شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عادل امام مقام
بسم الله الرحمن الرحيم
د عادل امام مقام

 (ژباړه)

د جامع ترمذي په شرح تحفه احوذي کې د « مَا جَاءَ فِي الْإِمَامِ الْعَادِلِ» باب له ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَأَدْنَاهُمْ مِنْهُ مَجْلِسًا، إِمَامٌ عَادِلٌ وَأَبْغَضَ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ وَأَبْعَدَهُمْ مِنْهُ مَجْلِسًا، إِمَامٌ جَائِرٌ.»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ته د قیامت په ورځ تر ټولو محبوب خلک او الله ته د مقام او مرتبې له مخې په هغوی کې تر ټولو نږدې کس، عادل حاکم دی. هغه کس چې تر ټولو ډېر د الله سبحانه وتعالی له قهر سره مخ دی او الله ته د مقام او مرتبې له مخې تر ټولو لرې کس، ظالم حاکم دی.

ملا علي قاري هروي ویلي چې (إن أحب الناس) یعني په دوی کې تر ټولو محبوب کس او امام مناوي ویلي، هغه کسان چې تر نورو ډېر د الله سبحانه وتعالی له محبت څخه برخمن وي. (وأدناهم) یعنې په دوی کې تر ټولو نږدې؛ (منه مجلسا) ملا علي قاري په اړه وایي، چې الله سبحانه وتعالی ته د مقام او مرتبې له مخې نږدې دي او امام مناوي بیا وایي چې الله سبحانه وتعالی ته د خپل کرامت له پلوه تر ټولو نږدې کسان او د منزلت له پلوه تر ټولو لوړ وي. (إمام جائر) یعني ظالم حاکم.

له قاسم بن مخیمره څخه روایت دی چې وایي: « إنما زمانكم سلطانكم، فإذا صلح سلطانكم ، صلح زمانكم، وإذا فسد سلطانكم، فسد زمانكم» ژباړه: له شک پرته چې ستاسو عصر ستاسو په حاکم پورې تړاو لري، که چېرې مو حاکم اصلاح شو، عصر مو هم اصلاح کېږي او که مو حاکم فاسد شو، عصر به مو هم فاسد شي.

په یو روایت کې راځي چې کله د مسلمانانو خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خلافت ته ورسېد، حسن بصري رحمه الله ته یې لیک ولیکه او له هغه څخه یې د عادل امام د ځانګړنو په اړه پوښتنه وکړه. امام حسن بصري رحمه الله د مسلمانانو خلیفه ته داسې ولیکل:

«اې امیر المؤمنینه! پوه شه چې الله سبحانه وتعالی عادل امام د هر بې‌لارې کس لارښود، د هر ظالم مخه‌نیوونکی، د هر مجرم اصلاح کوونکی، د هر کمزوري ځواک او قدرت، د هر مظلوم ملاتړی او د هر ځورېدلي پټنځای ګرځولی دی. اې امیر المؤمنینه! عادل امام هغه مهربانه او زړه سواندی شپون دی، چې د خپلې رمې لپاره یې تر ټولو ښه څړځای غوره کوي، هغوی له خطرناکو څړځایونو څخه لرې کوي، له داړونکو حیواناتو څخه یې ساتي او اجازه نه ورکوي چې مال یې یا ګرمي ووهي او یا یې کومه حشره وچیچي.

اې امیر المؤمنینه! عادل امام د هغه پلار په څېر دی چې پر خپلو بچیانو مهربانه وي؛ کله چې کوچنیان وي، د هغوی د ارامۍ او رزق موندلو هڅه کوي او کله چې لویان شي، زده کړه ورکوي او تر کومه وخته چې ژوندی وي، د خپلو بچیانو لپاره ذخیره کوي، ترڅو د نوموړي له مرګ وروسته هم هغوی ذخیره ولري. اې امیر المؤمنینه! عادل امام د هغې مهربانې او زړه سواندې مور په څېر دی، چې خپل اولادونه پرې ګران وي، د امېدوارۍ پر مهال خپل اولاد په سختۍ لېږدوي، په سختۍ یې زېږوي او په ماشومتوب کې یې روزنه کوي؛ داسې چې په شپو شپو د خپل ماشوم په خاطر ویښه ناسته وي، د هغه په ارامۍ سره ارامه کېږي، ځینې وخت هغه ته شیدې ورکوي او ځینې وخت یې له شیدو بېلوي، د خپل ماشوم په خوشحالۍ خوشحالېږي او په غم یې غمجنه کېږي.»

اې مسلمانانو! ایا ستاسو حکام دغه صفتونه لري؟ ایا هغه وضعیت نه وینئ، چې همدا اوس ورسره لاس او ګرېوان یئ؟ موږ په لومړیو کې خپل حکام ملامتول، وروسته مو د خاینینو په توګه وپېژندل؛ خو اوس وینو چې هغوی د فسق، فجور او کفر په مختلفو ډولونو کې راګیر دي. هغه تصویرونه مو لیدلي چې په اړه یې څه نه شو ویلی او عربي ژبه دا توان نه لري، چې د اسلامي امت په حق کې د هغوی خیانتونه او جرمونه بیان کړي او موږ به نور هېڅکله د هغوی د عدالت او بې‌عدالتۍ په اړه څه ونه وایو؛ نو د قیامت په ورځ به د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د دوی حالت څنګه وي؟ له الله سبحانه وتعالی څخه د سلامتۍ او عافیت غوښتنه کوو.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې