جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 ذولحجه 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 13 جولای 2021 م

شمیره:      1442/15

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
ترکیه په افغانستان کې د امریکا په استازیتوب ښکېلېږي!

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان منلې ده، چې له افغانستان څخه د ناټو د پوځونو تر وتلو وروسته د دې هېواد پوځونه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ساتلو مسوولیت اخلي. اردوغان ویلي دي چې "له امریکا او ناټو سره په خبرو کې څرګنده شوه چې موږ کوم مسوولیتونه په غاړه اخلو او موږ به دا قدم په ډېر ښه توګه واخلو".

ترکیه په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په جګړه کې ښکېل وه او د ښکېلاکګرو ځواکونو تر څنګ یې د افغانستان د مسلمانانو په وژنه او وینه تویونه کې فعاله ونډه درلوده او حتا یو مهال ترکي پوځیانو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشري هم کوله. اوس چې امریکا او ناټو د افغانستان د مجاهد او مسلمان ولس د فکري، سیاسي او نظامي مبارزې په مټ له ماتې سره مخ شوې دي، نو خپله پښه د افغانستان له قضیې باسي او د افغانستان د وضعیت د مدیریت کولو لپاره یې د سیمې د هېوادونو رول زیات کړی دی.  له همدې امله امریکا د خپل بام واوره د نورو پر بامونو اچوي. له دغو هېوادونو څخه یو هم ترکیه ده چې د امریکا په استازیتوب غواړي په افغانستان کې ځیني مهم مسوولیتونه په غاړه واخلي.

امریکا په افغانستان کې د سفارتونو او نړیوالو موسسو د فعالیت د دوام لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د خوندیتوب مسوولیت ترکیې ته ورسپاري او ترکیه له خپل دغه رول څخه راضي او خوښه ښکاري. که څه هم د امریکا او غرب د ګټو د خوندیتوب لپاره د ترکي پوځونو شتون، په افغانستان کې د سختو مخالفتونو سره مخ دی او دغه شتون د ترکیې مقام د افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې راټيټ او سپککړی دی او ترکیې ته به د یوه ښکېلاکګر په سترګه وکتل شي. 

ترکیه یو مهال د عثماني خلافت زانګو وه او اوس د اسلامي نړۍ د لویو قدرتونو څخه ګڼل کېږي، خو له بده مرغه دا ځواک او قدرت اوسمهال د امریکا او غرب په واک کې ورکړل شوي دي او د غرب د پوځي ماموریت لپاره کارول کېږي. اردوغان په واک کې د پاتې کېدو او امریکا ته د چاپلوسۍ لپاره د امریکا په ګټه په ګڼو هېوادونو کې نیابتي ماموریتونه سرته رسوي. په سوریه، عراق او لیبیا کې د ترکیې دا ډول منافقانه ماموریتونه یوه ناوړه تجربه ده، چې نه یوازې د دغو خاورو وضعیت سم نه شو، بلکې د لا تباهۍ او وینې تویېدنې لامل وګرځېد.

موږ د ترکیې پر پیاوړي پوځ غږ کوو، چې د امریکا او ناټو د نیابتي رول پر ځای خپل ځان او خپل تاریخ ته وګوري؛ د عثماني خلافت هغه تاریخ ته چې شاوخوا 600 کاله یې اسلامي نړۍ د اسلام پر بنسټ رهبري کوله.

ترکیه باید پوهه شي چې اوس یې هم ريښتینی ځواک او عزت اسلام ته په راګرځېدلو کې دی، نه د امريکا او ناټو په خدمت او پیروۍ کې؛ د اسلام په حاکمیت سره به مسلمانان په خپلواکه توګه ډګر ته ورګډ شي او د اسلام د دښمنانو نیابتي ماموریتونو ته به غاړه نږدي. نو اې د محمد فاتح بچیانو! د خلافت د تاسیس او د مسلمانانو د یووالي لپاره بسیج شئ او دا ځواک مو د اسلام د دین د اقامې لپاره وکاروئ، څو د ټولو مسلمانانو د د نیوي  او اخروي خلاصون او فلاح سبب شئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې