شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 شوال 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 20 جون 2020 م

شمېره:      ۱۰/۱۴۴۱

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
کله چې د غرب تمدن د کورنۍ تر انګړه راورسېد د سیکولرېزم ټغر باید ژر تر ژره ټول او د خلافت خور شي

د کار او ټولنیزې پراختیا وزیرې لینا الشیخ تایید کړه، چې وزارت یې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د یوې څانګې په رامنځته کولو سره د ښځو ساتنې ته د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ځای ورکړی، تر څو په سوډان کې د ښځو د وضعیت د ښه والي او عزت د ساتنې لپاره کار وکړي. نوموړې په سوډان کې د جنډر پر اساس د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د ګام اخیستلو لپاره د یو سند تصویب هم تایید کړ او  یادونه یې وکړه، چې وزارت یې د پولیسو او کورنیو چارو وزارت او ماشوم ساتنې واحد سره په همغږۍ کې د کورني تاوتریخوالي راپورونه د تر لاسه کولو لپاره د ټیلفون پر کرښه ځانګړې څارنه پیل کړې ده، چې له نړیوالو معیارونو سره سم رواني، ټولنیزو، روغتیايي او حقوقي ملاتړ ته هم پکې اشاره شوې وه. (سونا د ۲۰۲۰م، د جون ۱۹مه)

له بده مرغه د انتقالي حکومت وزیران په غرب کې ژوند کوي، فساد، انحطاط او ټولنیز بېلوالی په دوی پورې تړلی دی... بیا هم دوی زموږ د ساتنې او د قانون په رڼا کې د ښه ژوند ژمنې کوي، تر څو خپلې موخې او اهداف د غربي تمدن له زوال څخه راوباسي!! دا مساله هم د یادولو وړ ده چې ډېری غربي هېوادونه ټولنې ته له سخت زیان رسولو وروسته خپل قوانین تعدیلوي. دا د دې لپاره چې ښځې د رول ارزښت له شدید حالت څخه راوګرځوي، چې فېمینست نظریاتو یې د کورنۍ جوړښت ته زیان ورسولو. زموږ په هېواد کې حکومتونه او سازمانونه د ناوړه غربي ټولنیزې تجربې پر لور حرکت کوي، د قانون مسوده چمتو کوي او د ناوړه غربي افکارو پر اساس پالیسۍ جوړوي، چې ادعا کوي دا د پرمختګ نښه ده او دوی به د ښځو لپاره ښه شرایط برابر کړي. په داسې حال کې چې دا مسموم شوي افکار او نظریات دي، چې په غرب کې هم بې ګټې ثابت شول!!

د ملګرو ملتونو پلاوي هېڅکله هم دا خوب نه و لیدلی چې په یوه اسلامي هېواد کې د رسمي رسنۍ په چوکاټ کې د قانون په جوړولو کې ونډه واخلي، چې د خپل حساسیت له امله یې پر ټولنیز اړخ باندې اغیز کوي!! مګر دا کار د انتقالي دورې په رڼا کې کېږي. په سوډان کې یې د ټولنیز امنیت لپاره خپلې هڅې کړندۍ کړې دي، تر څو زموږ د ټولنې لپاره د بهرنیو ارزښتونو په پلي کولو سره، موږ له کلتوري میراث څخه لیري کړي، لکه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزه، د جنسیت پر اساس تاوتریخوالی او جنسي تاوتریخوالی... دغه پټې مفکورې یوازې د ټولنې د نړیوال کېدو او کورنۍ د ټوټه کېدو د اجنډا لپاره لاره هواروي، چې له غرب څخه یې سرچینه اخیستې ده او دا په سوډان کې د میرمنو له حقیقي ستونزو سره هېڅ اړخ نه لګوي.

 په لنډه توګه د وزیرې له لوري د اعلان شوو تقنیني، قضايي او اداري تدابیرو نیول، نه یوازې د کورني تنظیم په اړه د ټولو شرعي احکامو لغوه کول دي، بلکې د هغه پر ځای د بشر په لاس د جوړ شوو قوانینو ځای پر ځای کول دي، چې د سپکاوي لامل کېږي. د پلرونو او مېړونو پر وړاندې د ښځو او ماشومانو د واک لوړولو په وسیله د کورني موقف د له منځه وړلو سربېره د کورنۍ هویت هم له منځه وړي. د داسې تګلارو د فعاله کولو لپاره لاس په کار دي چې کورني مسوولیتونه د سړي په قوامیت وننګوي او میندې خپل اصلي مسوولیتونه له لاسه ورکړي...

د جنډر پر وړاندې د تاوتریخوالي انګېرنه د ناروغ سړي تخیل ته اشاره کوي چې غواړي ټولنه خرابه کړي او د تاوتریخوالي د موجودیت په تېرېدلو سره د کورني ژوند یووالي او اتحاد ته جدي زیان ورسوي، ځکه چې لنډ لیدلوری سیکولر انفرادي لید ته ګوري، دا د بشري غوښتنو او ارمانونو لپاره له ارزښتونو او ايډيالوژيو لیرې دی. د غرب نمونه اخیستل له داسې اختلالاتو څخه ډکه ده چې د خپل ناوړه ژوند په هره شېبه کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي، چې په پایله کې د تاوتریخوالي د خطرناک تناسب له امله د ځان وژنې لامل کېږي.

اې د سوډان خلکو: سالم عقل مو باید دې ته اړ کړي چې د پایلو په اړه څېړنه وکړئ او مخکې له دې چې تبر مو سر غوڅ کړي هغه ليرې کړئ. د هغو هېوادونو د وضعیت په اړه فکر وکړئ چې د غرب پیروي کوي، تاسو څنګه په ټولنه کې د غربې چټلې مفکورې د ککړتیا تل ته رسېدلي یئ!! ایا کورنۍ له منځه نه دي تللې، د طلاق او بېلوالي شمېر نه دی ډېر شوی، چې د کورني تاوتریخوالي لامل ګرځېدلی، تر څو د کورنۍ هر اړخ اغیزمن کړي او د کورني ژوند همغږي له منځه یوسي؟

اې په سوډان کې مسلمانو میندو: دا ناوړه دوکې او درواغ د ښځو د ژوند د معیار لوړولو لپاره نه دي، بلکې د پانګوال غربي تمدن نړیوال کول دي، چې یوازې مادي ارزښتونه په پام کې نیسي، لکه څنګه چې هیلري کلینټن وویل: «د ښځو پر اقتصادي ګډون محدودیتونه کولای شي، چې د نړۍ په هره برخه کې زموږ د پراخه اقتصادي ودې او عایدو مخه ډپ کړي.» دا یوه داسې ايډیالوژي ده چې په منظمه توګه د شتمنۍ تولید د نورو مهمو انساني اړتیاوو او ارزښتونو څخه لوړ ساتي.

اې مسلمانانو: زموږ د باورونو، د خپلو کورنیو د یووالي او د ټولنې د افکارو خلاف د لاسوهنې مخنیوي د دې زړو رژيمونو د له منځه وړلو پرته نه کېږي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت تاسیس کولای شي چې د شرم او ظلم دروازې وتړي، ښځې او کورنۍ له هر زیان څخه وساتي او د الله سبحانه و تعالی د رښتیني قانون په وسیله د دوی ځواک له منځه یوسي.

د حزب التحریرـ ولایه سوډان د ښځو برخې رسمي ویانده

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې