شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     یکشنبه, 25 آګست 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/ ۶۸

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې خلافت خلک د یوه امت په توګه راټولی شي

(ژباړه)

د بنو عامر او نوبیا د قبیلو تر منځ یو ځل بیا هغه مهال جګړه پیل شوه، کله چې د واکمنې شورا یوه پلاوي څو ساعته وړاندې د دواړو لوریو تر منځ د یوې کمزورې هوکړې خبر ورکړ. د نښتو په پایله کې د شمالي سوډان لسګونه کورونه او دوکانونه وران شوي دي. له دواړو لورو څخه ۲۳ تنه مړه او ۲۴۰ نور ټپیان شول. (سوډانۍ ورځپاڼې ۲۴/۰۸/۲۰۱۹)

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو تر منځ د شخړې په اړه ګواښ کړی او په وداع حج کې یې داسې وفرمایل:

«لا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ»

ژباړه: له ما څخه وروسته مه کافر کېږئ، یعنې یو بل مه وژنئ.

هغه صلی الله علیه وسلم د قوم او نژاد پر سر جګړه منعه کړې؛ ځکه مسلمانان په فتنه کې اچوي. په دې جګړه کې به دواړه لوري یعنې قاتل او مقتول دوزخ ته ځي. هغه صلی الله علیه و سلم فرمایي:

«إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ»

ژباړه: که چېرې دوه مسلمانان یو له بل سره توره په لاس مخ شي، نو وژونکی او وژل شوی دواړه به دوزخ ته ځي.

سېکولر رژیم چې د هېواد مشري کوي؛ د قبیلوي، نژادي او سیمه ییزې سختدریځۍ اورونه بلوي. لکه څنګه چې د اساسي قانون په ۶۵ ماده کې د فرهنګي او نژادي ګروپونو تر سرلیک لاندې یادونه شوې: «د دغو ډلو غړي حق لري، چې پر خپلو باورونو عمل وکړي؛ خپل دین او فرهنګ وساتي او خپل ماشومان د دغه فرهنګ او عقیدې پر اساس وروزي» په دې توګه مسلمانان له یو بل څخه لرې ساتي او اجازه نه ورکوي چې د وروڼو په څېر ژوند وکړي.  

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ

[حجرات:۱۰]

ژباړه: ټول مومنان سره وروڼه دي.

انتقالي شورا چې د دولت سمبول دی، د نژاد او قوم پر اساس جوړه شوې ده. کله چې د سېکولریزم تر واک لاندې د دولت حالت داسې وي، نو له شک پرته چې د ناروا وینو ویالې به بهیږي. دولت په نورو برخو کې هم خپل واک او صلاحیت نشي کارولی، چې د داسې پېښو مخه ونیسي؛ هغه پېښې چې لمبې یې د لوی اختر له لومړۍ شپې راهیسې تر اوسه دوام لري!

د دغو پېښو اساسي حل لاره د نبوت پر تګلاره د خلافت تاسیس دی؛ ځکه اسلام، دولت د خلکو د وینو او عزت ساتونکی ګرځولی دی. لکه څنګه چې د ټولو جګړو لپاره ویل شوي:

«الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او ځانونه پرې ساتل کېږي.

خلافت د اسلام د پلي کېدو لپاره یوازنی دولت دی، چې د بېلابېلو نژادونو او قبیلو خلک په یوه امت کې راټولوي او دا امت به د بشریت تر ټولو غوره امت وي. خلافت وړاندې هم دغه کار کړی دی؛ په داسې حال کې چې بل هېڅ دولت تر دې مهاله نه دی کړی. همدغه دولت اوسمهال هم د سوډان په ګډون له ټولو اسلامي خاورو حتا ټولې نړۍ څخه د سختدریځۍ او نژاد پالنې سرطاني ريښې ایستلی شي. په داسې حال کې چې په سېکولریزم کې دا یوازې یوه ادعا پاتې شوې ده.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې