شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اوکراین د بحرن واقعیت او پایلې
بسم الله الرحمن الرحيم
د اوکراین د بحرن واقعیت او پایلې

پوښتنه:

د ۲۰۲۱ میلادي کال د ډیسمبر پر ۲۰مه د «الجزیرې» په ویبپاڼه کې خبر خپور شو چې د اوکراین سرتېرو او د روسیې بېلتونپالو تر منځ نښتې شوې چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. دا وروسته له هغه پېښېږي چې د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا مشر الکسي دینلیوف اعلان وکړ چې هېواد یې یو پلان چمتو کړی، څو د روسیې له خورا د هر ډول تېري پر وړاندې د پوځ ټولې څانګې او برخې پکې ګډون وکړي.

اوکراین روسیه له دې امله ملامته کړه چې دغه هېواد د اوکراین پولو ته نېږدې ۱۰۰زره سرتېري ځای پر ځای کړي او په وینایې، دا څه پر اوکراین د برید لپاره چمتوالی دی. په ورته وخت کې روسیې دا ادعاوې رد کړې. (سرچینه: ۲۰۲۱، د ۱۲مې ۲۰مه، الجزیره) د دغه بحران واقعیت او پایلې به څه وي؟ له دغو شخړو څخه څه تمه کېدایشي، په ځانګړي ډول په دې برخه کې د امریکا او روسیې له ترینګلو اړیکو څخه؟

ځواب:

د دې لپاره چې څرګند او واضح ځواب تر لاسه کړئ، لاندې مسایلو ته کتنه کوو:

۱- تزاري روسیې د ۱۶مې پېړۍ په جریان کې د اوکراین خاوره تر خپل کنټرول لاندې کړه، د اوکراین اوسېدونکي د روسیې د اشغال یوه برخه شول او هغوی ته یې دا وړتیا ورکړه چې نور خلک مستعمره کړي. تر دې چې د اوکراین او روسیې تر منځ د استعمار شوو خلکو په اړه توپیري چلند کېده، په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې دواړه د «اسلاو» له نژاد څخه وو.

 کله چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې پخوانی شوروي اتحاد وپاشل شو، اوکراین په همدې کال کې خپله خپلواکي تر لاسه کړه. دا د شوري اتحاد په شاوخوا کې دویم منحصر شوی او د تور بحر په شمالي برخه کې پروت هېواد و چې ۴۰ میلیونه نفوس لري. همدارنګه له اټومي وسلو د ډک او د شوري اتحاد میراث پاتې هېواد. دا وروسته له هغه دي چې امریکا او روسیه د اوکراین پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي، چې په پایله کې یې اوکراین خپلواکي تر لاسه کړي. 

اوکراین د تور بحر پر سر له روسیې سره اوږدې خبرې اترې ترسره کړې دي چې تر ډېره د روسیې په ګټه پایته رسېدلې او د کریمې په سواستوپل بندر کې د یو تړون پر اساس ځای پر ځای شوې ده.

۲- روسیه پر دې ونه توانېده چې له ډېرو مخالفتونو سره سره اوکراین له ځان سره یوځای کړي، حتا په نویمه لسیزه کې د تور بحر د کښتیو شریکېدو په جریان کې. همدارنګه روسیه په دې برخه کې هم پاتې راغله چې له اوکراین څخه اروپا ته د ګازو نللیک وغځوي، څو له دې لارې اروپایي هېوادونو ته ګاز صادر کړي.

هغه څه چې وروسته ښکاره شول، د نللیکو ځای پر ځای کېدو ته د روسیې اړتیا وه، لکه د تور بحر په شاوخوا کې د ترکیې اسټریم او یا له جرمني سره د بالتیک په بحیر کې اسټریم. همدارنګه سوداګریز مسایل کوم چې د روسیې مارکېټ د غوړیو او بورې تولید ته د اوکراین په حاصل ورکوونکو ځمکو کې ورته اړتیا لري. بله مسله په هغو بېلابېلو برخو کې د اوکراین د غړیتوب مسله ده چې د روسیې له خوا د پخواني شوري اتحاده هېوادونو لپاره رامنځته شوې دي. له اوکراین سره د روسیې دا ټول اختلافونه نه شي کولی چې پر دغه هېواد خپله واکمني بیا ټینګه کړي، همدارنګه روسیه په تېرو درېیو لسیزو کې هم پر دې څه ونه توانېده.

۳- اوکراین د روسیې لپاره مخته اېښودل شوې باغچه ده. روسیه، له تاریخي، مذهبي او ملتي اړخه د اسیا مرکز نه بلل کېږي. دا سیمه په تور بحر مشهوره ده چې روسیه پخپل دید سره اسلامي قفقاز تر خپل کنټرول لاندې نیسي او د تاریخ په اوږدو کې دا څه ثابت شوي دي.

د اوکراین له حاصل ورکوونکو ځمکو څخه روسیې د خوړو خوندیتوب لپاره ښه چانس تر لاسه کړ، چې له هغه څخه په ګټې اخیستنې سره له غرب سره اړیکې پرې ساتلی شي. په ورته وخت کې په دې سره کولی شي چې د ګازو د نللیکې په مرسته او له نورو لارو څخه له لودیځې اروپا سره ونښلېږي. تر ټولو مهمه دا چې اوکراین له روسیې څخه د تاریخي سیمې د مسلې حل کېدو په اړه فکر کوي چې له اروپا څخه ډار دی. پر دې سیمې ناپلیون او هیټلر دوه ځلې برید کړی. د یوې امن سیمې په توګه روسیه له اوکراین او بلاروس غواړي دوی ته دا سیمه برابره کړي چې د ناټو د ګواښونو مخنیوي لپاره هڅې وشي. روسیه غواړي چې له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو مخه ونیسي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف له اوکراین څخه د امریکا نظامي ملاتړ د روسیې د امنیت لپاره ګواښ بولي.

۴- غرب په ځانګړي ډول امریکا د روسیې په سیاست کې د اوکراینیانو دغه واقعیت ته پام شو؛ هغه دا چې اوکراین د روسیې تر ټولو کمزوری اړخ دی. په ځانګړي ډول په اوکراین کې د ملتپالو خوځښتونو د شخړو تر راپورته کېدو وروسته او د روسیې دښمني له همدې سرچینه اخیستې.  نو پر همدغه اساس، اوکراین د دوو لسیزو لپاره د روسیې، امریکا او اروپایي ټولنې د شخړو مرکز شو. تر نارنجي انقلاب وروسته چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې مخالف جمهور ییس یانوکوویچ له واکه لېرې شو، مسکو په همدغه کال کې د اوکراین په جنوبي برخه کې د کریمې په نیولو سره ځواب ورکړ او هلته یې خپلې نظامي اډې ځای پر ځای کړې. که څه هم د دې څه اټکل نه کېده، خو په اوکراین کې پر روس پلوه بېلتونپالو  فشار راوړل شو، څو په غربي سیمو کې شخړې رامنځته کړي او د دوو ولایتونو (دونیڅک او لوهانیسک) خپلواکي تر لاسه شي.
دا دوه ولایتونه د کوچنۍ روسیې په نوم یادېږي او روسیه ترې نظامي ملاتړ کوي. دغو ټولو اوکراین د غرب لور ته سوق کړ. تر دې وروسته اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه، څو په دې هیله له ناټو سره یوځای شي چې دغه سازمان به پر اوکراین د روسیې د برید او تېري پر مهال له دغه هېواد دفاع وکړي.  غرب له همدې امله هڅه وکړه چې اوکراین ته د یو دفاع کوونکي په توګه نېږدې شي. اوکراین د اروپایي ټولنې او ناټو د ناستې ترسره کېدو غوښتنه وکړه، دا غوښتنه هغه وخت وشوه چې له روسیې سره د اوکراین کړکېچ د اروپایي ټولنې او ناټو له ملاتړ پرته زور واخیست. همدارنګه امریکا له اوکراین سره د وسلو او میلیاردونو ډالرو پیسې مرستې پیل کړې او همدارنګه یې د اوکرایني سرتېرو روزنه هم شروع کړه. 

۵- روسیه د کریمیې تر نیولو وروسته د غرب (اوپایي ټولنې او امریکا) تر سختو بندیزونو لاندې او ورسره مخ ده، نو له همدې امله یې هڅه وکړه چې له چین سره د اقتصادي اړیکو په ټینګېدو سره دا څه جبران کړي. مسکو تر چین پورې د ګازو د نللیکې غځېدو ته دوام ورکړ، څو په دې سره ګاز او غوړي ولېږدوي او همدارنګه یې له چین سره یو ځمکنی کوریډور هم پرانیست، څو په دې سره چنایي توکي په مستقیم ډول اروپایي هېوادونو ته انتقال کړي. دې څه له چین سره د «سیالیک سړک» په پروژې کې مرسته وکړه او پر دې سربېره یې د پورونو د سهامو او د امریکا د ډالرو ورکول پیل کړل او تر ډېره حده یې خپله ډالري سوداګري پراخه کړه. که څه هم روسیه تر ډېره لکه د اروپا او چین غوندې یو سوداګریز بندر نه ده. امریکا ولیدل چې روسیه یې اقتصادي پیاوړتیا ته زیان رسوي او نور هېوادونه هم د دغه کار ترسره کېدو ته هڅوي. دا څه د روسیې په ډېرو تړونونو او په ځانګړي ډول له چین هېواد سره د مسکو په تړونونو کې ښکاره لیدل کېږي. دا ګواښونه هم وو او په وروستیو کې د روسیې له خوا د ګازو بیو لوړېدل پرې ور زیات شول، څو په دې سره د اروپا لپاره یوه نوې اقتصادي ستونزه شي.

۶- روسیه د اوکراین ابعاد او نورې ښګڼې د دغه هېواد تاریخي، اقتصادي، امنیتي او نورو مسلو ته په کتو په پام کې نیسي. دغه سیمه د ناټو اړوند ده او پر همدغه اساس یې سره کرښه بولي. پوتین په دې اړه د ناټو ځواکونو او په اوکراین کې د وسلو د پرمختګ په اړه ګواښ وکړ او ویې وویل: «په اوکراین کې د ناټو ځواکونو پراخوالی او ډېرېدل روسیې ته سره کرښه دي او دا څه به سخت او تند ځواب ولري.» په داسې حال کې یې د امریکا جمهور رییس وویل چې د اوکراین په اړه دوی ته د هېڅ هېواد او ډلې سره کرښه د منلو نه ده. (سرچینه: نون پوسټ، ۲۰۲۱ م کال د ډیسمبر میاشتې څلورمه) پر همدغه اساس، د اوکراین د اوسني بحران د مدیریت پر مهال روسیه نه غواړي چې په اسانه دغه هېواد ناټو او امریکا ته پرېږدي، په ځانګړي ډول پر دغه هېواد د غرب تر تپل شوو بندیزونو وروسته. همدارنګه باور لري چې د امریکا اصلي اندېښنه له چین سره د مخ کېدو په اړه ده او پر دې پوهېږي چې امریکا به د ناټو د غړي په توګه د اوکراین پر غړیتوب ونه توانېږي. ځکه که امریکا دا هڅه وکړي، په منځني ختیځ کې به د چین پر وړاندې د چمتوالي لپاره کمزورې شی. څنګه چې روسیه اوسمهال اروپا ته چې د انرژۍ په برخه کې پر مسکو پورې تړلې او له نظامي پلوه هم کمزورې ده، ارزښت نه ورکوي. نو دا مانا ورکوي چې روسیه اوسمهال په اوکراین کې خپله بریا ډېره احساسوي. پر همدغه اساس، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سریګي لاروف خپل امریکایي سیال انټوني بلېنکن ته په خبرو کې وویل چې روسیه په خپله لودیځه برخه کې د سرحدونو ساتنې لپاره اوږدمهاله امنیتي ضمانتونو ته اړتیا لري چې د ناټو د ګواښ او پراخوالي مخنیوی وکړي.  (سرچینه: بوابت ویرسټ، ۲۰۲۱ د ډیسمبر دویمه)

۷- دا په اوکراین چې د شته بحران تر شاه د روسیې د غوښتنو واقعیت دی. روسیه پر دې باور لري چې غرب په اوکراین کې خپلې نظامي وسلې ډېروي او غرب کولی شي چې د خپلو ځواکونو تر پیاوړتیا او روس پلوه بېلتونپالو وروسته پر اوکراین هم فشار راوړي او په کریمه کې جګړې ته سوق کړي.

دا ټول د روسیې لپاره ډېر خطرناک دي. د روسیې د وسله وال پوځ مشر «ویلیري ګروسمني» وویل: «اوکراین ته د الوتکو، هیلکپوټرو او بې پیلوټه الوتکو استول به کیف له ګواښ سره مخ کړي. د کیف له خوا د هر ډول نظامي حرکتونو ترسره کول چې په «دنباس» کې ستونزه د ځواک په مرسته حل کوي، وبه ځپل شي. (سرچینه: ار ټي، ۲۰۲۱ م د ډیسمبر میاشتې نهمه)

پر همدغه اساس، روان بحران ښيي چې د روسیې لومړی هدف د کریمي په اړه پوښتنه کول نه دي چې دغه سیمه یې برخه ده که نه، خو له امریکا او اروپایي ټولنې د دې سیمې پېژندنې غوښتنه کوي. دویمه موخه یې د ختیځ اوکراین واکمنۍ تر لاسه کول او د روسیې د یوې برخې په لاس راوړل دي. درېیمه بنسټیزه موخه یې له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو مخنیوی دی.

په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې په تور بحر کې د اوکراین او ناټو ګډو پوځي تمرینونو ته په کتو. په دې اړه د روسیې جمهور رییس ویلاد میرپوتین وویل چې په تور بحر کې د ناټو له خوا د تمرینونو ترسره کېدو ټول حدود تر پښو لاندې کړل او ویې لیدل چې غرب یې ګواښونه جدي نه نیسي. د روسیې جمهور رییس په مسکو کې د بهرنۍ پالیسۍ په تړاو د چارواکو غونډې ته څرګنده کړه چې د دوی سرحدونو ته ۲۰ کیلومټره نېږدې د ناټو پوځي تمرینونو ټول حدود مات کړل. هغه زیاته کړه چې غربي ملګري یې په درنو او عصري وسلو د کیف په سمبالولو سره حالت نور هم جدي کوي. (سرچینه: الجزیره: ۲۰۲۱ د نومبر ۱۸مه)

۸- امریکا د روسیې د غوښتنو په ځواب کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو «پوتین او جوبایډن» تر منځ د ناستې جوړېدو خبر ورکړ. دغه ناسته د ۲۰۲۱ م کال د ډیسمبر پر اوومه نېټه په انلاین بڼه ترسره شوه او د اوکراین مسله یې د بحث اصلي موضوع وه، خو دا یوازنۍ مسله نه وه. په دې ناسته کې روسیې له امریکا وغوښتل چې په اوکراین کې د روسیې لپاره رسم شوې سره کرښه په رسمیت وپېژني. همدارنګه په دې ناسته کې دا هم ښکاره شوه چې که امریکا پر اوکراین د برید هڅه وکړي، د روسیې له بندیزونو سره به مخ شي. د امریکا جمهور رییس تر دې ناستې یوه ورځ وروسته تایید کړه چې پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې د امریکا نظامي لاسوهنه یوازنۍ ټاکنه نه ده، بلکې امریکا پر ټولو هغو هېوادونو د بندیزونو خبر ورکړ چې له روسیې سره په دې برخه کې همغږي دي. د دغو بندیزونو ساری تر دې مخکې نه و لیدل شوی.

۹- د موضوع په دقیقې څېړنې سره موږ دا پیدا کوو چې روسیه پخپله په یاد بحران کې ځان ښکېلوي چې له دې سره بیرته شاتګ ته اړه کېږي. امریکا کولی شي د اوکراین جمهور رییس دې ته وهڅوي څو روسیه اړه کړي چې دغه هېواد له یاد انتخاب پرته چې پر اوکراین برید وکړي، بل څه نه لري. دا څه د دې لامل کېږي چې روسیه له اروپایي ټولنې سره ښکېله شي او اوکراین د ناټو غړی هېواد نه دی چې امریکا دفاع ترې وکړي. که روسیه دا تېروتنه وکړي او پر اوکراین برید وکړي، دا به د امریکا لپاره پر اروپایي هېوادونو د امر منلو لپاره ښه پلمه وي. د دغه کار ترسره کول به د دې لامل شي چې امریکا اروپایي هېوادونه یو ځل بیا تر خپل امر لاندې کړي او د روسیې د ظلم او تېري په مقابل کې ودرېږي.

دلته یوه بله مسله هم شته چې روسیه یې نه ویني. پر اوکراین د برید په غبرګون کې پر روسیې د امریکا د فشار په توګه به دغه هېواد نوي ابزار ولري، څو په دې سره د روسیې او چین تر منځ د یوځای کېدو او ملګرتیا ملاتړ پلان له منځه یوسي. دا څه به پر چین هم فشار کېدایشي، څو له امریکا سره سوداګري وکړي او د چین او روسیې تر منځ واټن رامنځته کړي. 

که چین په دې سره له روسیې څخه واټن واخلي او ترې لېرې شي، نو دا به د امریکا لپاره د ستر هدف تر لاسه کېدل وي. که روسیه همدارنګه بندیزونو ته تسلیم شي او تر برید وروسته له اوکراین څخه ووځي، امریکا به په غربي اوکراین کې د خپلو غوښتنو پوره کېدو په لټه کې شي او همدارنګه په کریمه کې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ختیځې اروپا هېوادونه هڅوي او هغوی په اوکراین کې روسیې د قوي ټکان ورکولو لپاره د پیاوړي نظامي ملاتړ وړاندې کولو ته هڅوي. په هر حال اوسمهال روسیه په اوکراین کې په یو ګواښوونکي حالت کې ده چې په ستر دام هم ورته بدلېدلی شي. پر دې ټولو سربېره بیا هم روسیه د دغې پایلې په اړه پام نه کوي.

۱۰- دا چې پایله څه کېږي، ځواب یې په دې ډول دی:

الف: اروپایي هېوادونه غواړي چې حالت نور هم ترینګلی شي او پر اوکراین د روسیې د برید مخه ونیول شي. دوی همدارنګه له روسیې سره داسې اړیکې غواړي چې ګواښ راکم کړي او په ناسبو بیو اروپایي هېوادونو ته د روسیې د انرژۍ لېږد ډاډمن کړي. فرانسه، جرمني او ایټالیا پر روسیه غږ کوي چې له اوکراین سره خبرو ته کېني او له همدې لارې رامنځته شوی کړکېچ ختم کړي. څنګه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس ویلي، هېواد یې غواړي چې له روسیې سره یې اړیکې پراخه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دغه امر تر لاسه کېدل په دونباس کې د اختلافونو حل کېدو په هدف دي. (سرچینه: ار، ټي، ۲۰۲۱م کال د نومبر ۲۳مه)

خو بریټانیا شاید له اروپایي ټولنې سره د مخالفت له امله له سیاسي لارو د دې ستونزې له حل کېدو سره مخالفه وي. د بریټانیا د وسله والو ځواکونو مشر جنرال نیکولس کارتر ویلي چې اوسمهال هلته تر سړې جګړې راوروسته ګواښ ډېر دی، یعنې د روسیې او غرب تر منځ د نښتې په پایله کې. (سرچینه: الجزیره نېټ، ۲۰۲۱ م کال د نومبر ۱۳مه) ده همدارنګه وویل: «موږ باید په سیمه کې د رامنځته کېدونکي اختلاف په اړه ډېر پام وکړو. نوموړي بي بي سي رسنۍ ته وویل چې دی هیله‌مند دی څو له روسیې سره جګړه ونه شي، خو زیاته یې کړه چې ناټو به په دې اړه لپاره وګواښل شي. (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۱ د ډیسمبر پنځمه)

ب: په دې برخه کې تر ټولو مهم د امریکا دریځ دی. دا چې دغه هېواد د اوکراین د حکومت ډېره مسایل کنټرولوي. د دغه دلیل لپاره روسیې د امنیتي تضمین په هدف د امریکا حکومت ته د دغه هېواد له نورو ملاتړو او په سیمه کې له نورو هېوادونو پرته لیک واستاوه چې دغه لیک یوازې د امریکا حکومت ته ولېږل شو. که امریکا په دې برخه او له ایتلاف سره د اوکراین په یوځای کېدو ځنډو کړي، دا څه هغوی اندېښمنوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وویل چې مسکو د امریکا ژر ځواب ته اړتیا لري، ځکه په وینا یې، حالت خورا ستونزمن دی. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۱م کال د ډیسمبر ۲۰مه)

- که امریکا په اوکراین کې روسیې ته د امنیتي تضمین ورکولو هوډ ونیسي او دا څه له چین پرته ترسره شي، نو د روسیې اړخ به په دې بحران کې ګټه وکړي او بریالی به شي. د دغه تضمین ورکول د امریکا د کمزورۍ نښه په ډاګه کوي، ځکه امریکا د روسیې غوښتنو ته تسلیمېږي او د حالت ښه کېدو لپاره د اروپا غوښتنو ته غوږ ږدي. دا هم لېرې تر سترګو کېږي چې که روسیه دغه امتیاز تر لاسه کوي، نو له چین سره به اړیکې پرې کړي.

- که امریکا سرچپه دریځ نیسي او په اوکراین کې جګړې ته زمینه برابروي، نو روسیه به په خپل پلان کې پاتې راشي.

- موضوع ته په دقت سره دې پایلې ته رسېږو، داسې اټکل شته چې له نویو بدلونونو پرته به د اوکراین او روسیې تر منځ کومه نښته رامنځته نه شي، چې روسیه پرې دوکه شي او جګړه پیل شي.

په هر حال، داسې نه ترسرګو کېږي چې امریکا به د چین او روسیې تر منځ د اړیکو پر بشپړ پرېکېدو وتوانېږي. په مقابل کې به یې روسیه هم خپلې درې موخې تر لاسه نه کړي؛ خو د پانګوالۍ نظریې او پانګوالو په مرسته که د روغې جوړې لپاره امریکا د روسیې د درېیو موخو په اړه خپل دریځ نرم کړي او وروسته به روسیه په تش لاس د اوکراین له پولو څخه خپل سرتېري وباسي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې