یکشنبه, ۲۴ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۶/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 ذولقعده 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 12 می 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 23/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو اړوند د حزب التحریر – ولایه افغانستان د تسلیت او غمشریکۍ پیغام

د افغانستان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې د فصلي بارانونو او سیلابونو له امله تر درې سوو زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور لادرکه دي. د دې ترڅنګ ډیر شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي. د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دغو سیلابونو له امله زیانمنو شوو کسانو سره خپله ژوره غمشریکي او همدردي ښيي او د الله سبحانه و تعالی له دربار څخه غواړي چې وفات شوي د شهیدانو له ډلې حساب کړي؛ ټپیانو ته بیړنۍ او بشپړه روغتیا او زیانمنو ته جمیل صبر ورکړي.

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«الشّهداء خمسة المطعون و المبطون و الغرق و صاحب الهدم و الشهید فی سبیل الله عزّ و جلّ» (متفق علیه)

ژباړه: پنځه کسان شهیدان دي؛ څوک چې له طاعون یا وبا ناروغۍ مړه شي، څوک چې د ګېډې له درده مړه شي، څوک چې په اوبو کې ډوب شي، پر چا چې کوم ځای راړنګ شي او مړ شي او د الله عزّ و جلّ په لار کې شهید.

په دې کې هیڅ شک نشته چې ژوند د ابتلاء او مصیبتونو ځای دی او هر مصیبت چې د الله سبحانه و تعالی له لوري پر یوه قوم راځي، حکمت لري او د هغه پر وړاندې د مومن غبرګون باید صبر، توکل او پر الله سبحانه و تعالی باور وي او باید له دغې حادثې لازم عبرت واخلي.

د دې ترڅنګ، د تدابیرو نیول او د مسلمانانو د چارو سم سمبالول د هغوی پر حاکم، چې مسولیت یې لري، واجب دي. دا د حاکم مسولیت دی چې هم د پېښې تر پېښېدو وړاندې د خلکو د ځان او مال د ژغورنې لپاره پلان ولري او هم تر پېښې وروسته قربانیانو ته د رسیدګۍ لپاره اړینه او هر اړخیزه هڅه وکړي. له شک پرته چې د دغه ډول پېښو یو عامل د پانګوال نظام پلي کول او د ځمکې پر سر د الله سبحانه و تعالی د دین د حاکمیت نشتون دی؛ چې په پایله کې یې د ژوند چاپېریال فاسد شوی او د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو او د ځمکې د تودوخې شاهدان یو. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، افغانستان په نړۍ کې د ګلخانه‌اي ګازونو په تولید کې ۰،۰۸ سلنه برخه لري خو د اقلیمي بدلونونو په سبب ډېرو زیانمنېدونکو هیوادونو کې بیا څلورم ځای لري او په افغانستان کې د اوبو او چاپیریال ساتنې وضعیت یوه پېچلې بڼه غوره کړې. له بده مرغه د حکامو د نه پاملرنې او د اساسي بېخ‌بنسټونو د نشتون په سبب هر کال دا ډول پېښې کېږي او باران چې د الله سبحانه و تعالی رحمت دی، د خلکو د له منځه وړلو وسیله شوې چې ځان، مال، کور او کرنیزې ځمکې یې له منځه وړي.

«الإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِمتفق عليه.

ژباړه: امام (حاکم) شپون (د چارو سمبالوونکی) دی او هغه د خپل رعيت پر وړاندې مسول دی.

اوس چې د افغانستان پر خلکو دا مصیبتونه راغلي، هیله لرو چې ټول مسلمانان په ټولو کچو کې یو بل ته لاس ورکړي او د دغې پېښې د قربانیانو او زیانمنو مرستې ته راودانګي.

﴿الّذین إذا أصابتهم مصیبة قالوا إنّا لله و إنّا إلیه راجعون(۱۵۶) أولئک علیهم صلوات من ربّهم و رحمة و أولئک هم المهتدون﴾ [بقره: ۱۵۶-۱۵۷]

ژباړه: «(صابران) هغه کسان دي، چې کله مصيبت ورته ورسېږي نو دوی وايي: موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورستنېدونکي يو. پر دوى د خپل پالونكي له لوري درود ‏او رحمتونه دي او همدوى پر سمه لار روان دي.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې