جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 رجب 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 12 مارچ 2021 م

شمېره:      ۲۶/ ۱۴۴۲

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د کمپاین پایله: «د خلافت له راپرځېدو سل کلونه وروسته... اې مسلمانانو، خلافت بیا تاسیس کړئ!»

د الله سبحانه وتعالی په مرسته، نن د حزب التحریر د امیر، جید عالم عطا بن خلیل ابو الرشته تر لارښوونې لاندې د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر له لوري د خلافت د ۱۰۰مې کلیزې د راپرځېدو په مناسبت پیل شوی نړیوال کمپاین پای ته ورسېد.

د کمپاین د پیل له اعلان سره، د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې زموږ فعالیتونو او رسنیو پر همدې کمپاین تمرکز درلود. سربېره پر دې چې د کرونا ویروس اغیزې وې، بیا هم په ډېری هېوادونو کې د کمپاین فعالیتونه تر سره شول، دا فعالیتونو د عامې روغتیا د احتیاطي تدابیرو په نظر کې نیولو سره سم تر سره شول. وېډیوګانې ثبت شوې، سمینارونه او لیکچرونه وړاندې شول، ژوندۍ مرکې تر سره شوې، په رسنیو کې مقالې او مطبوعاتي اعلامیې خپرې شوې.

د اسلامي هېوادونو په تاریخي ځایونو کې ویناوې وشوې او عکسونه خپاره شول، تر څو امت ته د همدې کالیزې د بېرته راستنېدلو د ارزښت په اړه انګېزه ورکړي، چې بیا یو ځای شي او خپل ټاټوبی راټول کړي، د همدې وېش لاملونه له منځه یوسي، خپل شرعي قانون پلی کړي، چې د ژوند چارې یې په ښه توګه تر سره کړي او د دښمنانو د بريدونو مخنیوی وکړي او پر ځمکه د توحید بیرغ پورته کړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې لومړی دولت تاسیس کړ. دوی په هغه وخت کې د نړۍ واکمنانو، پارسیانو او رومیانو ته ماتې ورکړه، اسلام یې خپور کړ او په حقیقت کې دوی تر ټولو غوره امت و.

دا کمپاین د حزب التحریر د امیر په وینا سره پای ته ورسېد، الله سبحانه و تعالی د ډېر عمر ورکړي چې امت ته یې له ارزښت ډک مفهوم وړاندې کړ او خپل مسوولیت یې ادا کړ، د خلافت د بیا تاسیس مسوولیت، هغه په دې اړه نورو ته د شرعي شواهدو او د دې موضوع ستر ارزښت بیان کړ.

هغه ویناوې او دعوتونه چې په کنفرانسونو، رسالو او عکسونو کې وړاندې شول، په بشپړه توګه پر اسلامي امت او لښکرو یې غږ و چې دې ویاړ ته بېرته راوګرځي او د رښتینې شریعت تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي، دا چې حزب التحریر د دې ستر نعمت د بېرته راستنېدلو لپاره لاره ښودلې او لا هم له امت سره ګډ کار کوي تر څو د کافر استعمار غرب له لوري منل شوو کفري نظامونو باندې خپل انحصار له منځه یوسي.

په همدې توګه، موږ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر له هر مسلمان څخه چې په رسنیو کې کار کوي غواړو، تر څو د الله سبحانه و تعالی د رضا د تر لاسه کولو لپاره د دې هڅو په خپرولو کې برخه واخلي او د همدې غوښتنې په ځواب کې همکاري وکړي. د مسلمانانو د عظمت د بېرته راستنېدلو لپاره، د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس غږ بدرګه کړي.

#أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

 

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې