سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 رمضان 1446

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 13 مارچ 2025 م

شمېره:      ۳۲/ ۱۴۴۶


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي اعلامیه له زاړه دښمن (هند) سره ګډ تمرینونه او د ګزمو دوام؛ د بنګله‌دېش حکام د امریکا او هند په ګټه د خاورې تسلیمۍ تایید کوي

(ژباړه)

یو دليل چې خاینه حسینه راوپرځېده، دا و چې هغې د پیلخانا د توطیې پلي کولو ته کار وکړ، یعنې "د سرحدي ګارد ټول‌وژنه" یې ترسره کړه او خپل ټول شوم کوښښ یې وکړ چې هند د بنګله‌دېش پر پوځ واکمن شي. په داسې حال کې چې خلک د پیلخانا د ټول‌وژنې د قضیې د عدالت غوښتونکي وو، د بنګله‌دېش او هند د بحري ځواکونو ترمنځ ګډ نظامي تمرینونه او د خلیج بنګال په اوبو کې ګډې ګزمې د هغوی لپاره یو حیرانوونکی خبر و. دغه عمل بیا هم ثابته کړه چې زموږ حکام، چې د امریکا او هند مزدوران دي، ان د هېواد د حاکمیت د ختمولو په بیه هم د خپلو استعماري بادارانو جیوپولیټیکي ګټې تامینوي.

په داسې حال کې چې د هېواد سیکولر سیاسي طبقه د پیلخانا د دسيسې پر وړاندې چوپ پاتې شول، یوازې حزب‌التحریر وو چې دغه دسيسه یې د امت پر وړاندې په زړورتیا افشا کړه او د هغو دسیسو پر وړاندې ودرېد چې د هېواد د حاکمیت د ختمولو لپاره طرحه شوې وې. له همدې امله، د خاینې حسینې حکومت دغه صادق، مخلص او منظم حزب منع اعلان کړ او دا یې په ‌اصطلاح "عامه امنیت" ته ګواښ وګاڼه. خو اوس په بشپړه توګه روښانه شوې چې د امریکا او هند مزدوران د هېواد له حاکمیت سره لوبې کوي، هماغه د تښتېدلې حسینې لارې ته دوام ورکوي او هڅه کوي د حزب‌التحریر غږ غلی کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د دغو ناپوه او ناوړه حکامو په اړه خبرداری راکړی:

«سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ وَيُخَوَّنُ فِيهَا الْأَمِينُ وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ» [ابن ماجه]

ژباړه: پر خلکو به داسې کلونه راشي چې دوکې به پکې عامې وي؛ په دې وخت کې به دروغجن تاییدېږي او صادق به ردېږي، خاین به باوري ګڼل کېږي او امین به خاین ګڼل کېږي او رویبضه (نا اهله چارواکي) به خبرې کوي.

خلک باید دغه مزدور او خاین حکام محسابه کړي، ځکه دوی د ګډو نظامي تمرینونو ترسره کولو سره د مسلمانانو د پوځ رازونه د دښمنانو پر مخ پرانیستي او د هېواد حاکمیت یې له خطر سره مخ کړی دی.

اې مخلصو افسرانو! اې د دغه هېواد د حاکمیت هوښیارو ساتونکو! د امریکا او هند د مزدورانو فریب‌کاري د لمر په څېر روښانه ده، چې دوی مزدوران دي، ځانونه د خپلو غربي بادارانو د ګټو د تامین مسولین ګڼي او د خلکو د ګټو پروا نه لري؛ ځکه دوی دغه باور نه لري چې واک د امت دی.

ستاسو زړونه لا هم د پیلخانا د ټول‌وژنې د قربانیانو له درد څخه ډک دي، خو وګورئ چې دغه مزدور حکام څنګه په خیانت اخته شوي او له همغو خلکو سره چې ستاسو د وروڼو په وینو یې لاسونه سره دي، ګډ نظامي تمرینونه ترسره کوي!

تاسو ولیدل چې خلک څنګه د سرحدي تېریو پر وړاندې له تاسو سره یو ځای شول او څنګه ځوانانو د "دهلي یا ډاکه... ډاکه ډاکه" شعارونو سره واټونه ولړزول او د خاینې حسینې حکومت یې راوپرځاوه. خو وګورئ چې دغه حکام څومره فاسد او د واک تږي دي! دوی ان د خپلو میندو د غوږوالیو د زرو غلا کولو ته هم تیار دي، تر څو خپل غربي باداران پرې خوشاله کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» [مسلم]

ژباړه: امام (حاکم) ډال دی، د هغه تر شا جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي.

نو تاسو باید د خپلې خاورې د حاکمیت د ساتنې لپاره حقیقي خلافت نظام بیا راژوندی کړئ. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، خلک د "خلافت مارچ" کې دا غوښتنه وکړه او تاسو ته یې وویل چې حزب‌التحریر ته نصرت ورکړئ؛ دا هغه سیاسي او فکري حزب دی چې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره هڅې کوي.  ان‌شاءالله، د خلافت تر سیوري لاندې به مسلمانان سره یو موټی شي او د غربي استعماري کفارو او په سیمه کې د هغوی د مزدور، هند پر وړاندې به ودریږي.

﴿إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [توبه]

ژباړه: «كه تاسې (جهاد ته) و نه وځئ (نو الله) به دردناكه سزا دركړي او ستاسې پر ځاى به كوم بل قوم راولي او الله ته به هېڅ زيان و نه شئ رسولاى او الله پر هرڅه د قدرت لرونکی دى.»

د حزب التحريرـ ولایه بنګلهدېش مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د رمضان ۱۳مه

۲۰۲۵م کال، د مارچ ۱۳مه

د صدور ګڼه: ۳۲/ ۱۴۴۶

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې