د نبوت پر منهج خلافت پرته په اوسني نړیوال نظم کې ذوب کېږو او خاوره مو د امریکا او سیمې د سیالۍ پر ډګر بدلېږي Featured
- خپور شوی په افغانستان
د روسیې دفاع وزیر په قزاقستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې ادعا کړې چې: «منځنۍ اسیا ته اصلي خطر له هغو سختدریځو ډلو څخه دی، چې په افغانستان کې اوسېږي او امریکا هڅه کوي چې په ۲۰۲۱م کال له افغانستانه تر وتلو وروسته په سیمه کې نفوذ وکړي.» له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزات سیاسي معین «جان بس» قطر او پاکستان ته په خپل سفر کې هڅه کوي، چې د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو او نورو ډیپلوماټیکو پلاوو سره د افغانستان د ملاتړ او د سیمې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرېاترې وکړي.
څه چې د امریکايي، روسي او دغه راز چینایي چارواکو له څرګندونو څخه معلومېږي، دا دي چې په افغانستان کې د لویو قدرتونو تر منځ د خپلو ګټو پر سر سخته سیالي روانه ده او هر یو غواړي چې افغانستان تر خپل سیاسي او امنیتي نفوذ لاندې راولي. که څه هم امریکا تر ذلیلانه ماتې وروسته له نظامي اړخه افغانستان پرېښی، خو د دې خاورې د ځانګړي جغرافیوي موقعیت له امله، چې منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او چین سره نږدې پرته ده، اوس هم تمه لري چې په افغانستان کې یو ځل بیا خپل سیاسي او امنیتي نفوذ خوندي کړي؛ د امریکایي ډیپلوماتانو سیمهییز سفرونه ډیر په همدې موخه دي.
له بلې خوا د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه د امریکا تېښته د هغې کمزوري ګڼي او په دې خاوره کې یې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره یو فرصت بولي او هڅه کوي چې په اقتصادي همکاریو، ډیپلوماتیکو مرکزونو رامنځته کولو او امنیتي اندېښنو په مطرح کولو په افغانستان کې خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي نفوذ پراخ کړي.
د قدرتونو د سیالۍ تر منځ د اندېښنې وړ خبره د افغان حکومت کمزوری دریځ او اقتصاد محوره بهرنی سیاست دی؛ دا یو انفعالي سیاست دی او د لویو استعماري قدرتونو د اوسنۍ سیالۍ ځوابویونکی نه دی. د اوسني حاکمیت ځینې چارواکي ډېره هڅه کوي، چې هم له سیمې سره نږدې شي او هم له غرب سره؛ او د دغې سیاسي لوبې په منځ کې خپله بقا او ګټې خوندي کړي. دا یوه خطرناکه کړنلاره ده او یو ډول د نورو د سیاسي نفوذ په حوزه کې لامبو وهل دي. اسلام داسې خدعه ډوله سیاست غیرشرعي بولي او د سیاسي پایلې له اړخه هم بلاخره افغانستان یا د غرب غېږې ته اچوي او یا هم د سیمې.
د افغانستان مسلمان ولس او سیاستوال باید پوه شي، چې استعمار د لویو قدرتونو د بهرني سیاست نه بېلېدونکې برخه ده. استعمارګران که د افغانستان د مخې له دروازې بهر شول، هڅه کوي چې د شا له دروازې په نوې څېره، نوي نامه او نوي شعار بېرته را دننه شي؛ خو استعماري ماهیت یې هېڅکله بدلون نه کوي. که د افغان حکومت مشران غواړي، چې د دولت-ملت، اوسني نړیوال نظم او کوچنیو سیمهییزو نظمونو په چوکاټ کې سیاست وکړي؛ نو په دغو ورستو شوو چوکاټونو او فاسدو او کفري نظمونو کې ذوب کېږي او د هغو لسګونو اسلامي ډلو په برخلیک اخته کېږي، چې د جهاد په ډګر کې تر بریا وروسته په سیاسي ډګر کې له خطرناکې ناکامۍ سره مخ شول.
نو حللاره دا ده چې د یوې مستقلې سیاسي-امنیتي حوزې رامنځته کولو هڅه وشي. داسې چې اوسني حکام باید غرب او سیمې ته د نږدې کېدو پر ځای د نړۍ مسلمانانو او اسلامي ډلو ته نږدې شي او په ګډه یو خپلواک سیاسي بلاک رامنځته کړي. دا کار هغه مهال ممکن دی، چې د افغانستان په نامه د دولت ـ ملت جغرافیوي زندان څخه بهر فکر وشي او د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره هڅه او مبارزه وشي. په حقیقت کې یوازې خلافت د هغه نوي نړیوال نظم د رامنځته کولو توان لري، چې مسلمانان پکې له ذلت او ظلم څخه خلاصېږي او په نړیوال سیاست کې فعال رول لوبولی شي. دا هغه نظم دی چې په کور دننه په بشپړه او هر اړخیزه توګه اسلام پلی کوي او په بهرني سیاست کې د دعوت او جهاد له لارې د اسلام نور د نړۍ نورو ملتونو ته لېږدوي.
«يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا استَجيبوا لِلَّهِ وَلِلرَّسولِ إِذا دَعاكُم لِما يُحييكُم.» [انفال: ۲۴]
ژباړه: اې مومنانو! د الله او د هغه رسول بلنې ته لبيک ووايئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو پرې ژوندي کېږئ.
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر