یکشنبه, ۱۲ ذیحجه ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۶/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د نوید بټ په اړه د عمر عبدالعزیز شاهدي نوید بټ وپېژنئ؛ نوید بټ آزاد کړئ

  • خپور شوی په سیاسي

په هر وخت کې الله سبحانه وتعالی خپل مقدس او یوازنی حق دین (اسلام) د پرهېزګارو خلکو پر مټ کامیابوي؛ د هغو لوړو مرتبو  او قوي بچیانو او لورانو په لاس چې دوی خپل ټول ژوند د دین په خدمت کې تېروي. دا هر څه د دې لپاره چې بشر د کفر له تورو تیارو څخه د الله سبحانه وتعالی لارښوونې یعنې د اسلام مقدس دین رڼا ته رابولي. دغه خلک خپلې ټولې وړتیاوې، مال او وخت د دغه مبارک دین د حق ادا کولو لپاره مصرفوي. په دې کې هم شک نشته چې نوید بټ هم د امت د مخلصو بچیانو په منځ کې ځان ثابت کړی.

ما د لومړي ځل لپاره نوید بټ په لاهور کې په یو هوټل کې ولید، نوموړي هلته ځینې خلک رابللي وو، څو دوی ته د اسلام اقتصادي سیستم په اړه معلومات ورکړي. زما فکر به ځینې وختونه بدل شو او ما به غوښتل چې په اسلام باندې پوه شم، په ځانګړي ډول پر دې باندې چې اسلامي نظام (خلافت) څنګه له قران او سنتو څخه احکام را اخلي او عملي کوي یې. ځکه نو ما هم سمدستي دغه بلنه او دعوت قبول کړ. مخکې له دې څخه ما حزب التحریر او نوید بټ ورور نه پېژندل. کله چې ما په دغه لویه غونډه کې چې د اسلام د اقتصادي نظام په اړه وه، ګډون وکړ، نو د اسلام په هکله یې زما ځینې بد ګمانونه پاک کړل او زما ذهن په دې باندې هم څه ناڅه خلاص شو چې اسلامي نظام څنګه احکام پلي کوي. د نوموړي خبرو زما فکر پراخ کړ او د لومړي ځل لپاره ما احساس وکړ چې اسلام په څومره اسانۍ کولای شي د امت دغه روان کړکېچ له منځه یوسي او یو ځل بیا د پخوا په څېر د نړۍ د لارښود امت په توګه ځان راپورته کړي.

همدارنګه له دې مخکې هم ما له ډېرو خلکو سره لیدلي وو، څو پر اسلام پوه شم او پر دې پوه شم چې اوس څنګه امکان لري چې اسلامي احکام تطبیق شي، خو په کومه طریقه چې نوید بټ موږ ته اسلام واضح کړ، هغه ډېره ساده او عملي طریقه وه او دا ډول معلومات ما تر دې وړاندې نه وو اورېدلي. په دغه ملاقات کې ځینې نور کسان هم موجود وو او ځینې پوښتنې یې هم وکړې. نوید په پوره زغم او ښه ډول دوی ته د اسلام په هکله ځوابونه ورکړل. ما هلته داسې کوم نفر ونه لید چې د نوید ځوابونو قناعت نه وي ورکړی.

له دغې ناستې څخه وروسته ما له ځان سره پرېکړه وکړه چې زه به نور هم د اسلامي سیستم په هکله په غونډو کې ګډون کوم. هر وخت به چې نوید د اسلام د ټولنیز نظام، بهرني سیاست، قضاوت او حاکم سیستم په اړه غونډې جوړولې، نو ما ته به یې هم بلنه راکوله. هر څومره به چې ما له دوی سره لیدل، همدومره به د اسلام په هکله زما پوهه زیاتېدله. نوموړي د بحث کولو طریقې او د بحث ژوروالي او هراړخیزتوب موږ ته قتاعت راکاوه. د هغه ځوابونو به سړي ته فکري قناعت ورکاوه، ځکه چې ده به واقعیت تحلیلاوه او له شرعي اساساتو سره به یې ارتباط ورکاوه؛ څو موږ ته واقعیت معلوم کړي. په اوسنیو چارو کې د نوموړي نظر او د کورني او بهرني سیاست په هکله د ده پوهې به نور هم بحث خوندور کاوه. نویدبټ به هېڅکله هم د فرضیو یا د بل چا په خیالونو باندې بحث نه کاوه. د دې پرځای نوموړي د امت ظرفیتونه، توانایۍ او سرچینې روښانولې. بیا به یې عملي او له اسلام سره مرتبط ځوابونه ورکول. ځکه نو ټول هغه کسان د تجارانو، حقوق پوهانو، عالمانو، ژورنالېستانو سیاست مدارانو او داسې نورو چې له نوید سره یې اړیکې درلودې، هغه ته یې ډېر درناوی درلود. اوس چې هر وخت کې د نوموړي د اسلام بیانولو په هکله فکر کوم، نو فکر ته مې د النحل د سوره یو ایت راځې چې په هغه کې الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي.     

[اُدۡعُ اِلى سَبِيۡلِ رَبِّكَ بِالۡحِكۡمَةِ وَالۡمَوۡعِظَةِ الۡحَسَنَةِ‌ وَجَادِلۡهُمۡ بِالَّتِىۡ هِىَ اَحۡسَنُ‌]

ژباړه: اې پیغمبره٬! خلک په ثابتو او ریښتیا خبرو د الله سبحانه وتعالی لارې ته راوبوله او له هغوی سره په ښه ډول او ښه طریقه خبرې وکړه. [انحل: ۱۲۵]

ما به چې هر وخت او په هر ځای کې نوید ولید، نو له هغه سره به مې ډېر وخت نه ضایع کاوه او تل به مې له نوموړي څخه زیات څه زده کول. هغه به تشریح کول چې اسلام یوازې د عبادت، عقیدې او مذهب دین نه دی. نوموړي به خلکو ته واضح کوله چې اسلام یو روحي، سیاسي او عقیدوي دین دی. نوموړي به په جزیاتو سره تشریح کول چې سیاست په اسلام کې څومره ارزښت لري، څو د خلکو ګټې د اسلام مبارک دین له مخې خوندي کړي، څو خلک وکولایشي چې د الله سبحانه وتعالی په عبادت کې ژوند وکړي. د نوید مسلک انجینري وه او کله مې چې هغه وپېژند، حیران وم چې نوموړي څه ډول خپل مسلک بدل کړی، ځکه هغه کولای شوای چې خپل ډېر وخت او توانایي د الله سبحانه وتعالی د دین حاکمولو په لاره کې ولګوي.

زما په زړه کې نوموړي ته احترام او درناوی څو برابره زیاتېده، دی پوهېده، هغه لاره چې دوی ورباندې روان دي، له ستونزو، امتحانونو او قربانیو ورکولو ډکه ده. نوید به د کلکې عقیدې درلودونکي په شان ورسره مبارزه کوله او ځان به یې الله سبحانه وتعالی ته نېږدې کاوه. دی د حزب التحریر ویاند و او تل به د هغو استخباراتي کړیو تر تعقیب لاندې و چې د خاینو او استعمارګرانو د امر تابع وو. نوید بټ هېڅکله له خپلو هڅو څخه ستړی نشو او تل به یې کوښښ کاوه چې د خپل رب د امر مطابق چارواکي له منکراتو څخه رامنع او له حق سره یو ځای کړي.  

زما په یاد دي، د ۲۰۱۲ میلادي کال د مې پر ۱۲مه مې یو بد او خواشینوونکی خبر واورېد، چې نویدبټ له خپل کور څخه د باندې د خپلو زامنو پر وړاندې وتښتول شو. د ده یوازنی جرم دا و چې هغه غوښتل د قران او سنتو پر اساس اسلامي نظام (خلافت) بیا تاسیس کړي او له اوسنیو ګوډاګیو چارواکو او استعماري سیستم سره حساب او کتاب وکړي. زه تل د هغو کسانو په هکله فکر کوم چې هغوی د نوموړي د نیولو امر ورکړی یا یې نوموړی نیولی دی، چې دوی به د حساب او کتاب په ورځ له الله سبحانه وتعالی سره په ورځ څنګه مخ کېږي؟ څنګه چې دغو تښتوونکو نویدبټ له اتو کلونو څخه وروسته هم خوشی نه کړ او له خپل باصبره او مهربانه فامیل او کورنۍ څخه یې جدا ساتلی دی. ایا دوی د الله سبحانه وتعالی دغه ایت نه تلاوت کوي؟ یا دا چې دغه ایت تلاوت کوي، خو په مانا یې هغسې چې اړتیا ده، نه پوهېږي.

[اِنَّ الَّذِيۡنَ فَتَنُوۡا الۡمُؤۡمِنِيۡنَ وَالۡمُؤۡمِنٰتِ ثُمَّ لَمۡ يَتُوۡبُوۡا فَلَهُمۡ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمۡ عَذَابُ الۡحَرِيۡقِؕ]

ژباړه: له شک پرته هغه کسان چې مومنان او مومنانې د الله سبحانه وتعالی له دین څخه د بېرته ګرځولو لپاره شکنجه کوي او بیا له خپل دغه کار څخه پښېماني او توبه ونه کړي؛ نو الله سبحانه وتعالی به یې د دوزخ له سخت او سوځووونکي عذاب سره مخ کړي. [البروج: ۱۰]

امکان د ولري چې دغه انسان تښتوونکي به د الله سبحانه وتعالی له وعدې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زیري څخه نه وي خبر چې یو ځل بیا به د اسلام حاکمیت (خلافت) رامنځته کېږي. دا د دوی بدبختي ده چې دوی د کفارو د غلامانو په شان د اسلامي نظام (خلافت) د بیا تاسیس مخنیوی کوي. دغه غلامان به څنګه وکولای شي چې د اسلامي نظام د بیا راتګ مخنیوی وکړي؟ پداسې حال کې چې د دغه نظام د بیا راتګ وعده الله سبحانه وتعالی (د هرڅه خالق او د ټول عالم واکدار دی) ورکړې ده. له شک پرته الله سبحانه وتعالی به خپله وعده پوره کوي. نوید د هغو خلکو له ډلې څخه دی چې هغه الله سبحانه وتعالی ته ډېر ګران وي. احمد له مصعب بن سعد څخه روایت کوي، زما پلار وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې پوښتنه وکړه چې کوم خلک ډېر امتحان کېږي، نوموړي په ځواب کې راته وویل:

«الْأَنْبِيَاءُ ثُمَّ الصَّالِحُونَ ثُمَّ الْأَمْثَلُ فَالْأَمْثَلُ مِنْ النَّاسِ يُبْتَلَى الرَّجُلُ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ فَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ صَلَابَةٌ زِيدَ فِي بَلَائِهِ وَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ رِقَّةٌ خُفِّفَ عَنْهُ وَمَا يَزَالُ الْبَلَاءُ بِالْعَبْدِ حَتَّى يَمْشِيَ عَلَى ظَهْرِ الْأَرْضِ لَيْسَ عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ»

ژباړه: لومړی پیغمبران بیا صالحین، دویم به بیا د خلکو په منځ کې هغه کسان سخت امتحانېږي چې پر خپل دین ټینګه عقیده او کلک اېمان ولري. که هغوی پر خپله ژمنه او قول  ټینګ ولاړ وي، نو هغوی به سخت امتحانېږي او که په خپله وعده کې کمزوري شي، نو د هغه امتحان به هم کمزوری وي. هغه کسان چې تر آخره په دې دنیا کې امتحان شي او له سختیو سره مخ وي، نو په هغه به د اخرت په ورځ هېڅ ګناه هم نه وي پاتې شوې.

دا یو حقیقت دي چې نوید به د خلافت د بیا تاسیس لپاره په پاکستان کې له خپلو نه ستړي کېدوونکو هلو ځلو او قربانیو څخه انرژي اخیستله. اوس نو دا غږ نور هم قوي شوی او قوي کېږي. په پای کې زه الله سبحانه وتعالی ته دعا کوم چې نوید د دغو ظالمانو له منګولو څخه په پوره روغتیا او سلامتیا راخوشی کړي او له الله سبحانه وتعالی څخه ده او کورنۍ ته یې د ښه ژوند غوښتونکی یم.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عمر عبدالعزیز

 

د مطلب ادامه...

هغو کسانو ته زکات ورکول چې غیر اساسي څیزونو ته اړتیا لري

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زموږ په کتابونو کې بېوزله یا فقیر داسې تعریف شوی: که یو څوک د دومره مال څښتن نه وي چې خپلې اساسي اړتیاوې لکه ډوډۍ، لباس او د اوسېدو ځا برابر کړي، فقیر بلل کېږي. داسې کس ته زکات ورکول کېږي.

البته نورې اړتیا هم شته چې اساسي اړتیاوو ته نېږدې دي. اسلامي دولت هغه د مسلمانانو له بیت المال څخه پوره کوي. لکه علم، د واده لپاره اعانه او لګښت ورکول او د درملنې لپاره زمینه برابرول؛ خو زموږ په ژوند کې چې اسلامي دولت نشته، چې دغه اړتیاوې په اساسي ډول پوره کړي. نو پوښتنه دا ده: ایا کېدایشي چې غیر ضروري اړتیاوې له زکات څخه پوره شي؛ البته لاندې ستونزو ته په کتو:

۱-    د دغو اړتیا د پوره کېدو لپاره د اسلامي دولت نشت

۲- د ځینو فقهاوو قولونه موجود دي چې هغه په ټاکلو شرایطو سره جایز ګڼي.

۳- یاد ضرورتونه مالي ستونزې نه دي، خو اساسي اړتیاوو ته نېږدې دي.

  نو که موږ هغه فقهي رایه چې د دغو اړتیا د پوره کولو لپاره د زکات ورکړه ده، پیروي وکړو، په دغه صورت کې ایا له تبني څخه مو مخالفت کړی؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

موږ د زکات مستحق فقیر تعریف کړی، هغه څوک دی چې د داسې مال څښتن وي چې اساسي اړتیاوې یې پوره نه کړي. موږ دا څه د دلیلونو پر اساس وویل او د اقتصادي نظام په ۲۱۳ مه پاڼه کې داسې راغلي دي: «اسلام یوازې فقر د انسان لپاره معیار کړی دی، په هر ځای او هره طبقه کې چې دی. نو د اسلام له نظره فقر د اساسي اړتیاوو نه پوره کېدل دي. شریعت دغه اساسي اړتیاوې پر درېیو څیزونو محدودې کړې دي چې عبارت دي له: ډوډۍ، لباس او د اوسېدو ځای. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ﴾ [بقره: 233]

ژباړه: د هغه چا چې زامن یې پیدا شوي وي (پلار) لازمه ده چې د مورګانو خوراک او لباس (څومره یې چې وس وي) په غوره ډول برابر کړي. هېڅوک تر خپل وس په ډېر لګښت مکلف نه دی. نه مور او نه هم پلار باید د خپلو زامنو له امله زیان ونه ویني. د زوی پر وارث دا څیزونه لازم دي.

او همدارنګه یې فرمایلي دي:

﴿أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ﴾ [طلاق: 6]

ژباړه: مطلقه مېرمنو ته په هغه ځای کې ځای ورکړئ چې خپله پکې اوسېږئ او وس مو وي.

ابن ماجه له ابي لاحوص نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ألا وحقهن عليكم أن تحسنوا إليهن في كسوتهن وطعامهن»

ژباړه: باخبره اوسئ، د هغوی حق پر تاسو دا دی چې له هغوی سره د ډوډۍ او جامو په برخه کې احسان وکړئ.

یاد نصوص  پر دې دلالت کوي چې د شریعت له مخې اساسي اړتیاوې دا دي:

«ډوډۍ، جامې او د اوسېدو ځای.»

همدارنګه د مالونو د کتاب په ۱۹۷ یمه پاڼه کې مې ویلي: «فقیران هغه چا ته ویل کېږي چې د اساسي اړتیاوو لکه ډوډۍ، لباس او د اوسېدو ځای لپاره کافي مال ونه لري. نو که د یو کس مال د اساسي اړتیاوو لپاره حل اقل وي، فقیر بلل کېږي، چې هغه ته صدقه ورکول حلال دي.»

موږ په یاده مسله کې همدې ته ترجیح ورکوو.

بله پوښتنه که اسلامي دولت نه وي چې دا اړتیاوې پوره کړي، هو اسلامي دولت نشته، خو مسلمانان شته دي. اصل دا دی چې اسلام یې د دې لامل شي چې له خپل مال څخه په تبرع ډول له یادو اړمنو خلکو سره مرسته وکړي؛ نه د زکات له مال څخه. د زکات په مال دې له فقیرانو او بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي او د اړمنو کسانو د تعلیم، واده او نورو ستونزو د مخنیوي لپاره دې د خپلو مالونو له نورو برخو څخه ورکړي.

خو که پوښتنه کوونکی د مجتهد او یا فقهي د رایې پیروي وکړي، چې د غیر اساسي ستونزو د حل لپاره د زکات په ورکړه قایل دی (علم، واده او درملنه) او زکات پر اساسي اړتیاوو لکه ډوډۍ، جامې او د اوسېدو پر ځای منحصر نه بولي، د هغه دغه پیروي له تبني سره مخالفت لري. خو موږ هغه ته د دغه عمل په وسیله اداري جزا نه ورکوو، یعنې هغه کس چې د زکات مال پر غیر اساسي اړتیاوو لکه زده کړې، واده او درمنله ولګوي، د هغه حساب له الله سبحانه وتعالی سره دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

القواعد من النساء

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

زموږ قدرمن شیخ صاحب، الله تعالی مو برکت په نصیب کړه، علم مو زیات او بدني عافیت مو نصیب شه! غواړم  د نور سورت د تفسیر په هکله چې الله سبحانه وتعالی فرمايلي: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم:

﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ...

ژباړه: هغه ښځې چې عمر پرې تېر وي او د نکاح هیله نه وي ورسره، نو که پړونی کېږدي هم څه وبال ورباندې نشته. په دې شرط چې خپل زینت ونه ښيي، خو که چېرې پړونی واغوندي ورته ښه ده. الله تعالی تر هر څه ښه اوري او ښه پوهېږي.

دغه ډول ښځې څوک دي؟ ځانګړي احکام يې کوم دي؟ که مطلب له "لا يرجون نكاحا" څخه د عمر تېرېدل وي، نو عمري کچه يې څومره ده؟ او که دغه حالت د بیولوژيکي بدني بدلون، چې ښځو ته مخکې کېږي، د دغه ایت شامل وي، نو دغه حالت نا امیدي ده او بیا په ځانګړي سن پورې اړه نه لري. الله دې تاسو ته غوره بدله او نصرت نصیب کړي!

ځواب

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته!

ستاسو د پوښتنې په اړه  له دغه ایت شریف څخه ﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ﴾ لاندې ټکو ته اشاره کېږي:

۱- لکه څرنګه چې پوهېږئ د تفسیر طریقه دا ده، چې لومړی د شرعي حقیقت، چې په نص کې راغلی استناد پرې کوو، که مو پیدا کړ هغه رااخلو او که مو پیدا نه کړ په عربي لغت استناد کوو؛ ځکه قران په عربي ژبه نازل شوی. لکه څرنګه چې الله متعال فرمايلي دي:

﴿وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ * نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ * عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ * بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ﴾ [شعراء: 92-95] ﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ﴾ [یوسف: 2]

لکه څرنګه چې پوهېږو د تفسیر په اړه کوم شرعي نص نه دی راغلی؛ نو د (قواعد) په تفسیر کې په لغت استناد کوو. د قواعدو لغت د ښځو لپاره استعمالېږي چې مفرد يې قاعد ده؛ د بېلګې په توګه وایو إمرأة قاعد (متقاعده ښځه) نساء قواعد (متقاعده ښځه) او دلته د متقاعدې معنی د عمر تېرېدو په مفهوم دی او که إمرأة جالسة مو مطلب وي، د (قاعد) پر ځای قاعدة ذکر کېږي؛ نو "القواعد من النساء" هغو ښځو ته ویل کېږي، چې د عمر د ډېروالي په دلیل له واده پاتې وي.

یا به بل عبارت قواعد، ناتوانه او خوارځواکه ښځې دي، چې له حیض، زېږونې او واده پاتې وي، چې نه هغوی ته څوک علاقه ښيي او نه دوی چاته علاقه لري. هغوی ځوانې نه دي چې واده وکړي. له قواعد څخه موخه یوازې "یأسن" له حیض او زېږونې نا امیدې ښځې نه دي، لکه څرنګه چې وايي؛ د یاس( ناامیدی) عمر وروسته له څلوېښت او پنځوسو کلونو پيلیږي؛ خو دوی په دغو عمرونو کې مېړونو ته علاقه لري او مېړونه هم هغوی ته علاقه لري. په دغه ایت کې﴿وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ﴾ زړې ښځې دي چې له حیض او زېږونې څخه لرې وي او د واده لپاره مینه او شوق و نه لري او نور هم هغوی ته علاقه و نه ښيي او قواعد ورته ویل کېږي.

په لغت او تفسیر کې د القواعد معنا توضیح:

لومړۍ: (قواعد) کله چې په ژبه کې د ښځو لپاره استعمال شي.

په عربي ژبه کې راغلي:

«وقَعَدَتِ المرأَةُ عَنِ الْحَيْضِ والولدِ تَقْعُدُ قُاعوداً، وَهِيَ قَاعِدٌ: انْقَطَعَ عَنْهَا، وَالْجَمْعُ قَواعِدُ» ښځه له حیض او بچي راوړلو څخه پاتې شوه او دغه کلیمه تل (قاعد) په معنی راځي او جمع يې هم قواعد دي. لکه څرنګه چې په قران کریم کې راغلي: (وَالْقَواعِدُ مِنَ النِّساء) زجاج د دغه ایت په تفسیر کې ويلي: هغوی له مېړونو څخه پاتې دي. ابن سکیت ويلي: ښځه چې له حیض لرې وي. ابوهیثم ويلي دي: قواعد د مونث له صفاتو څخه دی، او نشو ویلی، چې رجال قواعد، متقاعد نارینه. قواعد جمع قاعد ده او هغو ښځو ته ویل کېږي، چې د عمر د لوړ والي له امله ناستې وي. په عربي ژبه کې کله چې وغواړو ښځه ناسته ذکر کړو قَاعِدَةٌ  استعمالوو، چې جمع يې قواعد دي.

په تاج العروس ۹/۴۹ پاڼو کې راغلي دي:

د مجاز له نظره: «القاعد من النساء هغه ښځه چې له اولاد، حیض او مېړه څخه ناامیده وي او جمع يې قواعد دی.» ابن اثیر ويلي دي: «قواعد جمع قاعد دی، چې لوړ عمر لرونکې ښځې ته وايي او قاعد پرته له "ها" په کور ناستو ښځو ته وايي خو قاعِدةٌ يې فاعلي حالت دی چې عرب ورته قَدْ قَعَدَتْ قُعُوداً وايي او د فاعلي حالت جمع يې قواعد دي.»

دویم: په تفسیر کې د قواعد معنا:

په قرطبي تفسیر کې راغلي: (النور: ۶۰ )

د الله تعالی قول دی چې: (وَالْقَواعِدُ مِنَ النِّساءِ) الْقَوَاعِدُ او مفرد حالت قَاعِدٌ دی، پرته له (ها) چې نشتون يې په لوړ سن دلالت کوي او هغه ناتوانه ښځې ته ویل کېږي، چې له حیض او زېږونې ناامیده وي. د ډېری علماوو نظر داسې دی.

په نسفي تفسیر کې راغلي:

 «قواعد جمع قاعد او له هغو صفاتو دي، چې په ښځو پورې اړوند وي؛ لکه: حائضه چې د زېږونې او حیض څخه د لوړ عمر لرلو په دلیل پاتې وي او د هغوی حالت د آیت شریف مطابق دا دی چې واده ته علاقه ونه لري.»

درېیم: لنډه دا چې قواعد هغو زړو ښځو ته ویل کېږي، چې د لوړ عمر په دلیل له حیض او زېږونې پاتې وې او نه امیندواره کېږي او واده ته هم تمه ونه لري؛ نه هغوی د مېړه کولو ته علاقه لري او نه دوی ته څوک علاقه ښيې؛ یعنې له ټولو کارونو پاتې وي. هیله ده چې موضوع مې روښانه کړې وي.

ستاسو ورور عطا‌ء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ!

 عمرو بن شعیب له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مُرُوا صِبْيَانَكُمْ بِالصَّلَاةِ لِسَبْعٍ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا لِعَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ» (رواه ابو داود)

ژباړه: اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه  امر وکړئ. په لس کلنۍ کې یې (د لمانځه د ترک له امله) ووهئ او د ویده کیدو ځای یې جلا کړئ.

د حدیث شرحه

د ماشوم په ژوند کې د ماشومتوب مرحله ډیره مهمه ده. په دې مرحله کې د ماشوم د شخصیت اساس پوره کېږي او هغو افکارو او مفاهیمو ته ځیر کیږي، چې په راتلونکي کې ورسره مخ کیږي، یا نېکمرغه کیږي یا هم بدمرغه شخص ترې جوړیږي. ځیني وخت د پاخه عمر کسان وینو، چې ناروا کارونه کوي، له ځان څخه دا پوښتو چې څنګه دا عمل ترې کېږي؟

خو دا د حیرانتیا ځای نه دی، دا ټول اولاد ته د نه پاملرنې او پر وړاندې یې د مسوولیت نه اداینې له امله دي. پلرونو او ښوونکو ته ښایي چې له خپلو اولادونو سره د چلند او تربیې پر مهال، چې کله د ماشوم کومه تېروتنه ویني باید له اړینو کړنلارو څخه کار واخلي. د حیرانتیا وړ ده، چې ځیني پلرونه د خپلو اولادونو د نیکمرغۍ او بریالیتوب لپاره تل د مال په راټولولو بوخت وي. پلار اصلاً د اولاد په بدو اخلاقو او عاداتو لکه لمونځ نه کول، قرآن باندي نه پوهیدو ته هېڅ پام نه لري.

ای مسلمانانو!

د اولاد په روزنه کې باید لومړی د عقیدې اړوند مهم مسایل ور زده شي، څو په نفسونو کې یې د عقیدې اهمیت روښانه شي وروسته باید لمونځ ور زده شي او وروسته باید اسلامي اخلاق ور زده شي، په دې ډول الله سبحانه وتعالی هر شخص ته مسوولیتونه وردې غاړې کړي دي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي «تاسې ټول د چوپان غوندې تر خپل لاس لاندي کسانو مسوولین یاست» د دې شرعي حکم او حقیقت په نظر کې نیولو سره، د پوښتنې په ډول له مسوولینو پوښتو: کله چې سهار کېږي، پلار څنګه تر خپل لاس لاندي کسانو پر وړاندي مسوولیت ادا کوي؟ اولادونه خپل مسوولیت څنګه ادا کوي؛ په داسي حال کې چې پلار یې خپله مسوولیت نه پېژني؟

یو مشهور مثال دی، څوک چې څه نه لري بل ته به څه ورکړي. هغه پلار چې خپل مسوولیت نه پیژني، څنګه کولای شي خپل زوی ته په لمانځه امر وکړي او د لمانځه د ترک په خاطر پوښتنه ترې وکړي او سزا ورکړي. په داسي حال کې چې پخپله پلار یې دې ته اړتیا لري، څو یې لاسنیوی وشي او لارښوونه ورته وشي. په اوسنیو شرایطو کې انټرنېټ، فېسبوک او ... ځوانانو ته خنډ ګرځېدلی. له دغو وسایلو خلاصون هم ناشونی دی. ځوانان خپل وخت ورباندې ضایع کوي، نه لمانځه ته پام ساتي او نه یې کتاب الله (قرانکریم) لولي. د مسلمانانو لپاره دا حالت د اندېښنې وړ دی.

هو! له ژوند څخه د اسلامي احکامو لرې کېدو د امت حالت د څارویو په شان کړی دی، چې له لږو کسانو پرته نور ټول بې له پوهې، فکر او مسوولیت نه منلو ژوند تېروي. دا ټول د هغه راعي )مسوول( نه مجودیت دی، چې د پوهې، فکر او اېمان فضا، د امت لپاره جوړوي. نو د داسې راعي )مسوول( را منځ ته کول ډېر مهم او لوی عمل دی. د هغه په رامنځ ته کولو کې باید هڅه وکړو.

یا الله! موږ د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت څخه برخمن کړې، چې د مسلمانانو وحدت پکې نغښتی وي.

اللهم آمین!

 

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو قوت او د غرب کمزوري

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

هر کله چې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د تاسیس لپاره او د الله سبحانه وتعالی د شریعت پلي کېدو ته خلک رابولو، ځینې خلک پیدا کېږي او موږ ته په دې خبره د رد ځواب راکوي چې غرب ډېر پیاوړی او قوي دی. د هغوی په وینا، که خلافت دولت اعلان کړو، ټول دولتونه به پر موږ برید وکړي او تر هغه وروسته به هېڅ وخت د پاڅېدو وس ونه لرو.

هو دوی همداسې وايي او د هغوی د دغو خبرو سرچینه په سم ډول د خپل دښمن نه پېژدنې او له هغو مفاهېمو څخه لېرېوالي ته ورګرځي چې  نصرت د الله سبحانه وتعالی په لاس دی.

موږ وایو: الله سبحانه وتعالی له موږ سره د نصرت ژمنه کړې او انشاءالله نصرت راتلونکی دی، دا زموږ لپاره یو حتمي امر دی. همدارنګه هر مسلمان باید پر دې پوه شي چې رزق، نصرت، مرګ او ... د الله سبحانه وتعالی په لاس دي.

﴿وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾ [آل عمران: 126]

ژباړه: نصرت د نه ماتې منونکي، باحکمته او پوه الله سبحانه وتعالی له لوري دی.

دا چې نصرت د الله سبحانه وتعالی له لوري دی، په دې مانا نه ده چې له اسبابو کار وانه خلو او خپل دښمن ته په رښتیني ډول ونه ګورو.

موږ وایو: هغه فکره چې غرب یې لېږدونکی دی، ډېر ژر به انشا‌ء الله له صحنې لېرې شي. غرب د داسې رښتینې اړیکې په جوړېدو کې پاتې راغلی چې په واسطه یې د خلکو تر منځ ښې اړیکې ټینګې کړي. په غربي ټولنه کې اوسنۍ واکمنه اړیکه مصلحتي ده، ژوند یې هم د مصلحت پر اساس ولاړ دی او د ژوند په اړه یې دید مادي دی.

پر همدغه اساس، د حیرانتیا وړ به نه وي کله چې غرب د خپل دښمن تر څنګ ولاړ وي او له کومې ستونزې پرته له هغه څخه ملاتړ کوي؟ ځکه د غربي دولتونو تر منځ اساس منفعت او مصلحت دی او د دغه مصحلت رښتیا کېدو لپاره کله چې اړ شي، نو د خپل دښمن تر څنګ به هم ولاړ وي. د بېلګې په توګه، عثماني خلافت او د چا پر ضد؟ د خپلو عقیدوي وروڼو پر وړاندې هغه هم که دغه تعبیر سم وي.

د ډېر وضاحت لپاره که ژوندی مثال راوړو هغه د بندیزونو او پرېکون پېښه وي، بیا ولې مسلمانانو د فرانسې د اجناسو د پېر او پلور په بندیز او د اړیکو په پرېکېدو کې یو بل ته لاسونه سره ورکړل؟ په هغه اړیکه کې مسلمانان له یو بل سره یوځای کوي، مصلحت او منفعت نه دی، بلکې اسلامي عقیده او د حلال او حرام فکره ده. له همدې امله د حیرانتیا ځای دی چې د فرانسې پر وړاندې غني او فقیر، کمزوري او پیاوړي، تور او سپین، عرب او عجم، دولتونو او لاسپوڅو واکمنانو یو بل ته لاسونه ورکړل او له فرانسې سره یې اړیکې پرې کړې. خو د الله سبحانه وتعالی په فضل سره اسلامي امت پر خپلو لاسپوڅو حکامو باور نه لري، بلکې پر خپل دین منګولې لګوي او هغه ته نصرت ورکوي. هغه کسان چې د کمزوري زړه څښتن دي، ورته وایو چې له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي.

﴿أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾ [التوبه:13]

ژباړه: ایا له هغوی (دښمنانو) وېرېږئ او جګړې ته نه دانګئ؟ اړتیا ده چې له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شئ او د الله سبحانه وتعالی له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ، که په رښتیا ایمان لرئ او رښتیني مومنان یاست.

لیکوال: محمد درده

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

د سیکولارېزم جمهوري نظام، د ښځو پر وړاندې ښکاره جنګ دی!

  • خپور شوی په تونس

(ژباړه)

له شک پرته چې موږ وینو اسلام او سیکولارېزم دوه مختلف او موازي خطونه دي، چې هېڅ نه سره یو ځای کیږي. یا هم دوه مختلفې عقیدې دي، چې ان په فرعي مسایلو کې هم هېڅ ګډ ټکی نه لري.

زموږ لپاره دا هم په ډاګه شوه، چې ذمیان، عیسویان او یهودیان په اسلامي نظام کې، په سوله کې ژوند کولی شي؛ خو د مسلمانانو لپاره دا ناممکنه ده، چې د سیکولارېزم د نظام تر حاکمیت لاندې په سوله کې ژوند وکړي.

اسلام ‌‌ذمیانو ته حق ورکړی، څو خپل ژوند وکړي، د دوی حفاظت کوي، چې خپل مذهبي مراسم تر سره کړي. دغه راز ازاد یې پریښي، څو واده، طلاق، میراث او همدارنګه خواړه، لباس او داسې نور شیان یې د خپل دین سره سم ترسره کړي؛ په دې شرط چې عامه فضا ته زیان ونه رسوي. د سیکولارېزم په اړه باید ووایم، چې د مسلمانانو ژوند او فزیکي بشپړتیا ته یې ضربه ورسوله، د هسپانیې د کړنلارې په تعقیبولو سره په دې لټه کې دي، چې له اسلام سره د دوی د جګړې په خاطر مسلمانان له اېمان څخه خلاص کړي.

هر څه چې د اسلام د احکامو مطابق بیان شي، ډیر ژر دوی پاڅون کوي او د سیکولرانو ملاتړ کوي. په داسې طریقه چې ګټه یې د غربي فرهنګ لارښوونو، مفاهیمو او قوانینو ته ورسیږي. د منځلاریتوب په پلمه نورې ټولې خبرې له پامه غورځوي او همدارنګه موږ هېڅ وخت له دوی څخه د ښځو د ژوند، فقر، لوږې او هغه بې عدالتۍ ،چې دوی ترې ځوریږي، څه نه دي اوریدلي.  

اسلامي تمدن ښځو ته اجازه ورکوي، څو قاضیانې، مخترع، سر لښکرې او د نسلونو معلمانې شي. ان په ډېری ځایونو کې مخکښې وي، سره له دې چې د دوی د فطرت سره سم، د مورولۍ دنده هم سرته رسوي. په داسې طریقه چې د دوی عزت او پاکي په کې خوندي وي. د سیکولارېزم او سیکولرانو په اړه باید ووایم چې دوی یوازې غواړي ښځې د بې ارزښته جنس یا متاع په حیث وي او دوی وکولی شي د خپلو منفي او کثیفو ګټو لپاره یې وکاروي.

له همدې امله، موږ نن ورځ د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک کمپاین کوو، چې دا د مسلمانانو وروستنۍ کلا او سنګر دی. غرب غواړي چې له افراطیت او ترورېزم سره د مبارزې تر نامه لاندې یې له منځه یوسي؛ د هغه نړیوال قانون مطابق چې اسلامي هېوادونو ته د غرب د مستعمرې اجازه ور کوي؛ هغه څوک چې موږ له هغه پرته بل څوک ترهګر نه پیژنو.

موږ د حزب التحریر ـ ولایه تونس ښځینه غړې، لکه څرنګه چې موږ د استانبول د (نسل CEDAW) د هوکړې پر ضد مو کمپاین پیل کړی دی. نو موږ چارواکو ته خبرداری ورکوو، چې په دغه پروژه کې د ګډون نه کوي او همدارنګه په خپلو خلکو باندې هم غږ کوو، څو هغه څه ته بیدار وي، چې دوی یې پلان کوي او هغه د بهرنیانو لپاره د مدرینیت او تقلید په نامه تعبیروي، چې د الله سبحانه وتعالی له احکامو څخه سرغړونه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَعْتَدُوهَا وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُون﴾ [البقره: ۲۲۹]

ژباړه: دا د الله ټاکلی پولې دي، له دې څخه مه اوړئ او څوک چې د الله سبحانه وتعالی له پولو څخه واوړي، همدوی ظالمان دي.

استاده حنان الکریمي

 د حزب التحریر ـ ولایه تونس ښځینه رسمي ویانده

 

د مطلب ادامه...

د پاکستان واکمنان په افغانستان کې د سیکولر ـ ډموکراتیک حکومت په جوړولو کې له امریکا سره مرسته کوي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د ۲۰۲۰م، د ډسمبر په ۲مه، اعلان وشو چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو پر اصولو موافقه شوې ده. د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي له دې اعلامیې څخه د «مهم پړاو» په توګه هر کلی وکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې «دا یو مهم پرمختګ دی چې د بین الافغاني مذاکراتو د پایلي په بریالیتوب کې مرسته کوي، پاکستان به د افغانستان د بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ ته دوام ورکړي. دا به یو جامع، پراخه او هر اړخیز سیاسي حل وي، چې د یوه سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره لاره هواروي.»

د ۲۰۲۰م، د فبروري په ۲۹مه، د امریکا او افغان طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې د امریکا د ګوډاګي افغان رژیم سره خبرې اترې، د ۲۰۲۰م، د مارچ په ۱۰مه په پلان کې نیول شوې وې، چې پیل شي، څو د هر اړخیز اوربند او سیاسي جوړجاړي په اړه پرېکړه وکړي. په تېرو لسو میاشتو کې، پرمختګ په ټپه ولاړ و او جګړې ته د طالبانو د بېرته راستنېدو خطر لوړ شو، چې د امریکا ډارن سرتيري ټوټې ټوټې کړي. د واشنګټن لپاره بین الافغاني خبرې اترې ډېرې مهمې دي، څو د افغانستان په سیکولر نظام کې د ځینو مصنوعي اسلامی اصطلاحاتو سره طالبانو ته ځای ومومي. امریکا د خپلې کمزورتیا له امله د خپلو ګټو خوندې کولو لپاره له خپلو اجنټانو کار اخلي. له همدې امله امریکا د پاکستان سیاسي او نظامي مشرتابه ته دنده سپارلې، چې طالبان په سیکولر جال کې بند کړي. امریکايي نظم به د امریکا ګټې د شاوخوا ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې محدود ځواک په مرسته خوندي کړي، چې په څو محدودو نظامي اډو کې به موقعیت ولري.

د امریکايي تکتیک پر اساس، د باجوه ـ عمران رژیم د سیمه ییزو امریکايي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره ډېره هڅه کوي. د ډسمبر هوکړې ته د لارې هوارولو لپاره، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ۲۰۲۰م، د نومبر په ۳مه، په راولپنډۍ کې د پوځ له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه، څو د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره وګوري. بیا د ۲۰۲۰م، د نومبر په ۱۹مه، هغه ورځ چې عمران خان کابل ته ورسېد، امریکايي ډيپلومات انګیلا ایجیلر په راولپنډۍ کې د پوځ له مشر سره وکتل. د ISPR له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دواړو ناستو کې د افغانستان د سولې پروسې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې شوې وې. عمران خان کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د جوړجاړي د خوندي کولو لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي او د امریکا له خوا به وستایل شي.

اې د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې مسلمانانو! د پاکستان د سیاسي او نظامي مشرتابه فاسد لیدلوري ته پام وکړئ. ادعا کوي چې موږ به له نړیوالو مالي سازمانونو څخه اقتصادي ګټې تر لاسه کړو، که چېرته موږ له امریکا څخه پیروي وکړو، د هغوی امرونه وڅارو او په سیمه کې یې ګټې خوندي کړو. رژیم د امریکا د ښکېلاګرو په تسلط ساتلو سره، د څو ډالرو د تر لاسه کولو لپاره د پاکستان امنیت زیانمنوي. په داسې حال کې چې دا وسله وال ځواکونه او استخبارات د اسلام او مسلمانانو د ګټو پوره کولو لپاره دي، چې د امریکا ویجاړوونکي پلانونه شنډ کړي. هر هوښیار سړی پوهېږي چې پاکستان په افغانستان کې تر ټولو پیاوړی ځواک دی، چې خپل سیاسي او امنیتي دواړه اړخونه ټاکي. تاسو باید په پاکستان کې د خلافت د تاسیس لپاره نصرت ته چمتو شئ، چې په اسانۍ سره کولای شي افغانستان او مرکزي اسیا سره یو کړي او د یووالي له لارې امت پیاوړی کړي، امریکا له سیمې څخه له سیاسي، اقتصادي او پوځي اړخه وباسي. دا رښتینې فتح ده چې مسلمانان یې باید په لټه کې شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴ـ۵]

ژباړه: په دغه ورځ (د روم په برلاسه کېدو) به مسلمانان خوشالي وکړي. د الله سبحانه و تعالی په بښل شوي بري باندې، الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي، چې خوښه یې شي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په لیبیا کې د ښکېلو ډلو تر منځ د خبرو اترو بیا پیلول

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۲۰/۱۱/۲۳مه د دوشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره د لیبیایي ګوندونو تر منځ، د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې اترې ترسره شو. د دوی تمرکز د نوي دولت په جوړولو او ولسمشرۍ پر مجلس و. لومړی بحث یې د ۲۰۲۰/۱۱/۱۵مه، د یکشنبې په ورځ ترسره شوی و او اعلان یې کړی و، چې دوی په مهمو خبرو باندې توافق ته سره رسیدلي، خو بیا هم ځینې مسایل ناحل پاتې دي. دغه بحث په داسې حال کې روان و، چې په موراکو کې هم د لیبیایي ډلو تر منځ خبرې اترې روانې وې. د دغو خبرو اترو د جنجالونو  تر شا څوک دي؟ ایا دغه خبرې اترې به په لیبیا کې روانو کړکېچونو ته د حل لاره پیدا کړي؟ او په اړه به یې د نړیوالو موقف څنګه وي؟

ځواب:

د سم ځواب تر لاسه کولو لپاره باید لومړی لاندې موضوعاتو ته اشاره وکړو:

۱ـ ترکیې تر هغو پورې د السراج ځواکونو ملاتړ کاوه، چې بالاخره د الحفتر ځواکونو ته یې ماتې ورکړه او له مرکز (تریپولي) څخه یې وایستل، تر سایرټ او جوفرا پورې یې تعقیب هم کړل او وروسته یې ورڅخه وغوښتل، چې له نورو ګوندونو سره خبرو اترو ته کېني. دغه راز دایمي اوربند ومني، ځکه ترکیې دوی ته د یاغيانو په سترګه کتل! دا ځکه چې د ۲۰۲۰/۶/۱۷ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مرکز ترېپولي ته ولاړ او د دولت له مشر فایض السراج سره یې وکتل او اعلان یې وکړ: «موږ په داسې مسایلو خبرې وکړې، چې یو دایمي اوربند ته مو ورسوي او په لیبیا کې یو دایمي سیاسي حل ته وروسېږو.» سرچینه: (Anadolu 18/6/2020) د ترکیې مداخله د السراج او د نوموړي د حکومت په ګټه نه وه، بلکې دوی غوښتل چې په نوموړي فشار راوړي، څو نور ګوندونه هم قبول کړي، ځکه ترکیه د امریکا په امر کار کوي. امریکا اعلان وکړ، چې په لیبیا کې د ترکیې د کړنو ملاتړ کوي، دا په دې مانا چې د ترکیې دغه ګام د امریکا په خوښه و. د ۲۰۲۰/۶/۸مه د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو تر منځ تلیفوني اړیکه نیول شوې وه او د لیبیا پر موضوعاتو یې بحث کړی و. اردغان داسې وښوده، چې دا د امریکا او ترکیې نوښت دی، چې د لیبیا بحران ته حلاره پیدا کړي او له دغه اړیکې وروسته اردغان له ترکي رسمي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: «له ټرمپ سره توافق ته رسیدلی یم.» د دواړو هېوادونو تنظیم کولو ته یې اشاره وکړه او پرته له دې چې نور جزیات یې په ډاګه کړي ویې ویل چې دا په لیبیا کې د دوی (دواړو هېوادونو) ګډ نوښت دی. په همدې ډول د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ۲۰۲۰/۶/۲۰ له ترکي تلویزیون سره په مرکه کې یادې خبرې تایید کړې او ویې ویل: «ترکي او امریکایي چارواکي به په ممکنه لارو چارو خبرې وکړي، لکه څنګه چې د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۰/۶/۸مه د دوو ولسمشرانو (ټرمپ او اردغان) تر منځ د تلیفوني اړیکې په وخت کې موافقه شوې وه. همدارنګه نوموړي دېته هم اشاره وکړه، چې د ترکیې او امریکا ابتکار کېدای شي له لیبیا څخه بیرون، په نورو سیمو کې هم عملي کړای شي». لنډه دا چې ترکیه په لیبیا کې یوازې د امریکا سیاستونه او پلانونه عملي کوي.

۲ـ کله چې السراج د ترکیې له ملاتړ پرته د سایرټ او جوفرا سیمو د کنټرول توانایي نه درلوده او د الحفتر تر ماتې پورې یې پر دوی د حملې کولو هڅې کولې، که چېرته دا ملاتړ نه وای درېدلای، نوموړي کولی شوای، چې دوی کنټرول کړي او په دې حالت کې نوموړی تر فشار لاندې هم و، څو له نورو ګوندونو سره خبرو اترو او اوربند منلو ته اړ کړي. ځکه نو نوموړي د ۲۰۲۰/۹/۱۶مه اعلان وکړ، چې زه به د راتلونکي اکتوبر په پای کې استعفا ورکوم، څو اردوغان خجالت شي. د ۲۰۲۰/۹/۱۶مه لیبیایي تلویزیون د نوموړي خبرې خپرې کړې، نوموړي وویل:«زه هر چاته وایم چې زما اصلي هیله دا ده، چې خپله دنده د اکتوبر تر پای پورې بل چاته وسپارم او هیله لرم چې د خبرو اترو کمېټه تر هغو پورې خپل کار پای ته ورسوي او نوی ولسمشر وټاکي. نوموړي په خپل ځان فشار راتلل هم تایید کړل او زیاته یې کړه چې د هېواد دوه طرفه کېدل به، په هېواد کې د یوې سوله ییزې فضا راتلل له خنډونو سره مخ کړي. همدارنګه ګوندونه یې په دغه کار تورن کړل او هېڅ کومې ډلې ته یې د جګړې د افشن وړاندیز ونه کړ.» ده دا ومنله چې دولت به یې هېڅکله هم په عادي یا نیمه طبیعي حالت کې عملیات نه کوي، ځکه دوی ته بهرنۍ او کورنۍ دسیسې او لاسوهنې ښې په ډاګه شوې وې. له دې سره سره په دې هم پوهېده، چې کله السراج د دولت چارې په لاس کې واخلي، نو دا به د بریتانیا کار وي؛ هغه څه چې په تونس کې یې هم وکړ. دغه راز اوس به له دې وروسته دلته هم د ۲۰۱۵م، له توافق څخه وروسته په سمدستي ډول راننوځي او همدارنګه ده خپله استفا له اروپا څخه نه، بلکې یوازې د بریتانیا د لاسوهنو پایله وبلله.

۳ـ کله چې اردوغان خبر شو چې السراج د استعفا ورکولو نیت لري، نو ویې ویل: «ما تېره اونۍ په استانبول کې له السراج سره ولیدل، ځکه نو د دغه پرمختګ او یا د خبر په اورېدو سره ډېر زیات خفه شوم.» نوموړي زیاته کړه؛ چې د ترکیې استازو او دولتي روغه کوونکو تر منخ به هم د دغه غوڼدې په شان د روانې اونۍ په پای کې غونډه ونیول شي. که الله تعالی غوښتي و، نو موږ به دغې مسالې ته ښه جهت ورکړو. (Anadolu  Agency and Reuters 18/9/2020) په پای کې السراج له خپلې استعفا څخه تېر شو، د ۲۰۲۰/۱۰/۳۰مه الجزیرې شبکې خپره کړه: د لبیا د ولسمشرۍ ماڼۍ مشر فیض السراج، نن د جمعې په ورځ وویل؛ چې زه له خپل هغه اعلان څخه تېر یم، چې غوښتل مې د اکتوبر ترپایه پورې خپلې ولسمشرۍ ته د پای ټکی کېږدم. دغه خبره د السراج ویاند هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې وه. د ۲۰۲۰/۱۰/۳۰مه، الجزیرې هم دغه خبر تایید او په رسمي ډول سره اعلان کړ. اروپا هم د السراج له استعفا سره موافقه نه وه او د اردوغان پرېکړې ته یې هم غاړه نه اېښوده، خو د نوموړي نظریه یې په همدغو الفاظو خپروله. همدارنګه مخکینیو سرچینو زیاته کړه، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له السراج څخه وغوښتل، څو په لیبیا کې د خبرو اترو په موده کې باید خپلې دندې ته دوام ورکړي. دغه خبرې السراج او ماس یو له بل سره له تلیفوني اړیکې، چې په لیبیا کې پر وروستیو پرمختګونو غږېدل، پر مهال وکړې. همدارنګه دغه خبر د لیبیا دولت پر فېسبوکپاڼه هم خپور شوی و. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د اړیکې پر مهال وویل: په خپل مقام د السراج پاتې کېدل یوه، مهمه مساله ده، چې په دغه ځانګړې مرحله کې د لیبیا د دولت رهبرۍ ته ثبات او ادامه ورکړي. سرچینه:... (Al-Jazeera 30/10/2020) 

۴ـ د روسیې د مداخلې د مخنیوي لپاره ترکیې له امریکا سره په همغږۍ دغه کارونه وکړل او روسیې هڅه کوله، چې ځان بېطرفه وښیي، د دواړو تر منځ د منځګړي په توګه عمل وکړي، که څه هم پوځي ځواکونه یې د الحفتر د ملاتړ لپاره هلته استولي، خو بیا یې هم ادعا کوله، چې پوځي ځواکونه یې نه دي استولي، خو دغه د روسیې امنیتي کمپنۍ ده، چې پوتین ورسره شریک دی. دغه راز نه غواړي د السراج له دولت سره خپلې اړیکې پرې کړي؛ بلکې غواړي چې د السراج په دولت باندې خپل نفوذ ولري او د لیبیا په خبرو اترو کې برخه هم واخلي. دا ځکه چې نوموړی په منځني ختیځ او اروپا کې، د روسیې پخواني ولسمشر میکایل ګورباچوف ځانګړی مامور او لاسپوڅی دی. ده به ویل چې موږ د لیبیا په اجنډا کې د تریپولي له چارواکو سره په همغږۍ، د ترکې په ګډون له نړیوالو طرفونو سره په پوره باور په خبرو اترو کې برخه اخلو. نوموړي په لیبیا کې د ترکیې او روسیې همکاري او یووالی وستایه، چې ښکاره بېلګه یې د ۲۰۲۰/۱/۱۳مه د روسیې د ولسمشر ویلادمیرپوتین او ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مثبت نقش و، چې د جنګ د دواړو لورو تر منځ یې اوربند وکړ او هم یې د برلین د کنفرانس د دایرېدلو لپاره یو ښه فرصت برابر کړ. سرچینه (Al-Ahram 20/7/2020)

۵ـ ۲۰۲۰/۶/۱۰مه، د پمپیو له سکرتریت څخه په لیبیا کې د سمدستي اوربند غوښتنه وشوه او له ټولو بیرونیو طرفونو څخه یې وغوښتل، چې باید خبرو ته سره کیني. نوموړي وویل: «د دولت د ملي یووالي او د لیبیا د ملي پوځ تر منځ پرېکړه، چې د نړیوالې ټولنې په حضور کې ترسره شوه، یو ښه او مثبت ګام و. د مثبتو او ژر تر ژره خبرو د پیلولو یوازینۍ لاره دا ده، چې باید اوربند عملي کړای شي او د نړیوالې ټولنې په مشرۍ په لیبیا کې سیاسي خبرې اترې پیل شي.» سرچینه: "(Sky News 10/6/2020) کله چې دغو دواړو لورو اوربند قبول کړ، نو امریکا دغه توافق ته ډېره خوښي څرګنده کړه او دغه پرېکړه یې د ۲۰۲۰/۱۰/۲۶مه، د پمپیو له سکرتریت څخه اعلان کړه: «په لیبیا کې د دواړو جنګي ډلو تر منځ اوربند یو مثبت ګام دی او ټول هغه بهرني جنګیالي چې غواړي نوی حکومت جوړ کړي، باید د ملي ټاکنو لپاره ځانونه تیار کړي. د ۲۰۲۰/۱۰/۲۳مه، نړیوالې ټولنې هم له لیبیا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل: «په لیبیا کې د جنګ دوه لوري به په متحده ایالتونو کې له پنځو ورځو خبرو اترو وروسته په دایمي اوربند موافقه وکړي. سرچینه: (Reuters 23/10/2020)  په دې ډول امریکا په سیاسي او دېپلوماتیک ډول د متحده ایالتونو په نوم سمدستي د لیبیا چارو ته ځان ورداخل کړ، تر څو هلته د اروپا په ځانګړي ډول د بریتانیا نفوذ راکم او تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.

۶ـ دا هر څه چې په لیبیا کې وشول دا ټول سیاسي رقابتونه وو، چې پوځي جنجالونه یې راپورته کړل، دلته لوبه روانه وه، څو په لیبیا کې دغه دوې ډلې د توافق او خبرو مېز ته کېنوي. بریتانیا د دغه کار لپاره درې ځلې هڅې وکړې، لومړی ځل یې د ۲۰۲۰/۹/۶-۱۰ پورې د بوزنیکا په مراکش ښار کې د دواړو لورو د خبرو اترو پیلولو لپاره کنفرانس جوړ کړی و. دویم ځل یې د ۲۰۲۰/۱۰/۲-۶ پورې کنفرانس جوړ کړی و. په دریم ځل یې د ۲۰۲۰/۱۱/۵ مه د دواړو لورو لوړ پوړو استازو د معلومولو لپاره، د چارچوب پر محتوای امضا وکړه. داسې ښکارېده، چې د دغو جلسو تر شا برېتانیا د خپلو استازو په واسطه لاس درلود او غوښتل یې چې د ۲۰۱۵/۱۲/۱۷مه په مراکش کې د سکیرټ توافق، بیا له سره عملي کړي. دغه هوکړه یې په تریپولې کې د لیبیا دولت د عالي شورا په مشرانو لاسلیک کړی و او په ټوبروک کې یې د پارلمان په مشر لاسلیک کړی و.

۷ـ  د امریکا متحده ایالتونو د سیاسي استازي سټېفاني ویلیم په لاس، د کاغذونو په واسطه ټوله بازې څېړله او موضوع یې د خپل سیاست او دېپلوماسۍ سره سمه روانه کړې وه. خو په ښکاره به یې ویل، چې د لیبیا په هکله باید خبرې پیل شي، لکه څنګه چې په بوزنیکا کې ترسره شوې. د ۲۰۲۰/۱۱/۹مه په تانزانیا کې د لیبیا د دوو جنګي ډلو تر منځ په مستقیم ډول خبرې اترې پیل شوې او د متحده ایالتونو له خوا ۷۵ لیبیایي سیاسیون، چې پخپله د امریکا له خوا ټاکل شوي وو او د امریکا له خوا اداره کېدل، د خبرو اترو ټیم د عالي شورا غړو، کارپوهانو او د دریو سیمو (تریپولي، بارقا او فیزان) سیمو له استازو جوړ شوي وو.

د ۲۰۲۰/۱۱/۱۵مې په بېګاه ویلیم وویل: «د لیبیا د دوو ډلو تر منځ مخامخ خبرې اترې، د ښو پایلو په درلودلو سره پای ته ورسېدې او د دویم ځل لپاره به په دغه اونۍ کې بیا انلاین خبرې اترې ترسره شي. له مثبتو پایلو څخه یې موخه د ټاکنو د نیټې ټاکل، د اجرایې ریاست د استعفا موده او د ولسمشرۍ او حکومتي شوراګانو لپاره د کار پیلولو د شرایطو اماده کول وو. د لیبیا په هکله د خبرو اترو ټیم له اوو ورځو خبرو وروسته د دریو فایلونو په ترتیبولو سره موافقې ته ورسېدل. لومړی دا چې د ۲۰۲۱/۱۲/۲۴مه، به ټاکنې ترسره کېږي، چې دغه ورځ د لیبیایانو لپاره ډېراهمیت هم لري. ځکه چې دوی په ۱۹۵۱م، په همدغه ورځ ازادي هم اخیستې وه. د اجرایه ریاست لپاره یې د استعفا موده هم معلومه کړه او همدارنګه د ولسمشرۍ د چارو د مخته بېولو لپاره یې هم شرایط په پام کې ونیول شول. دا به یو ساده مسوولیت وي، بل دا چې په ملي روغه جوړه باندې به هم کار کېږي او دا دری استازي به له دریو سیمو (جنوبي، ختیځو او لیدیځو) برخو څخه وي، درېیم فایل ته په کتو سره به دا غړي یوازې د دولت کولو لپاره لیاقت په پام کې نیسي، څو وکولی شي د لیبیا د خلکو لپاره سهولتونه لکه اوبه، برق او نورې اړتیاوې برابرې کړي. دغه راز د ولسمشرۍ مجلس او  دولت باید یو له بل سره په کار کولو کې بېل بېل چوکاتونه ولري. د دغه مقام لپاره به نفر د لنډې مودې لپاره د تکنوکراتو له خوانه د ګوندونو له خوا ټاکل کېږي. دلته ډېر کار ته اړتیا ده ځکه د لسو کلونو جګړې په یوه اونۍ کې نه شې حل کېدای. برخه اخیستونکي له دې سره موافق دي، چې د ویډیو له لارې خبرې وکړي او د یوې قانوني کمېټې جوړولو لپاره یو میکانیزم برابر کړي او د ټاکنو لپاره د اساسي قانون مطابق ځینې اساسات برابر کړي، چې دا بیا یوه بېله مساله ده. سرچینه: ((Anadolu Agency 16/11/2020 د سخیرات توافق دوی بیخي هېر کړی، دا ډېر یو تېز کار و چې کله ویلیم وویل: لس کاله جګړې به په یوه اونۍ کې ختمې نه شي. نوموړي ټول اسناد دویم ځل وکتل، څو وکولای شي دغه تړون په غیر رسمي ډلو لغوه کړي او د بریتانیا نفوذ راکم او که امکان ولري بیخي یې له منځه یوسي. یعنې که پوره یې له منځه وړل امکان ونه لري نو لږترلږه تر خپل کنټرول لاندې خو یې راولي.

۸ـ د متحده ایالتونو له خوا مامور سټېفاني ویلیم ژمنه وکړه، چې د خبرو اترو ځنډوونکو ته به قانوني سزا ورکول کېږي او ویې وویل: «هغوی چې هڅه کوي د خبرو اترو کوونکو غړو ته پیسې ورکړي، په ډاګه به شي او مخه به یې ونیول شي او د پیسو او رشوت ورکول او رایو اخیستلو په اړه به یې څېړنې پیل شي» دغه راز دېته یې هم اشاره وکړه، چې داسې یو کود هم شته، چې د مداخلې لپاره د سیاسي پیسو اخیستل او ورکول په ډاګه کړي. نوموړې وویل: «داسې طرحه نشته چې په خبرو اترو کې د برخه اخیستونکو هویت پکې پټ وساتل شي، خو د دې لپاره ۶۱ او ۷۵ فیصدي د ملي اجماع لپاره ډېره اړینه ښکاري.» سرچینه: (Ash-Sharq Al-Awsat 17/11/2020) نوموړې د امریکا له پالیسۍ سره سم د متحده ایالتونو د مامور په نوم مخته روانه وه. امریکا پخپله د متحده ایالتونو د استازو په وسیله، د دغې پرېکړې ملاتړ کاوه، لکه څنګه چې د متحده ایالاتونو استازو به د لیبیا د ثبات لپاره رایه ورکوله او خپل ملاتړ به یې ورڅخه ښوده. قانون وایي: په لیبیا کې خبرې اترې ځکه مهمې دي چې د امریکا له خوا رهبري کېږي. کوم شخص یا اتحادیه باندې په غیر قانوني ډول د تېلو استخراج کول او یا هم له مالي انستیتیوتونو سره په پټه اړیکه ټینګول غیر قانوني کار دی او دا به د بشري حقونو په قانون کې ځواب ویونکي هم وي. سرچینه: ... (Sky News 19/11/2020)

۹ـ بالاخره د لیبیایي ډلو تر منځ د لیبیا د ۵+۵ پوځي کمېټې په شمول، مذاکرات پای ته ورسېدل او د برلین د کنفرانس په شکل به د امریکا تر څار او د متحده ایالاتونو د استازو تر کنټرول لاندې به اوربند وشي. د ۲۰۲۰/۱۱/۴مه، نوموړې اعلان وکړ، چې دغه اجماع باید د تړون دورې ته راورسېږي او ویې ویل:« ۱۲مهمې خبرې دي، چې اوربند ساتلی شي او مهمه دا ده چې یوه پوځي کمېټه باید وټاکل شي، څو ټولې خارجي قواوې بېرته خپلو هېوادونو راوګرځوي او د دغو دوو ګوندونو ځواکونه له سایرت او جوفرا سیمو څخه راوباسي. ۲۰۲۰/۱۰/۲۳مه، په حینوا کې هم داسې پرېکړه شوې وه، چې دری میاشتې وخت یې بهرنیو ځواکونو ته ورکړی و، چې باید د ليبیا له خاورې څخه ووځي. سرچینه: (Reuters 23/10/2020) اردوغان وویل: زه نه پوهېږم چې د واګنر په شان سربازان به په دریو میاشتو کې له لیبیا څخه ووځي او کنه.  نوموړي وویل: «دا هغه وخت په لیبیا کې له روسیې سره تنظیم کړل شوي وو او امریکا په روسیه باندې فشار نه راوړي، چې دغه او ځینې نور دېته ورته ځواکونه وباسي، خو هر وخت چې امریکا خپلو اهدافو ته ورسېږي، نو لکه په سوریه کې به بیا دغه کار وکړي.

۱۰ـ خلاصه هغه څه چې موږ په جزیاتو ورته اشاره وکړه، په لاندې ډول دي:

a- د السراج دولت غواړي د ترکیې ملاتړ ورسره وي، ځکه چې د اروپا په ځانګړي ډول د برېتانیا له پروژو څخه برخه‌من شي او الحفتر ته ماتې ورکړي او هغه سیمې لکه جوفرا او سارېټ په خپل کنټرول کې راولي، خو ترکیه د السراج څخه د امریکایي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ملاتړ کوي.کله چې د السراج ځواکونه ډېر ژر سارېټ او جوفرا سیمو ته ورسېدل، خو ترکیې له السراج څخه خپل ملاتړ بند کړ او له نوموړي څخه یې وغوښتل، چې اوربند وکړي او له نورو ګوندونو سره خبرو اترو ته کېني، السراج حیران پاتې شو او فکر یې وکړ، چې اردوغان دی د استعفا په اعلانولو سره وشرماوه، خو ترکيې پر نوموړي فشار راوړ، څو داسې کار ونه کړي او کله چې اروپا هم په السراج باندې د ترکیې له خوا د فشار په زیاتېدو پوه شوه، چې نوموړی د اردوغان فشار ته غاړه نه ږدي، نو دا په دې مانا چې السراج له خپلې استعفا څخه بېرته ګرځېدلی دی. دا هغه څه دي، چې اروپا او برېتانیا غوښتل، چې دغه کار د بریتانیا او اروپا په ګټه و. چې السراج له دوی سره وي ځکه دوی خپله د السراج د استعفا تر شا ولاړ و.    

b- دغه بحثونه د ډېرو مهمو قدرتونو له خوا برابر شوي و، کوم هېوادونه چې د دوی کوربه وو، د دوی ستونزې یې ورته حل کولې یا یې نورې هم خرابولې او په ګوندونو باندې یې فشار راوسته، څو د دوی خبره ومني او خپل نفوذ ورباندې زیات کړي. په اصل کې دوی نه غوښتل چې د دوی ستونزې په سم ډول ورته حل کړي، چې د سخیرات تړون یې يو ښکاره مثال دی. بریتانیا غواړي چې همدغه تړون پرته له ځنډ څخه د السراج په حکومت باندې قبول کړي. بریتانیا د بوزنیکا په ناسته کې هم هڅه کوله، چې په دغه تړون باندې ځینې نورې مادې ورزیاتې کړي، خو ویلیم د امریکا دېپلوماتي مامورې د متحده ایالتونو تر نوم لاندې د دغو دوو ګوندونو تر منځ جلسه کې د جینوا پرېکړه، د (اوربند منل) غوښتل ورباندې ومني، څو بیا دا هم قبول کړي، چې یو کال وروسته به ټاکنې کوي. امریکا په تمامه معنا هڅه کوله، چې د امریکا ماموریت بریالی شي او د بریتانیا لاس له لیبیا څخه ورلنډ اولیبیا تر خپل کنټرول لاندې راولي.

c- مهمو رقابت کوونکو (امریکا او بریتانیا) تل هڅه کوله، چې یو د بل مخه ونیسي او د یو بل پروژې ودروي او خپلې پروژې کامیابې کړي. ځکه نو دا یو ناشونی کار دی چې د دغه هېواد لپاره د سمه حلاره پیدا کړل شي او د لیبیا د خلکو لپاره د واقعي امنیت او سوله راشي، ځکه کله چې ټاکنې وشي، نو تر پایه به په خپل حالت پاتې نه شي، تر هغو به جنجالونه روان وي، چې امریکا یا اروپا خپل نفوذ په لیبیا کې محکم نه کړي او لیبیا به د دغه اور مواد وي. د لیبیا د خلکو لپاره دېته اړتیا وه، چې دغه ټولې دسیسې رد کړي او د بل هېواد د غلامانو خبرو پیروي ونه کړي او یو بل ته یې د ورورۍ لاسونه ورکړي وای او له دغه جنجالونو څخه یې ځانته یوه حلاره پیدا کړې وای. همدارنګه د امت له سیاسي او باخبره بچیانو سره یو ځای شوی وای، څو یې لیبیا هم د اسلامي دولت یوه برخه جوړه کړې وای، چې په دغه نظام کې ټول اسلامي هېوادونه راځي. دغه نظام بیا راشده خلافت دی او د خلیفه په وسیله به رهبري کېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دغه خلافت زیری راکړی دی.

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَة عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: خلافت به بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره باندې تاسیسېږي.

۱۴۴۲هـق، د ربیع الاخر ۱۰مه

۲۰۲۰م، د نومبر ۲۵مه

د مطلب ادامه...

په بما انزل الله سره د حکم کولو د بیا اعادې لپاره، یوازې استغفار ویل کفایت نه کوي!

(ژباړه)

د عبدالله ابن بسر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

»طُوبَى لِمَنْ وَجَدَ في صَحِيفَتِهِ اسْتِغْفَارًا كَثِيراً» (رواه ابن ماجه، فی باب الاِسْتِغْفَارِ)

ژباړه: مبارکي دي وي د هغه چا لپاره چې د اعمالو په کتاب کې یې استغفار ډیر وموندل شي.

د حدیث مفهوم

انسان چې هر څومره ډېر استغفار ووایي او د الله سبحانه وتعالی ذکر پر ځای کړي، په هماغه اندازه الله سبحان وتعالی ته نیږدې کیږي، په دې شرط چې ذکر او استغفار یې پرته له ریا وي او په دنیا کې یې پایله داده چې ټولې د خیر، توفیق، د کار د اسانتیا او برکت دروازې یې پر مخ پرانیستل کیږي. په اخرت کې به یې د اعمالو کتاب له ښو (نیکو) اعمالو او استغفار څخه ډک شي؛ نو په دې ډول د دنیا هېڅ خوند او عیش له استغفار څخه بهتر نه دی؛ نو بیا څرنګه خپل ژوند پرته له استغفار څخه تیروئ؟

ای مسلمانانو!

استغفار او ذکر له نورو نیکو اعمالو نه دی جلا؛ ځکه چې د انسان ټول اعمال د الله سبحانه وتعالی له ذکر او یاد سره اړیکه لري؛ نو هر عمل چې موږ کوو، پیل یې د الله سبحانه وتعالی په نامه دی او دده په حمد او ثنا سره هغه کار پای ته رسوو. دغه راز دا هغه څه دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلي دي. همدارنګه استغفار ذکر کڼل کېږي؛ خو هغه څه چې نن د خلکو تر منځ لیدل کېږي، د ذکر او اعمالو تر منځ یې فاصله جوړه کړې ده او ذکر په عمل پوري تړلی نه بولي. داسې مسلمانان شته چې په ګناه کې یې سقوط کړی او ان د یوې عجیبي منظرې (پیښي) شاهد کیږي. د مسلمانانو یو ټولی وینئ چې د مسجد په اول صف کې ناسته وي، څو له لمانځه وروسته د الله سبحانه وتعالی ذکر وکړي، په داسي حال کې چې ددوی تر شا داسې کسان موجود دي چې غواړي کفري قوانین پر دوی حاکم یا پلي کړي، خو هغه کسان چې په ذکر مشغول دي، د داسې ښکاره منکر د تغیر لپاره هېڅ ډول تګلاره نه لري او داسې فکر کوي، چې په بما انزل الله د حکم نه کېدو مسوولیت، په دوامداره ذکر سره ادا کیږي.

د حدیث شریف خلاصه:

په دې حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د ذکر او استغفار ویلو ته تشویق کړي یو او دا دوه اعمال دي، چې موږ یې الله سبحانه وتعالی ته نیږدې کړي یو، د هغه په رحمت کې مو شاملوي یا د هغه په رحمت کې یې شامل کړي یو؛ په داسې حال کې چې ځیني خلک ذکر په عمل پوری نه تړي. ډېری خلک شته چې له لمونځ کولو څخه وروسته په ذکر او استغفار ویلو مصروف شي، خو په دې چې حاکمان دین نه ورباندي پلی کوي، سر نه ګرځوي ، نه هم له دې حالت څخه د وتلو او اصلاح لپاره د کومې عملي تګلاې په لټه کې دي.

یا الله! موږ ته د نبوت پر تګلاره راشده خلافت چې د امت وحدت پکې نغښتی وي، را په نصیب کړې او موږ ترې برخمن کړې او له بدمرغیو او ناخوالو څخه مو لرې لرې. یا الله دا ځمکه ستا په کرم سره روښانه وګروځوه. الهم آمین آمین!

د مطلب ادامه...

د مسجد لمانځه په صفونو کې د فاصلې بدعت

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

د فرید سعید، اسید سلیم، صفاءمحمد، حسن یاسر، ناصر الاسلام او ریاحي ابو فاطمه وروڼو او خویندو د پوښتنو په ځواب کې!

تر دې وړاندې مې د جمعې د لمانځه په اړه د ۱۴۴۱ هـ.ق کال په شعبان میاشت کې او همدارنګه د ۱۴۴۱ هـ.ق کال په د شعبان میاشتې پر ۱۸مه، وروسته د ۱۴۴۱ هـ.ق کال د شوال په میاشت کې مې ځوابونه بیان کړي وو چې همغه ځوابونه ستاسو د پوښتنو لپاره بسنه کوي؛ په دغو ځوابونو کې داسې ویل شوي دي:

لومړی د ۱۴۴۱ هـ.ق کال په شعبان میاشت کې په دویم ځواب کې داسې ویل شوي: «... د جمعې لمونځ فرض عین دی، د الله سبحانه وتعالی د دغه قول په دلیل چې فرمایلي یې دي:

﴿إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ﴾ {منافقون: ۹}

ژباړه: کله چې د جمعې لمانځه لپاره اذان وشي، د الله سبحانه وتعالی په ذکر پسې ولاړ شئ، پېر او پلور پرېږدئ. دا ستاسو لپاره غوره ده، که پوهېدئ!

په پورتني ایت کې امر واجب دی، د هغې قرینې په دلیل چې په ایت کې راغلې ده، چې هغه له مباحو څخه نهیې ده. دا نهې پر جازم طلب دلالت کوي. حاکم په مستدرک کې له طارق بن شهاب، له ابوموسی او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح شرط سره روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلَّا أَرْبَعَةٌ: عَبْدٌ مَمْلُوكٌ، أَوِ امْرَأَةٌ، أَوْ صَبِيٌّ، أَوْ مَرِيضٌ»

ژباړه: له څلورو کسانو پرته د جمعې لمونځ په مسجد کې پر هر مسلمان واجب دی؛ غلام، ښځه، ماشوم او ناروغ.

(حاکم ویلي چې دغه حدیث صحیح دی)

خو هغه څوک چې ډارېږي مسجد ته یې تګ  واجب نه دی، ځکه له بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يُجِبْهُ فَلَا صَلَاةَ لَهُ إلَّا مِنْ عُذْرٍ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا الْعُذْرُ؟ قَالَ: خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ»

ژباړه: له شرعي عذر پرته که چا اذان واورېد او اجابت یې نه کړ، لمونځ یې نه سیي کېږي. ویې ویل، اې رسول الله صلی الله علیه وسلم عذر څه دی؟ ویې فرمایل: ډار او یا ناروغي.

(بیهقي دغه حدیث په سنن الکبري کې راوړی دی.)

او په همدغه ترتیب نور روایاتونه هم شته. پر همدغه اساس، له استثناء پرته د جمعې لمونځ پر هر مسلمان واجب دی.

دویم: د ۱۴۴۱ هـ.ق کال د شعبان پر ۱۸مه موږ داسې ویلي دي: د الله سبحانه وتعالی دغه قول:

﴿يَا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [جمعه: ۹]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې د جمعې د لمانځه لپاره اذان وشي، د الله سبحانه وتعالی ذکر ته ودانګئ، پېر او پلور بند کړئ. دا ستاسو لپاره غوره ده که پوهېدئ!

نو پر همدغه اساس، پرته له دې منع شي، مسلمان د جمعې لمانځه لپاره هڅه کوي؛ په همدغه ترتیب د جمعې د لمانځه لپاره هڅه فرض ده. ځکه دا هڅه متقرن په ترک سره مباح ده؛ یعنې د جمعې لمونځ په ځانګړي ځای لکه کور کې نه ادا کېږي. پر همدغه اساس، په مسجد کې د جمعې د لمانځه ادا کولو منع جواز نه لري. په ځواب کې ویل شوي چې د مسجدونو تړل او د حکامو له لوري د جمعې له لمانځه څخه منع جایزه نه ده او لویه ګناه ده. پر همدغه بنسټ، که حکامو په مسجدونو کې د جمعې د لمونځ ادا کول منع کړل او له کورونو پرته بل ځای پاتې نه شو، نو په هغه صورت کې دې څلور رکعته د جمعې لمونځ ادا شي؛ خو دولت د مسجدونو تړلو له امله د سترې ګنا مرتکب شوی دی.

د اسبابو په اړه باید وویل شي: د اسبابو او تدابیرو نیول سم او جایز دي. په دې شرط چې د شریعت مخالف نه وي. د جمعې د لمانځه په تړاو تدابیر دا دي چې ناروغان ولاړ نه شي، خو روغ کسان دې د لمانځه ادا کولو لپاره مسجدونو ته ولاړ شي. په دغه ځواب کې مې د مسجدونو تړلو او بندولو په تړاو کافي دلیلونه یاد کړل او ومو ویل چې راغه کسان دې د لمانځه ادا کولو لپاره مسجدونو ته ولاړ شي او د ساري ناروغیو مخنیوي او هغو کسانو لپاره چې پر دې ناروغیو اخته دي، تدابیر ونیول شي؛ چې دا مسله واضحه ده. داسې ونه ویل شي چې روغ کسان ځینې وخت پر کورونا ناروغۍ اخته دي؛ خو نښې یې نه دي واضح شوې. باید ټول خلک مسجد ته له تګ څخه منع شي، یعنې د هغې سیمې ټول اوسېدونکي باید مسجد ته له تګ څخه وګرځول شي؛ چې د داسې استدلال او وینا لپاره هېڅ دلیل نشته.

درېیم: وروستی ځواب مو د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون پر اتمه راغلی دی:

  • رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کوم د کیفیت تغیر د لمانځه لپاره ټاکلی، هغه بدعت دی. په دې برخه کې شرعي حکم دا دی چې روغ کس دې په عادي ډول په لمانځه کې ګډون وکړي او پر لپسې دې له فاصلې پرته په صفونو کې ودرېږي؛ خو پر ساري ناروغۍ اخته کس دې مسجد ته د لمانځه لپاره نه ځي.

  • کله چې دولت مسجدونه وتړل او روغ خلک یې د جمعې او له نورو لمنځونو څخه منع کړل، د لویې ګناه مرتکب کېږي. په دې دلیل چې د جمعې او له نورو لمنځونو څخه یې خلک منع کړل. نو لازمه ده چې تل د لمانځه لپاره مسجدونه پرانیستي وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

  • کله چې دولت لمنځ کوونکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه له لمونځ کولو څخه منع کړل او هغوی یې اړ کړل چې په لمانځه کې یو یا دوه متره واټن مرات کړي؛ په ځانګړي ډول که د ناروغۍ نښې نه وي، دا ستر ګنا بلل کېږي.

دا شرعي حکم دی چې په دې مسله کې ترجیع ورکوو. الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او حکمت درلودونکی دی. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې مسلمانان پر سمه لار روان کړي او څنګه چې الله سبحانه وتعالی امر کړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه عبادت وکړي. حنیفي شریعت له کومې نیمګړتیا پرته د راشده خلافت په بیا تاسیس سره پلی کړي. له شک پرته د الله سبحانه وتعالی په مرسته د خلافت په بیا تاسیس کې لوی خیر او بریا ده. الله سبحانه وتعالی هېڅ شی په ځمکه او اسمان کې نه دي عاجز کړي او الله سبحانه وتعالی ماتې نه منونکی ذات دی.»

څلورم: دا چې د جمعې لمونځ فرض عین او لازم دی او دغه لمونځ باید په هغه کیفیت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی ادا شي؛ خو د حکامو له لوري په دې طریقه له لمانځه څخه منع کول ستره ګناه ده، برابره ده چې که دغه منع کول له مسجدونو څخه وي او یا په شرعي طریقه له لمانځه څخه د خلکو په منع کولو وي.

بل دا چې د جمعې لمونځ فرض عین دی او هر مسلمان ته لازمه ده چې د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره په شرعي طریقه هڅه وکړي او په ټولو ارکانو او شرطونو سره یې ادا کړي؛ چې صفونه یو له بل سره تړلي وي. که د جسمي مانع دلیل وي او یا داسې ظالم حاکم وو چې په شرعي طریقه یې مسلمانان د لمانځه له ادا کولو څخه منع کول، لمونځ کوونکي یې اړ کول چې بدعت ترسره کړي، د صفونو تر منځ یې واټن اجباري کاوه، په دغه صورت کې دې لمونځ کوونکي تر خپله وسه لمونځ ترسره کړي او پخپله ظالم حکام ګنهکارېږي. په هغه روایت کې چې مسلم رحمهماالله له ابوهریره څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«وَإِذَا أَمَرْتُكُمْ بِأَمْرٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ»

ژباړه: کله چې مې تاسو ته د کوم کار دنده وسپارله، څومره مو چې وس کېږي، هغه دستور ترسره کړئ. (بخاري)

نو پر همدغه اساس، که یو مسلمان دا وس درلود چې د جمعې لمونځ په پیوست ډول په صفونو کې ترسره کړي، لازمه ده چې په همغه صورت کې یې ترسره کړي. ځکه د لمانځه په صفونو کې فاصله تر هغه یې چې وس لري، بدعت ده؛ خو که د حکامو د جبر له امله مو وس نه درلود چې هغه په شرعي طریقه ادا کړئ، تر خپله وسه لمونځونه وکړئ. نووي متفوي په ۶۷۶ هـ.ق کال کې پخپل کتاب (منهاج شرح صحیح مسلم بن الحجاج) د دغه حدیث د شرحې په اړه د مسلم په لفظ سره ویلي: له ابوهریره روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«فإذا أَمَرْتُكُمْ بِشَيْءٍ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ»

ژباړه: کله مې چې د کوم کار امر درته وکړ، څومره چې وس لرئ، هغه ترسره کړئ. (بخاري)

نووي د دغه حدیث په شرحه کې ویلي: کله چې تاسو ته د یو څه امر کوم، هغه حکم څومره چې وس لرئ، ترسره یې کړئ. دا د اسلام مهم قواعد او هغه خبرې دي چې بیان شوې دي. د دې قاعدې پر اساس دې، ټول مسلمانان خپل لمنځونه له ارکانو سره یوځای ترسره کړي. الله سبحانه وتعالی تر ټولو غوره عالم دی.

پنځم: په همدغه ترتیب، ټولو پوښتنه کوونکو وروڼو ته لازمه ده چې په جدیت سره د جمعې لمونځ ادا کړي؛ ځکه د جمعې لمونځ فرض عین دی.

﴿يَا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [جمعه: ۹]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې د جمعې د لمانځه لپاره اذان وشي، د الله سبحانه وتعالی ذکر ته ودانګئ، پېر او پلور بند کړئ. دا ستاسو لپاره غوره ده که پوهېدئ!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلَّا أَرْبَعَةٌ: عَبْدٌ مَمْلُوكٌ، أَوِ امْرَأَةٌ، أَوْ صَبِيٌّ، أَوْ مَرِيضٌ»

ژباړه: له څلورو کسانو پرته د جمعې لمونځ په مسجد کې پر هر مسلمان واجب دی؛ غلام، ښځه، ماشوم او ناروغ.

(حاکم ویلي چې دغه حدیث صحیح دی)

 یعنې څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي، په پیوست ډول په صفونو کې لمونځ ادا کړئ؛ خو که حکامو په اجباري ډول د لمانځه په صفونو کې پر فاصلې پرېښودو ټینګار کاوه، نو په دغه صورت کې تر خپل وس پورې لمونځ ادا کړئ. په عین حال کې باید د راشده خلافت لپاره په جدي ډول کار وکړئ، څو د الله سبحانه وتعالی په مرسته د خلافت په بیا تاسیس سره ټول شرعي احکام پلي شي.

هیله‌مند یم چې په همدغه کچه ځواب بسنه وکړي، الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او باحکمته دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې