- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
د ۲۰۲۳م کال اګېسټ ۱۳مه، یکشنبه د نایجر د انقلاب مشرتابه وویل: «هغوی د ستر خیانت او زموږ د هېواد د نا امنه کولو په تور د نایجر د ولسمشر، محمد بازوم د محاکمې په لټه کې دي. د نایجر د انقلاب مشرتابه په خپلو خبرو کې بیاځلي د لوېدیځې افریقا پر هېوادونو د (اکواس) اقتصادي ډلې بندیزونه وغندل.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۳م، د اګېسټ ۱۴مه) د ۲۰۲۳م کال د جولای ۲۸مه د نایجر د ولسمشرۍ ساتنې امنیتي ځواک قومندان، جنرال عبدالرحمن تیچیاني، د نایجر په رسمي تلویزیون کې ځان د نایجر انتقالي رییس اعلان. د ده دغه اعلان دوې ورځې وروسته له هغه وشو چې په امنیتي ځواک او د ولسمشرۍ ساتنې ځواک کې یې عسکرو د دغه هېواد ولسمشر، محمد بازوم له واکه لرې او محاصره کړ. له دغې پېښې وروسته تیچاني «د هېواد د ملاتړ ملي شورا» تر نامه لاندې خپل شتون اعلان کړ. پوښته دا ده چې د دغه انقلاب پلان جوړونه کورنی عامل لري او د کورنیو اغېزناکو قدرتونو په کشمکشونه او سیالیو پورې اړه لري او که یې تر شا بهرني لاسونه دي او په نړیوالو چارو پورې اړه لري؟ بله پوښتنه دا ده چې پر خیانت د محمد بازوم تورنېدل څنګه پېژندل کېږي؛ په داسي حال کې چې زنداني شوی نه دی، بلکې له ځینو بهرنیو چارواکو سره په اړیکه کې شو؟
ځواب:
د اصلي مسلې د روښانه کېدو لپاره لاندي مسایل وړاندي کوو:
لومړی: د انقلاب لاملونه او ترسره کوونکي:
۱. الکولونیل میجورامادو عبدالرحمن چې نهه پوځیان ترې چاپېر وو او رسمي پوځي جامې یې پر تن وې، اعلان یې وکړ: «موږ د دفاع او امنیت ځواک یو چې د هېواد د ملاتړ ملي شورا کې راغونډ شوي یو او د هغه نظام د لرې کولو اقدام مو وکړ چې تاسو یې پېژنئ. د دغه نظام د لرې کولو لامل د ناامنۍغځېدل او د اقتصادي او ټولنیزو چارو کمزوی مدیریت دی. هغه له ټولو بهرنیو شریکانو وغوښتل چې مداخله ونه کړي او په ټولو سیمو کې يې له ماښامه د سهار تر پنځه بجو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه؛ دغه حالت به تر دوهم امر پورې روان وي.» (سرچینه: فرانس پرس؛ ۲۰۲۶م کال د جولای ۲۶مه)
۲. پوځ تر کودتا وروسته دغه انقلاب ومانه. د فرانسې رسمي رسنۍ «فرانس ۲۴» د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۷مه پر هغو دفاعي او امنیتي ځواکونو د نایجر د پوځ د برلاسۍ او تسلط خبر ورکړ چې محمد بازوم يې ګوښه کړی و. دا اعلان د پوځ په لیکو کې د جګړې د مخنیوي لپاره وشو. دغې رسنۍ زیاته کړه: د پوځ مشر «عبده صدیق عیسی» په خپلو خبرو کې د پوځ له لوري د بازوم د نظام د بدلون د منلو خبر ورکړ. داسې ښکاري چې د پوځ مشرتابه دغه اعلان تر انقلاب یوه ورځ وروسته وکړ او ویې ویل چې د کودتا د شنډولو وس یې نه درلود.
۳. الحرة خبري اژانس د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۹مه راپور ورکړ: «تیچیاني د نایجر د پخواني ولسمشر، محمد یوسفو له وفادارو کسانو و او د خپلې ولسمشرۍ په دوره، ۲۰۱۱-۲۰۲۱ کې یې د ولسمشرۍ ساتنې ځواکونو قومندان په توګه ګومارلی و.» همداراز د افریقا مسایلو ته ځانګړې فرانسوۍ مجلې «جون فریک» لیکلي: «محمد یوسفو د ولسمشرۍ ساتنې ځواک ته ډېر پام کاوه او د انقلابونو د مخنیوي په موخه یې ټول صلاحیتونه او اختیارونه ورکړي وو.» دغه مجله زیاتوي: «ویل کېږي چې جنرال تیچیاني سخت دریځه کس و او پوځ ترې وېرېږي. نو ښکاري چې د نایجر پخوانی ولسمشر د هغه پوځ له واکمنېدو وېرېده چې د فرانسې نفوذ پکې وي؛ ځکه چې د نایجر پوځ د ظاهري خپلواکۍ له پیل سره فرانسې جوړ کړ او په ۲۰۱۵ کې یې د یوسفو پر وړاندې د کودتا او انقلاب ناکامه هڅه وکړه. لرې نه ده چې هغه وخت دا اقدام په پوځ کې د فرانسې پلویانو کړی وي. ځکه خو یوسفو هغه وخت د عبدالرحمن تیچیاني د پیاوړي کولو او ودې اقدام وکړ څو د هغو انقلابونو مخه ونیسي چې د فرانسې پلویانو او مزدورانو په بېلابېلو نومونو کول.
۴. که ځېر شو، وینو چې له فرانسې څخه په ۱۹۶۰ کې د نایجر تر کاذب استقلال وروسته، تر اوسه په دغه هېواد کې څلور بریالۍ او څو ناکامې کودتاوې شوې چې وروستی بریالی انقلاب يې په ۲۰۱۰ کال کې هغو پوځیانو وکړ چې د نایجر د ولسمشر، محمدتانجا -چې په حقیقت کې د فرانسې لاسپوڅی و- مخالفین وو؛ دغو پوځیانو «د ډیموکراسۍ پلي کولو عالي شورا» جوړولو اعلان وکړ او د دغې شورا مشري یې «سالي جیبو» ته ورکړه؛ نوموړی د پلازمېنې، نیامي د ملاتړ څانګې قومندان و. موږ د ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ په ۲۰مه د یادې کودتا اړوندې پوښتنې به ځواک کې ویلي وو: «د کودتا د غځېدو په اړه د امریکا څرګندونې د دې لپاره وې چې د کودتا پړه پر ګوښه شوي ولسمشر، محمدتانجا -چې د فرانسې لاسپوڅی و- واچوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نه ګوښه شوی ولسمشر بیرته راوباله او نه یې د انقلابیونو او ګوښه شوي ولسمشر ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه وکړه؛ بلکې ویې ویل چې ټاکنې دې وشي او نوی حکومت دې جوړ شي. دا هر څه ښيي چې د دغه انقلاب ترشا د امریکا لاس و ... خو فرانسه لا په دغه هېواد کې نفوذ لري او دمګړۍ ۱۵۰۰ فرانسويان د هستوي فرانسې -چې د یورانیمو د تولید درېیم ستر تولیدوونکی هېواد دی- ګټو ساتلو لپاره په نایجر کې مېشت دي. نو امریکا غواړي پر دغه سیمه واک پیدا کړي او د نورو افریقايي او اسلامي هېوادونو - چې پریمانه طبیعي شتمنۍ او د خامو موادو او انرژۍ بیلابېلې زیرمې لري- په څېر له دغه ځایه هم د فرانسې نفوذ لرې کړي. نو دغه هېوادونه د امریکايي او اروپايي غربي استعمارګرو د سیالۍ ډګر شوي.» د نقل قول پای
۵. تر کودتا څو میاشتې وروسته په کال ۲۰۱۱ کې د امریکا په غوښتنه په نایجر کې ټاکنې وشوې او د نایجر د ډموکراسۍ او کمونیستي ګوند مشر، محمد یوسفو د ۲۰۱۱م کال د اپریل په ۷مه رسماً د دغه هېواد ولسمشر شو. تر ولسمشر کېدو وروسته یې د ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه او محمدبازوم چې په ۱۹۹۰م کال کې د دغه ګوند یو بل بنسټګر او د یوسفو نیږدې ملګری و، د ګوند مشر شو. دغه راز محمدبازوم د یوسفو له لوري په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر او بیا په ۲۰۱۵م کې د دولت وزیر وټاکل شو. کله چې یوسفو دوهم ځل ولسمشر شو، بازوم يې په کورنیو چارو او له مرکز پرته عمومي امنیت کې د دولت د وزیر په توګه وګوماره. نو یوسفو او محمدبازوم دواړه د نایجر د پخواني ولسمشر، محمدتانجا مخالفین وو. کله چې محمدتانجا د ۲۰۱۰م کال د اګېسټ په ۱۸مه د پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه لرې شو، یوسفو او محمدبازوم یې دا ډول لرې کېدل ومنل. له دې ښکاري چې یوسفو او محمدبازوم دواړه د امریکا لاسپوڅي دي.
۶. محمدیوسفو له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ په دوو دورو کې له امریکا سره نیږدې اړیکې وپاللې؛ مثلاً امریکا ته یې اجازه ورکړه چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کې په نایجر کې دوې مهمې پوځي اډې پرانیزي. په دغو اډو کې تر زرو زیات امریکايي سرتېرې او ډېرې بې پیلوټه الوتکې وې. د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۱۳مه «نون پوسټ» وېبپاڼې د امریکايي اډو په اړه د محمدیوسفو نظر خپور کړ؛ یوسفو ګارډين ته ویلي وو: «زما د اجنبي یا پردیو سرتېرو اصطلاح کارول نه خوښېږي؛ ځکه چې امریکايي سرتېري، ملګري سرتېري دي چې زموږ بلنه یې ومنله او کله چې زموږ مهمې ستونزې ختمې شي؛ دوی به له نایجر څخه وځي.» سره له دې، یوسفو له فرانسې سره اړیکې او تړون وساته او فرانسوي سرتېري يې له نایجر څخه و نه ایستل؛ بلکې د ساحلي دولتونو تړون غړی شو چې فرانسې په ۲۰۱۴م کې د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه جوړ کړی و او رهبري یې د فرانسې په لاس کې ده. داسي ښکاري چې هغه له نایجر څخه د فرانسې نفوذ په اسانۍ نه شي لرې کولی؛ نو د امریکا د نفوذ تر وخته له فرانسې سره ملګرتیا کوي؛ پخپله امریکا وه چې د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه يې فرانسه په بېلابېلو هېوادونو کې ښکېله کړه.
۷. کله چې محمدبازوم د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ په ۲۱مه ولسمشر وټاکل شو؛ د همدغه کال د اپرېل په لومړۍ نېټه یې په محمدیوسفو پسې او د هغه په ملاتړ د ولسمشرۍ څوکۍ رسماً اشغال کړه او ژمنه یې وکړه چې محمدیوسفو د سیاست پیروي به کوي. دوې ورځې وړاندې تر دې چې محمدبازوم رسماً خپله دنده پیل کړي، د هغه پر وړاندې یوه کودتا شنډه شوه؛ هغه وخت د ولسمشرۍ ساتنې ځواکونو قومندان او د محمدیوسفو ملګري، عبدالرحمن تیچیاني د کودتا په شنډولو کې مهم رول ولوباوه. په دې توګه بازوم د امریکا شتون تایید کړ او له امریکا سره یې د اړیکو پیاوړي کولو په برخه کې کار وکړ. ۲۱ عربي وېبپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۷مه د امریکايي وېبپاڼې «انټرسبټ» د یوه راپور په حواله په نایجر کې د امریکا د شتون په اړه د محمدبازوم هغه خبرې را اخیستې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلېنکن ته يې کړې وې: «امریکا تر ټولو غوره انتخاب دی. د دې لپاره چې موږ ریښتینو لاسته راوړنو ته ورسېږو، د امریکا شتون اړین دی.» نو ښکاري چې د محمدبازوم سیاست د خپل سلف او ملګري، محمدیوسفو په څېر له امریکا سره د ملګرتیا سیاست دی او د دې تر څنګه دا چې فرانسه هم په نایجر کې شته، نو له هغې سره هم دښمني نه کوي؛ معتدل سیاستوال او پوځیان د فرانسې –چې له ۶۰ کالو راهیسې یې نایجر مستقیم او اوس نامستقیم اشغال کړی- لوري ته تمایل لري.
دویم: له تېرو مسلو په ډاګه کېږي چې محمدیوسفو او محمدبازوم دواړه د امریکا مزدوران دي او د ولسمشرۍ ساتنې ځواک قومندان، عبدالرحمن د یوسفو نیږدې ملګری دی چې هغه یې په دې دنده ګومارلی او ډېر صلاحیتونه یې ورکړي. دغه راز عبدالرحمن د باوزم تر رسمي ولسمشر کېدو وړاندې د هغه پر وړاندې کودتاوو شنډولو کې مهم رول درلود او له دې ښکاري چې درې واړه پر یوه لار روان دي او موخه یې یوه ده؛ نو دلته دا پوښتنه پیدا کیږي، چې دغه کودتا ولې وشوه؟ که د نایجر روانو پېښو او د هغو عواملو ته ښه ځیر شو، لاندې مسایل په ډاګه کېږي:
۱. لکه چې ومو ویل، د ولسمشرۍ ساتنې ځواک قومندان د یوسفو باوري کس، نیږدې ملګری او د فرانسې مزدورانو د کودتاوو پر وړاندې د هغه ساتونکی و. د شرق الاوسط په ګډون ډېرو رسنیو د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۸مه د انقلاب د مشر، عبدالرحمن تیچیاني په اړه خبر خپور کړ. یاده ورځپاڼه وايي چې عبدالرحمن تیچیاني د پوځ په لیکو کې ځان شامل کړ او تر کوم مهم کار کولو وړاندې یې د ځينو برخو د مدیریت په سبب د افسرۍ رتبه ترلاسه کړه. کله چې په ۲۰۱۱م کې محمدیوسفو ولسمشر شو؛ واک یې زیات او د یوسفو د باور وړ کس شو. تیچیاني د یوسفو د حکومتولۍ په دوران کې د معمولو او دودیزو پړاوونو له وهلو پرته په چټکۍ پوځي رتبې اخیستې او تر جنرالۍ ورسېد. په ۲۰۱۵م کې یوسفو، تیچیاني د ملي محافظت ځواک مشر وټاکه؛ له دغه ځواک سره په ځانګړي ډول د یوسفو پر وړاندې د کودتا تر پلان وروسته، د ولسمشر د ساتنې لپاره موظف رجال برجسته د ځینو برخو واک دی.
۲. په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د محمدبازوم تر رسېدو او لوړې کولو دوې ورځې وړاندې؛ د هغه پر وړاندې د کودتا پلان جوړ شو. دغې پېښې دی اړ کړ چې د ولسمشرۍ ساتنې ځواک کې پراخ بدلونونه راولي؛ خو تر ده وړاندې ولسمشر، یوسفو په غوښتنه یې جنرال تیچیاني د دغه ځواک د مشر په توګه پرېښود او د دواړو ترمنځ باوري اړیکې وې. یوسفو په حاکم ګوند کې تر ټولو ډېر نفوذ لاره او خپل زوی یې د انرژۍ او معادنو وزیر په توګه حکومت ته دننه کړ.
۳. سرچینې وایې د بازوم نیږدې کسانو هغه ته د تیچیاني په اړه خبرداری ورکاوه او د حاکمیت د ثابت پاتې کېدو لپاره یې د تیچیاني د ګوښه کولو سپارښتنه ورته کوله؛ خو بازوم د پخواني ولسمشر په سپارښتنه د هغه ملګری پر خپله څوکۍ پرېښود. په وروستیو کې په مجازي فضا کې سیاسي شنونکو د تیچیاني د ګوښه کولو او د پوځ او ولسمشرۍ ساتنې ځواک په مشرتابه کې بدلون راوستلو په اړه د بازوم د پریکړې په اړه یو لړ خبرې لاس پر لاس کولې. ویل کیږي چې بازوم له انرژۍ او معادنو وزارت څخه د پخواني ولسمشر د زوی د ګوښه کېدو هوډ درلود؛ دغه مسله د بازوم او یوسفو د اړیکو سړېدو او پرې کېدو سبب شوه او ان یوسفو او د هغه ملګری، تیچیاني یې وپارول. له دې سره په خلکو کې د بازوم پلویان کم شول او د حاکم حزب ځینې غړو هم د بازوم لفظي مخالفت وکړ. دا ځکه چې بازوم په هوسا قبیله -چې د نایجر نیم نفوس جوړوي- پورې اړه نه لري؛ بلکې عربي قومونو ته منسوبېږي. ځکه خو یې په پلازمېنه کې رایې کمې وې او تر ټاکل کېدو دوې ورځې وړاندې یې پر وړاندې د کودتا پلان و. نو نورو قومونو او د پوځ لوړپوړو چارواکو یې هرکلی ونه کړ.
۴. جنرال عبدالرحمن تیچیاني د پخواني ولسمشر، محمدیوسفو په دوره کې، د ولسمشرۍ ساتنې ځواک قومندان و؛ په وروستیو کې محمدبازوم د هغه د بدلولو په لټه کې و. الجزیرې د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۲۸مه د «میډیا بارت» راپور ورکړ: «جنرال عبدالرحمن تیچیاني د پخواني ولسمشر، محمدیوسفو په دوره کې، د ولسمشرۍ ساتنې ځواک قومندان و؛ په وروستیو کې محمدبازوم د هغه د بدلولو په فکر کې شو. دا چې تیچیاني د نایجر پوځي قومندانانو ترمنځ د پخواني ولسمشر د ملګري په نامه مشهور و؛ سیاسي شنونکي موسی اکسر، یوې سرچینې ته وویل: ټول شواهد ښيي چې محمدیوسفو بېرته واک ته د راتګ هوډ لري. هغه غوښتل پر نفتو واک ترلاسه کړي؛ په شرکتونو کې یې ډېرې ونډې دي. دا نظر د هغه نهايي راپور پر بنسټ دی چې د یوسفو د واکمنۍ پر وخت په دفاع وزارت کې د هغه فساد ته اشاره کوي.» له دغو خبرو ښکاري چې دغه کودتا کورني عوامل لري؛ لکه پخوانی ولسمشر یې چې عامل وي؛ ځکه خو د یادې کودتا پر وړاندې امریکا، فرانسې، اروپایي ټولنې، بریتانیې، روسیې او سمیهایزو قدرتونو سخت غبرګونونه وښودل؛ لکه دغې کودتا چې حیران کړي وي!
۵. نو امریکا، ملګرو ملتونو، فرانسې، اروپایي ټولنې او د لوېدیځې افریقا اقتصادي ټولنې (اکواس) دغه کودتا وغندله؛ ان بریتانیې، روسیې او واګنر ډلې چې په نایجر کې هیڅ نفوذ نه لري؛ دغه کودتا وغندله او پوه نه شول چې په دغو خوځښتونو کې یې د بیرغ پورته کول د فرېب ورکولو لپاره دي. د سپنې ماڼۍ ویاندې، کرین جېن پیېري وویل: «امریکا هېڅ دلیل نه ویني چې روسیه یا واګنر ډله دې د نایجر په کودتا کې لاس لري.» (سرچینه: رویترز؛ ۲۰۲۳م کال د جولای ۲۷مه)
درېیم- لنډیز:
۱. غالب نظر دا دی چې دغه کودتا کورني عوامل لري. په حقیقت کې دغه کودتا د امریکايي مزدورانو ترمنځ کشمکشونه او سیالۍ دي چې یوې خوا ته یوسفو او عبدالرحمن او بلې خوا ته بازوم دی. کله چې یوسفو او عبدالرحمن پوه شول چې بازوم د یوسفو د زوی او عبدالرحمن د ګوښه کولو نیت لري، کودتا يې وکړه؛ سره له دې یې د پخلاینې فرصت شته، ځکه چې ټول د امریکا مزدوران دي. ځکه خو چې د هغه نیول او زنداني کول یې وځنډول او تر کودتا وروسته یې په خیانت تورن کړ. بازوم اوس په خپل کور کې دی؛ ځینې وخت دایره پرې راتنګه کړي او فشار پرې راوړي او ځینې وخت ډاکټر ته د تګ او خوراکي توکو اخیستو لپاره د وتلو اجازه ورکوي. په ورته وخت کې امریکا او سفیر یې له دغه حالت څخه د وتلو لپاره هڅې کړې او دغه کودتا د امریکا د مزدورانو ترمنځ پاتې ده.
۲. په دې کودتا کې تر ټولو ډېر زیان فرانسې ته ورسېد؛ ځکه چې کودتاچیان د امریکا مزدوران و خو خپل کار ته د مشروعیت ورکولو لپاره یې د فرانسې –چې سخته اندېښمنه او تر فشار لاندې وه- له دریځه ګټه واخیسته. د پخواني استعمار پر وړاندې یې د خلکو نارضایتي تازه کړه او همدا یې پلمه کړه چې فرانسې یې هېواد استعمار کړی او ټوله شتمني یې لوټ کړه. د ۲۰۲۳م کال جولای په ۳۰مه په زرګونو خلکو د فرانسې سفارت مخې ته د فرانسې ضد لاریونونه او شعارونه ورکړل.
۳. امریکا به ډېر ژر هلته یو لړ اقدامات وکړي چې دغه ستونزه په خپله ګټه کنټرول او د فرانسې د نفوذ پر ضد وکاروي؛ پر ځای یې هلته خپل نفوذ زیات کړي. د دې لپاره توپیر نه ورته کوي چې له لاندې لارو کومه ټاکي:
- که شونې وي، واک ته د بازوم بېرته راوستل؛ که څه هم دا چاره اسانه نه ده. که بازوم بیرته خپل موقف ته راشي، بیا هم د امریکا په ګټه ده؛ ځکه بازوم د امریکا مزدور دی؛ سره له دې چې د فرانسې خیال ساتي او ملګرتیا ورسره کوي. عامه رایه د کودتا پر ضد وه او د بازوم بېرته راتګ غواړي؛ ځکه چې هغه له قانوني لارې ټاکل شوی و.
- یا پر کودتاچیانو فشار راوړل چې انتقالي دوره ختمه او نوې ټاکنې وکړي. په دې صورت کې ډېر احتمال شته چې پخوانی ولسمشر، محمدیوسفو ځان نوماند کړي او بیا واک ته راشي. کودتاچیان د ده خپل قوم او پلویان دي؛ له دې لارې به خپل او د خپل قوم نفوذ وساتي او پر غلاوو او اختلاسونو به پرده واچوي. په ځانګړي ډول دا چې هغه د امریکا لاسپوڅي دی او په خپل حزب او قوم کې، چې د نایجر نیم نفوس جوړوي، پراخ نفوذ لري.
۴. د اسلامي هېوادونو له ډلې دا هېواد هم د سرچینو له اړخه ډېر شتمن خو په ورته وخت کې فقیر هېواد دی او د خلکو د دغه فقر سبب د دوی غلام حکام دي چې د واک لاسته راوړلو او د عامه شتمنۍ د لوټولو لپاره کله د یوه استعمارګر لمنې ته لوېږي او کله د بل. دغه حکام هېڅکله د خپل هېواد د خیر، ازادۍ او ابادۍ په اړه فکر نه کوي؛ ځکه چې که څه هم د مسلمانانو بچیان دي خو هېڅ اسلامي فکر نه لري. له بده مرغه د دې لپاره چې ډېری خلک فکري شاتهوالی لري او د جاهلیت دورې پر عصبيت اخته دي؛ په پټو سترګو د دغو غلامانو او ظالمانو پيروي کوي. د دوی کارونه نه سوله راوړي او نه امنیت؛ بلکې په اسلام حکم او راشده خلافت د مسلمانانو د شان او شوکت لامل کیږي او همدا یې د قوت، پياوړتیا او نهضت وسیله ده؛ په ځانګړي ډول نایجر چې اسلامي خاوره ده او ډېری خلک یې مسلمانان دي. یقیناً چې دا حق خبره ده:
﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ﴾
ژباړه: «ایا له حق پرته له ګمراهۍ پرته نور څه شته؟ نو [له حق پرته] کومې خواته اړول کیږئ؟» [یونس: 32]
۱۴۴۵هـ.ق، د محرم ۲۸مه
۲۰۲۳م کال، د اګېسټ ۱۵مه