یکشنبه, ۲۰ جمادی الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۲/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 ربیع الثانی 1446

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 23 اکتوبر 2024 م

شمېره:      ۱۰/ ۱۴۴۶

ولایه مصر
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطین ازادي او د خلکو ملاتړ یې د کنانه (مصر) پوځ ديني مکلفیت دی

(ژباړه)

د یهودو له جنایتونو او په سپېڅلې خاوره کې زموږ پر خلکو له ظالمانه بریدونو وروسته هڅه وشوه چې د امت روحیه کمزورې شي. وحشي دښمن مو مشران او بانفوذه مجاهدین شهیدانوي؛ پر بې ګناه ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او ان ناروغانو باندې ظلم کوي؛ خو د دغه امت حقیقت روښانه دی. دا امت کمزوری کېږي، خو لوېږي نه! دا امت له منځه تلونکی نه دی، بلکې ژر ده چې بریا ترلاسه کړي او د اسلام تر سیوري لاندې خپل عزت او کرامت بیا ترلاسه کړي. هغه وخت به یهود نه په اسمان کې پناه لري او نه په ځمکه کې او نه به يې غرب د ملاتړ جوګه وي؛ ځکه هغه وخت به غرب دوی ته شا کړي او له هغو جرمونو به لرې شي چې له ډېر وخت راهیسې یې ملاتړ کړی دی.

موږ امت ته یادونه کوو چې د فلسطین قضیه د دغه امت قضیه ده او باید د امت د توجه په محور کې پاتې شي. د یهودي رژیم پر وړاندې مشروع مکلفیت باید یوازې تر غندلو او اعتراض پورې محدود نه شي؛ بلکې دا جدي او عملي اقدام ته اړتیا لري چې سپېڅلې خاوره ازاده شي.

د پوځي او ستراتیژیکو ظرفیتونو لرونکي مصر رول باید یوازې د فلسطیني ولس او یهودو تر منځ تر منځګړتوب پورې محدود نه شي. بلکې رول یې دا دی چې دغه وحشي دولت د تل لپاره له منځه یوسي او سپېڅلې خاوره یې له چټلۍ پاکه کړي.

اې د کنانه پوځیانو! تاسو د هغه صلاح الدین بچیان یئ چې بیت المقدس یې له صلیبیانو ازاد کړ. تاسو د سلطان قطز او سلطان بایبارس وارثان یئ چې د مغولو د یرغل مخه یې ونيوله او سخت یې مات کړل. تاسو تل د دغه امت لپاره یو ډال او د ملاتړ سرچینه پاتې شوي یئ. خپل مکلفیت پوره کړئ او هغه څه وکړئ چې الله سبحانه وتعالی يې امر درته کړی دی. تاسو په حقیقت کې د فلسطین د ازادولو توان او وړتیا لرئ؛ یوازې په څو ساعتونو کې د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ کولی شئ. خپل ځانونه له هغو حکامو څخه خلاص کړئ چې د دغه سپېڅلي مکلفیت د ترسره کولو په لار کې تاسو ته خنډ جوړوي؛ له دې سره به د هغه فضیلت مستحق شئ چې یوازې هغه کسانو ته ځانګړی دی چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم رایه (بیرغ) په امانتدارۍ سره پورته کوي، د امت دفاع کوي او مقدسات یې خوندي کوي.

دغه حکام او د دوی ټول ناسم تړونونه رد کړئ. حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، ترڅو د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي؛ دا به تاسو ته د فلسطین د ازادولو او د امت د مقدساتو د ساتنې او دفاع بلنه درکړي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې تاسو د دغه عزت بښونکي دولت پوځیان شئ.

[وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّاً وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيراً] [نسأ: ۷۵]

ژباړه: «په تاسو څه شوي چې تاسو د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د هغو بې وسه نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چې کمزوري کړای شوي، شکنجه شوي او داسې فریادونه کوي چې: اې زموږ ربه موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه او له خپل لوري څخه زموږ لپاره کوم سرپرست او مرستندوی پیدا کړه

د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۲۰مه

۲۰۲۴م کال، د اکټوبر ۲۳مه

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې