- مطابق
(ژباړه)
الله سبحانه وتعالی د رمضان میاشتې روژه پر مسلمانانو فرض کړې ده او د هغې وروستۍ موخه یې تقوا ټاکلې. تقوا د الهي اوامرو منل او له نواهیو څخه ځان ساتل دي. کله چې مسلمانان په روژه کې احسان وکړي، متقي کیږي؛ الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [بقره: ۱۸۳]
ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! پر تاسو روژه واجب شوې ده؛ لکه څنګه چې له تاسو مخکې کسانو باندې واجب وه؛ که وي چې متقیان شئ.»
مفسرینو د تقوا په اړه ډېر څه لیکلي او ویلي دي؛ خو زه په دې مقاله کې د تقوا په اړه د حضرت علی کرم الله وجهه پر قولونو بحث کوم: «تقوا یعني له جلیل رب څخه ویره، پر تنزیل عمل، پر کمو قناعت او رحیل ورځې ته چمتوالی.» زه دلته په دې جمله بحث کوم: «پرتنزیل عمل».
تنزیل یعني د الله سبحانه وتعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت؛ که چیرې د اسلام په لومړیو کې د امت واقعیت ته وګورو، وینو چې امت پر تنزیل عمل کاوه؛ یعنی اسلام يې د ژوند په ټولو؛ عبادي، اخلاقي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې حاکم کړی و.
لومړنیو مسلمانانو رمضان له الله سبحانه وتعالی سره د اړیکې پیاوړي کولو فرصت باله او تقوا يې د هغو اخلاقي انحرافاتو پر وړاندې ډال ګڼله چې ممکن د کال په اوږدو کې ترسره شي؛ نو هڅه یې کوله چې په رمضان کې هراړخیزه او بشپړه تقوا وکړي. خو کله چې خلافت ړنګ شو، د اسلامي احکامو لمن هم ورټوله شوه او د مسلمانانو حالت بدل شو؛ اسلام د مسلمانانو په نظر یوازې په فردي عباداتو کې ګیر پاتې شو او په ورځني ژوند کې یې د سیاسي، اقتصادي او نورو اسلامي نظامونو څرک نه لګیږي. پر ماأنزل الله حکم نه کېږي، پر ځای یې د استعمارګرو لخوا سیکولر نظامونه حاکم شول چې دین او دنیا بېل ګڼي. له سیاسي صحنې د اسلام لاس لنډ کړای شو او د اسلامي خاورو لاسپوڅي حکام د خپلو امریکايي، انګلیسي او نورو اربابانو د رضایت لپاره کار کوي، ان که دا کار د الهي احکام تر پښو لاندې کولو په بیه هم وي. د استعمارګرو غوښتنو او د نفس هوا د قوانینو بڼه خپله کړې او هغوی دي چې دولتي او سیاسي نظامونو ته حد و مرز ټاکي؛ ریښتنی حاکم همدا استعمارګر دی، پاتې نور ټول حکام د نانځکو په څېر دي چې هر ډول وغواړي، نڅوي يې. اکثریت خلک پر دغه حقیقت پوهېږي؛ خو بیا هم لاس تر زني ناست دي او هېڅ نه کوي؛ دا په داسې حال کې ده چې د الله سبحانه وتعالی کتاب ورسره شته او د هغه سبحانه وتعالی دغه قول هم وایي:
﴿وَ مَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنکًا وَ نَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَٰمَةِ أَعْمَىٰ﴾ [طه: ۱۲۴]
ژباړه: «او هرڅوک چې زما له یاد څخه مخ واړوي، بې له شکه هغه به (سخت او) تنګ ژوند ولري او موږ د قیامت په ورځ هغه ړوند حشروو.»
هو، نن ورځ موږ مسلمانان په سختۍ کې یو؛ ځکه چې د الله سبحانه وتعالی د منهج او شریعت پرځای مو په کفري قوانینو منګولې ټینګې کړې دي؛ فی سبیل الله جهاد -چې کفارو ته د اسلام رسولو او پر نورو دینونو او ملتونو د اسلام غالبولو او اظهارولو یوازینۍ لار ده- مو پریښی دی او له اسلامي دولت او خلیفه- چې اسلام په کور دننه پلی کوی او بهر یې نړیوالو ته حمل کوي- بې برخې یو؛ دا په داسې حال کې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث هم وایو:
وَالجِهَادُ مَاضٍ مُنذُ بَعَثَنِی اللهُ إلیَ أن یُقاتِلُ آخِرُ أمتِی الدَجَّالَ، لَا یُبطِلُهُ جَورُ جَائِرٍ، وَ لَا عَدلُ عَادلٍ... الدیلمی عن أنس.
ژباړه: جهاد به تل وي؛ له هغه وخته چې الله زه پر پیغمبرۍ مبعوث کړم، تر هغې چې زما وروستی امت له دجال سره جګړه کوي، د ظالم ظلم او د عادل عدالت هغه (جهاد) له منځه نه شي وړلی.
خو څنګه له هغه چا سره جهاد وکړو چې د هغه ضلالتونه او ګمراهۍ مو منلې او خپل حاکم مو ټاکلی!؟ په بله وینا؛ یو ویده به څنګه بل ویده راویښ کړي!؟
د اقتصاد په برخه کې؛ زموږ اقتصاد د اسلامي احکامو پر اساس پر مخ نه ځي، بلکې پانګوال نظام او سودي بانکونه لکه د پیسو نړیوال صندوق او نورو نړیوال بانکونه يې رهبري کوي او لوری ورکوي. په ټولنیز ژوند (د ښځې او خاوند اړیکه او د کورنۍ احکام) کې استعمارګر غرب غواړي چې مسلمانان د اسلامي احکامو پرځای د «سیداو» تړون پلی کړي؛ هغه احکام چې د ښځې او نارینه ترمنځ بشپړو مساواتو ته دعوت کوي او غواړي چې د نارینه قیمومیت، د واده، طلاق او نور احکام لغوه کړي. په پای کې، غرب غواړي اسلام- چې د اسلامي امت د ژوند چارې تنظیموي- له ورځني ژوند څخه وباسي. هو، د هغه امت له ژوند څخه چې الله سبحانه وتعالی ترټولو لویه او سپیڅلې دنده ورکړې ده؛ هغه دنده چې د انبیاوو میراث پر مخ وړي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ [آل عمران: 110]
ژباړه: «(اې مومنانو) تاسو تر ټولو غوره امت ياست چې د خلکو د ښیګڼي لپاره پیدا شوي یئ (تر هغه چې) پر معروف امر او له منکر نهې کوئ او پر الله ایمان لرئ!»
رمضان د خپلو کړنو د بیاکتنې لپاره فرصت دی؛ دا یو فرصت دی چې د الله تعالی کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته وروګرځو چې د اصحابو او تابعینو پشان یې په خپل ژوند کې پلي کړو. نو څنګه وروګرځو؟ اسلام څنګه پلی کړو چې تقوا ته ورسېږو او په داسې حال کې له رمضان سره مخه ښه وکړو چې دغې سترې موخې ته رسېدلي وو؟
که څوک د اسلام احکامو ته وګوري، ويني چې فردي احکام لکه لمونځ، ذکات، حج او نور شته چې خلک هېڅ ستونزه نه ورسره لري؛ اکثریت مسلمانان روژه نیسي، لمونځ کوي، حج کوي او ذکات ورکوي؛ خو ځینې نور احکام شته چې د هغوی پلي کول د خلکو په وس کې نشته؛ لکه د غله لاس غوڅول او مجرد زناکار په دورو وهل-چې فرد او خلک یې نه شي پلي کولی او دا ډول پلي کول د ګډوډۍ سبب کېږي-؛ نو باید یوه داسې مرجع وي چې دا ډول احکام پلي کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله رسول، حاکم او د ټولنې رهبر و چې د مسلمانانو چارې یې تنظیمولې او د الله احکام یې پرې پلي کول. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خپل ځای خلیفه وټاکه چې د خلکو چارو او د اسلام د احکامو پلي کولو ته رسیدګي وکړي؛ د هغه صلی الله علیه وسلم پر ځای حاکمیت مخته یوسي او د اسلام په پلي کولو کې د امت استازی وي. دا هغه څه دی چې نن ورځ اسلامي امت ترې بې برخې دی. هو، خلیفه هغه احکام پلي کوي چې خلک یې په فردي توګه د پلي کولو وس نه لري او هغه د دغو احکامو په پلي کولو کې د ټول امت استازولي کوي. د داسې کس په شتون کې موږ کولی شو پر تنزیل عمل وکړو او تقوا ته ورسېږو.
نو د الله سبحانه وتعالی د رضایت ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امت دنده دا ده چې د هغه سبحانه وتعالی احکام د ژوند په ټولو برخو کې پلي او تر یوې برخې منحصر نه کړي؛ دا هغه وخت شونې ده چې له یوه خلیفه سره بیعت وشي.
دا زموږ دنده او مکلفیت دی چې خلافت دولت بیا تاسیس کړو؛ هغه دولت چې استعمارګر کافر ړنګ کړ او کفري احکام ډیموکراسي، لیبرالیزم او نور يې ځایناستي شول. نو پر موږ ټولو لازمه ده چې د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیسولو لپاره د دغې لارې د دعوت له حاملانو سره ګډ کار وکړو!
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې سږ کال رمضان په داسې حال کې تېر شي چې هغه سبحانه وتعالی موږ د نبوت پر منهج راشده خلافت سره کرامت راکړي! یوازې هغه سبحانه و تعالی د دغه کار ولي او پرې قادر دی.
لیکوال: ابراهیم عثمان (أبوخلیل)
د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند