شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 16 آګست 2019 م

شمېره:      HTS 1440 / 65

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
امريکا خپل مزدوران د خپلو موخو د ترلاسه کولو وروسته یوازې پرېږدي، نو ایا دوی کله هم له دې څخه عبرت نه اخلي؟

د ۲۰۱۹/۸/۱۴مه، د متحده ایالتونو ادارې پرېکړه وکړه چې خپلې خاورې ته د سوډان د استخباراتو مخکيني مشر صلاح عبدالله (غوش) د ننوتلو مخنیوی وکړي. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه بیانیه کې چې د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپره شوه داسې راغلي وو: «له شک پرته امريکا دا پرېکړه کړې ځکه غوش د بشر د حقونو پر وړاندې په ډېرو سرغړونو کې ښکېل دی». د سوډان په ټربیون وېبپاڼه کې راغلي: «د حیرانتیا خبره ده چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا CIA مشري هغه وخت پر غاړه اخيستې وه چې غوش د ۲۰۱۸ کال په جریان کې د امنیت او استخباراتو د مشر په توګه وګمارل شو، خو هغه مهال د ده لپاره ګواښ نه و، په ځانګړي ډول امريکايي چارواکی کولای شي د امريکا ملي ګټه استثنا وبولي.»

دا د امريکا رښتینی واقعیت دی چې حزب التحریر یې تل د ټګ مارۍ په اړه مسلمانانو ته خبر ورکوي. په واقعیت کې غوش د اسلام (په اصطلاح ټرورېزم) پر وړاندې جګړه کې د امريکا لپاره ډېر خدمت وکړ، په داسې حال کې چې د ده لپاره یې نه یوازې په درد ونه خوړل، بلکې ارزښت یې هم لوړ نه شو. د ۲۰۱۶/۰۵/۱۷مه، واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د «د ترهګرۍ ملاتړی دولت» تر سرليک لاندې یوه مقاله خپره کړه، په دې مقاله کې ویل شوي وو، چې سوډان د اسلامي دولت پر وړاندې جګړه کې د امریکايي ایتلاف غړیتوب پسې ګرځي، ورځپاڼه دا خبره په امریکا کې د سوډان د سفیر معاویه عثمان خالد له خولې وايي چې هېواد یې مخکې له مخکې امريکا او ایتلافي استخباراتي اژانسونو ته مهم معلومات ورکړي دي. همدارنګه د سوډان د استخباراتي ادارې چارواکو له فرانسې، ايټالیې او امريکا سره اوږه په اوږه په ټوله وچه کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات همغږي کول. داسې انګېرل کېږي چې سوډان په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د امريکا یو نږدې ملګری دی). (Al-Jazeera.net)

په دې ټولو سربېره، امريکا په ډېرې سپين سترګۍ او سپکاوي سره خپل لاسپوڅي د سړک له غاړې لکه د اشغالو په څېر بېلر کې اچوي او هېڅوک نشته چې د دوی لپاره اوښکې تویې کړي، په داسې حال کې چې دوی ته په خپلو هېوادونو کې پوره قدرت سپارل شوی و او د دوی خیانت له الله سبحانه و تعالی او د هغه له پیغمبر صل الله علیه وسلم او خپل امت سره تر  ډېره دوام درلود. دا لومړی ځل نه دی، تر دوی مخکې د البشیر د حکومت رژیم په هغو جرمونو اعتراف کوي چې دوی د خپلو خلکو پر وړاندې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره سرته رسولي دي. دوی د خلکو د خپګان او ناخوښۍ سربېره امریکایانو نورو جرمونو ته هم مجبورول. له دې سره سره امریکایانو تر هغه وکارول چې رانسکور شول او پر ځای یې نور کسان وګومارل.  

د ۲۰۱۸/۱۱/۲۱مه، د بهرنیو چار وزیر الدرداري د ۲۴ فرانس سره په خبرو کې وویل چې د ده هېواد په هغه سيمه کې چې د سوډان په جنوب کې موقعیت لري له امريکا سره د یوې سترې ستونزې په هواري کې مرسته کړې ده. د سوډان د بهرنیو چارو وزیر، ابراهيم غندور هم د ۲۰۱۷/۰۴/۱۳مه د پنجشنبې ورځ وویل: «په واقعیت کې د جنوب بېلوالی یوه دسيسه وه چې موږ ومنله». سربېره پر دې، له سپوټنیک وېبپاڼې سره په یوه مرکه کې چې د ۲۰۱۷/۱۱/۲۵مه د شنبې ورځ خپره شوه، ولسمشر البشیر وویل: «د سوډان په اړه د امریکا فشار او دسیسه ډېره لویه ده، دارفور او د سوډان جنوب اړوند موضوعاتو له امريکا مرسته او ملاتړ تر لاسه کړی او د دوی د فشاره له کبله د سوډان جنوب بېل شو... دغه بېلتون د امريکا د دسيسې او فشار له امله و او داسې پلان یې درلود چې سو‌ډان ويجاړ او په پنځو هيوادونو وویشې...».

موږ د سوډان حزب تحریر څو ځله د امریکا د دستورونو د منلو او د دوی د اجنډاوو د پيروۍ د ناوړه پایلو په اړه چې په دې هېواد او خلکو یې پلي کېږي د الله سبحانه و تعالی د لاندې وینا په اړه خبرداری ورکړی دي: 

(إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُواْ لَكُمْ عَدُوّاً مُّبِيناً)

[النسأ: ۱۰۱]

ژباړه: کافران ستاسو ښکاره دښمنان دي».

آیا هغه سیاستوال چې ځانونه یې په کافرو ښکېلاګرو لکه امریکا، اروپا او روسیه پورې تړلي دي؛ د توبې په لټه کې نه دي، آیا دوی له خپلو ګناهونو لاس نه اخلي او خپل لاسونه د هغو مومنو وروڼو په لاسونو کې نه ورکوي چې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار کوي چې غواړي له اسلامي خاورو د کافرانو رېښي له بيخه وکاږي او د خاوري د آزادۍ لپاره یې مټې رانغاړلې دي او غواړي د دوی له واک څخه خلک خپلواک کړي، هغه خلافت چې د الله تعالی ژمنه او د هغه د پیغمبر صل الله علیه وسلم زېری دی.

الله تعالی فرمایلي دي:

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً

ژباړه:  (الله تعالی له هغو کسانو سره چې ايمان یې راوړی دی او ښه عملونه تر سره کوي، ژمنه کړې ده چې هغوی به لکه د تېرو کسانو په څېر په ځمکه کې خلیفه ګان وګرځوي. د هغوی لپاره به دین چې الله تعالی ورته خوښ کړي دي پر محکمو بنسټونو ودروي. د هغوی د ویري (اوسنی) حالت به په امن بدل کړي.

ابراهيم عثمان (ابو خلیل)

د حزب تحریر ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې