پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 جمادی الثانی 1439

میلادی نېټه :     شنبه, 10 مارچ 2018 م

شمېره:      12/1439


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د غوطې ناورین او د مرستو هیلې

په ختیځه غوطه کې سوري رژیم د درنو بمباریو او دوامدارو بریدونو په پایله کې بې ګناه ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړه ولې. دغه واقعیت ته په کتو سره، په غوطه کې د جرمونو پړه د سوري رژیم ترڅنګ د دوی د ښېکلاکګرو متحدینو او د مسلمانو حکامو ګډ مسولیت ګڼل کېږي، چې د رژیم ملاتړ او مرسته یې کړې او یا یې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې.

د حزب التحریر ولایه - تونس مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه لاندې څرګندونې کوي:

-       هغه لوی هیوادونه چې د امریکا، روسیې، برتانیې او فرانسیې له لوري رهبري کېږي، په مستقیمه توګه د هغو جرمونو مسولیت لري، چې د سوري وګړو پر وړاندې تر سره کېږي.

-       د لوېدیځ او بشار د جرمونو پر وړاندې د اسلامي نړۍ چوپتیا ښکاره شواهد دي، چې حکام مو یوازې ګوډاګیان او هر یو د خپلې وړتیا په کچه په عمومي توګه په سوریه کې او په ځانګړې توګه په غوطه کې د را منځته کېدونکو پېښو مسول دي.

-       موږ حزب التحریر ولایه تونس مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه، په غوطه کې پر خپلو خلکو د کړاونو د لاملونو سپیناوی غواړو، چې امت یې له لامله خبر او د له منځه وړلو لپاره یې کار وکړي. نو له همدې امله هڅه کوو چې امت له ستونزو خبر کړو، تر څو دوی د دغو کړاونو په لري کولو کې  خپلې هڅې و نه سپموي.

-       موږ اسلامي امت اړ باسو چې خپلې هڅې یو موټی کړي او د غوطې له بې ګناه خلکو سره مرسته وکړي.

-       موږ د واک او ځواک خاوندان اړ باسو، چي د خپلو هغو ولسونو ترڅنګ ودرېږي چې د استبدادي نظام او لاسپوڅو حکامو له ظلمه ستړي شوي، له پاڅون کوونکو خوځښتونو سره یو ځای د ښکېلاکګرو او د هغوی د لاسپوڅو پر وړاندې ګام واخلي.

-       موږ له اسلامي پوځونو څخه په ټینګه غوښتنه کوو، چې په پوره مېړانه او کلک هوډ سره د ریښتیني خلافت راوستلو لپاره کار وکړي او دغه خلافت به د یوازینۍ حللارې په توګه د هغو مظلومو مسلمانانو ساتنه وکړي، چې په سوریه او یا د نړۍ په هر ګوټ کې وي. پوځونه یوازې د ګوډاګیانو په ګوښه کولو او د نبوت پر منهج د خلافت په تاسیس سره امت ته واک سپارلی شي او مسلمانان او د هغوی خاورې آزادولی شي.

﴿إِلا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

[التوبه:۳۹]

ژباړه: كه تاسې نه راپاڅئ، نو الله به دردناکه سزا درکړي او ستاسې په ځاى به كوم بل قوم را پاڅوي او تاسې به الله ته هیڅ زيان ونه شي رسولی. الله په هر څه قادر دی.

د حزب التحریر- ولایة تانزانیا مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې ویانده

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې