جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د فارس له رهبر روستم سره د ستر صحابي ربعي بن عامر خبرې اترې
بسم الله الرحمن الرحيم
د فارس له رهبر روستم سره د ستر صحابي ربعي بن عامر خبرې اترې

(ژباړه)

پوښتنه:

د جهاد او اسلامي نظریو په تړاو د فارس له مشر روستم سره د ستر صحابي ربعي بن عامر ترسره شوې خبرې اترې زموږ لپاره تاریخي مسله ده، په دې اړه یې څه ویلي وو؟

د مسلمانو له خوا د فارس د نیولو په جریان کې نوموړي مسلمانان د فارس له رهبر روستم سره خبرو اترو ته ور غوښتي وو. دا څه د سولې لپاره یو قعطي وړاندیز و، د کوم پر مټ چې مسلمان پوځونه یوې جګړې ته له دننه کېدو پرته بیرته راوګرځېدل. نو ربعي بن عامر روستم ته ورغی، په داسې حال کې چې نوموړی د اسلامي پوځونو کوم مشر نه و، خو د خلکو یو مخکښ غړی و.

دلته یې خبرې اترې راخلو...

روستم هغه ته د داخلېدو اجازه ورکړه

ربعي له خپل اس سره یوځای پر فرشونو سربېره د هغه مخ ته ورغی او کله چې دی هلته ورسېد، نو دننه یې د سرو زرو بالښت پیدا کړ. یو دانه یې پرې کړ او وروسته یې د اس ځنځیر پرې وتړه. وروسته یې نېزه واخیسته او روستم ته یې مخ ور واړوه. نیزه پر فرش پرته وه، وروسته یې پرې کړ. روستم خبرې پیل کړې. 

روستم: پر فرش یا غولي دې څه کېښودل؟

ربعي: موږ ستا پر غلیو او ښکلیو فرشونو نه کېنو.

روستم: څه دې راوړي دي؟

ربعي: الله سبحانه وتعالی موږ رالېږلي یو چې غلامان د غلامانو له بندګۍ وژغورو او د داسې څښتن تعالی عبادت ته یې راوګرځوو چې هغه د بنده ګانو خالق دی، همدارنګه د بې عدالتۍ له نظامونو او مذهبونو څخه د اسلام دین ته مو دعوت کړو. د دې تر څنګ تاسو د دې نړۍ له محدودیت څخه د دې دنیا او اخرت پراخوالي ته راوګرځوو. هر څوک چې دا بلنه ومني، موږ به هغه ومنو او که یې ونه مني، موږ به له هغه څخه جزیه واخلو او که یې رد کړي، بیا به یې پر وړاندې جګړه وکړو، څو چې بریالي شوي نه وو.

روستم: کېدایشي تاسو به د دې څه ترسره کېدو وړاندې مړه شئ.

ربعي: الله سبحانه وتعالی له موږ سره د جنت ژمنه کړې او جنت به هم د هغو کسانو لپاره وي چې مړه کېږي او بریا به د هغو لپاره وي چې پاتې کېږي.

روستم: ما ستا خبرې واورېدې او ستا په موخه پوه شوم، ایا ماته دومره وخت راکولی شئ چې زه له خپلو مشرانو او خلکو سره په دې اړه مشوره وکړم؟ (نوموړي په دې اړه د فکر کولو لپاره د وخت غوښتنه وکړه.)

ربعي: هو، وخت درکولی شو، یوه او یا دوې ورځې

روستم: نه، ډېر وخت راکړئ، زه په دې ښار کې خپل خلک راټولوم. 

ربعي: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کړی چې موږ باید د دښمن پر وړاندې همداسې پاتې نه شو او موږ باید تر درېیو ورځو ډېر وخت ورنه کړو. (یوازې همدا درې ورځې، چې هغوی د خلکو راټولو او زموږ پر وړاندې د چمتو کولو وخت او وړتیا پیدا نه کړي.) نو زه درې ورځې وخت درکوم، که اسلام ومنئ، راګرځو او که نه جزیه به ورکوئ. که تاسو زموږ مرستې ته اړتیا لرئ، موږ به مرسته درسره وکړو او که تاسو زموږ په بریا کې شامل نه وئ، پر څلورمه ورځ به مو پر وړاندې جګړه پیل شي. زه ضمانت در کوم چې تر درېیو ورځو به مو پر وړاندې جګړه نه کېږي، خو دا چې ستاسو له لوري جګړه پیل نه شي. دا هم ضمانت درکوم چې تر څلورمې ورځې به هم جګړه نه پیلېږي.

روستم: ته د هغوی مشر یې؟ (یعنې ته د مسلمانانو مشر یې چې ماته دا ضمانت راکوې چې هغوی به له ما سره جګړه ونه کړئ؟)

ربعي: نه، زه د پوځ یو سرتېری یم، خو زه موږ یو ټیټ رتبه هم لوړ رتبه ته قناعت ور کولی شي. د ده هدف دا و چې که زموږ یو ټیټ رتبه کس یو څه ووایي، بیا پر هغه عمل کېږي. 

روستم بیا خپلو ملګرو ته خبرې وکړې.

روستم: ایا تاسو د هغه منطق ولیدل؟ تاسو یې ځواک وینئ؟ تاسو د هغه باور وینئ؟ هغه خپلو خلکو ته خطاب کوي چې هغوی له مسلمانانو سره سولې ته وهڅوي. په همدې ترتیب جګړې ته له دننه کېدو څخه یې منع کوي. دوی په دې اړه تړون کول رد کړل او جګړه پیل شوه. مسلمانان په دې جګړه کې بریالي شول او د فارس امپراتوري نسکوره شوه.

وروره! ایا دغه خبرې اترې رښتیا دي دي که دروغ؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته

ځواب:

وعلیکم سلام ورحمت الله و برکاته!

اې وروره! دا اسلام ته عزت ورکول او ساته ده او له الله سبحانه وتعالی پرته له نور څه څخه د وېرې نشت دی. دغه مسله په بېلابېلو ځایونو کې له کوم بدلون پرته او له عمومي مانا سره په واضحه توګه راغلې ده.

د تبري تاریخ: (۳/۳۳-۴۰)

د ابن کثیر له خوا پیل شوی او پای ته رسېدلی: (۷/۴۶+۴۷)

د ابن خلدون تاریخ: ۲/۹۴+۹۵)

هو، دا مسله یادو سرچینو یاده کړې ده، ژباړن هغه ته وویل: تا څه راوړي دي؟ ده وویل: « الله سبحانه وتعالی موږ رالېږلي یو چې غلامان د غلامانو له بندګۍ وژغورو او د داسې څښتن تعالی عبادت ته یې راوګرځوو چې هغه د بنده ګانو خالق دی، همدارنګه د بې عدالتي له نظامونو او مذهبونو څخه د اسلام دین ته مو دعوت کړو. همدارنګه الله سبحانه وتعالی موږ د هغه سبحانه وتعالی له طرفه له رالېږل شوي نظام سره رالېږلي یو، که یې څوک ومني، موږ یې منو او پخپلو خاورو کې یې پرېږدو او که یې رد کړي، تر هغه جګړه ورسره کوو چې یا بریالي شوي نه وو او یا مو جنت تر لاسه کړی نه وي.» وروسته روستم وویل: کولی شئ په دې اړه د یو څه وخت لپاره فکر کولو ته راکړئ، ده ورته وویل:

هو، څومره وخت باید درکړم، یوه او که دوې ورځې؟ هغه وویل: «نه، تر هغه چې موږ له خپلو مشرانو او خلکو سره دا مسله شریکه کړو.» ده وویل: «رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کړی چې دښمن ته تر درېیو ورځو ډېر وخت ورنه کړو. نو په دې اړه فکر وکړئ او اسلام وټاکئ. که اسلام وټاکئ، پخپلو خارو کې پاتې کېږئ او یا به جزیه ورکوئ. که دا کار وکړئ، بیا هم پخپلو خاورو کې او سیمه کې مو پرېږدو. که مرستې ته اړتیا ولرئ، مرسته درسره کوو. که جګړه غواړئ، پر څلورمه ورځ به جګړه پیلېږي. زه تاسو ته د دغو مسایلو د راوړلو مسول وم. سعید وویل، ته څوک یې؟ نوموړي وویل: مسلمانان د یو بدن غوندې دي، له یو بل نه اجازه اخلي، له ټیټ رتبه بیا تر لوړ ربته ټول د بو بدن غوندې دي.

هو، دا اسلام ته عزت ورکول، په دې نړۍ او اخرت کې بریا ده.

(يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ) [صف: ۱۲م]

ژباړه: که داسې وکړئ، ګناهونه مو بښي او تاسو د جنت باغونو ته دننه کوي، چې تر ونو لاندې یې ویالې بهیږي او په سپڅلي جنت کې ځای ورکوي. دا ستره بریا ده.

ستاسو ورور شیخ عطا بن خلیل ابو رشته

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onپنج شنبه, 10 مارچ 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې