هجری قمری نېټه : 21 رجب 1440
میلادی نېټه : پنج شنبه, 28 مارچ 2019 م
ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
حزب التحریر ولایه سوډان په درناوي سره تاسو ته بلنه درکوي چې د خلافت د نړېدو د دردناکې پېښې ۹۸مې کلیزې یادونه کې ګډون وکړئ، چې د رسول الله په تګلاره د بیاراوستلو لپاره خویندې او ورونه یو ځای سره راټولوي، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
(ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...)
ژباړه: «بیا به تر هغې ظالم دولتونه وي، څو چې الله سبحانه وتعالی وغواړي او ... بیا به د نبووت پر تګلاره خلافت راشي...»
او باید د دې پېښې په تړاو د ځینو خلکو ناهیلۍ له منځه یوسو او هغوی ته هیلې ورکړو.
د کنفرانس سرلیک به دا وي:
د سوډان خلکو لپاره د هیلو ورکول او د هیلو له منځه وړلو... موډل
نېټه: شنبه، ۴:۰۰ – ۹:۰۰ بجې ماښام د ۱۴۴۰ کال د رجب ۳۰مه چې د ۲۰۱۹م د اپرېل له ۶ مې سره سمون لري.
پته: د الشهید الزبیر محمد صالح نړیوال کنفرانس صالون
ستاسو ګډون د اسلام او مسلمانانو اړوند موضوعاتو پورې ستاسو علاقه په ډاګه کوي.
ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند