سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر ولایه ترکیه: د قنوت دعا – «غزې ته د دعا لپاره... لاسونه پورته کړئ!»

 

د هغې وحشیانه نسل‌وژنې پر وړاندې چې له ۱۷ میاشتو راهیسې روانه ده او د یهودي مجرم رژیم لخوا د محاصره شوې غزې پر بې‌وسلې مسلمانانو ترسره کېږي، چې تر دې دمه یې له ۱۷۰ زرو څخه ډېر مسلمانان شهیدان او ټپیان کړي دي، حزب‌التحریر ـ ولايه ترکيه د قنوت دعا ځانګړي فعالیتونه وروسته تر هغه تنظیم کړل چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ په ۱۸مه د سه شنبې په سهار یهودي مجرم رژیم ماتېدونکی اوربند مات کړ او د مسلمانانو د سیستماتیک قتل نوې لړۍ یې پیل کړه، چې ډېری قربانیان پکې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري دي.

فعالیتونه تر دغه سرلیک لاندې ترسره شول:

«غزې ته د دعا لپاره... لاسونه پورته کړئ!»

د تراویح تر لمانځه وروسته، د رمضان المبارک د ۲۷ مې شپې په ترڅ کې، په استانبول، مرسین، دیار بکر، شانلي اورفا او تطوان ښارونو کې مسلمانانو د غزې د مظلومو مسلمانانو لپاره قنوت دعا وکړه، لاسونه یې اسمان لوري ته په دعا پورته کړل، او له اسلامي پوځونو یې د سمدستي حرکت غوښتنه وکړه، تر څو د مبارکې خاورې (فلسطین) مسلمانانو ته نصرت ورکړي، او د اقصی مبارک مسجد او له نیله تر سمندره پورې ټول اشغال شوی فلسطین د یهودي قاتلانو له نجس تسلطه پاک کړي.

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د رمضان ۲۷مه

۲۰۲۵م کال، د مارچ ۲۷مه

– د غزې د عزتمندو وروڼو لپاره د قنوت دعا یوه برخه –

 

 

د فعالیت هشتګونه

#طوفان_الأقصى

#الجيوش_إلى_الأقصى

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AksaTufanı

#OrdularAksaya

#ArmiesToAqsa

#AqsaCallsArmies

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه ترکیې لاندې پاڼې وګورئ:

 

د حزب التحریر ولایه ترکیې وېب‌پاڼه

د حزب التحریر ولایه ترکیې فېسبوک‌پاڼه

د حزب التحریر ولایه ترکیې اکس‌پاڼه

د حزب التحریر ولایه ترکیې انستاګرام

د حزب التحریر ولایه ترکیې یوټیوب

د بنسټیز بدلون مجلې پاڼه

Last modified onجمعه, 11 اپریل 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې