې له امام شافعي څخه لوړ باله. د نورو مذاهبو ځینو پلویانو به هم همداسې کول....

وروسته ځینو مغرضو کسانو موضوعي (جوړ شوي) حدیثونه روایتول، ګومان یې کاوه چې خپل مذهب ته یې خدمت کړی، په داسې حال کې چې د خلکو ذهنونه یې نفاق او تعصب ته تیارول او د هغو موضوعي حدیثونو له ډلې څخه یو هم "اَلنُّعْمَانُ سِرَاجُ أمَّتِيْ" دی. نو اړینه ده چې د دغې موضوع په اړه د حدیثو د علماوو ځینې خبرې او نظرونه بیان کړو:

اول- خطیب بغدادي، چې په ۴۶۳هـ.ق کال کې وفات شوی، په «د بغداد تاریخ» نومي کتاب کې یې له هغه وروسته چې د دغه حدیث د راویانو سلسله او سند یې وپلټل، ویلي: «هُوَ حَدِيثٌ مَوْضُوعٌ، تَفَرَّدَ بِرِوَايَتِهِ الْبُورَقِيُّ» یعنې دا موضوعي حدیث دی، ځکه د راویانو په سلسله کې یې د البورقي په نوم کس یوازې پاتې شوی دی.

دویم- ابو نعیم اصفهاني، چې په ۴۳۰هـ.ق کال کې وفات شوی، په "المسند المستخرج علی صحیح مسلم" نومي کتاب کې یې د دغه حدیث د راویانو په اړه له شننې وروسته داسې ویلي دي: «يَسْتَحِقُّ راوي هذا الحديث مِنَ اللَّهِ تَعَالَى وَمِنَ الرَّسُولِ وَمن الْمُسلمين اللَّعْنَة» یعنې د دغه حدیث راوي د الله سبحانه وتعالی، رسول الله ﷺ او مسلمانانو له لوري د لعنت مستحق دی.

درېیم- سلیمان بن عبدالقوي، چې په ۷۱۶هـ.ق کال کې وفات شوی، په "التعیین فی شرح الاربعین" نومي کتاب کې یې د دغه حدیث په اړه ویلي: «ابن جوزي "النُّعْمَانُ سِرَاجُ اُمَّتِيْ" حدیث له موضوعي حدیثونو څخه بولي او ویلي یې دي: «کله چې شافعي مذهب مشهور شو، د حنیفي مذهب ځینې پلویان را پورته شول ترڅو د شافعي مذهب نوم بد کړي، نو له دوو دروغجنو کسانو یعنې مامون ابن احمد سلمي او احمد بن عبدالله جوی باري سره یې خبرې وکړې او دغه دروغجن روایت یې جوړ کړ.

څلورم- اسماعیل بن محمد دمشقي، چې په ۱۱۶۲هـ.ق کال کې وفات شوی، په "کشف الخفاء و مزیل الإلباس" نومي کتاب کې یې د دغه حدیث په اړه ویلي: «أبوحنيفة سراج أمتي، قال القاري في موضوعاته الكبرى: هو موضوع باتفاق المحدثين» یعنې ملا علي قاري حنیفي په "الموضوعات الکبری" نومي کتاب کې د «ابوحنیفه د امت څراغ دی» حدیث په اړه ویلي، چې دغه حدیث د محدثینو په اتفاق سره موضوعي دی.»

لنډه دا چې د «النُّعْمَانُ سِرَاجُ اُمَّتِيْ» معقوله د محدثینو په اتفاق، موضوعي (دروغ او جوړ شوی) حدیث دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابورشته

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې