شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د قضایي روژو په اړه فقهي نظریات
بسم الله الرحمن الرحيم
د قضایي روژو په اړه فقهي نظریات

ژباړه:

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

ښاغلی شېخ صاحب، غواړم د دغې موضوع په تړاو د الله سبحانه وتعالی په حکم پوه شم، ترڅو زړه مې ډاډه شي.

زه په جاهلیت کې وم او ما پرته له کوم عذر څخه په قصدي ډول روژې نه نيولې. وروسته الحمدالله، ما د الله سبحانه وتعالی په فضل توبه وکړه.

زه څنګه کولی شم د خپلو قضا شويو روژو قضایي راوړم؟ ايا زه هر کال فديه ورکړم يا يوازې د قضایي روژې نيول بسنه کوي؟ هيله لرم چې زما يادو پوښتنو ته ځواب راکړئ زموږ شیخ صاحب!

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

زما وروره، تاسې ويلي چې پرته له کوم عذر څخه مو په قصدي ډول د يو څه مودې لپاره روژې نه دي نيولي او بیا له دغو کلونو وروسته الله سبحانه وتعالی تاسو ته د هدایت لار وښوده او اوس روژه نيسئ... د تقوا له امله غواړئ چې د رمضان میاشتې د قضا شويو روژو قضایي راوړئ. د الله سبحانه تعالی حمد دې وي چې تا ته يې نيکه لاره در وښودله. تاسو نه يوازې داچې اوس روژه نيسئ، بلکې د رمضان میاشتې د قضا شويو روژو قضایي هم راوړئ. الله سبحانه وتعالی دې د برکتونو او خيرونو څښتن کړه او الله سبحانه تعالی دې د غوره توبې توان درکړي.

ګرانه وروره، موږ د عباداتو په برخه کې تبني نه کوو. موږ دا برخه مسلمانانو ته پرېږدو چې د روژې، لمانځه او نورو عباداتو په برخه کې د کوم مذهب پیروي وکړي. زه به تا ته د قضا شويو روژو په اړه ځينې فقهي نظريات وړاندې کړم، ته کولی شې هغه نظر تعقيب کړې چې ستا زړه ته ډاډ او سکون درکوي:

۱ – عبدالمالک الجويني چې د حرمینو په امام مشهور دی (د وفات نېټه ۴۷۸ هـ.ق) او د شافعي مذهب فقیه دی، په خپل کتاب «نهاية المطلب في دراية المذهب» کې لیکي: «هغه کس چې د رمضان مياشتې روژې ترې پاتې شي او د دې توان لري چې قضایي یې راوړي، ده ته نه ده روا چې د راتلونکي کال تر رمضان مياشتې پورې يې وځنډوي. دا د ده لپاره غوراوی نه، بلکې پرې واجب دي؛ البته په هغه صورت کې چې دی یې توان ولري او له کوم عذر سره نه وي مخ شوی. که د راتلونکي رمضان مياشتې پورې پرته له کوم شرعي عذر څخه ځنډ پکې راغی، نو بيا دی مکلف دی چې د هرې قضا شوې روژې سره د هغې د فدیې مد (پیمانه)  ـ چې د خوړو یو مقدار دی او د هرې قضا شوي روژې سره ورکول کېږي ـ باید ورکړي. که چیرې دی تر دوو يا زياتو کلونو پورې قضا شوې روژې وځنډوي او قضا یې را نه وړي، نو د فديې زیاتېدلو په تړاو دوه نظرونه شته. لومړی: «په فديه کې زیاتوالی نه راځي، هغه اندازه چې د يوه کال لپاره ټاکل شوې ده، هغه د ډېرو نورو کلونو لپاره هم بسنه کوي؛ خو غوره دا ده چې په فديه کې ډېروالی او بدلون راشي. یعني د هر کال ځنډول بايد د فديې د مد په ورکولو سره جبران شي. که دی د دوو کلونو لپاره د روژې قضایي وځنډوي، دی به د قضا شويو روژيو په اندازه دوه چنده د فديې مد ورکوي، دا چې کلونه زياتېږي په هماغه اندازه به یې فديه هم ډېروي.» یعنې هغه کسان چې روژه ترې قضا شوې وي بايد د راتلونکې رمضان میاشتې تر رارسېدو وړاندې قضا شوې روژې ونيسي، که د راتلونکي رمضان مياشتې تر رارسېدو پورې ونه نيول شي، نو بايد د روژې قضا راوړي او فديه یې هم ورکړي. بل نظر یې دا دی: «که يو کس خپله قضا شوې روژه تر دوو کلونو پورې وځنډوي، نو دی بايد د روژې د نيولو تر څنګ دوه چنده فديه ورکړي او په دې ترتيب د کلونو د شمېر په زياتېدو سره بايد فديه هم زياته شي.»

۲- منصور بن يونس البهوتي الحنبلي (د وفات نېټه ۱۰۵۱هـ.ق) په خپل کتاب «كشاف القناع عن متن الإقناع» کې ليکي:

«له چا څخه چې ټولې يا ځينې روژې قضا شي... قضا شوې روژې باید ونيسي... دا روا ده چې د راتلونکې رمضان مياشتې تر هلال پورې يې وځنډوي... خو دا روا نه ده، چې له کوم شرعي عذر پرته یې تر بلې رمضان مياشتې پورې وځنډوي. که دغه ځنډ تر راتلونکې رمضان مياشتې يا تر هغه وروسته رمضان مياشتو پورې دوام ومومي، نو ياد کس به د روژې نيولو ترڅنګ يو تن مسکين ته د هرې قضا شوې روژې په بدل کې خواړه ورکوي، ترڅو کفاره یې ادا کړي. په دې مانا چې د رمضان مياشتو د شمېر له امله یې فدیه نه تکرارېږي، ځکه چې د مودې په ځنډېدلو سره یې په وجوباتو کې زیاتوالی نه راځي. دا داسې ده لکه دی چې د څو کلونو لپاره فرضي حج وځنډوي، نو باید يو ځل حج ادا کړي.» یعنې هغه کسان چې روژې ترې قضا شوې وي او تر راتلونکې رمضان مياشتې پورې يې قضایي نه وي راوړې، دوی بايد خامخا روژه ونيسي او فديه یې ورکړي.

۳- په حنفي مذهب کې یوازې د روژې قضایي راګرځول اړین دي، که څه هم دا قضایي د اوږدې مودې لپاره ځنډېدلي وي. که راتلونکې د رمضان مياشت راشي... يو کس بايد يوازې خپلې زړې قضا شوي روژې ونيسي او فديې ته اړتیا نشته.

سرخسي (د وفات نېټه يې ۴۸۳هـ.ق) په کتاب «المبسوط» کې وايي: «يو کس بايد د رمضان مياشتې قضایي روژې ونيسي، خو که د راتلونکې رمضان مياشتې تر رارسېدو مخکې يې ونه نيسي، نو بايد د بل رمضان تر رارسېدو دې يې ونيسي او فديې ورکولو ته اړتيا نشته. دا زموږ نظر دی خو د شوافعو له نظره «الله سبحانه تعالی دې پر دوی ورحمېږي» یو کس باید د روژو پر نيولو سربېره هره ورځ يوه مسکين ته ډوډۍ هم ورکړي. موږ د الله سبحانه وتعالی دغه قول د دليل په ډول راوړو: [فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ] ژباړه: نو يو معلوم شمېر ورځې روژه بايد ونيول شي. [البقرة: 184] دلته کومه موده نه ده ځانګړې شوې. د دوو رمضان مياشتو ترمنځ وخت زيادت دی، روژه يو موقتي عبادت دی او د قضایي راګرځولو لپاره یې وخت نه دی ځانګړی شوی.»

علاوالدين الکاساني الحنفي (د وفات نېټه ۵۸۷ هـ.ق) په خپل کتاب «بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع» کې ليکي: «زموږ په مذهب کې د روژې د قضایي راګرځولو لپاره وخت نه دی ځانګړی شوی، ځکه چې موږ مخکې ویلي چې د روژې قضایي راګرځول مطلق دي، د وخت په اړه کوم محدودیت نه لري او په هر وخت کې نيول کېدلی شي. له همدې امله موږ وايو چې که يو څوک قضا شوې روژې تر راتلونکې رمضان مياشت پورې وځنډوي، نو فديه ورکول پرې نه لازمیږي.» یعنې چې د ابوحنیفه د مذهب پر بنسټ له فديې ورکولو پرته بايد قضایي روژه ونيول شي او يوازې د هغې مياشتې روژه باید ونیول شي، چې قضا شوې وي.

ما په لومړي سر کې هم یادونه وکړه، چې موږ د عباداتو په برخه کې تبني نه کوو. ما درته د ابوحنیفه، شافعي او حنبلي فقهې نظريات یاد کړل؛ اوس د هغه نظر پیروي وکړه چې ستا زړه ته ډاډ او سکون ورکوي... الله سبحانه وتعالی دې په هغه څه کې مرسته درسره وکړي، چې د هغه سبحانه وتعالی د رضايت لامل ګرځي.

زه هيله لرم چې تاسو به خپل ځواب ترلاسه کړی وي، الله سبحانه وتعالی پوره عالم او حکیم ذات دی.

ستاسې ورور،

عطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې