یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ایران او فلسطین پر وړاندې د امریکا سیاست
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایران او فلسطین پر وړاندې د امریکا سیاست

(ژباړه)

پوښتنه:

د مخکینۍ پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۱۷ د فبروۍ په ۵مه خپره شوه، د ټرمپ د سیاستونو اساسي کرښې په سوریه کې د اوباما د سیاست له لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی، په ځانګړي ډول د سوریې دولت ته د حلب په تسلیمولو کې د ترکیې قوي رول څرګندېدل، همدارنګه د روسیې رول کم رنګه ښودل او هغه لږ رول چې امریکا د سوریې په قضیه کې انګلستان ته ورکړ؛ بیان شول. خو په دې برخه کې دوو مسلو ته اشاره شوې، چې د هغه په اړه د ټرمپ څرګندونې ګرمې او له شوره ډکې وې.

لومړۍ مسله دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۲۰۱۷م د فبروي په ۱۵مه یې د یهودي دولت له لومړی وزیر سره په واشنکټن کې درلود، په فلسطین کې یې د دوو دولتونو د رامنځته کېدو په اړه وویل: «تر دې وروسته به د دوو دولتونو په رامنځته کېدو ټینګار ونه کړو». ایا دا په دې معنی ده، چې امریکا له دې حل لارې لاس اخیستی؟

دویمه مسله دا چې ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته پرلپسې د ایران په اړه توندې او جدي څرګندونې کوي او پروړاندې یې وضعیت کړکېچن کړی. پوښتنه دا ده چې په سیمه کې د ایران په اړه د امریکا سیاست بدل شوی او که نه؟ ځکه پوهیږو چې ایران پرلپسې د امریکا په ګټه کار کوي.

ځواب:

د دغو موضوګانو په اړه زموږ د لیدلوري د لاښه روښانه کولو لپاره هره یوه په لاندې ډول تربحث لاندې نیسو:

لومړی ـ د فلسطین مسله، یا د منځني ختیځ کړکېچ:

۱- د امریکا د ولسمشر ټرمپ د متن څرګندونې چې د نړۍ ټولو رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرې کړې، داسې وې: «د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د منځني ختیځ د قضیې په اړه د امریکا په سیاست کې نوی بدلون ثبت کړ. نوموړي ټینګار وکړ چې د دوو دولتونو د رامنځته کېدو پر بنسټ حل لاره، د اسراییلو او فلسطین د کړکېچ د پای ته رسولو یوازینۍ حل لاره نه ده. نوموړي اشاره وکړه چې د سولې د راتګ په صورت کې حاضر دی، چې بدیلې حل لارې ومني. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ټولو مخکینیو ولسمشرانو هغه که ډیموکراټان وو که جمهوري غوښتونکي، د دوو دولتونو د رامنځته کېدو پر مسله یې تمرکز درلود». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروري ۱۶مه د فرانس ۲۴ انټرنټي پاڼه)

همداراز ده وویل: «ما ته د دوو یا یو دولت رامنځته کېدل هېڅ توپیر نه لري او هره ډول حل لاره چې اسراییل او فلسطینیان یې خوښه کړي، زه یې هم خوښوم او دواړې حل لارې زما لپاره یو ډول دي». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروري ۱۶مه مباشر الجزیره ټلویزیون)

دا لومړی ځل دی، چې د امریکا متحده ایالاتونه د ټرمپ له خولې د یو دولت د رامنځته کېدو پر بنسټ د حل لارې مسله بیانوي. خو ټرمپ دا واضح نه کړه چې د یو دولت د رامنځته کېدو له حل لارې څخه یې موخه څه ده؟ ایا له دغې وینا څخه یې موخه د یهودو د واحد دولت دننه فلسطنیانو ته خپلواکي ورکول دي او که سیکولریستي دولت دی، چې فلسطنیان به د یهودو دولت په اداره کې مشارکت ولري. دا ډول دولت هغې پروژې ته ورته دی، چې انګلستان په ۱۹۳۹م کال او د «سپین کتاب» د خپرولو په وخت کې مطرح کړ، چې مصداق يې د لبنان اوسنی دولت دی. د یادولو وړ ده چې د دوو دولتونو د رامنځته کېدو قضیه هغه پروژه ده چې امریکا پخپله په ۱۹۵۹ کال او د ولسمشر ایزنهاور د حکومت په وخت کې مطرح کړه، نړیواله ټولنه یې دې ته وهڅوله چې دغه پروژه ومني او د یوه دولت حل لاره، چې انګلیستان مطرح کړې وه، رد کړي.

په هر حال، د دغو څرګندونو له کره ارزونې او څېړنې وروسته داسې ښکاري، چې امریکا د دوو دولتونو د رامنځته کېدو پر بنسټ حل لارې څخه لاس نه دی اخیستی. ځکه په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر نیکي هیلي پر دغې مسله ټینګار وکړ او ويې ویل: «تر هر څه وړاندې باید دا ووایم چې د دوو دولتونو حل لاره هغه څه ده چې موږ پرې ټینګار کوو. هر څوک چې دا ادعا کوي چې د امریکا متحده ایالاتونه د دوو دولتونو له حل لارې سره موافق نه دي، هغه تېروتي دي. موږ په بشپړه توګه د دوو دولتونو حل لاره منو، خو په ورته وخت کې تر دې پراخ فکر هم کوو؛ ځکه چې د خبرو مېز ته د دواړو لوریو د راویستلو لپاره دغه کار ته اړتیا لرو». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروي ۱۶مه رویترز خبري اژانس)

په همدې توګه، ټرمپ هېڅ وخت د دوو دولتونو د حل لارې له مسلې څخه لاس نه دی اخیستی او دا د امریکا د دولت سیاست دی، چې د امریکا ټولو دولتونو له یاد تاریخ څخه تر اوسه هغه منلی دی. له وروستیو څرګندونو څخه د ټرمپ موخه دا وه چې د فشار اچولو لپاره بل اسلوب تجربه کړي. په ملګرو ملتونو کې د نوموړي سفیر هم ټینګار وکړ چې هېواد یې د دوو دولتونو له حل لارې ملاتړ کوي، خو له نورو اسلوبو نه د ګټې اخیستلو په هڅه کې دی او یا دا چې بندیزونه په پام کې لري، چې په همدې قضیه کې یې وکاروي او د یهودیانو د ډېرې پاملرنې وړ شي. نوموړي سفیر اشاره وکړه چې هغوی تر دې پراخ فکر کوي. په دې مانا چې نوموړي دغه بهیر له یو صندوق سره ورته بللی، چې امریکا د هغه د ننه دواړه لوري د خپلې خوښې حل لارې ته راولي او اوس غواړي چې نور اسلوبونه مخ ته یوسي، په همدغه دلیل یې د دوو دولتونو مسله نیولې چې د دواړو لورو په ځانګړي ډول د یهودیانو لپاره ښه معلومه شي.

له ډول ډول اسلوبونو څخه ګټه اخیستل یو معمولي کار دی، موږ د هغې پوښتنې په ځواب کې د ۲۰۱۶ م د نومبر پر ۱۸مه د ټرمپ د سیاستونو په اړه د نوموړي تر بریا وروسته ویلي وو، چې د ټرمپ سیاستونه به د امریکا له سیاستونو او اصولو سره هېڅ توپیر ونه لري، بلکې یوازې په اسلوبونو کې به بدلون کوي. د هغې پوښتنې په ځواب کې مو وویل: «د بنسټیزو قضیو په اړه د امریکا سیاستونه چې د مخکیني ولسمشر په وخت کې روان وو، باید ووایو: داسې هیله نه کیږي چې د هغه په اصولو او بنسټونو کې بدلون ښکاره شي، بلکې دغه داسې اسلوبونه دي چې کېدای شي بدلون وکړي. ځکه په امریکا کې حاکم نظام د مختلفو سازمانونو په واک کې دی او هر یو یې داسې واکونه لري، چې پرلپسې زیاتیږي او کمیږي. یاد سازمانونه په دې ډول دي: ولسمشر او د حکومت اداره یې، پنټاګون، کانګرس، د ملي امنیت شورا، امنیتي ادارې او داسې نور. دغه جوړښت د دې سبب کیږي چې د امریکا د سیاست اصول او بنسټونه تقریبا ثابت پاتې شي، په دومره توپیر چې د دغو سیاستو د پرمخ وړلو اسلوبونه بدلیږي».

۲-  د فلسطین حکومت د ټرمپ د څرګندونو په اورېدو  سخت حیران شو، صایب عریقات چې له اوږدې مودې راهیسې له یهودي رژیم سره د خبرو اترو د پلاوي رییس و او د فلسطین څانګې د خپلواکۍ سازمان د اجرایي کمېټې مسول هم دی، د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې یې وویل: «زما په باور د دوو دولتونو د حل لارې د مسلې کمزوري کېدل یوه ټوکه نه، بلکې د فلسطنیانو او اسرایلیانو لپاره یوه غمیزه ده». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبرورۍ ۱۶مه هافینګتون) عریقات همدارنګه وویل: «د حل لارې لپاره یوازینی بدیل یو واحد ډیموکراټیک دولت دی، چې هم د مسلمانانو او هم د یهودیانو او مسیحیانو لپاره په مساوي حقونو قایل وي». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروري ۱۶مه الجزیره)

نو وینو چې د فلسطین حکومت او ورپسې روان د ښکېلاکګرو کفارو له حل لارې پرته هېڅ کومه حل لاره نه پېژني. د هغوی په نظر که د دوو دولتونو حل لاره، چې امریکا مطرح کړې، ګټه ونه کړي، نو د انګلیستان پخوانۍ حل لارې ته پنا وړي! داسې ښکاري، چې امریکا د فلسطین حکومت او ورپسې روان د خپلو نقشو په دوام کې نه دي شامل کړي او هغوی وروستي کسان دي، چې له نقشو يې خبریږي، ځکه امریکا پوهیږي چې هغوی په هر صورت کې او هر ډول تصمیم ته غاړه ږدي دي او مني يې. هغه حکومت چې له خپلې ۸۰ سلنه خاورې تېر شو، ویې منله چې د اشغالګرو د ساتونکو په توګه عمل وکړي او له دښمن څخه د ملاتړ لپاره د خپلو خلکو پر وړاندې ودریږي او له هغوی سره جګړه وکړي. داسې حکومت تر دې کم دی، چې جدي ونیول شي او ارزښت او موقف ورکړل شي، ځکه داسې دولت هغه سپي ته ورته دی، چې که څوک د هډوکي یوه ټوټه ورواچوي، نو ډېره ژر لکۍ ورته ښوروي.

۳-   د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې د یهودو د دولت دریځ داسې و، چې د دغه دولت لومړي وزیر نتانیاهو له ټرمپ سره په مطبوعاتي کنفرانس کې له یهودي دولت څخه د نوموړي له ملاتړه مننه وکړه؛ خو د دوو دولتونو د حل لارې پروژې ته یې هېڅ اشاره ونه کړه. نو داسې ښکاري چې نوموړی له دغو څرګندونو څخه خوښ نه دی او داسې څه ترې غوښتل شوي، چې ورسره موافق نه دی. نو دایې غوره وګڼله چې هېڅ اشاره ورته ونه کړي، چې هسې نه طرفدار یهودیان يې له ټرمپ او هغه هیلې چې نوموړي ته یې لري، ترې مایوس نه شي.

بیا هم داسې معلومیږي چې غوښتنې یې نه دې پوره شوې او په همدې دلیل یې خپله نهیلي ښکاره نه کړه. کله چې یې له نوموړي څخه پوښتنه وکړه چې له ټرمپ سره یې د «جولان» پر مسله بحث وکړ که نه؟ په دغه لنډ ځواب یې بسنه وکړه: «هو» او کله چې د امریکا له ولسمشر نه په دې اړه پوښتنه وشوه، وې ویل: «هېڅ وخت به ونه وایم چې زما غوښتنې د ده لپاره حیرانونکي دي». (سرچینه: ۲۰۱۷ زکال د فبروري ۱۶مه رویټرز عربي څانګه)

د قدس ښار ته د امریکا د سفارت د لېږد مسله هم یاده نه شوه، هغه مسله چې ټرمپ يې د خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې ژمنه کړې وه. ټرمپ په داسې حال کې دې مسلې ته اشاره کوي، چې سپینې ماڼۍ له تل ابیب څخه قدس ته د امریکا د سفارت لېږد لپاره د ولسمشر د ژمنې د عملي کېدو په موخه د خبرو له لومړي پړاو څخه پرده پورته کړې وه. د سپینې ماڼۍ ویاند سپایسر په بیانیه کې وویل: «موږ تر اوسه د دغې موضوع په اړه په بشپړه توګه په لومړیو پړاونو کې یو. نوموړي زیاته کړه: د امریکا د سفارت د لېږد په اړه هېڅ کوم نیږدې اقدام نشته او باید دا په نظر کې ولرو چې دغه کار به د عربي نړۍ غوسه راوپاروي». (سرچینه: عربي سکای نیوز،  ۲۰۱۷ د فبروري ۲۲مه)

نتانیاهو دې ته لومړیتوب ورکړ، چې په خپلو څرګندونو کې له اسلام سره پر جګړې ډېر تمرکز وکړي، هغه اسلام چې د یهودي دولت شتون ګواښي. د خلیج انلاین انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷م د فبروري په ۱۵مه په خبر کې وویل: «د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ټینګار وکړ، چې نوموړی چمتو دی له اسلام سره په جګړه  کې د هغه د بشپړ له منځه وړلو ترکرښې له واشنګټن سره مرسته وکړي». هغوی د «بنسټپال اسلام» اصطلاح د دې موخې لپاره کاروي، چې پر رسول صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی د نازل کړي اسلام لپاره، یوه دروازه او پلمه وي، ځکه دا هماغه اسلام دی، چې پر بنسټ به يې د اسلامي امت حالت ښه شي او دا دین هماغه حق دین دی، چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایي:

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ﴾ (یونس: ۳۲)

له حق وروسته له ګمراهۍ پرته بل څه شته دي؟ نو ولې مخ اړوئ؟

دویم- د ایران موضوع:

هو، دا رښتیاده چې د ټرمپ د حکومت اداره هڅه کوي، چې له ایران سره شخړو ته زیاته لمن ووهي او په ښکاره يې لیدلی شو، خو ایران ته د امریکا د نوو ګواښونو په اصلي موخه د پوهېدو لپاره اړتیا ده، چې د دغه هېواد پر وړاندې د امریکا سیاست د ټرمپ له واک ته رسېدو وړاندې او وروسته وڅېړو، تر څو پوه شو، چې بدلون پکې راغلی که نه؟ که بدلون هم پکې راغلی وي، نو په کومو مواردو کې دی:

له ټرمپ مخکې د ایران پر وړاندې د امریکا سیاست:

۱-   د عراق پر وړاندې د امریکا د جګړې په دوام کې، ایران د امریکا په واسطه د عراق د اشغال لپاره خپل ټول نفوذ وکاراوه. هغه دا چې په ایران پورې تړلو ډلو هېڅ وخت له امریکا سره جګړې ته ونه دانګل، په داسې حال کې چې د عراق شمالي او غربي سیمې، چې ایران هلته نفوذ نه لري، د همدې جګړې په اور کې سوځي. ایران او امریکا په ټولو برخو کې په عراق کې په بشپړې همغږۍ عمل کوي او دغه واقیعت له هیچا څخه چې لږ درک هم ولري، پټ نه دی. په یمن کې هم قضیه همدا ډول ده؛ ایران د حوثیانو ملاتړ کوي او حوثیان داسې کسان دي، چې د امریکا نړیوال استازي، هغه که مخکینی استازی جمال بن عمر او که اوسنی ولد شیخ دی، تل یې هڅه کړې، چې د یمن په حاکمیت کې د حوثیانو لپاره ځای پیدا کړي. همدا حوثیان دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري په ۲۰۱۶ م کې په مسقط ښار کې ورسره ولیدل. په داسې حال کې چې حوثیان د ایران استازیتوب کوي. هغه ایران چې د «لوی شیطان» او هغه حوثیان چې د «مرګ پر امریکا» شعار ورکوي.

نو شک نشته چې په یمن کې د ایران رول په بشپړه توګه په دغه هېواد کې د امریکا د سیاست د ټینګښت او ملاتړ پر بنسټ دی. په سوریه کې د امریکا له سیاست څخه د ایران د ملاتړ رول تر نورو سیمو روښانه دی. ایران په مستقیم ډول د خپلو نظامیانو په واسطه د بشار اسد ملاتړ کوي او له بل لوري د امریکا نړیوال ایتلاف هم د سوریې نقلاب په توغندیو ولي، هغه توغندي چې یوازې پر داعش ډله نه خلاصه کېږي، بلکې نورې ډلې هم موخه کوي او رهبران یې وژني. د پاملرنې وړ ټکي دا دی چې دغه ټولې وژنې او توغندیز بارانونه د تروریزم په پلمه کېږي، خو د امریکا الوتکې په سوریه کې د ایران حزب (د لبنان حزب الله) هېڅ وخت موخه نه ګرځوي. هغه حزب چې امریکا پخپله یو تروریستي حزب معرفي کړی دی. نو پر همدې اساس په سوریه کې چې ایران کوم رول لوبوي، په حقیقت کې د ایران پر وړاندې د امریکا د سیاست یوه برخه بلله کیږي. له بل لوري پوهیږو چې امریکا د اوباما په رهبرۍ له نورو نړیوالو قدرتونو سر یوځای د ایران اټومي هوکړه لیک د ۲۰۱۵ م د جون په میاشت کې لاسلیک کړ.

له دغه هوکړه لیک څخه د امریکا موخه پر ایران د فشارونو، بندیزونو او محدویتونو کمېدل وو، چې دغه هېواد په سیمه کې په ځانګړي ډول د عربو پسرلي په نوم له انقلابونو وروسته د امریکا سیاست له زیاتېدونکو اړتیاوو څخه راووتلی شي. امریکا د دغه هوکړه لیک په لاسلیکولو د ایران د تیلو د صدور زمینه برابرول غوښتل، چې دغه هېواد په سوریه، یمن او لبنان کې د امریکا د سیاست پلي کېدو لګښت له همدې لارې پوره کړي.

نو هغه تندې څرګندونې چې امریکایې په ۱۹۷۹ م کې د ایران د انقلاب له پیله د ایران پر وړاندې کوي او هغه له شور او ځوږه ډکې خبرې چې ایران د امریکا پر وړاندې پیل کړې او هغه «لوی شیطان» بولي، دا ټول په حقیقت کې ټوکې دي او هېڅ عملي مصداق نه لري. د دواړو لورو تر منځ منسجمو او عملي سیاستونو او اقدامونو هغه ټول نظرونه او تکراري خبرې تر شعاع لاندې راوستې او د دواړو دولتونو تر منځ د سیاستونو د درک لپاره باید عملي فعالیتونو ته پام وکړو، نه د دواړو لورو د مسولینو نظرونو ته!

۲-   د امریکا هېڅ حکومت تر اوسه د ګاونډ په هېوادونو کې د ایران لاس د اوباما حکومت ادارې په پرتله ازاد نه دی پریښی. په یمن، سوریه، عراق او لبنان کې «د ایران رول» اصطلاح د همدې ادارې د حاکمیت په جریان رامنځته شوه. په سیمه کې د ایران د رول لوبولو او د هغه لاس ازاد پرېښوولو تاریخ ته په کتو لیدل کیږي، چې دغه هېواد تل امریکا هڅوي او انګېزه ورکوي. ځينې انګېزې له مخکې هم وې او ځینې یې نوې ورکړې دي، چې  لاندې دواړو ډولو ته اشاره کوو:

  • ·         هغه انګېزې چې له مخکې موجودې وې: دا ډول انګېزې د خلیجي هېوادونو ګواښلو ته د ایران له اړ کولو څخه عبارت دي، هغه هېوادونه چې امریکا يې پر نفتي سرچینو واک لري. امریکا د همدې کړنې پر بنسټ تل هڅه کړې چې په خلیج کې د ایران لپاره د پښې ځای پیدا کړي؛ یعنې په هغه سیمه کې چې هلته د تیلو ذخیرې موقعیت لري. امریکا د همدې فرصت او پلمې نه په ګټې اخیستنې توانېدلې، چې په ډېرو خلیجي هېوادونو کې نظامي اډې رامنځته کړي او په همدې ترتیب نفتو ته د امریکا اړتیاوو ته په کتو، د ایران ګواښونه مشخص شول.له هغه وروسته چې نوي محافظه کاران د بوش د حکومت او په ۲۰۰۳ م کال کې د عراق د اشغال پر مهال په امریکا کې قدرت ته ورسېدل، د ایران د تحریکولو لپاره يې د امریکا پخوانۍ انګېزې بیا پيل کړې، خو داځل مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په برخه کې وې، ځکه په سیمه کې د امریکا نقشه دا ده چې د «سایکس – پیکو» کرښې نوې او د مذهبونو پر بنسټ رسم کړي او نوي مذهبي او طایفي دولتونه رامنځته کړي.

امریکا د خپل نوي سیاست پر بنسټ د منځنۍ اسیا پر نقشه خبرې وکړې او ایران یې دې ته وهڅاوه، چې د نویو کرښو د رامنځته کولو په موخه د مذهبي ډلو ملاتړ وکړي. دغه نوې کرښې چې امریکا د مذهبونو پر بنسټ د منځني ختیځ لپاره په نظر کې نیولې، د مسلمانانو په وینو کښل کیږي. په عراق کې دغه مذهبي کرښې د رڼا ورځې په څېر وې، چې وروسته بیا یمن، سوریې، لبنان، سعودي، بحرین، پاکستان، افغانستان او داسې نورو سیمو ته وغځېدېدې او دغه مسله هغه وخت پراخه شوه چې ایران د «اقلیت» ناره وکړه؛ په دې مانا چې ایران له اقلیتونو څخه د ملاتړ سیاست غوره کړ، هغه سیاست چې امریکا غوښته. نو هغه و چې په دې برخه کې د ایران رول ښکاره شو.

  • ·         هغه انګېزې چې نوې رامنځته شوې:  دغه ډول انګېزې د «عربو پسرلي» تر انقلاب وروسته رامنځته شوې، ځکه چې امریکا پخپله له یوه نوي ګواښ سره مخ شوه. په تونس، یمن، مصر او سوریې کې په ناڅاپي ډول قیام وکړ او امریکا د دغو انقلابونو پر وړاندې له خپل نفوذ څخه د دفاع لپاره چمتوالی نه درلود او دغې مسلې د امریکا نفوذ په سیمه کې سخت وګواښه. له بل لوري، امریکا په دغو سیمو کې له خپل نفوذ څخه د دفاع لپاره په مستقیم ډول صحنې ته نشي راتلی، ځکه د امریکا ټولنه تر اوسه د عراق د جګړو له ستونزو لاس وګرېوان ده او په ورته وخت کې محلي او کورني ځواکونه هم په واک کې نه لري، چې په واسطه يې خپل نفوذ وساتي. په سیمه کې د امریکا تر ټول مهم لاسپوڅي په مصر او سوریه کې وو، چې سخت د انقلابونو تر اور لاندې شول.

همدا دلیل و چې په امریکا کې پر ایران د باور ناڅاپي او نوې انګېزې ډېرې په چټکۍ پراخې شوې. نو ایران ډېر ژر صحنې ته دننه شو او د انقلابونو د رېښو په له منځه وړلو یې پیل وکړ، په ځانګړي ډول د سوریې انقلاب. همدارنګه د طرابلس او صیدا له پېښو وروسته  يې دغه هېواد ته د انقلاب د غځېدو د مخنیوي او له منځه وړلو په موخه په لبنان کې له خپل حزب سره مرستې زیاتې کړې او په بحرین او یمن کې یې له خپل ملاتړو سره هم مرستې وکړې، تر څو په دغو دوو هېوادونو کې د انګلیستان پر وړاندې د امریکا نفوذ ټینګ کړي. دغه ټول اقدامونه د انقلابونو په پایله کې وشول.

په سیمه کې د ایران رول، چې مذهبي رنګ او بوی لري، له همدې امله د امریکا نوې انګېزې سختې وحشتناکې او لویې شوې. د امریکا دغه سیاست لامل شو، چې ایران او امریکا په ښکاره یو له بل سره نېږدې شي. لکه څنګه له هستوي هوکړو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ایران ته د امریکایي الوتکو په واسطه د ډېرو مالونو پر لېږد خبرې وشوې. په همدې ترتیب هغه سوداګریزې هوکړې، چې ایران له بوینګ شرکت سره درلودې او یو شمېر امریکایي مسولینو چې له ایران سره د معاملو د اسانتیا لپاره د اروپایي بانکونو له مسولینو سره لیدنې او خبرې وکړې، چې پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله اندیښنې لرې کړي.

۳-   د سعودي د مخکیني پاچا ملک عبدالله له مړینې وروسته، چې د انګلیستان مزدور و، د سعودي عربستان حکومت په ۲۰۱۵ م کال کې د نوموړي زوی او ملک سلمان په واک کې واخیست او دوی د امریکا مزدوران دي. له بل لوري عبدالفتاح سیسي هم د مصر د حکومت ریاست په ۲۰۱۴ م کال کې تر لاسه کړ او په همدې ترتیب په سیمه کې پر ایران سربېره د امریکا مزدوران ډېر شول، چې په همدې سره په سیمه کې د یاد هېواد له نفوذ څخه د دفاع زمینه برابره شوه. دا د قضیې یو اړخ دی، بل اړخ يې دا دی چې کله امریکا د ایران د رول لوبونې کمزورۍ ته پام شو، لکه څنګه چې پخپل ټول ځواک سره پر دې ونه توانېد چې د سوریې د انقلاب دبده له منځه یوسي. نو روسیې ته یې مخه کړه او هغه یې په سوریه کې ښکېله کړه. البته روسیه د ایران د بدیل په توګه سوریې ته دننه نه شوه، بلکې د دغه هېواد د ملاتړ په موخه یې د سوریې موضوع ته راودانګل.

سیاسي صحنې ته د امریکا د نویو مزدورانو راتګ ته په پام سره د واشنګټن پر وړاندې نوې فضا جوړه شوه، تر څو د خپلو سیاسي وسایلو د تنوع په اړه فکر وکړي او دې پایلې ته ورسیږي چې پر ایران قوي باور او په سیمه کې د یوازنۍ وسيلې په توګه د هغه منل، ګټه نه کوي.

پر همدې اساس د اوباما د حکومت د دویم پړاو په وروستیو کې د سوریې د انقلاب د مهارولو کیلۍ ترکیې ته ورکړل شوه، داسې چې امریکا د انقلاب د ماتولو لپاره او د امریکا د موخو اطاعت ته د انقلابیونو په مجبورولو، دوه سیاستونه غوره کړل؛ یو سیاست  هغه خونړۍ وژنې وې، چې د روسیې او ایران په واسطه کېدې او بل د ترکیې په واسطه د انقلاب او انقلابیونو مهارولو سیاست و. پر دې سربېره په ریاض کې د مخالفینو د تمرین مسولیت، چې سعودي عربستان ته سپارل شوی و.

نو په همدې ترتیب په سیمه کې د ایران رول د امریکا د سیاست پر بنسټ دی او په دقیق ډول ارزول شوی، په ورته وخت کې دغه سیاست د امریکا د سیاست غوښتونو، وخت او شرطونو ته په کتو پرلپسې د بدلون په حال کې دی. امریکا له ۱۹۷۹م کال راپدیخوا ایران د سیمې د هېوادونو پر وړاندې په اسلامي پوښښ د یو انقلابي ګواښ په توګه وساته. له هغه وروسته چې نویو محافظه کارانو د امریکا حکومت تر لاسه کړ، دغه ګواښ يې زیات کړ او په یو سخت مذهبي ګواښ یې بدل کړ. وروسته ایران ته اقلیمي او محوري رول ورکړل شو، چې د عربو پسرلي په شرایطو کې یې ځانګړی وزن خپل کړ. خو کله چې د امریکا نور مزدوران لکه مصر عادي حالت ته راوګرځېدل یا يې حاکمیت نوی په لاس کې واخیست، لکه سعودي عربستان یا يې له ځينو نورو لکه ترکیې څخه کار واخیست. ایران ته په ورسپارل شوي رول سربېره يې د نور رولونو په جوړولو پيل وکړ؛ خو د ایران له رول څخه يې هم د بې نیازۍ احساس ونه کړ.

باید ټینګار وکړو چې په سیمه کې چې کوم رول ایران او د امریکا نور مزدوران، د امریکا د ګټې لپاره لوبوي، هېڅکله په سیمه کې د دوی د نفوذ د ټینګښت او سلطې ښکارندوی نه دی او هر کله چې امریکا لازمه وبولي، دغه رول کموي، پرته له دې چې د یادو هېوادونو ګټو ته لږ هم پام وکړي. د بېلګې په توګه؛ ایران خپله ټوله شتمني د سوریي په کړکېچ کې لګوي او خپلو له منځه تلونکو اقتصادي زېربناوو ته هېڅ پام نه کوي. په داسې حال کې چې پوهېږي، چې ښايي امریکا په سوریه کې د خپلو موخو له تر لاسه کولو وروسته، په دغه هېواد کې د ایران رول پای ته ورسوي. همدارنګه موږ ولیدل چې امریکا په یمن کې د سعودي عربستان لپاره داسې رول طرحه کړ، چې ایران یې د خپلو ملاتړو پر وړاندې ډېر وځوراوه، ځکه سعودي داسې فکر وکړ چې له ملاتړو سره يې مستقیمې نظامي مرستې کوي. په داسې حال کې چې ایران د عربستان رول او د یمن پر اوضاع د هغه تسلط ته تسلیم شو او په هغو څو کوچینیو کیښتیو وغولېد، چې حوثیانو ته یې یوه اندازه وسلې لېږدولې.   

که هغه رول چې ترکیه یې د سوریې په کړکېچ کې لوبوي او له هغو سرو کرښو نه سترګې پټول چې اردغان یې یادوي او همدارنګه که د نوموړي د څرګندونو د لهجې بدلون او دریځونه وڅېړو؛ نو پیدا به کړو چې امریکا د دغو حکامو پر وړاندې څومره بې پامه ده او هغوی ته څومره سپکاوی کوي او څومره يې ځوروي.  لنډه دا چې امریکا د خپلو ټولو ملاتړو او مزدورانو رول د خپلو ګټو پر بنسټ پراخوي او کموي، پرته له دې چې د دوی ابرو او حیثیت ته پام وکړي او یا اهمیت ورکړي.

د ټرمپ له واکمنۍ وروسته د ایران پر وړاندې د امریکا سیاست:

ټرمپ داسې محال سپينې ماڼۍ ته راغی چې امریکا د ایران تر څنګ د سیمې دوو نورو هېوادونو ته رولونه ورکول. دا هېوادونه ترکیه او سعودي عربستان دي. امریکا ترکیې او سعودي عربستان ته تر رول ورکولو وروسته د ایران رول کمرنګه کړ. که څه هم امریکا کولی شول، چې د ایران په اړه له غالمغاله پرته د همغو پخوانیو اسلوبونو پر بنسټ خپل سیاست ته دوام ورکړي او درې سیمه ییز هېوادونه پر یوه وخت د خپل ځانګړي رول پر بنسټ د امریکا په چوپړ کې وي او سیاستونه يې عملي کړي، خو داچې ټرمپ د مافیایي طریقو مینه وال دی، نو ایران راپاوري او غواړي چې اقتصادي ګټه تر لاسه کړي او همدا دلیل دی چې له ایران سره شخړو ته د لمن وهولو هڅه کوي. لکه څنګه يې چې په ټوېټر کې پر ایران حمله وکړه او د تروریزم پر ملاتړ يې تورن کړ.

ټرمپ ایران پر دې تورن کړ چې امریکا او ملاتړي یې ګواښي او له ایران سره په معامله کې یې خپل پرېکون وښود. نوموړي د ۲۰۱۷ م د فبروري په ۳مه د ایران د توغندي له ازمویلو وروسته پر ایران نور بندیزونه هم ولګول، چې د دغه هېواد ۲۵ کسان او په ایران کې یو شمېر بنسټونه پکې شامل دي. ټرمپ له ایران سره اټومي هوکړه لیک یوه ناوړه هوکړه وبلله او اشاره یې وکړه چې د دې هوکړې د لغوه کېدو شونتیا شته، یعنې امکان لري چې ایران له دې هوکړې لاس په سر شي. همدا و چې ځینو داسې فکر وکړ، چې ټرمپ د امریکا په بهرني سیاست کې د لوی بدلون په هڅه کې دی. نو دا چې د ایران پر وړاندې د ټرمپ نوی دریځ او له دغه هېواد سره شخړې تر کومې کچې دوام کوي او په سیمه کې د ایران پر رول د ښه پوهېدو لپاره پر لاندې مواردو بحث کوو:

۱-   د جمهوري غوښتونکو سیاست د زور او ظلم پر بنسټ دی، چې د ټرمپ د سیاستونو په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د ایران پر وړاندې لیدل کیږي.

۲-   هو، امریکا د ټرمپ په رهبرۍ د نوې پالیسۍ پر بنسټ ایران ته ګوري او دلیل یې دا دی چې ټرمپ ژمنه کړې وه، چې د امریکا ډېرې اقتصادي ستونزې به حل کړي. ټرمپ په څرګنده د نړي له نورو دولتونو غوښتي وو، چې امریکا د ملاتړ په بدل کې چې له هغوی نه یې د ګواښونو پر وړاندې کوي، باید پیسې ورکړي. دغه غوښتنه له جاپان، جنوبي کوریا، اروپایي هېوادونو څخه شوې وه او په طبیعي ډول د خلیج پانګوال هېوادونه له دې مسلې مستثنا نه دي؛ بلکې هغوی ورته بې زحمته ښکارونه هم دي. امریکا د پورتنیو یادو نویو او پخوانیو انګېزو پر بنسټ د ایران له خطره او په خلیج کې د هغه د رول په اړه خبرې پیل کړې او دا چې ایران د اوباما د حاکمیت په وخت کې په جدي ګواښ بدل شوی، چې د خلیج په دروازو کې دی. اوس ټرمپ له مافیایي اسلوبونو څخه په ګټې اخیستنې، چې مهارت پکې لري، غواړي له دې مسئلې اقتصادي ګټه تر لاسه کړي، پر ایران فشار راوړی، چې په سیمه کې يې رول کمزوری کړي او په بدل کې یې د خلیج له نفت لرونکو هېوادونو څخه جزیه اخلي.

نو پر همدې اساس ایران د امریکا د دغو فشارونو پر وړاندې خپلې نوې توغندیزې تجربې کوي او لرې نه ده چې دغه توغندیزې تجربې به له امریکا سره په بشپړې همغږۍ وشي او یو تصادف به نه وي. په دې مانا چې ایران غواړي د سیمې د هېوادونو لپاره خپل خطر جدي وښيي، پرته له دې چې ګټه ترې تر لاسه کړي؛ بلکې ټوله ګټه یې امریکا تر لاسه کوي، ځکه امریکا اوس د سیمې له چارواکو څخه د ایران د ګواښ پر وړاندې د ملاتړ په بدل کې ډېرې پیسې غوښتې دي. د ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې د ټرمپ څرګندونې دغه لیدلوری ښه تاییدوي. د دغو څرګندونو له ډلې څخه چې د ټرمپ نوی تفکر بیانوي، لاندې مواردو ته اشاره کوو:

  • د (CNN) عربي څانګې د ۲۰۱۶ م د اګېسټ پر ۱۹مه له ټرمپ څخه په نقل وویل: «ډونالډ ټرمپ له ورانۍ څخه د ملاتړ په بدل کې امریکا ته پیسې ورکړې. نوموړي زیاته کړه: سعودي عربستان به ډېر ژر له لوی ګواښ سره مخ شي او زموږ مرستې ته به جدي اړتیا ولري. که موږ نه وای، دا هېواد هېڅ وخت نه رامنځته کېده او هېڅ وخت یې دوام نشو کولی».
  • همدې ټلویزیوني شبکې د ۲۰۱۶ م د سپټمبر پر ۲۷مه له ټرمپ څخه په نقل وویل: «موږ له جاپان، المان، جنوبي کوریا، سعودي عربستان او نورو هېوادونو څخه دفاع کوو، خو دغه هېوادونه يې په بدل کې موږ ته څه نه راکوي، هغوی باید موږ ته پیسې راکړي، ځکه موږ خپلې پانګې د دوی په چوپړ کې لګوو. موخه داده چې که هغوی خپله عادلانه برخه ورنه کړي، ډېر احتمال لري چې له خپل ځانه دفاع پخپله وکړي او یا دا چې له موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي، ځکه موږ داسې دولت یو چې د پورونو کچه یې ۲۰ ټریلیونه ډالرو ته رسیږي، نو هغوی باید له موږ سره مرسته وکړي».

ټرمپ سوداګریزو خبرو کې د قدرت د ارزښت په اړه په ټینګار سره وویل: «باید له جاپان او سعودي سره د خبرو وس ولرو. پوهیږئ چې موږ همدا اوس له سعودي عربستان څخه دفاع کوو، چې دغه هېواد د ډېرې پانګې څښتن دی، خو د دغه کار په بدل کې موږ ته څه نه راکوي».

  • د الجزیرې انټرنټي پاڼې د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۲۶مه په خبر کې وویل: «د امریکا ولسمشر په ۲۰۰۳ م کال کې د عراق پر وړاندې د امریکا جګړې ته په اشارې وویل، چې عراق له ایران سره مساوي قدرت درلود. د امریکا تېروتنه دا وه چې عراق ته له ننوتو وروسته یې دغه هېواد ایران ته وسپاره. د امریکا حکومت باید هملته پاتې وای او د عراق پر نفتو یې خپله سلطه ساتلې وای».
  •  د رویټر عربي څانګې د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۲۴مه په یوه خبر کې وویل: «ټرمپ استخباراتي مسولینو ته په خبرو کې اشاره وکړه چې غوره دا وه چې متحده ایالاتونو د ۲۰۰۳ د جګړې د جبران لپاره د عراق نفت په خپل واک اخیستي وای».

۳-    یاد موارد د هغه څه ښکارندوی دي چې د ټرمپ په طرز تفکر کې ځای لري او پر بنسټ يې نوې معاملې پیلوي، لکه څنګه چې د خلیج واړه هېوادونه هڅوي چې د ایران د خطر پر وړاندې يې د خپل ملاتړ په بدل کې د ملاتړ مالي لګښت پخپله ورکړي، په دې مانا چې خپلې شتمنۍ د امریکا په واک کې ورکړي او بدل کې یې د دوی قدرت وساتي. لنډه دا چې امریکا د خلیج هېوادنو مشران لنډ فکره انسانان په نظر کې نیولي او له همدې لیدلوري چلند ورسره کوي. د ټرمپ حکومت د مافیایي طرز تفکر په ډېرو شواهدو پېژندلی شو.

ټرمپ یوازنی امریکایي نه دی چې نړیوالې شکونې (اخاذۍ) پیلوي، بلکې د امریکا کانګرس په ۲۰۱۶ م کال کې د اوباما د ادارې په حاکمیت کې د «جاستا» قانون تصویب کړ. د همدغه قانون پر اساس یې د تروریستانو د شتمنیو په پلمه د سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو د شتمنیو د ضبط زمینه برابره کړه. د امریکا د دغو شکونو دلیل دا دی چې دغه هېواد له واقعي اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او دغو کړکېچونو هغوی اړ کړل چې خپلې عامه بودیجې راټیټې کړي. له بل لوري، د دغه هېواد بې سارو زیاتو پورونو او په ورته وخت کې د چین د اقتصاد چټکتیا، امریکا نورو غټو حل لارو لټون ته اړ کړې ده. لکه څنګه چې د بوش حکومت له اقتصادي کړکېچ څخه د وتلو حل لاره په دې کې ولیده چې عراق اشغال کړي او د نفتو ذخیرې یې استثمار کړي، خو د عراقيانو مقاومت دغې موخې ته د امریکا د رسېدو خنډ شو او امریکا اړه شوه چې د عراق له کړکېچ څخه د وتلو لپاره درې ټریلیونه ډالره ولګوي.

د اوباما ادارې هڅه وکړه چې د انګلیستان مالي پټنځایونه موخه وګرځوي او له همدې لارې او نورو جزیرو څخه ډېرې شتمنۍ امریکا ته راوړي او په دوام کې يې د «جاستا» قانون مسله د مالي پیسو د راټولولو او پر تروریزم د وضع شوو تاوانونو په موخه مطرح شوه. اوس ټرمپ په دې هڅه کې دی، چې د نړۍ شتمن هېوادونه دې ته وهڅوي چې د ګواښونو پر وړاندې له دوی څخه د امریکا د ملاتړ په بدل کې امریکا ته جزیه ورکړي او اصلي موخه دا ده چې د امریکا اقتصادي ستونزې لرې شي، ځکه ټرمپ هوډ لري چې د امریکا د ۲۰ ټریلیونه ډالرو د پورونو د بیا ورکړې پر بنسټ خپلې ژمنې د اتو کلونو په اږدو کې عملي کړي.

۴-    هغه شعارونه چې ټرمپ یې د «امریکا پخواني پرتم او عظمت ته ګرځول» پر بنسټ ورکوي، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتونو دولت یو لړ مستقیمې لاسوهنې کوي او د اوباما سیاستونه چې د نورو د رولونو تر شا د پټېدو پر اساس وو؛ رد کړي. همدارنګه د ټرمپ اداره په ورته وخت کې هڅه کوي، چې په سوریه کې د امن سیمو رامنځته کېدو مسله ګرمه کړي، په همدې پلمه په مستقیم ډول صحنې ته دننه شي، د روسیې رول ترې واخلي او د دې تر څنګ د ایران لوی او وېروونکی رول هم بیرته ورڅخه واخلي.

 نو پر همدې بنسټ د ټرمپ د حکومت اداره کلک هوډ لري، چې د خپلې اقتصادي موخې له تر لاسه کولو وروسته د ایران رول راټیټ او کمرنګه کړي، خو له هغه نه به په بشپړه توګه بې نیازي څرګنده نه کړي، ځکه دوی غواړي چې د ایران رول د ترکیې او سعودي عربستان د رول بشپړوونکی وي، نه د هغه بدیل. یعنې نه غواړي چې ایران د رهبرۍ رول ولري، په ځانګړي ډول په سوریه کې، بلکې موخه دا ده چې د ترکیې د رول پر وړاندې د ایران د رول اغېز په لومړۍ درجه او د سعودي رول په دویمه درجه کې ځای ولري؛ خو له شک پرته چې د ایران رول لوبول تل د امریکا د ګټو او نقشو پر بنسټ دي او امریکا به هېڅ وخت په سیمه کې د ایران له رول لوبولو بې نیازي څرګنده نه کړي.

۵-   په همدې ترتیب د امریکا په واسطه د ایران د رول بدلون په مسله کې قضاوت تر ډېره د څرګندونو او خبرو په کچه په عملي ګامونو ولاړ دی، لکه څنګه چې په دې ورځو کې په واشنګټن کې د ایران پر وړاندې خبرو زور اخیستی، دا یوازې وینا ده او په عمل نه بدلیږي. د بېلګې په توګه: د ایران ولسمشر حسن روحاني په هغو خبرو کې چې د ایران د انقلاب د ۳۸ مې کلیزې د جشن په مناسبت یې درلودې، وویل چې ایرانیان به د امریکا متحده ایالاتونه پر خپلو بندیزونو پښېمانه کړي. روحاني اشاره وکړه چې د «اسلامي انقلاب» د راژوندي کېدو په کلیزه کې د ایرانیانو پراخه ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې د ملي اقتدار ښکارندوی دی او دا د سپینې ماڼۍ رهبرانو ته روښانه پیغام دی».

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روحاني د څرګندونو په ځواب کې وویل «احتیاط کوه!» رویټرز د ۲۰۱۷ م د فبروي په ۱۰مه په خپل خبر کې وویل: «د امریکا ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د ایران له ولسمشر حسن روحاني څخه وغوښتل، چې خپلو خبرو ته پام وکړي. ټرمپ دغه ګواښ له هغه وروسته وکړ چې رسنیو د روحاني څرګندونې خپرې کړې، چې ویلي یې وو؛ هر څوک چې ایران وګواښي، پښېمانه به شي. ټرمپ په ځواب کې وویل:  احتیاط کوه!، غوره به وي درته»

نو پر همدې اساس د دواړو لورو وروستۍ څرګندونې چې د اټومي هوکړې په اړه کیږي، په حقیقت کې د امریکا او ایران تر منځ د اږدو شخړو یوه برخه ده او بس، خو هغه څه چې په عمل کې د دواړو لورو تر منځ روان دي، هغه دا دي چې دواړه لوري خپل ګامونه په همغږۍ او همکارۍ او البته د امریکا د نقشو پر بنسټ پر مخ وړي. «موګیریني» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له مسولینو سره تر لیدنو وروسته د روان کال د فبروري پر  ۹مه وویل: «په دغو لیدنو کې چې ما کوم نظرونه واورېدل، په اسانه پوهېدای شو چې هغوی له ایران سره د اټومي هوکړې له دوام سره په بشپړه توګه متعهد دي». (سرچینه: ۲۰۱۷م د فبروري ۱۰مه د نن روسیه)

د ایران پر وړاندې د امریکا د نویو بندیزونو په اړه باید ووایو چې هغه تر اوسه دومره جدي نه دي ، که څه هم چې دغه بندیزونه د امریکا د چارواکو له څرګندونو سره پر یوه وخت عملي کیږي او داښیي چې امریکا د ایران رول نوی څېړي، خو دا څېړنه د یو ځانګړي سیاست پر بنسټ کیږي؛ هغه چې د یاد هېواد ناکامۍ او بریاوې وڅېړي او پر دې ډاډمن شي چې له یران نه د امریکا د لویو اقتصادي او سیاسي ګټو په تر لاسه کولو کې څنګه ګټه واخلي. البته د ایران د رول نوې څېړنه پر ټرمپ پای ته نه رسیږي، بلکې د دیموکراتانو نومانده هیلري کلنټن هم د خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې د دغې نوې څېړنې غوښتونکې وه، لکه څنګه چې نوموړې د «عمل او باور» سیاست چې د ایران پر وړاندې روان و، یو غلط سیاست وباله. د نوموړي له څرګندونو څخه داسې پایله تر لاسه کیږي چې د ایران پر وړاندې د نوموړې سیاست به د باور د نشت پر بنسټ و.

نوموړې ژمنه کړې وه چې د لاسته راغلې اټومي هوکړې پر وړاندې د ایران له لوري د هر وړې تېروتنې په صورت کې به نوي بندیزونه ولګوي. یوازې دا نه وو، بلکې دایې هم ویلي وو چې له اټومي هوکړې څخه د سرغړونې په صورت کې به له نظامي ځواکه هم کار واخلي». سرچینه: د منځني ختیځ ورځپاڼه، ۲۰۱۶ د مارچ ۲۲مه)

دا په دې مانا ده چې د ټرمپ د ادارې په واسطه د ایران د رول نوې څېړنه په اصل کې د امریکا د دولت سیاست دی، موږ مخکې هم وویل چې له دغې څېړنې څخه موخه د امریکا د لویو سیاسي او اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره د ایران د رول کارول دي.

په پای کې باید ووایو: د افسوس ځای دا دی هغه امریکا چې د فاسدو ارزښتونو  او ناوړه تمدن د حاکمیت په دلیل هره شېبه په داخل کې د له منځه تلو په حال کې ده، خو بیا هم همدا امریکا په اسلامي خاورو کې لوړ شان و شوکت لري او په ډېر کبر پکې ګرځي. تر دې ناوړه خبره لا دا چې هغه کسان چې خپل ځانونه د مسلمانانو حکام بولي، امریکا ته د چوپړ لپاره له یو بل سره سیالي کوي. رښتیا هم ډېره دردونکې ده چې د مسلمانانو خاورې د ښکېلاکګرو کفارو د پلانونو او نقشو د عملي کېدو ډګر وي!

خو د دغه تریخ واقعیت اصلي دلیل چې مخکې مو هم بیان کړی، یو ځل يې بیا تکراروو او هغه دا چې مسلمانان د خلیفه او امام له نشت څخه ځوریږي، چې د شتون په صورت کې یې د ښکېلاکګرو له شر څخه هغه ته پنا وړي. ابو هریره رضی الله عنه له روسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې روایت کوي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ» (رواه مسلم)

امام ډال (سپر) دی، چې تر شاه يې مبارزه کېږي او هغه ته پنا وړل کیږي.

نو پر هر مسلمان چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لري واجب ده، چې دغه مسله خپله برخلیک ټاکونکي قضیه کړي او له الله سبحانه وتعالی سره په اخلاص او له رسول صلی الله علیه وسلم سره په صداقت د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره جدي هڅې وکړي او د رسول صلی الله علیه وسلم هغې ژمنې ته، چې له ظالمو حکومتو نه وروسته به یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره خلافت راځي، د عمل بڼه ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې، چې احمد او طیالسي له حذیفه نه روایت کړي، فرمایي:

«ثمَّ تَكُونُ ملکاً جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

بیا د جبر او ظلم پاچاهي راځي او دا هم د الله جل جلاله له غوښتنې سره سم دوام كوي او كله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي دا هم اخلي او بيا به د نبوت پر منهج او طريقه خلافت راځي".

هغه وخت به مسلمانان له لاسه تللی عزت نوی تر لاسه کوي او ښکېلاکګر کفار به په ډېر ذلت سره له اسلامي خاورو وځي او خپلو خاورو ته به ځي، البته که د هغوی لپاره کومې سیمې پاتې شي.

﴿وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاء وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ﴾ (آل عمران: ۱۴۰)

او موږ دا ورځې د خلک تر منځ بدلوو را بدلوو، تر څو رښتیني مومنان معلوم او ستاسو څخه شاهدان ونیسو، الله سبحانه وتعالی ظالمان نه خوښوي.

۱۴۳۸ د جمادي الاول ۲۶مه

۲۰۱۷ د فبروي ۲۳مه

Last modified onدوشنبه, 24 اپریل 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې