سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 محرم 1444

میلادی نېټه :     دوشنبه, 01 آګست 2022 م

شمیره:      1444/1

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د «امریکا – افغان مشورتي میکانېزم» د غرب د فرهنګي او استخباراتي یرغل لپاره یوه بله لار!

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د دغه هېواد د استازې رینا امیري په همکارۍ د جولای په ۲۸مه د امریکا – افغان مشورتي میکانېزم پرانیست. دا داسې ګام دی چې امریکايي چارواکو ته به وړتیا ورکړي ترڅو د افغانستان له ښځو او مدني ټولنې سره ډېره همغږي وکړي. بلینکن د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «هغه کار چې موږ غواړو ترسره یې کړو دا دی چې د افغانستان له مدني ټولنې سره خپله همکاري اغېزناکه، کره، رغنده او موخنه کړو او د دغه نوښت موخه همدا ده».
د حزب‌التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه د څو ټکو بیانول اړین ګڼي:
لومړی:
امریکا له افغانستانه ووته؛ خو له استعمار څخه یې لاس نه دی اخيستی، بلکې له «سخت ځواک» او مستقیم اشغال څخه تر لاس اخیستو وروسته پر افغانستان د «نرم ځواک» له لارې د خپل نفوذ او قدرت د تحمیلولو په هڅه کې ده. امریکا په افغانستان کې له نظامي ماتې وروسته اوس غواړي د اقتصادي بندیزونو، رسنيزو فشارونو او سیاسي ګواښونو په ذریعه اسلامي امارت له خپل اسلامي دریځ څخه راښکته او منحرف کړي او همدارنګه غواړي چې په دې خاوره کې د نړیوالو سازمانونو، مرستندویه بنسټونو او مدني ټولنې په وسیله بیا نفوذ وکړي او له دې لارې غربي ارزښتونه ټولنې ته راننباسي او حتی د دغو بنسټونو له ادرسه استخباراتي فعالیتونه وکړي. امریکا له مخکې هم په دا ډول فعالیتونو کې پوره تجربه لري، چې څنګه خپل رقیبان د مدني او استخباراتي بنسټونو په وسیله کمزوري کړي او له پښو یې وغورځوي.
دویم: کله چې بلینکن د مدني ټولنې خبره کوي، موخه یې په حقیقت کې د سیکولریزم عقیده او غربي ارزښتونه دي. مدني ټولنه یو غربي مفهوم دی چې له ژونده د دین د بېلتون پر مفکوره ولاړ دی. مدني بنسټونه تل د غربي ارزښتونو د رواجولو او دفاع وسایل پاتې شوي، لکه څنګه يې چې د جمهوریت په۲۰ کلونو کې د رسنیو، ډيموکراټيکو ګوندونو، ټولنو، څېړنیزو بنسټونو او ... تر نامه لاندې د مدني بنسټونو له لارې غربي ارزښتونه لکه ازادي، بشري حقونه، د ښځو حقونه او نور دود کړل. بلینکن په خپله وینا کې دا ډول ارزښتونه ستره لاسته راوړنه وګڼله. آن تر دې چې دغه ارزښتونه او د مدني ټولنې فعالیتونه د دې لامل شول چې حتی «همجنسپال د یوې ټولنې د جوړولو لپاره لارې چارې ومومي!» خو د امارت راتګ دا هر څه چې دوی ۲۰ کلنې لاسته راوړنې؛ بشري او د ښځو حقونه ګڼل، ګډوډ کړل.
درېیم: اسلامي امارت باید پوه شي چې غربي قدرتونه، نړیوال سازمانونه او مدني ټولنه د سیکولریزم پر اساس ولاړ بنسټونه او فرهنګي او استخباراتي وسایل دي چې د سترو قدرتونو د ګټو لپاره کارول کېږي. له اوسنۍ نړۍ او د هغې له بنسټونو سره تعامل په حقیقت کې د سیکولرېزم له عقیدې سره تعامل دی. سیکولرېزم د اوسنۍ نړۍ سره کرښه ده او غربي قدرتونه په ټوله نړۍ کې د خپلې دغې عقیدې دفاع او ساتنه کوي. په داسې حال کې چې مسلمانان هم خپله سره کرښه لري، چې نن څوک په نړیواله کچه د هغې د بیانولو، دفاع او ساتنې جرئت نه لري. د مسلمانانو سره کرښه اسلام او په کورني او بهرني سیاست کې د هغه بشپړ تطبیق دی.
خو د دې سرې کرښې ساتنه د واحد خلافت دولت له تاسیس پرته ناشونې ده؛ چې په وسیله یې اسلام پلی شي، د دښمن فرهنګي او استخباراتي بنسټونه خنثی شي، مسلمانان د یوه ستر امت او اسلام د نړیوال معیار په توګه يو ځل بیا د نړیوال قدرت او نړيوالو اړیکو په ډګر کې راڅرګند شي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا﴾ [النساء: ١٤٤]
‌اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کافران د مسلمانانو پر ځای په دوستۍ مه نیسئ. ایا [په دغه کار سره] غواړئ له الله سره د خپل ځان پر ضد ښکاره دلیل پرېږدئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې