جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 17 جنوری 2021 م

شمېره:      ۱۴/ ۱۴۴۲

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې مسلمانانو، هغه سېکولر ارزښتونه او نظامونه رد کړئ چې زموږ پر لوڼو تېری کوي!

په بنګله دېش کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري، ناوړه چلند او ډله ییزو جنسي تيریو د خطرناک ډېروالي موضوع وروسته له هغه ګرمه شوه، کله چې د پلازمینې ډاکې په یو مشهور ښوونځي کې د چمتووالي ټولګي یو زده کوونکی له جنسي تيري وروسته ووژل شو. خلک همدا راز پر تنکیو ځوانانو د تجاوز په اړه اندېښمن دي، ان د دې کړکېچ او وېرېدونکي حالت په جریان کې روڼ اندي خلک په دې مفسد فکر بې لارې کوي. د دې سترې اندېښنې د اصلي لامل پر ځای، دوی خلک پر نورو شیانو بوخت کړي دي. ځکه چې دوی پوهېږي په دې سره د دوی سېکولر باور او ناسم سیاستونه افشا او زیانمنېږي. دا روڼ اندي دلته دوه ډوله جرمونه تر سره کوي.له یوې خوا دوی هڅه کوي چې د جنسي تسکین له پلوه متناقض سېکولر ارزښتونه خوندي شي او د ښځو له وقار څخه انکار کوي، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی سرچینه ده. له بلې خوا، دوی هڅه کوي چې د خلکو پاملرنه له رښتیني حل لارې څخه واړوي، یعنې پر اسلامي ارزښتونو بريد کوي.

دا تش په نوم ليبرال مفکرین په ګوته کوي، چې فحشا، پر نشه‌یي توکو روږدې کېدل، ټولنیز تخریب او د کورنۍ کمزورې اړیکې د اوسني ناورین اصلي لاملونه دي. خو دوی دا پوښتنه نه کوي چې ولې زموږ په ټولنه کې ټولنیز او اخلاقي غمیزه شته؟ ځواب یې په غربي سېکولر باور لرونکي نظام کې پروت دی، چې موږ پکې اوسو. دا سېکولر نظام له عامه ځایونو څخه د دين لېرې کولو عقیده لري او د پرمختګ او خوښۍ لپاره یې د اندازې واحد مادي ګټه او جنسي رضایت دی. د نن ورځې نړیوال د حاکمې ايډیالوژۍ په توګه په بنګله دېش کې سېکولریزم هم له ډېرې مودې راهیسې د ښځو حقونو او ازادۍ غوښتنه کوي. خو لا هم نه دي توانېدلي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لږ را کم کړي. ښځو ته د جنسي توکي په سترګه ګوري، د دوی ښکلا سوداګریز ارزښت بولي. په سېکولر نظام کې له مېرمنو څخه د سوداګریزو، ټلویزیوني اعلاناتو،  بېلبورډونو، فلم جوړونې او مجلو لپاره ګټه اخیستل کېږي.

له بلې خوا، دا ټولنیز او ښوونیز نظام داسې ځوانان روزي چې د ژوند هېڅ رښتینی هدف او د الله سبحانه و تعالی ته د حساب ورکولو حس نه لري. دوی په طبیعي ډول د مادي خواهشاتو او احساساتي قناعت په لټه کې له ښځو سره د جنسي توکو په توګه چلند کوي. په دې توګه، د سېکولرانو غږ د ښځو حق لپاره درېږي او ټولنیز پوهاوی رامنځ ته کوي؛ چې دوی زموږ مېرمنې څاري. سربېره پر دې، د دې پر ځای چې خلکو ته دا سېکولر باور رد کړي، دا روڼ اندي له دوی څخه غواړي چې موږ دې فاسد سېکولر نظرونه له نېږدې وکار وو. دوی اوس د غرب له لوري د جنسي پروګرامونو له لارې «جنسي رضایت» ناوړه نظریو ته خلک هڅوي. زموږ تنکیو ځوانانو ته په ښوونځي کې تدریس کېږي، چې جنسي اړیکه طبیعي ده، که چېرته له رضایت سره تر سره شي! د «شخصي ازادۍ» او «رضایت» تر نومونو لاندې پانګوال نظر ان په سېکولر غرب کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته نه شي رسولای. زنا، فحشا، طلاق او نورې ټولنیزې ستونزې خپروي، چې په عمده ډول پر ښځو اغېزه کوي. نو د حل لارې په توګه د غربي افکارو له لوري دا ډول غمیزې وړاندې کول شر دی.

اې مسلمانانو! اوس هغه وخت رارسېدلی چې سېکولر نظام رد کړئ، چې زموږ د مېرمنو وقار یې زیانمن کړی دی. د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره لستوڼي بډ وهئ، چې پر ښځو د هر ډول شر او وحشت دروازې وتړي. زموږ د مېرمنو د وقار ساتنه به یې اساسي پالیسي وي. دا به د پرهېزګارۍ پر اساس د ښځو پر وړاندې ټولنیز سلوک پیاوړی کړي، چې د ښځو لپاره د درنښت چاپېریال رامنځ ته کړي. «ښځه ویاړ دی، چې باید ساتنه یې وشي.» [د حزب التحریر د اساسي قانون د خلافت مسودې ۱۱۲مه ماده]. د خلافت دولت به د نارینه او ښځینه وو تر منځ متقابل عمل او همکاري داسې تنظیم کړي چې تاوتریخوالی او اخلاقي فساد به له هغې سرچینې څخه ودرول شي. «د جنسونو بېلوالی اساس ګڼل کېږي، دوی باید یو ځای سره ونه ګوري، خو د اړتیا په صورت کې، چې شرعي اجاز ورکړل شي، چې نارینه او ښځینه وو ته اجازه ورکوي چې ملاقات وکړي، لکه په سوداګريزو چارو یا حج کې [د حزب التحریر د اساسي قانون د خلافت مسودې ۱۱۳مه ماده]. د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالي لپاره د اشد مجازاتو (پر مرګ محکومولو) تر څنګ، د ښځو وقار ته په پام سره، د خلافت دولت ان د ښځو د وقار ساتنې لپاره خپل پوځ لېږي.

په نهمه میلادي پېړۍ کې د عباسي خلیفه معتصم باالله د واکمنۍ پر مهال، په اموریه ښار کې د قوي رومن اډې د نیولو لپاره یو لوی پوځ له پلازمینې بغداد څخه واستول شو چې یوه مسلمانه ښځه وژغوري، چې د رومیانو له لوري نیول شوې وه او ناوړه چلند ورسره شوی و. الله سبحانه و تعالی موږ ته اجازه راکوي چې د خلافت د سملاسي راستنېدلو شاهد پاتې شو، چې په رښتیا سره به د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي او هغه عزت او سپېڅلی ژوند به بېرته ورکړي چې دوی یې مستحق دي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ)

ژباړه: «مومنان نارینه او مومنانې ښځې، دا ټول د یو بل دوستان دي.» [توبه: ۷۱]

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې