- مطابق

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
اې لښکرو!
(ژباړه)
﴿مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ...؛ اې مومنانو پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د وتلو (جهاد) وویل شي، نو تاسو په ځمکه درانده کېنئ...﴾
د ۲۰۲۵م کال، د مارچ په ۱۸مه، یهودانو یو ځل بیا له هوا، سمندر او ځمکې پر مظلومه غزه بریدونه پيل کړل چې تر اوسه دوام لري. هغوی په ظالمانه ډول پر هر څه برید کوي؛ پر انسانانو، بوټو، تیږو او لرګیو. په دغو بریدونو کې یې تر اوسه تر ۴۰۰ زیاتې ښځې، ماشومان او بوډاګان وژلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې نږدې دوې میاشتې وړاندې یې د اوربند ادعا کړې وه، خو اوس یې بیا ماتوي. نو یهود خاینان دي، تر هغه پورې نه مهار کېږي چې څو دغه ایت نه وي پرې تطبیق شوی؛ قوي او عزيز الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾
ژباړه: «نو که له داسې خلکو سره په جنګ کې مخ شوې، نو داسې سزا (جدي چلند) ورکړه چې تر شا ولاړ کسان یې ووېرېږي او خواره شي، کېدی شي په دې ډول هغوی پند واخلي.»
د دوی جرړې یوازې د یوه بل خندق او خیبر له لارې ایستل کېدی شي؛ داسې لکه پر ثمود قوم چې صاعقه راغله. یوازې دا یې د مخنیوي لار ده. که داسې نه وي؛ تړون او عهد ماتول خو د دوی کار دی؛ اوس یې کوي او تل به یې تکراروي.
"اسرایلو د غزې د بېلابېلو سیمو پر ضد خپل بریدونه له سختو بمباریو سره بیا پیل کړل، چې په پایله کې ۴۱۲ کسان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شول." (الجزیره، ۱۸/۳/۲۰۲۵)
"د یهودي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر نن سهشنبه اعلان وکړ، چې له حماس سره اړوندو هدفونو باندې یې په ټول غزه کې بریدونه کړي دي..." دغه اعلامیه زیاتوي: "تر دې وروسته به اسرایل د حماس پر ضد له ډېرې پوځي قوې کار واخلي." (سکای نیوز عربي، ۱۸/۳/۲۰۲۵)
"د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت اعلان وکړ، چې اسرایلو سهشنبه پر غزه د خپلو بریدونو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره سلا مشوره کړې ده." (الحره، ۱۸/۳/۲۰۲۵)
دغه ټول قتلونه او وحشیانه تېري د اسلامي خاورو د لښکرو، په ځانګړي ډول د فلسطین ګاونډیو لکه مصر، اردن، سعودي ، ترکیې او ایران د سترګو پر وړاندې کېږي؛ لبنان، عراق او سوریه خو پر ځای پرېږده چې په خپله په ذلت او خوارۍ کې دي! پر دغو ټولو سربېره، یاد حکام له امریکا او نړیوالې ټولنې غواړي چې پر یهودي رژیم فشار راولي، په داسې حال کې چې همدا امریکا له دوی سره مرسته کوي. دا حکام په بې شرمۍ یوازې پر غندنو بسنه کوي، داسې چې ګواکي غندنه به یو شهید بېرته ژوندی کړي، یو ټپي به روغ کړي، یا به د غزې یو متر خاوره ازاده کړي! الله سبحانه وتعالی خو دې دوی هلاک کړي، څنګه له حق څخه اوښتي دي!
مصر؛ هغه خاوره چې صلیبیان او مغول یې پر شا وتمبول، اوس یوازې په داسې غندنو بسنه کوي، چې نه څوک مړوي او نه کومه ګټه لري! "د مصر د بهرنیو چارو وزارت سهشنبه پر غزه د یهودي رژیم بریدونه وغندل او دا یې د اوربند ښکاره نقض وباله، چې د سیمې ثبات ته به جدي پایلې ولري... دغه وزارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د یهودي رژیم د یرغل درولو لپاره ژر تر ژره مداخله وکړي، ترڅو سیمه بیا د تاوتریخوالي دایمي کړۍ ته ونه لوېږي." (سکای نیوز، ۱۸/۳/۲۰۲۵)
اردن؛ د یرموک ځمکه، هغه ستره جګړه چې د روم سلطنت یې له شام څخه لرې کړ، اوس یوازې پر غندنې بسنه کوي! "په همدې تړاو، د اردن لومړي وزیر، جعفر حسان، سهشنبه ټینګار وکړ، چې هغه جګړه چې صهیونستي رژیم د غزې پر ضد پیل کړې ده، د بشریت ضد جګړه ده." د اردن رسمي خبري آژانس (پترا) د حسان له قوله راپور ورکړی، چې نوموړي نن د حکومت د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل: "ټوله نړیواله ټولنه باید دغه وحشت ته پام وکړي، چې ماشومان، ښځې او ملکي وګړي یې په نښه کړي او اوس د خلکو د بېځایه کولو لپاره د لوږې له وسلې کار اخلي." (سکای نیوز، ۱۸/۳/۲۰۲۵).
ترکیه؛ هغه خاوره چې فاتحینو پکې د روم امپراتوري له منځه یووړه، اوس یوازې له عمل پرته پر الفاظو غندنه کوي. (ترکیې د یهودي رژیم مرګوني بریدونه وغندل او دا یې د نسلوژنې د سیاست یو نوی پړاو وباله، چې عبري دولت یې د فلسطین په خاوره کې تعقیبوي.) منبع: (سکای نیوز، ۱۸/۳/۲۰۲۵).
همداراز ایران، د ترکیې ګاونډي، هم یوازې پر غندنې بسنه کړې ده. "د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، سه شنبه ټینګار وکړ، چې صهیونستي رژیم د نن سهار بریدونه د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونو کسانو، د وژل کېدو لامل شوي دي. نوموړي امریکا د دغو بریدونو مستقیمه مسوله وبلله." (انادولو خبري اژانس، ۱۸/۳/۲۰۲۵).
خو سعودي عرب، چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د پالیسو پیروي کوي، خبرې یې تکراروي او د یهودي رژیم له ملاتړ سره مخالفت نه کوي، بلکې د نورو غوندې یوازې پر لفظي غندنه بسنه کوي: "سعودي سهشنبه د سختو الفاظو په کارولو سره د صهیونستي رژیم د هغې نسلوژنې د سختوالي غندنه وکړه، چې نړیوالو بشري قوانینو ته له پام پرته یې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو پر ضد کوي او د ملکي وګړو استوګنځایونه بمباروي." (انادولو خبري اژانس، ۱۸/۳/۲۰۲۵).
په دې توګه، د فلسطین په ګاونډ کې اسلامي خاورې د یهودي رژیم د دوامداره یرغل او جنایتونو تشه غندنه کوي! پرته له دې چې کوم پوځ حرکت وکړي، یا کوم غشی وار شي!
اې د اسلامي خاورو لښکرو، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د فلسطین شاوخوا یئ!
ایا نور د بښنې غوښتلو لپاره کوم عذر پاتې دی؟ ایا اوس هم د استدلال لپاره کومه پلمه شته؟ تاسو څنګه د یهودي رژیم یرغل او جنایتونه وینئ او اورئ، خو بیا هم د دې پر ځای چې د برکت خاورې، فلسطین ته لاړ شئ، د یهودي رژیم یرغل دفع کړئ او د دغه وحشي رژیم جرړې وباسئ، پر خپل ځای ناست یئ او هېڅ حرکت نه کوئ؟ تاسو څنګه پر ارام اوسېدو او تش کېناستو قناعت کوئ، په داسې حال کې چې د الله سبحانه وتعالی دغه کلام تلاوت کوئ، چې فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [توبه: ۳۸-۳۹ ]
ژباړه: «اې مومنانو پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د وتلو (جهاد) وویل شي، نو تاسو په ځمکه درانده کېنئ؟ ایا تاسو د اخرت په پرتله د دنیا ژوند ته لومړیتوب ورکوئ؟ که چېرې داسې وی، نو خبردار اوسئ چې د دنیا د ژوند ټول وسایل د اخرت په پرتله هېڅ ارزښت نه لري، مګر ډېر لږ. که تاسو (جهاد) ته نه ځئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته ډېر دردناک عذاب درکړي او د تاسو پر ځای به بل قوم راپورته کړي او تاسو به الله سبحانه وتعالی ته هېڅ زیان ونه شئ رسولی. الله سبحانه د هر څه د ترسره کولو قدرت لري.»
ایا تاسو د هغو واکمنانو اطاعت کوئ، چې د استعمارګرو کفارو پر پله پل ږدي او د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت ته یې شا کړې ده؟
دغه حکام نه غواړي چې د یهودي رژیم پر وړاندې جګړه وکړئ، داسې ښيي لکه بېپرې خلک، خو حقیقت دا دی چې دوی د یهودي رژیم پلوي کوي! دوی د فلسطین پر ضد د یهودي رژیم د جنایتونو ملاتړ کوي... له دوی څخه ستاسې اطاعت به تاسو د دنیا له رسوایۍ څخه خلاص نه کړي او د اخرت له عذابه به پښېمانه شئ، خو دا پښيماني به هیڅ ګټه در ونه رسوي:
﴿إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ * وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ﴾ [بقره: ۱۶۶-۱۶۷]
ژباړه: «هغه مهال چې عذاب وګوري(؛نو) مشران له لارویانو برائت څرګندوي او د دوی د خپلمنځي اړیکو او اسبابو لړۍ شلېږي. او (په دې وخت كې) لارويان وايي: كاش يو ځل بيا دنيا ته تللي واى، چې موږ له دې [بېلارې مشرانو] برائت څرګند كړی واى؛ لكه څنګه چې دوى (نن) له موږ څخه برائت څرګندوي! (هو!) الله همداسې د دوی كړنې د افسوس او پښېمانۍ په بڼه دوی ته ورښيي او هیڅکله به له اوره و نه وځي.»
د ظالمو حکامو، چې د الله سبحانه وتعالی له حکم څخه سرغړونه کوي، اطاعت لویه ګناه ده:
﴿يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا * وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا﴾ [احزاب: ۶۶-۶۷]
ژباړه: «په هغه ورځ چې د دوی څېرې د دوزخ په اور کې پورته او کښته شي، نو دوی وايي: اخ کاشکي د الله او د رسول پیروي مو کړې وئ، اې ربه موږ د خپلو مشرانو پیروي وکړه او موږ یې ګمراه کړو.»
اې د اسلامي خاورو پوځونو! ایا په تاسو کې یو داسې هوښیار سړی نشته، چې پوځ رهبري کړي، ترڅو له موږ سره د الله سبحانه وتعالی د نصرت د تحقق لپاره مرسته وکړي؟
﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: «الله سبحانه وتعالی له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، وعده كړې چې هرو مرو به هغوی ته په ځمكه كې خلافت وركوي؛ لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى څخه مخكې وو.»
ایا په تاسو کې یو هوښیار کس نشته، چې پوځونه رهبري کړي او موږ ته د خلافت د بیا احیا لپاره مرسته راکړي، څو د نبوت پر منهج د خلافت بشارت پوره شي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ» (مسند احمد)
ژباړه: بيا به ملک جبريه (د ديکتاتور نظامونو حاکميت) وي او دا به تر هغه وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، دا به هم پورته کړي. بيا به بېرته د نبوت په منهج خلافت حاکم شي. بیا چوپ شو.
آیا ستاسو په منځ کې یو هوښیار کس نشته، چې پوځونه رهبري کړي او د هغو ذليلو حکامو ځنځيرونه مات کړي، چې له یهودي رژیم سره د جګړې مخنیوی کوي؟ بیا به د اسلام لښکر حرکت وکړي او هغه څه به پوره کړي، چې صادق او مصدق رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خبر ورکړی دی.
«تُقَاتِلُكُمْ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ...» (صحیح بخاري)
ژباړه: یهود به له تاسو سره وجنګېږي او تاسو به پر هغوی بریالي شئ ...
او مسلم هم له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلنَّهُمْ...»
ژباړه: تاسو به له یهودو سره حتمي جنګېږئ او هغوی به له منځه یوسئ ...
بیا به تاسو په سپېڅلې خاوره کې د اشغالګر یهودي رژیم شتون ختم کړئ او دغه خاوره به بېرته د اسلام خاوره شي، لکه څنګه چې عمر بن خطاب فتحه کړه، صلاح الدین ازاده کړه او عبدالحمید یې دفاع وکړه:
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [الروم: ۴-۵]
ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان خوشاله شي. د الله په نصرت سره، د الله چې چا ته خوښه شي د هغه نصرت کوي او هغه برلاسی او مهربانه ذات دی.»
حزب التحریر
۱۴۴۶ هـ.ق کال، د رمضان ۱۹مه
۲۰۲۵م کال، د مارچ ۱۹مه
ژباړن: اسرار تکل