هجری قمری نېټه : 17 رمضان 1446
میلادی نېټه : دوشنبه, 17 مارچ 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! غزه تږې ده، خو ساقي نه لري.
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! په هغه میاشت کې چې قرآن پکې نازل شوی، د فرقان په میاشت کې، د برکتونو په میاشت کې غزه تږې ده او ساقي نه لري.
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! د غزې خلک اوس یوازې د غذا په لټه کې نه دي؛ بلکې هغوی نن ورځ په سخته ګرمۍ کې روژه نیولې او صف جوړوي، ترڅو یو غوړپ اوبه ترلاسه کړي، دوی تږي دي او ساقي نه لري.
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! په غزه کې ماشومان، بوډاګان، کونډې، غمجنې میندې او یتیمان ټول تږي دي او ساقي نه لري.
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! په غزه کې ان یو غوړپ اوبه هم د دښمن په لاس کې دي؛ دښمن د سونتوکي بند کړي، ترڅو د غزې خلک یې استخراج نه کړي او د ابو لارې یې پرې تړلې دي، ځکه غزه تږې ده او ساقي نه لري.
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! دښمن د غزې پولې تړلې دي او هېڅوک د دوی له اجازې پرته نشي داخلېدلی، جنایتکار مصر هم دوی کلابند کړي دي او غزې ته اوبه او غذا نه رسېږي، ځکه غزه تږې ده او ساقي نه لري.
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! که چېرې مسلمانه ښځه له تاسو څخه د اوبو غوښتنه وکړي، ځکه تږې ده، تاسو له هغې سره په مرسته کې هېڅکله باید ځنډ ونه کړئ، ان که چېرې له غرونو او سمندرونو هم تېرېږئ؛ اوس تاسو څنګه غلي ناست یئ، په داسې حال کې چې نن ټوله غزه تږې ده او ساقي نه لري؟!
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! الله سبحانه وتعالی له هغه چا څخه بېزاره دی چې خپله موړ وي، خو ګاونډی یې وږی وي، نو تاسو به د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې څه ځواب وایئ، په داسې حال کې چې غزه تږې ده او ساقي نه لري؟
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! د غزې د ماشوم اوښکې، د غزې د ماشومې وېره او د غزې د ازادې ښځې فریاد پر تاسو دا واجبوي، چې وسله باید تر هغه وخته پر ځمکه کېنږدئ، تر دې چې مرستې ته یې ورسېږئ؛ نو تاسو نن څنګه چوپ یئ، په داسې حال کې چې غزه تږې ده او ساقي نه لري؟!
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! د فلسطین د مبارکې خاورې له غصب وروسته پر غزه باندې د یهودو تېری او ستاسو پر وروڼو د هغوی واکمنېدل، پر تاسو دا واجبوي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د خاورو د ازادۍ او د هغه د بندګانو د مرستې لپاره را پاڅېږئ او د تویو شوو وینو غچ واخلئ؛ پر دغو ټولو سختو واقعیتونو سربېره بیا هم څنګه چوپ یئ، په داسې حال کې چې غزه تږې ده او ساقي نه لري؟!
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! له حکامو څخه په داسې حال کې اطاعت کول چې دوی فلسطین نه ازادوي او له خلکو سره یې مرسته نه کوي، دا په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې ګناه ده، چې توبه کول ورڅخه واجب دي؛ خو بیا هم ولې چوپ یئ، په داسې حال کې چې غزه تږې ده او ساقي نه لري؟!
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! که چېرې یو مسلمان خپل ژوند له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې تاسو له هغه سره د مرستې توان لرئ، د قیامت په ورځ به یې په اړه وپوښتل شئ؛ خو تاسو اوس هم چوپ یئ، په داسې حال کې چې غزه نن تږې ده او ساقي نه لري؟!
اې اسلامي امته او اې د اسلامي امت لښکرو! که چېرې نن ورځ په حرکت رانشئ، د دغو ذلیلو حکامو اوامر تر پښو لاندې نه کړئ، د الله او د هغه د رسول امر پر ځای نه کړئ، دغه ذلیل حکام را نسکور نه کړئ او له یهودو څخه غچ وانه خلئ، نو څه ډول به له الله سبحانه وتعالی سره مخ کېږئ، په داسې حال کې چې غزه مو تږې او له ساقي پرته پرېښې ده؟!
هغه کاروانونه غزې ته مرستې او اوبه نشي رسولی، چې په مرزونو کې د یهودو اجازې ته په تمه دي او خوراکونه پکې خرابېږي؛ بلکې د معتصم، قطز یا صلاح الدین په مشرۍ لوی لښکر به غزې ته مرستې او اوبه رسوي او وایي به: «لبیک! په الله قسم، تر هغه وخته به وسله پر ځمکه کېنږدو، تر دې چې تاسو ماړه شئ او کاروانونه مسجدالاقصی ته ورسېږي.» له دې پرته به غزه همداسې تږې پاتې شي او ساقي به نه لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»، وفي رواية «وَلَا يَخْذُلُهُ».
ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی؛ پر هغه ظلم نه کوي او هغه (دښمن ته) نه تسلیموي. په یو بل روایت کې راغلي دي: هغه (د دښمن پر وړاندې یوازې) نه پرېږدي.
د مبارکې خاورې (فلسطین)-د حزبالتحریر مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶هـ.ق د رمضان المبارک ۱۷مه
۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۷مه
ژباړن: صهیب منصور