سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ذولحجه 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 26 جولای 2022 م

شمیره:      1443/15

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحرير د سيکولرانو د سترګو اغزی او د مسلمانانو هيله ده!

د جمهوريت له پرځېدو او اشغال له پای ته رسېدو وروسته سيکولرانو دماغي ضربه خوړلې؛ دوی مخکې خپل ځانونه د الله تعالی له پناه لرې کړل او د غربي قدرتونو په غېږ کې يې پناه واخيسته، په داسې حال کې چې هغوی يې هم مرسته ونه کړه او ويې نه شول کولی چې نظام، قدرت او موقف يې وژغوري. همدا لامل دی چې د اشغال پاتې‌شوني هر شپه وحشتناک خوبونه ويني او سهار ته چټيات وايي. يو له هغو ادرسونو چې دغه ډول چټيات او توهمات خپروي، د «هشت صبح» ورځپاڼه ده چې يو ځل بيا يې د حزب التحرير پر وړاندې خپله عقده څرګنده کړې او د دوشنبې په ورځ د خپرې شوې ګڼې سرمقاله يې «حزب التحرير په افغانستان کې؛ د افراطيت  لا پېچلی کېدل» تر سرليک لاندې خپره کړې ده.
د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د هشت صبح ورځپاڼې دا ډول عقده‌يي موقف په کلکه ردوي او سربېره پر دې يې له حقيقته خالي، له تناقضاتو ډک او د دغې نشريې د معلوماتي او سياسي معلوماتو د تشې بېلګه بولي. دا ورځپانه په داسې حال کې اسلامي احزابو ته له غربي سياست سره تړاو ورکوي، چې له فکر او جسم سره يو ځای یې ځان د غرب په غېږ کې غورځولی. سيکولران، نوانديشان (روڼ اندي) او د هغوی بنسټونه د غربي اشغال او استعمار تر چتر لاندې د زهري مرخېړيو په څېر راڅرګند شول، د اشغالګرو په قوي ملاتړ ورته موقف او امکانات ورکړل شول او د شيده‌خورو کوچنيانو په څېر د اشغالګرو لخوا غمخوري او تغذيه کېدل او اوس هم تغذيه کېږي.
حزب التحرير يو فکري او سياسي حزب دی چې موخه او طريقه يې اسلام دی او له اسلام پرته بل هېڅ شی پکې نشته. نو سيکولران (هغه خلک چې له اسلامي نظام څخه بېزاره دي) پر اسلام او اسلامي احزابو باندې د نيوکې او نظر حق نه لري؛ ځکه هغه څوک چې د اسلام ژور فهم نه لري، شخصيتونه يې د اسلام او ايمان پر اساس نه وي ولاړ او د غربي افکارو عينکې يې په سترګو کړي وي، دوی دې د مسلمانانو او اسلامي احزابو لپاره ترافيکي نه کوي. له بله اړخه دا افراد د سيکولر عقيدې د مقلدینو په توګه له خپلې عقيدې څخه هم ناخبره دي، دوی ماکياولي ته له اسلامي ډلو سره تړاو ورکوي، په داسې حال کې چې ماکياولي د سيکولريزم د مکتب سرلاری و او پانګواله نړۍ په سياست کې د هغه پيروي کوي. دا ډول ورځپاڼې چې هره ورځ دروغ جوړوي او پروپاګند کوي، پکار ده پوه شي چې په حقيقت کې دوی د ماکياولي مريدان دي او ماکياولي د شيطان مريد دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم وينا ده چې مومن ډارن او بخيل کېدای شي، خو دروغجن کېدای نه شي. نوانديشان (روڼ اندي) چې د جمهوريت په شلو کلونو کې يې د اسلام له ادرسه پر اسلام نيوکه کوله، په دروغ ويلو مشهور دي او نن يې هم د دروغو، پروپاګند او فتنه خپرولو سنګر ګرم ساتلی. دوی کلونه، کلونه د اشغال د پايښت او غربي ارزښتونو د بنسټيز کېدلو لپاره  خياطي وکړه او نن هم پرې بوخت دي. دوی دروغ وايي چې حزب التحرير له قذافي څخه طلب النصره کړې، بلکې برعکس د حزب التحرير يو شمېر غړي قذافي ته د دې لپاره ورغلي وو چې هغه امر با المعروف کړي، ځکه هغه له سنتو څخه منکر شوی و، کټ مټ لکه د سيکولرانو او نوانديشانو په څېر چې کلونه يې د اسلام پر سياسي نظام او حتی د شريعت پر مصادرو بريد وکړ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو پر سنتو يې نيوکه وکړه او پر الله سبحانه و تعالی يې دروغ وتړل؛ چې اسلام يو سياسي دين او د ژوند نظام نه دی: ﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّـهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ﴾ یعنې: او آیا څوک تر هغه ډېر ظالم شته چې پر الله سبحانه وتعالی پسې دروغ تړي او يا د هغه آيتونه دروغ ګڼي، له شک پرته چې ظالمان نه بريالي کيږي.‌
موږ د الله سبحانه و تعالی د وعدو پر لور د حرکت په حال کې يو چې اسلام به بېرته د ژوند او سياست ډګر ته راګرځي. کوم خلک چې پر مسلمانانو د ناپوهۍ تور لګوي او راتلونکی تياره او وحشتناک انځوروي، بايد پوه شي چې نن جمهوريت پرځېدلی، اشغال پای ته رسېدلی او غربي نړۍ د زوال په حال کې ده، په دې حالت کې موږ بشريت ته زېری او هيله ورکوو چې د نبوت پر منهج راشده خلافت به تاسيسېږي او بشريت به د سيکولر عقيدې له ظلم څخه نجات مومي، که څه هم د سيکولرانو نه خوښېږي.

﴿فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ بِأَيِّيكُمُ الْمَفْتُونُ﴾ (القلم ۵-۶)
ډېر ژر به يې ووينې او دوی به يې هم وويني، چې په تاسو کې کوم يو رواني ناروغ (لېونی) دی.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې