یکشنبه, ۲۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 ذولحجه 1445

میلادی نېټه :     شنبه, 15 جون 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 29/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحرير – ولايه افغانستان ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوي او د ديني مراسمو وحدت شرعي اصل ګڼي

اَلَلّهُ اَكْبَرُ اللَّهُ اَكْبَرُ ، لَاإِلَهَ إِلَا اللّهُ وَاللّهُ اَكْبَرُ، اَللّهُ اَكْبَرُ وَ لِلَّهِ الْحَمْدُ

د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د لوی  اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي. تر څنګ يې د الله سبحانه و تعالی له درباره په اخلاص دعا کوو چې د ټولو مسلمانانو طاعتونه، عبادتونه، مبارزې او قربانۍ په خپل رحمت سره قبول کړي او حج يې مبرور وګرځوي.

اختر د نړۍ د مسلمانانو تر منځ د خوښۍ، خوشالۍ او وحدت مظهر دی. له بده مرغه سږکال لوی اختر په مختلفو خاورو کې په مختلفو ورځو لمانځل کېږي. لکه د افغانستان حاکم نظام چې د يکشنبې ورځ عرفه او دوشنبه يې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده، په داسې حال کې چې په ډېری نورو اسلامي خاورو کې د مسلمانانو د شهادت پر بنسټ د شنبې ورځ عرفه او يکشنبه به د قربانۍ د اختر لومړۍ ورځ وي.

په ديني مراسمو کې اختلاف ستره فتنه ده چې د افغانستان مسلمان ولس يې د خپل شرعي تکليف په ترسره کولو کې له لار ورکۍ سره مخ کړی دی. په داسې حال کې چې د حاکم نظام ډېری مقامات د حج په مراسمو کې ګډون لري او پخپله هم په عرفات کې د حاجيانو له وقوف او عرفې له ورځې څخه خبر دي. نو پوښتنه دا ده چې دغه مقامات د خپلې فتوا پر اساس عرفه او اختر لمانځي که د حج د مراستمو پر اساس؟! له بدغه مرغه حاکم نظام د اختر په اعلان کې د يوې ورځې په ځنډ سره د نورو مسلمانانو له شهادت سره مغاير عمل کوي او دا ګام يو ډول بې اعتنايي او د اسلامي امت تر منځ تفرقه اچول ګڼل کېږي. لکه څه ډول چې سږ کال په کوچني اختر کې هم دغسې نه دقت او پاشلتوب رامنځته شوی و چې وروسته بيا اصلاح شو.

دیني مراسم خورا حساس موارد دي او پکار نه ده چې د ملي دولتونو د سيالۍ ډګر وګرځي. شرعي اصل هم د مسلمانانو تر منځ د ديني مراسمو پر وحدت ټينګار کوي. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې څرګنده کړې ده چې د دنيا په هره سيمه کې د هر مسلمان لخوا د مياشتې ليدنه شرعاً په نورو اسلامي خاورو کې مسلمانان ملزم کوي چې له هغه سره سم خپل ديني مناسبتونه تنظيم کړي. په دې مورد کې هېڅ مسلمان پر بل مسلمان او هېڅ سيمه پر بلې سيمې غوره‌والی نه لري. په ځانګړي ډول په اوسني عصر کې چې په کم شمېر ثانيو کې د دغه شهادت خبر د نړۍ تر ټولو خلکو رسېږي. که په دې برخه کې ځينې پخوانۍ فتواوې هم شتون ولري، هغه د هغې زمانې د واقعيت او له يوې بلې څخه د سيمو د لرېوالي په دليل په هغه وخت کې د اعتبار وړ وې. مګر نن ورځ د واقعيت د تغير په دليل هغو فتواوو خپل مشروعيت له لاسه ورکړی او استدلال پرې نه شي کېدلی. په حنفي فقه کې هم شرعي اصل د ديني مناسبتونو د پيل يا پای لپاره د دوو عادلو مسلمانانو لخوا د مياشتې د ليدنې شهادت کافي بللی چې دا خبره د فقهي مذاهبو له لوري د مسلمانانو پر وحدت او له تفرقې څخه د اجتناب پر ټينګار دلالت کوي.

له شک پرته دا د الله سبحانه و تعالی رحمت دی چې مسلمانان يې واحد امت ګرځولی او غوښتي يې دي چې مسلمانان د حج، روژې، جهاد، اخترونو او نورو شرعي احکامو په څېر د ديني شعائرو په ترسره کولو کې واحد تقويم ولري او په دې برخه کې له نورو ملتونو څخه ځانګړي وي. ځکه چې شرعي احکامو ټول مسلمانان مخاطب کړي دي، نه کوم ځانګړی ملت يا کومه ځانګړې سيمه.

په واقعيت کې هغه څه چې په امت کې د شرعي احکامو د تطبيق او ديني مراسمو د وحدت خنډ ګرځېدلي؛ هغه د دولت ـ ملت پولې، پر يو بل د مسلمانانو بې‌باوري او د قدرت پر سر سيالۍ دي. دغو عواملو نه يوازې دا چې د امت خوښۍ يې ويشلې دي، د امت غمونه يې هم يو له بله پردي کړي دي. ملي سياستونو امت دومره له ځانه پردی کړی دی چې حتا نه پوهېږي په سوډان کې څه جنايتونه روان دي، په کشمير کې څوک وژل کېږي او همدارنګه د غزې قضيه يوازې د فلسطينيانو داخلي قضيه ګڼل کېږي. ډېری د دغه غير شرعي سياست د اغېز له امله فکر کوي چې شرقي ترکستان د چين د قلمرو مشروع برخه ده.

هو، د قربانۍ اختر موږ ته ابراهيم (عليه السلام) رايادوي چې د سرښندنې، توکل او الولاء والبراء نمونه ده. نو که غزه لرې ده، تاجکستان خو افغانستان ته نږدې دی؛ هلته د اسلام ضد فرمانونه صادرېږي او زموږ مسلمانې خويندې د «وا معتصما» چيغې وهي؛ خو حکام د سياسي مصلحتونو پر بنسټ چوپ دي.

نو واجب ده چې مسلمانان د دویم راشده خلافت دولت تر چتر لاندې د فکري، سياسي او جغرافيوي وحدت لپاره هڅې او مبارزه وکړي، تر څو د دغسې فتنو له شر، لار ورکۍ او تفرقې څخه خلاصون ومومو او د مسلمانانو د خوښۍ او خوشالۍ ورځې له اندونيزيا څخه تر مراکش پورې واحدې او مشترکې شي. يقيناً چې د مومنانو لپاره د خوښۍ له سترو ورځو څخه يوه يې هغه ورځ ده چې د الله سبحانه و تعالی نصرت نازل شي او دويم راشده خلافت قايم شي.

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (الروم، 4-5)

او په هغه ورځ مومنان د الله په نصرت خوشالېږي. الله هغه چا ته نصرت ورکوي چې خوښه يې شي هغه نه ماتېدونکی او مهربان ذات دی.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې