شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د مسلمانو دعوتګرانو تعذیب یو غیرشرعي عمل دی چې دنیوي او اخروي عذاب لري Featured

د افغانستان استخباراتي ځواکونو په کابل، پکتیا، هرات او هلمند ولایتونو کې د حزب‌التحریر ځینې دعوتګران تر نیولو وروسته تعذیب کړي، چې په پایله کې یې په پکتیا کې یو کس د ډېرو جسمي او رواني فشارونو له امله پر رواني ستونزو او جنون اخته شوی او په هرات او هلمند کې د دوو نورو کسانو د اورېدو حس کمزوری شوی دی. دغه راز په تېرو څو ورځو کې درې کسان خلافت ته د دعوت په جرم په دولتي ادارو کې له خپلو دندو منفک کړل شوي؛ بیا څارل شوي او د یوه دعوتګر د خسر کور کلک تلاشي شوی؛ دلیل یې دا و چې لیدو ته یې ورغلی. دا د هغو سلګونو مواردو یوازې یوه بېلګه ده چې د حزب‌التحریر دعوتګران په تېرو دوو نیمو کلونو کې د اوسني حاکم نظام تر چتر لاندې ورسره مخ دي.

موږ د حزب‌التحریر د دعوتګرانو پر وړاندې د تبعیض او تعذیب د غندنې تر څنګ د نظام هغو مسولینو ته چې په دا ډول اعمالو کې ونډه لري، خالصانه تذکر ورکوو چې له دغې سترې فتنې لاس واخلئ چې نېک عاقبت نه لري او د نظام مخلصینو ته هم تذکر ورکوو چې ځینو کسانو ته په دا ډول اعمالو د مسلمانانو تر منځ فتنې اچولو اجازه ورنه کړي. ځکه د فتنې اور به د ټولو لمن ونیسي او زیانمن به یې کړي. د فتنې پر مهال سکوت او پر معروف امر او له منکر څخه نهی پرېښودل د فتنې او عذاب د پراخېدو لامل کېږي.

﴿وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾ [الانفال: ۲۵]

ژباړه: ځانونه له هغې فتنې او مصیبتونو څخه لرې وساتئ چې یوازې د ظالمانو لمن نه نیسي (بلکې که د ظالمانو مخه ونه نیول شي، وچ او لانده د هغوی په ګناه سوځېږي) او پوه شئ چې الله سخت عقاب او شدیده جزا ورکوي.

پوښتنه دا ده چې د حزب‌التحریر دعوتګران په کوم جرم نیول شوي او داسې په بې رحمۍ ځورول شوي دي؟ ایا هغوی په جنايي جرمونو، قتل، غلا او اختطاف کې لاس درلود؟ د فساد او رشوت پر مهال نیول شوي وو؟ بې بندوباره او ډاکووان وو؟ جاسوسان او د غرب مزدوران دي؟ نه! د حزب‌التحریر دعوتګران د یوه فرض د اقامې له امله نیول شوي او تعذیب شوي دي. دوی هغه کسان دي چې د امت د نهضت او عزت په لټه کې دي. د تعجب ځای دی چې له کوم وخت راهیسې او د کومو شرعي اصولو پر اساس دغه اعمال جرم تعریف شوي دي. په داسې حال کې چې د داسې یوه نظام تر چتر لاندې چې اسلامي بلل کېږي، خلک باید د جمعي فرایضو ترسره کولو ته وهڅول شي. خو له بده مرغه مفسدین، د نظام مخربین، غربي ډيپلوماټان او جاسوسان او هغه کسان چې په ښکاره د اسلام ضد جرایم ترسره کوي، ازاد فعالیت کوي؛ خو دعوتګران زندان ته اچول کېږي.

د نظام هغه مسولین چې د واقعیت له کره پېژندنې پرته په عقده‌يي ډول د خلافت له مفکورې او د هغې له دعوتګرانو سره مقابله کوي، پر ناسمه لار روان دي. خلافت کومه داسې مفکوره نه ده، چې حزب‌التحریر رامنځته کړې وي، بلکې په قرآن کریم، نبوي سنتو او د مسلمانانو په تاریخ کې رېښه لري. د خلافت مفکورې د له منځه وړلو لپاره هر ډول هڅه له اسلام سره دښمني ده. څوک چې دا ډول اعمال ترسره کوي، دوی خپله د اسلام، حاکم نظام او ټولنې خورا خطرناک دښمنان دي. دا مسولین باید له هغه څه څخه لاس واخلي چې هوای نفس او شیطان یې ورته ښایسته کوي. ځکه د خلافت له مفکورې سره دښمني او د دعوتګرانو پر وړاندې تبعیض او تعذیب د الله سبحانه وتعالی غضب او د مومنانو غوسه راپاروي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾ [بروج:  ۱۰]

ژباړه: هغه کسان چې مومنان او مومنانې یې ځورولې، بیا یې توبه ونه ایسته، د هغوی لپاره د دوزخ او سوځوونکي اور عذاب دی.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د اسلام د اقتصادي نظام تطبيق او د دولت - ملت نظم له زندان څخه د افغانستان وتل واقعي پرمختګ ته د رسېدو لار ده Featured

نړيوال بانک په راتلونکي ميلادي کال کې د افغانستان د اقتصادي لرليد په اړه په خپل راپور کې ويلي چې د کورني ناخالص توليد د ودې نشت او د بهرنيو مرستو کمښت په افغانستان کې د اقتصادي رکود لامل شوی، چې دغه وضعيت به تر ۲۰۲۵م کال پورې دوام وکړي.

نړيوالې موسسې او بنسټونه چې کله د يوه هېواد د اقتصاد په اړه راپور خپروي، نو ناوړه سياسي او اقتصادي موخې تعقيبوي. ځکه دغه بنسټونه د استعماري قدرتونو مټې دي چې د امريکا او غرب د ولکې او هژموني لپاره هڅې کوي. نړيوال بانک د افغانستان د اقتصادي ستونزې د حل لپاره د بهرنيو مرستو ډېروالی او د کانونو استخراج وړانديز کړي دي؛ هغه تکراري نسخه چې د درملنې پر ځای د ناروغۍ درد لا زياتوي او د افغانستان اقتصاد د استثمار په لومه کې ښکېلوي.

موږ پر دې باور يو، څو چې د افغانستان اقتصادي نظام تغير نه شي او پر ځای يې پر اسلامي اصولو او ارزښتونو ولاړ نوی اقتصادي نظام پر پښو و نه درول شي، د افغانستان اقتصاد واقعي ودې او پراختيا ته نه شي رسېدلی. له افغانستان څخه د امريکا تر تېښتې او د جمهوريت تر ماتې وروسته د اسلامي احکامو پر اساس ولاړ نظام پر پښو درېدو ته زمينه برابره شوه، خو له بده مرغه نه يوازې له دغه فرصت څخه ګټه پورته نه شوه، بلکې په لږ بدلون سره د جمهوريت د حکومتولۍ ورستو جوړښتونو او اقتصادي سياستونو د تېر په څېر دوام وموند. اوس د افغانستان اقتصادي نظام د پانګوالۍ د اقتصادي نظام او ځينو اسلامي احکامو ګډوله (مخلوط) دی او حاکم نظام په تېرو دوو نيمو کلونو کې پر شريعت ولاړ اقتصادي موډل په وړاندې کولو او د افغانستان په واقعيت کې يې په تطبيقولو کې پاتې راغلی دی.

اوسمهال د افغانستان اقتصاد په بهرنيو مرستو پورې تړلی دی. ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو په افغانستان کې پر بهرنيو بشرپالو مرستو متکي او يو ډول انجويي اقتصاد رامنځته کړی دی او په اونيز ډول له ۴۰ څخه تر ۸۰ میليونه ډالر د ملګرو ملتونو لخوا اقتصاد ته ور پېچکاري (تزريق) کېږي. دغه حالت په موازي ډول د دولتي او انجويي اقتصاد يو دوه‌ګونی ډول رامنځته کړی دی.

له بله اړخه؛ د دولت اقتصادي تمرکز له خلکو او سوداګرو څخه په شديد ډول د مالياتو پر راټولونه او د معدنونو پر بې‌رويې استخراج ورټول دی. په داسې حال کې چې د ملا ماتوونکو مالياتو ډېروالي او د تعرفو د نرخ لوړولو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. اسلام د مالياتو مختلف ډولونه چې په اوسني نظام کې معمول دي، نامشروع ګڼي او حاکم ته اجازه نه ورکوي چې د مصارفو د تمويل په خاطر له خلکو څخه ماليات واخلي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «لا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ صَاحِبُ مَكْسٍ» (د مالياتو څښتن ـ اخيستونکی ـ جنت ته نه شي داخلېدی.) رواه احمد.

همدا راز د اسلام په اقتصادي نظام کې معدنونه د مسلمانانو د عامه ملکيت برخه ده. په دې معنا چې دولت نه شي کولی چې معادن د خپلو مصارفو د تمويل لپاره پر عايداتي وسيله بدل کړي او د پيسو په بدل کې يې کورنيو او بهرنيو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي. همدغه شان خصوصي سکتور هم اجازه نه لري چې د لويو او ستراتيژيکو معدنونو قراردادونه ترلاسه کړي او له هغو څخه د خپلې ګټې لپاره استفاده وکړي. اسلامي دولت يوازې اجازه لري چې د معدنونو د استخراج او ګټې اخيستنې پروسه تنظيم او نظارت يې وکړي او منفعت يې د توليد د مصارفو له کسر وروسته پر خلکو توزيع کړي.

نو د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې حاکم نظام بشرپالو مرستو ته د سترګو نيولو، درنو مالياتو د وضع کولو او معدنونو د بې‌رويې استخراج پر ځای د اسلام اقتصادي نظام په هراړخيز ډول پلی کړي او د شرعي احکامو په تطبيق کې له تدرج او تأخير څخه ځان وساتي. د دې تر څنګ واقعي پرمختګ د افغانستان د فعلي پولو په اډانه کې شونی نه دی. ځکه دا خاوره د دولت ـ ملت جغرافيوي نظم په ظالمانه زندان کې ګير ده. پر دغه اساس؛ افغانستان له پاکستان او مرکزي اسيا سره د وحدت له لارې د نبوت پر منهج خلافت په ايجاد، د دعوت او جهاد له لارې د پولو په پراخولو او سمندر ته په لاسرسي سره پر يوه اقتصادي او صنعتي قدرت بدلېدای شي.

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ﴾ [اعراف: ۹۶]

ژباړه: که د ښارونو او اباديو خلکو ايمان راوړی وای او تقوی يې غوره کړې وای، نو د ځمکې او اسمانونو برکتونه به مو ورته پرانيستي وو.

د مطلب ادامه...

د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت جایز نه دی Featured

د کندهار ولایت د استخباراتو ریاست له یوه کال راهیسې د حزب التحریر – ولایه افغانستان یو شمېر دعوتګران توقیف کړي او په دغه موده کې یې پر تعذیب او شکنجې سربېره هغوی د قاضي له حکم پرته په زندان کې بې برخلیکه ساتلي دي. دغه راز د کندهار د استخباراتو د مسولینو له لوري دغو دعوتګرانو ته داسې ابلاغ شوی چې یا دې د نبوت په منهج خلافت ته دعوت پرېږدي او یا به یې دغه بې برخلیکه حالت او زندان دوام کوي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دغې پېښې په اړه لاندې ټکي د وضاحت وړ بولي:

لومړی: موږ د کندهار د استخباراتو مسولینو دغه عمل حیران کړي یو چې دا استدلال یې له کوم مذهب، کومې فقهې او کوم شریعت څخه اخیستی؟ کوم اسلام چې موږ يې پېژنو، دا خبرې پکې نه شته. دا استدلال چې ګواکي د حزب دعوتګران د نظام او امیر له امر څخه د سرغړونې په سبب توقیف شوي، بې بنسټه دی. د نظام د امیر لخوا د حزب التحریر د دعوت منع کولو په اړه هېڅ ډول لیکلی او مدون امر نشته. په داسې حال کې چې د کندهار د استخباراتو مسولین هره ورځ «د بېګناه خلکو نه نیولو»، «د محکمې له حکم پرته سزا نه ورکولو»، «د تحقیق پر مهال د تعذیب او شکنجې نه کولو»، «له ۱۰ ورځو وروسته محکمې ته د قضیې محول کېدو» په اړه د نظام د امیر ښکاره او واضح فرمانونه تر پښو لاندې کوي. نو که خبره د بې اطاعتۍ ده، نو د استخباراتو د مسولینو او زندانیانو ترمنځ څه توپیر دی؟

دویم: خلافت د فرضونو تاج دی او د اقامې لپاره یې کار د هر مسلمان مکلفیت دی. هرڅوک چې په قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو، د اصحابو اجماع او ان د تېرو علماوو په اقوالو کې څېړنه وکړي او پسې وګرځي، له شک پرته چې له فرضیت پرته یې بل امر نه مومي. نو هېڅ حاکم یا نظام نه شي کولی چې د الله سبحانه و تعالی د حکم او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دستور خلاف، دعوتګران د دغه ستر فرض له اقامې منع کړي. لکه څنګه چې حاکم، مسلمانان له لمانځه، روژې، زکات او جهاد څخه نه شي منع کولی، همداسې یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او دغه راز د حکامو د محاسبې له مکلفیت څخه نه شي منع کولی. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: ۱۰۴]

ژباړه: «او بايد له تاسې څخه يوه ډله داسې وي، چې خير (بشپړ اسلام) ته بلنه او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي! او همددوی بريالي دي»

له حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«والَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَتَأْمُرُنَّ بالْمَعْرُوفِ، ولَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّه أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلا يُسْتَجابُ لَكُمْ» (رواه الترمذي)

ژباړه: «قسم پر هغه ذات چې زما نفس د هغه په واک کې دی؛ يا به تاسو خامخا امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوئ او يا دا چې (د دغه کار د نه کولو په صورت کې به) الله سبحانه و تعالی تاسو ته خپل عذاب راولېږي، بيا به تاسو هغه ته دعاء کوئ، خو دعاء به مو نه قبلېږي».

اوس چې د حزب التحریر دعوتګران د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مکلفیت مخته وړي او خلافت ته دعوت کوي؛ ایا د افغانستان حاکم نظام د یادو نصوصو پر صراحت سربېره د دغې فریضې ترسره کول نامشروع ګڼي؟ او دعوتګران له نظام څخه د بې اطاعتۍ په سبب د حبس، سزا او په بې برخلیکه توقيف کې د ساتلو مستوجب ګڼي!؟ که څه هم د خلافت د اعادې لپاره د دعوت د مخنیوي په اړه د حاکم نظام د امیر لخوا صراحت نشته، خو که وي هم، د دغه حدیث له مخې د اطاعت وړ نه دی.

«لاَ طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِى مَعْصِيَةِ الْخَالِقِ» (رواه احمد و الطبراني.)

ژباړه: د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت جایز نه دی.

د دغه مبارک حدیث په استناد، د تاریخ په اوږدو کې رباني علماوو لکه امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله، امام احمد بن حنبل رحمه‌الله، اما شافعي رحمه‌الله او ... د خپل وخت د مشروع خلفاوو د نامشروع اوامرو اطاعت نه دی کړی؛ تر دې چې خلفاوو دوی ګواښلي او زنداني کړي. خو له حکامو هیبت او وېره د دې سبب نه شوه چې حق بیان نه کړي. لکه څنګه چې د خلیفه معتصم لخوا د قران کریم د خلق نظریې سره د مخالفت په سبب د امام احمد بن حنبل رحمه‌الله زنداني کېدل په تاریخ کې مشهور دي. نو په کومو کارونو کې چې د الله سبحانه و تعالی نافرماني کېږي، د مخلوق اطاعت جواز نه لري.

د نظام مسولین باید د شمولي قياس له مخې حزب التحریر پر نورو قومي، سمتي، ژبنیو او کورنیو احزابو ـ چې د افغانستان په بحران او تفرقه کې شریک وو ـ قياس نه کړي. حزب التحریر فکري او سیاسي حزب دی چې د اسلامي امت لپاره د یوه داسې دولت د تاسیس هڅه کوي چې اسلام بشپړ پکې پلی شي او ټولې اسلامي خاورې وحدت ومومي. حزب التحریر هېڅکله خلافت د خپلو حزبي ګټو لپاره نه غواړي؛ بلکې د ټولو مسلمانانو د عزت، شان او شوکت لپاره یې غواړي. نو د کندهار د استخباراتو مسولینو ته تذکر کوو چې د خلافت لوري ته د دعوت کوونکو ځورول او اذیت د الله سبحانه و تعالی د قهر او غضب سبب کېږي؛ له دغو ناوړه او غير شرعي اعمالو څخه لاس واخلئ.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ﴾ [شعرا: ۲۲۷]

ژباړه: «او ظالمان به ژر پوه شي، چې كوم ځاى ته ورستنېږي.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

څوک چې خلک په عذاب کړي، د الله تعالی له عذاب سره به مخ شي!

(ژباړه)

له عروه څخه روایت دی چې هشام بن حکیم په داسې حال کې د حمص واکمن عیاض بن غنم ولید، چې خلک د جزیې اخیستلو له امله ګرم لمر ته شکنجه کوي. هشام بن حکیم وویل: اې عیاضه! دا ته څه کوې؟ ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي، چې فرمایل یې:

«إِنَّ اللَّهَ يُعَذِّبُ الَّذِينَ يُعَذِّبُونَ النَّاسَ فِي الدُّنْيَا» (صحيح ابن حبان: 5703)

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) به هغو کسانو ته په اخرت کې عذاب ورکړي، چې په دنیا کې خلک شکنجه کوي.

په دغه حدیث شریف کې یو پیغام دی، ترڅو خلک ډاډه شي چې الله سبحانه وتعالی دوی ته چانس ورکوي، خو هېروي یې نه. په دغه حدیث شریف کې راځي، هر څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکړي، الله سبحانه وتعالی به هغه ته په اخرت کې عذاب ورکوي او ان په دې دنیا کې یې د نورو لپاره د عبرت درس ګرځوي او په خپل عدل سره د مسلمانانو زړونه خوشحالوي.

باید خبر وو چې الله سبحانه وتعالی د خپلو بندګانو حق نه هېروي او دا د هغو کسانو لپاره پند او نصحت دی، چې اورېدنکی غوږ او لیدونکې سترګې لري. پر همدغه اساس څوک چې دغه کار کوي، نو د الهي عذاب تر نازلېدو او د توبې د دروازې تر تړل کېدو وړاندې باید له دغه کار څخه لاس واخلي او توبه وکړي؛ ځکه دغه کار د الله سبحانه وتعالی د عذاب لامل کېږي. همدارنګه څوک چې شنکجه او په عذاب شوي، هغوی دې ډاډمن وي چې الله سبحانه وتعالی به یې غچ اخلي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ د هغو کسانو په ډله کې راولي، چې خبرو ته غوږ ږدي او د ښو خبرو پیروي کوي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی دې موږ د نورو له ظلم او شر څخه خوندي کړي او موږ ته دې نصرت راپه برخه کړي، ترڅو د ځمکې پر مخ ټول انسانان د اسلام د عدالت له نعمت څخه برخمن شي. آمین یا رب العالمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

موږ لکه دېوال کلک ولاړ یو!

(ژباړه)

له اوبو موسی رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«المُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضاً وَشَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِه» (صحيح البخاري: ۲۳۴۱)

ژباړه: مومن د مومن لپاره د ودانۍ د ستنې په څېر دی، چې هره برخه یې د بلې برخې د پیاوړتیا لامل کېږي او (د هغه حالت د ښودلو لپاره یې) د خپلو لاسونو ګوتې یو په بل کې سره ورکړې.

دغه حدیث شریف موږ ته وایي، چې مومنان باید د یو او بل په حق کې څه ډول چلند وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته فرمایي چې مومنان د یوې پیاوړې ودانۍ په څېر دي، چې له یو او بل سره مرسته کوي، د یو او بل لاسنیوی کوي او یو شمېر یې د یو شمېر نورو ملاتړي او مرستندوی دي. هغوی د واحد جسم غوندې دي، چې په همغږۍ او انسجام سره کار کوي؛ ځکه په موږ کې هر یو د اسلام یوه برخه مخته وړي او موږ مسول یو چې اسلام له لاسه ورنه کړو.

نو له دغه ستر حدیث شریف څخه پوهېږو چې مسلمان باید د خپل ورور ملاتړی او مرستندوی وي، د هغه چارو ته رسیده‌ګي وکړي او د هغوی مصالحو ته چې د الله تعالی د رضا لامل کېږي او هغو مصالحو ته چې د مسلمانانو د عزت او دبدبې ساتنه کوي، پاملرنه وکړي؛ ځکه په یووالي سره ځواکمن کېږي، خپل دښمنان وېرولی شي او په تفرقې سره بیا کمزوري کېږي، چې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته پر یوه اسانه ښکار بدلېدلی شي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ دین راته خوندي کړي، موږ د دین پر اساس متحد کړي او موږ د هغه خلیفه تر سیوري لاندې سره را ټول کړي، چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر اساس حکومت کوي!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

ډرون الوتکې په غزه کې د ماشومانو د وژلو لپاره جوړې شوې دي

(ژباړه)

ډاکټر هادي بدران چې یو برېټانیایی انستيزيست دی په دې وروستیو کې له غزې څخه تر راستنېدو وروسته په یوه مرکه کې د یوه روغتیایي متخصص په توګه خپل نظریات وړاندې کړي. هغه وویل چې د داسې ټپونو شاهد و چې د خپل کاري تاريخ په اوږدو کې یې نه وو ليدلي. هغه تنکي ماشومان چې په مستقيمه توګه یې پر څېره مرمۍ لګېدلې او ټپیان شوي، ډېری یې د ژامې د ماتېدو او د سر د یوې برخې د پړسوب لامل شوي دي. دغه مرمۍ د سنایپر وسلو په وسيله له لرې واټن څخه نه دي ویشتل شوې بلکې د عیني شاهدانو په وینا، دغه مرمۍ د بې پیلوټه الوتکو په څیر د کوچني روټرونو په وسيله توغول شوي چې له لرې واټن څخه کنټرولېږي. دغه بې پيلوټه الوتکې د اورېدو او ليدلو وړتيا لري چې د خلکو د قد یا ونې په اندازه الوتنه کوي او د عملياتو پر مهال پوښتنې کوي. دوی ان د دې وړتیا لري چې پیغامونه ورکړي لکه "جنوب لوري ته حرکت وکړئ" یا "سیمه پریږدئ" او داسې نور او پرته له دې چې اداره کوونکي ته زیان ورسوي، په هر مطلوب وخت کې قربانيان په نښه کوي.

هغو جراحانو چې له دغه ډول بې پيلوټه بريدونو څخه د ژوندي پاتې شويو کسانو عمليات يې کړي، وايي چې د دې ډول مرمیو ټپونه له ټولو نورو ډولونو سره توپير لري. د دغه مرمیو ځانګړتیا دا ده چې بيرون چاودنه کوي او د بدن غوښې ته سخت زیان رسوي، چې هیڅکله ټپ ته په اسانۍ سره نه ننوځي او که دننه شي په اسانۍ سره بهر نه راوځي. هغوی دا هم وویل چې د کار په ساحه کې کارمندانو ورته خبرداری ورکړی چې دغو بې پیلوټه الوتکو ته په ځیر مه ګورئ، ځکه چې د څېرې پېژندلو وړتیا لري او ښايي ناڅاپه مو وولي. په روغتونونو کې د هغه د کار یوه مهمه موندنه دا ده چې دغو بې پیلوټه الوتکو د لوبو پر مهال ماشومان په نښه کړي او له همدې امله د قربانیانو ترټولو لوی شمیر بې ګناه او زیان منونکي خلک وو.

دا په غزه کې زموږ د ماشومانو له لوري تجربه کېدونکې د ویرې او وحشت بله څېره ده! کله چې لوبې د ژوند او مرګ خبره وي، نو بیا د امت میندې د کوم ډول ټپونو تمه کولای شي؟ دا په داسې حال کې ده چې د مسلمانانو حکامو او حکومتونو د غزې د مسلمانانو پر وړاندې وحشتناکو ظلمونو سترګې پټې کړې او له یهودي قاتل دولت سره د سولې، اړیکو د عادي کولو، سوداګريزو او سیاسي تړونونو ته دوام ورکوي. تر څو چې دا خاینان پر خپل ځای پاتې وي، د فلسطین خاوره به هېڅکله ازاده نه شي او زموږ وروڼه او خویندې به هېڅکله امن نه شي!

موږ د مسلمانو له لښکرو څخه پوښتنه کوو، چې تر کومه حده د هغو ډارنو حکامو، چې تاسو یې په چوپړ کې يئ، جنایتونه ګورئ او صبر پرې کولای شئ. په داسې حال کې چې تاسو د خپلو وروڼو او خویندو د وژلو د مخنیوي لپاره له خپل نظامي توان څخه خبر یئ!؟ له شک پرته ستاسو وينه د غزې د مسلمانانو د ډېرو کړاوونو له امله په جوش راځي، خو تاسو اړ یئ چې د دغو یهود پلوه حکامو له لوري په خپلو اډو کې پاتې شئ! د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ستاسو امت پر تاسو غږ کوي چې د خپل رب سبحانه وتعالی غوښتنې ته ځواب ووایئ، ترڅو د فلسطین د مسلمانانو دفاع وکړئ او سپېڅلې خاوره له دغه اشغال او نسل‌وژنې ازاده کړئ. موږ له تاسو څخه غواړو چې د وخت له فرعونانو سره خپل بیعت مات کړئ چې ستاسو امت ته یې شا کړې، ستاسو له دین سره یې خیانت کړی او ستاسو نوم یې بد کړی دی. د دوی تاج و تخت راوپرځوئ او د اسلام د رهبرۍ، د نبوت پر منهج خلافت نظام او دولت جوړولو لپاره خپل نصرت (مادي ملاتړ) ورکړئ، تر څو د هغه تر چتر لاندې د مسلمانانو، د اسلام د مدافعینو او زموږ د خاورې د ازادوونکو په توګه خپل اساسي رول ولوبوئ. د صلاح الدین ایوبي په څېر سترو قومندانانو پر پلونو پل کېږدئ او د الاقصی او د فلسطین د ټولې سپېڅلې خاورې د آزادولو ستر ویاړ ترلاسه کړئ!

«فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا» [نساء: ٧٤]

ژباړه: «باید د الله تعالی په لار کې هغه کسان وجنګېږي چې د اخرت په بدل کې د دنیا ژوند پلوري (او فاني له باقي سره بدلوي). او څوک چې د الله تعالی په لاره کې وجنګېږي او ووژل شي یا برلاسی شي، هغه ته به موږ هرو مرو ستر ثواب ورپه برخه کړو.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شوال ۳مه

۲۰۲۴م کال، د اپرېل ۱۲مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د حاکم نظام لخوا خلافت ته د دعوت په جرم د حزب التحریر – ولایه افغانستان د ویاند او یو شمېر غړو توقيف کېدل Featured

د حزب التحریر – ولایه افغانستان ویاند، استاد سیف‌الله مستنیر او یو شمېر غړي د ۱۴۴۵هـ.ق کال له شعبان میاشتې راهیسې د امنیتي ځواکونو له لوري توقيف شوي دي. د دوی جرم یوازې دا دی چې د نبوت پر منهج خلافت دولت د اقامې لپاره یې دعوت او فعالیت کاوه. دا نیونې د«خلافت؛ د نبوت سیاسي میراث» تر سرليک لاندې د خلافت د سقوط ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت تر جوړې شوې غونډې وروسته شوې. دې ته ورته غونډې په ډیری اسلامي خاورو او همداراز د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جوړې شوې وې.

استاد سیف‌الله مستنیر د امت له شریفو بچیانو دی چې د خلافت دولت د بیا احیاء لپاره یې هڅې کولې. استاد مستنیر د اشغال پر مهال د فکر او سیاست په ډګر کې له پياوړو مبارزینو څخه و چې په نه ستړې کېدونکې توګه یې د سلګونو اعلامیو، مقالو، سیاسي تحلیلونو د لیکلو او په تلویزیوني بحثونو کې د ګډون له لارې د اشغال جنایتونه او د جمهوریت توره کارنامه په صراحت بربنډوله. له بده مرغه، په حاکم نظام کې استاد مستنیر او د حزب یو شمېر غړي په دې جرم په توقیف کې دي چې د خلافت د سقوط ـ چې د مسلمانانو په تاریخ کې یوه دردناکه حادثه ده ـ یادونه یې کړې او د امت د بیا ځلي عظمت، شان او شوکت لپاره یې هڅې کړې دي. ایا د خلافت دولت د احیاء او د مسلمانانو د فکري، سیاسي او جغرافیوي وحدت لپاره دعوت جرم دی؟ که هو، نو د کوم شرعي قانون له مخې؟ اړتیا ده هغه دولتونه چې ځان اسلامي بولي، د دغې ورځې یادونه وکړي او امت ته د خلافت دولت ارزښت بیان کړي؛ خو نه یوازې دا چې دغه کار نه دی شوی، هغه کسان هم مجرم ګڼل شوي چې د شرعي وجیبې په توګه دا کار کوي!

﴿أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ ۖ مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ﴾ [قلم: ۳۵-۳۶]

ژباړه: «ایا مومنان، مجرمین ګڼو!؟ پر تاسو څه شوي؟ دا څنګه پرېکړه کوئ!؟»

چا چې د نیولو امر کړی او هغو چې د توقیف عمل یې ترسره کړی؛ کاش یو ځل یې له تعصب پرته د حزب التحریر د دعوتګرو پیغام اورېدلی او لږ فکر یې پرې کړی وای؛ بیا به یې له شک پرته د دغو دعوتګرانو د نیولو پر ځای له هغوی سره د خیر د دغه ستر پیغام په حمل کې مرسته کړې وای. په حقیقت کې، هغه دعوت چې حزب التحریر یې حمل کوي؛ د الله سبحانه و تعالی له لوري فریضه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشارت دی؛ دا د هر مسلمان مکلفیت دی چې د خلافت دولت د اقامې، د اسلام د بشپړ او هر اړخیز تطبيق او حمل، د مصنوعي پولو د له منځه وړلو او د امت د وحدت لپاره کار وکړي.

حزب التحریر د نړۍ تر ۴۰ زیاتو هېوادونو کې فکري او سياسي فعالیت لري. نن ورځ د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس؛ په ځانګړې توګه علماء، قومي مشران، جهادي او سیاسي رهبران او ځوانان د حزب التحریر دعوت پېژني او له فکر او طریقې څخه یې خبر دي. چا چې له تعصب پرته د حزب منهج درک کړی، ښه پوهېږي چې د حزب التحریر پیغام او فعالیت د افغانستان د مسلمان ولس لپاره ګواښ نه، بلکې خیر دی چې ریښه یې په اسلام کې ده او د فلاح او نهضت سبب کېږي.

حاکم نظام باید د اسلامي ارزښتونو ساتونکی او په ټولنه کې د دعوتګرانو د هڅو تسهیل کوونکی وي. برعکس، په دغو توقیفونو سره ثابتوي چې حاکم نظام د خیر لور ته د دعوت په لار کې خنډ دی. نو موږ له خپلو مجاهدو وروڼو غواړو چې ژر تر ژره د حزب التحریر دعوتګران خوشي کړي؛ ځکه چې د نیولو لپاره یې هیڅ شرعي دلیل نشته.

وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ [البروج: ۸]

ژباړه: «او د دوی په نزد د هغوی  (مومنانو) يوازينۍ ګناه دا وه چې پر عزیز او حمید الله یې ایمان راوړى و»

د یادونې وړ ده چې د الله سبحانه و تعالی په اذن دا ډول نیونې په هېڅ صورت د حزب د جمعي او مطبوعاتي فعالیتونو مخه نه شي نیولی، بلکې د قوي العزیز رب په مهربانۍ د هرې ورځې په تېرېدو د دعوت شدت او قوت زیاتېږي او الحمدلله دننه او بهر زرګونه مسلمان افغانان د دغه دعوت حاملین دي. دا ډول هڅې پخوا د عربو، منځنۍ اسیا او ان پرځېدلي جمهوریت د جابرو حکامو لخوا هم تجربه شوې، خو دغه ناوړه مکر یې بېرته دوی ته ورګرځېدلی. نو د حزب التحریر د دعوت مخه مه نیسئ؛ هسې نه چې د اخرت په ورځ مو دا عمل د « صدوا عن سبیل الله» مصداق شي، په دغه سبب دروند بار یوسئ او د هغو کسانو له ډلې شئ چې د نبوت پر منهج ثاني راشده خلافت د تاسیس لپاره د دعوت خنډ کېدل. هغه خلافت چې د الله سبحانه و تعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشارت دی. موږ پوهېږو چې د افغانستان حاکم نظام د نړۍ په کچه تر بل هر نظام زیات پر خلافت د بدلېدو ظرفیت لري؛ نو تمه مو دا ده چې د نبوت پر منهج خلافت دولت ستنې د افغانستان مجاهدین کېږدي.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [نور: ۵۵]

ژباړه: «الله سبحانه وتعالی له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، وعده كړې چې هرو مرو به هغوی ته په ځمكه كې خلافت وركوي؛ لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى څخه مخكې وو.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د ۱۴۴۵هـ.ق کال د نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ په مناسبت د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې د وینا متن

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته

عزتمنو خویندو او وروڼو! اختر مو مبارک شه!

موږ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو له برخې ځانګړې مبارکي درته وایو!

الله سبحانه و تعالی خو مو روژه، عبادتونه او ټول نېک عملونه قبول کړي او تاسو، ستاسو کورنیو او ملګرو ته یې خیر او برکت درکړي.

په دې کې شک نشته چې زموږ د شپې لمونځونه او روژې داسې ځانګړی قدرت لري چې توصیفېدی نه شي!

رمضان داسې میاشت ده چې په هغې کې مو تواضع او د عمل اراده ځانګړی ځواک پیدا کوي. ځکه خو رمضان د مسلمانانو لپاره له فردي اړخه له بریاوو ډکه میاشت وي. رمضان په فردي کچه له بریاوو ډکه وي، ځکه چې په هغې په فردي کچه پر مکلفیتونو پایبندي او عمل زیاتېږي؛ خو کله چې دا چاره بریاوو، خوشالیو او سعادت پورې اړوندېږي، امت په ټوله کې ګته ترې اخیستی شي.

هو، د یوه جسم او ځان په توګه؛ خو د تېرو ۱۰۳ کالونو په رمضان میاشتو کې مو دا نه ده لیدلې او سبب یې دا دی چې د خپلو مهمو مکلفیتونو په ترسره کولو کې مو غفلت کړی؛ هغه مکلفیت چې خورا اړین دی او ډیر وخت نیسي. یعنې د ځمکې پر سر د الله سبحانه و تعالی د نظام حاکمولو لپاره یو ځای او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج فعالیت کول؛ دا فردي نه، بلکې جمعي مکلفیت دی!

د دغه مهم مکلفیت په ترسره کولو کې غفلت د بې شمېره رنځونو او دردونو سبب شوی، دومره چې له حده وتلي او د امت تر نسل‌وژنې رسېدلي! موږ دا درد او رنځ په ختیځ ترکستان، کشمیر، هند او د نړۍ هر کونج کې وینو؛ خو په غزه کې نسل‌وژنه په پوره جسارت روانه ده. لیبرال غربي نظامونه، یعنې د اسلام دښمنان د دغې نسل‌وژنې پوره ملاتړ کوي!

ګرانو مسلمانانو! په ځانګړي ډول تاسو چې د مسلمانانو په پوځونو کې یئ او شپې مو په قیام تېرې کړې! د دې لپاره چې ژوند کوو، د تر ټولو غوره امت مقام لرو او د تر ټولو لویو بریاوو ترلاسه کولو وړتیا لرو؛ پر موږ لازمه ده چې له فردي مکلفیتونو پښه وړاندې کېږدو.

پر موږ لازمه ده چې د ټولنې، تول امت او ټول بشریت پر وړاندې خپل مکلفیتونه ادا کړو.

د خپلو ځواکونو، قدرت او وخت په یو موټي کولو د دغه جمعي مکلفیت د ادا کولو لپاره پورته شئ! زموږ په خاورو کې د حاکمو خاینو نظامونو په له منځه وړلو زموږ خاورې، صفونه، اخترونه او خوشالۍ یو ځای کړئ. یو موټی شئ چې ټول بشریت له هغې نسل‌وژنې سره د یوه دردېدلي او ځورېدلي امت مبارزه وویني چې د غربي ځواکونو او نظامونو په ملاتړ روانه ده!

نو، ټول بشریت د اسلام د ریښتیني رحمت تر سیوري لاندې وژغورئ او عزتمند یې کړئ! دا کار د نبوت پر منهج ثاني راشده خلافت په تاسیس وکړئ؛ دا د الله سبحانه و تعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی. او هغه ورځ (د نصرت او بري ورځ) مومنان خوشاله کېږي.

د مطلب ادامه...

د ۱۴۴۵هـ.ق (۲۰۲۴م) کال د کوچني اختر په مناسبت د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم، عطاء بن خليل أبو الرشتة لخوا د هغه د پاڼو لیدونکو ته پیغام

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد:

اسلامي امت ته، چې د بشریت لپاره تر ټولو غوره امت دی:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللهِ﴾[آل عمران: ۱۱۰]

ژباړه: «تاسو تر ټولو غوره امت یئ چې بشریت ته [د نمونې په توګه] پيدا شوي یئ؛ [ځکه] تاسو پر معروف امر کوئ او منکر منع کوئ او پر الله ایمان لرئ.»

مخلصو دعوتګرو ته؛ موږ د الله تعالی پر وړاندې د هغه چا ستاینه نه کوو چې د خیر خبرې او د کړنې کوي؛ الله سبحانه و تعالی پخپله د دغو صفتونو لرونکو په اړه فرمايي:

﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِين﴾ [فصلت:۳۳]

ژباړه: «او د خبرې په لحاظ له هغه چا څخه څوك ډېر ښه دى چې الله  سبحانه وتعالی لوري ته بلنه كوي او نېك عمل كوي او وايي چې بېشكه زه له مسلمانانو څخه یم.»

د دغې پاڼې درنو لیدونکو چې په اخلاص او صداقت دا پاڼه څارئ او خیر پکې لټوئ؛ جزاک الله خیراً!

تاسو ټولو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم؛ طاعات او عبادات مو قبول شه. بېشکه چې الله سبحانه و تعالی پر صالحینو پام ساتي.

درنو وروڼو او خویندو:

سږ کال اختر په داسې حال کې راځي چې وحشي یهودي دولت د غزې او ټول فلسطین د خلکو، ونو او ډبرو پر وړاندې جنایت کوي او دا هر څه د امریکا په ملاتړ کوي چې بمونه، راکټونه او الوتکې ورته برابروي. له یهودي دولت څخه لېرې نه ده چې د امریکا په ملاتړ دا ټول وحشتونه کوي؛ ځکه دوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي؛ خبره دا ده چې د اسلامي، په ځانګړې توګه د فلسطین شاوخوا، خاورو یو حاکم هم نه رامخته کېږي چې د غزې، د غزې د خلکو، اقصی او د هغې د شاوخوا د ملاتړ لپاره خپل پوځونه بسیج کړي، د یهودي دولت جرړې وباسي او فلسطین یې بېرته خپلو خلکو ته ورکړي. ایا هغه اشغالګر چې د مسلمانانو خاوره یې اشغال کړه او خلک یې ترې وشړل؛ د دې وړ نه دی چې د مسلمانانو پوځونه ورسره وجنګېږي او له دغې خاورې یې داسې وشړي لکه مسلمانان یې چې ترې شړلي وو؟

 ﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾ [بقره:۱۹۱]

ژباړه: «له هغوی سره چې هر ځای مخ شوئ، وجنګیږئ او له هغه ځای څخه یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یاست.»

دغه حکام ولې پر دې نه پوهېږي!؟ دوی په خپله بدبختۍ کې ډوب دي؛ ځکه چې د کافرو استعمارګرو، په ځانګړي ډول امریکا، اطاعت کوي او د خپلو ماتو او کږو څوکیو ساتلو لپاره د هغوی هره امر مني.

﴿قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُون﴾ [منافقون:۴]

ژباړه: «الله خو دې دوی ووهي، څه ډول له حق څخه اوړي!»

درنو ورڼو او خویندو:

دغې جګړې دوې مهمې مسلې رابرسېره کړې:

لومړی: د یهودي دولت ضعف او ذلت؛ چې الله سبحانه و تعالی په خپل کتاب کې فرمايي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: ۱۱۲]

ژباړه:‌ «دوی چې هر ځای پیدا شي، نو ذلت به پرې حاکم وي، خو دا چې (له خپلې ناوړه کړنلارې څخه لاس واخلي او په خپلو عملونو ته بیاکتنه وکړي) الله تعالی (د الله سبحانه وتعالی قوانین رعایت کړي) او خلکو ته پناه یوسي.»

یهودو، د خپلو پیغمبرانو له وخت راهیسې له الله سبحانه وتعالی سره خپل عهد او امان مات کړی دی او یوازې د امریکا او اروپا او د هغوی د مزدورانو امان او ملاتړ ورته پاتې دی. دا ډول خلک د جګړې او بریا ظرفیت نه لري. د غزې پر خلکو د دوی د وحشیانه برید تر شپږو میاشتو زیات وخت کېږي خو تر اوسه خپلې موخې ته نه دي رسېدلي؛ سره له دې چې له یوې داسې ډلې سره جنګېږي چې په شمېر او تجهیزاتو کې تر دوی ډیره کوچنۍ ده.

دوهم؛ د اسلامي خاورو د حکامو خیانت. دغه حکام د روان وحشت تشه ننداره کوي. په دوی کې تر ټولو غوره هغه دي، چې یوازې شهیدان او ټپیان شمېري. دوی د غزې او د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره خپل پوځونه بسیج نه کړل، لکه په دې اړه چې هیڅ اندېښنه نه لري! یا بې طرفه دي او یا دښمن ته نیږدې دي!

﴿صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ﴾ [بقره: ۱۸]

ژباړه: «(هغوی) کاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي؛ نو هغوی (سمې لارې) ته نه راګرځي.»

دا دوې مسلې باید د مسلمانانو په پوځونو کې مخلصین او د واک څښتنان پورته کړي چې د فلسطین د اشغالګرو، یهودو پر وړاندې جګړه وکړي او هغه مکلفیت ادا کړي چې د الله سبحانه و تعالی له لوري ورباندې دی.

﴿وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللهِ مَا لَا يَرْجُونَ﴾ [نسأ:۱۰۴]

ژباړه: «د دښمن په تعقیبولو کې سستي مه کوئ. که تاسو له کړاو سره مخ کیږئ، نو دوی هم له کړاو سره مخ کیږي، په داسې حال کې چې تاسو له الله سبحانه وتعالی څخه د هغه څه تمه لرئ، چې دوی یې نه لري.»

نو تاسو دوی له مخې لرې کوئ، ځکه چې دوی د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې د جګړې لپاره خورا ټیټ او کوچني دي؛ به دې توګه به د الله سبحانه و تعالی وعده تحقق ومومي.

﴿فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً﴾ [اسرا:۷]

ژباړه: «بیا کله چې د دویمې وعدې وخت راغلی، نو موږ نور دښمنان پر تاسو مسلط کړل چې هغوی ستاسو څېرې غمجنې کړي او مسجد (الاقصی) ته ننوځي، لکه څنګه چې اول ځل ننوتلي وو اور(یو ځل بیا د بیت االمقدس په ورانولو پیل وکړي) پر هر چا او هر شي چې د هغوی لاس بر شي تباه یې کړي.»

نو په غزه کې د خپلو وروڼو او خویندو مرستې ته ور ودانګئ او که په اسلامي خاورو کې ظالم رژیمونه مو مخې ته ودرېدل، په هره لار یې له مخې لرې کړئ... او پر ځای یې د الله حاکمیت، د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه:‌ وروسته به د ظالمو حکامو حاکمیت راشي او هر کله چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي، هغه به له منځه یوسي او له هغه وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي او له هغه وروسته بیا چوپ شو. [مسند احمد]

بیا به خلیفه، مرستیالان یې او له لوړې تر ټیټې رتبې د اسلام سرتېري یوه په بله پسې فتحې کوي، د «الله اکبر» ناره به کوي او امت به یې ورپسې بدرګه کوي؛ د الله سبحانه و تعالی په نصرت به پیاوړي او په خپل دین ویاړلي وي او هيڅ کوم دښمن به دا جرات ونه شي کړی چې د مسلمانانو خاوره غصب او اشغال کړي.

 ﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «په هغه ورځ به یوازې مومنان خوشالیږي. (هو، خوشالیږي به) د الله سبحانه وتعالی په نصرت باندې. الله تعالی چې هرچا ته و غواړي، نصرت یې کوي. هغه عزیز او مهربانه ذات دی.»

او په پای کې؛ وروڼو او خویندو! کوچنی اختر مو مبارک شه. الله سبحانه و تعالی خو دې وکړي چې موږ د رمضان مبارکې میاشتې روژه، قیام او لمونځونه په داسې بڼه کړي وي چې الله سبحانه و تعالی او رسول الله سبحانه و تعالی پرې راضي کېږي. الله سبحانه و تعالی خو دې وکړي چې دا اختر د اسلام او مسلمانانو لپاره د خیر، برکت او سرلوړۍ پیلامه شي.

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُون﴾ [یوسف:۲۱]

ژباړه: «او الله پر خپلو چارو برلاسی دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي».

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

ستاسو ورو

عطاء بن خليل أبو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق کال د شوال ۱

۲۰۲۴م کال د اپریل ۱۰مه

د مطلب ادامه...

د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مبارکۍ پيغام Featured

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي. د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور څخه د خلاصون میاشتې په ختمېدو؛ د ارحم‌الراحمین رب له دربار څخه په ډیرې عاجزۍ غواړو چې د ټولو مسلمانانو روژې، عبادتونه، صدقې او مبارزې یې قبولې کړې وي او د اسلامي امت پر مخ د خیر او برکت، نصرت او بریا دروازې خلاصې کړي.

اختر د مسلمانانو د خوشالۍ ورځې دي؛ خو سږ کال په اسلامي نړۍ کې داسې پېښې شوې چې زموږ پر دغې خوښۍ یې خپل سیوری غوړولی او اسلامي امت يې د خپل تاریخ په یوه له تر ټولو تیاره دورو کې اچولی. په تېرو شپږو میاشتو کې د غزې پر مسلمانانو داسې ترخې پېښې راغلې چې د نړۍ خلکو د لومړي ځل لپاره جنایت او نسل‌وژنه په کتابونو کې نه، بلکې په ژوندۍ بڼه د خپلو ټلویزیونونو له لارې ولیده. له بده مرغه، د غزې له ویجاړۍ او د سلګونه زرو کسانو له وژل کېدو او ټپي کېدو سره، لا هم مړه وجدانونه ژوندي نه شول. وحشي یهود د امریکا، انګلستان، اروپایي اتحادیې او د اسلامي خاورو د خاینو حکامو په مرسته د فلسطین د ښځو او ماشومانو ټول‌وژنې ته دوام ورکوي.

خو د دغې تیاره او غمجنې دورې په زړه کې د هیلو یوه رڼا لیدل کېږي چې د غزې خلکو په خپل صبر او استقامت بله کړې. د غزې خلکو په خپل استقامت او مجاهدت په دغې سخته فتنه کې د نړۍ خلکو ته اسلامي ارزښتونه له سره وروپېژندل او ورته ثابته یې کړه چې کوم قوم اخرت تر دنیا پورته بولي او د الله سبحانه و تعالی رضایت تر رزق او امکاناتو غوره ګڼي؛ تر ټولو پياوړي خلک دي. ومولیدل چې د یهودي دولت ټانکونو او الوتکو د غزې ودانۍ ویجاړې کړې، خو د خلکو فولادي عزم یې مات نه شوی کړی. تاریخ به د هغې مور زړورتیا په یاد لري چې د خپل اولاد پر شهادت یې د اوښکو تویولو او چغو پر ځای، شکر او ویاړ کاوه او نورو ته یې د دغې خوښوونکې پېښې خبر ورکاوه.

له بل لوري، د غزې پېښو وښوده چې امت نور پر هغوی تپل شوې پولې او خرڅ شوي حکام نه غواړي. ومولیدل چې له بېلابېلو خاورو مسلمانو ځوانانو هڅه وکړه چې پلي فلسطین ته لاړ شي. دغه راز د یهودي دولت جنایتونو د غربي استعمارګرو دولتونو، بنسټونو او خوسا ارزښتونو اصلي څېره وښوده او ثابته یې کړه چې غرب په ډیر ژور اخلاقي او ارزښتي ناورین کې دی؛ مګر غرب کله اخلاق او ارزښتونه لري!!

یو ځل بیا له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې دا اختر د مسلمانانو لپاره د خیر، برکت او نصرت پیلامه کړي چې راتلونکی اختر د دوهم راشده خلافت دولت په سیوري کې او تر لواء او رایة العقاب ﴿لا إله إلا الله محمد رسول الله﴾  بیرغونو لاندې ولمانځو. حزب التحریر د اسلامي امت د نهضت او خلافت د تاسیس له لارې ریښتیني وحدت لپاره د الله سبحانه و تعالی په مرسته او توفیق خپلې سیاسي او فکري مبارزې ته همداسې دوام ورکوي او په دې لار کې د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ نه وېرېږي.

﴿فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [الاعراف: ۱۵۷]

ژباړه: «نو چا چې پر هغه (پیغمبر صلي الله علیه وسلم) ایمان راووړ، د هغه حمايت يې وکړ  او نصرت یې ورکړ او له هغه نور (قران) څخه یې پيروي وکړه چې پر هغه (صلي الله علیه وسلم) نازل شوی – همدوی بریالي دي»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې