هجری قمری نېټه : 2 رجب 1442
میلادی نېټه : سه شنبه, 23 فبروری 2021 م
ولایة تانزانیا
مطبوعاتي دفتر
پرون، د ۱۴۴۲ هـ.ق کال، د رجب ۱، چې د ۲۰۲۱م کال، د فبرورۍ له ۱۳مې سره سمون خوري، د حزب التحریرـ تانزانیا غړو په بېلا بېلو سیمو کې د خلافت د راپرځېدلو د کلیزې په یاد په رسمي توګه کمپاین پيل کړ، چې سرلیک یې و: «د خلافت د راپرځېدو سلمه کلیزه» چې په ۱۳۴۲ هـ.ق کال، د رجب په میاشت کې دا پېښه رامنځته شوې وه. همدا نېټه لد ۱۹۲۴م کال، د مارچ له میاشتې سره سمون خوري.
مخکې له دې چې د جمادی الاخر په ۳۰مه د جمعې په ورځ د جمعې منشورونه وکاروي، دوی په بېلا بېلو جوماتونو کې لیدونکو ته د هېواد په کچه پيغام واورول، څو دا نړیوال کمپاین عام کړي.
په هغو سیمو کې چې پرون کمپاین پیل شوی: دار السلام، مګومیني جومات، کاریاکو جومات څخه د باندې، د ادریسا جومات او د نورا، مندي، مباګالا جوماتونه.
په زنزیبار ښارګوټي کې د زنزیبار مسجاني او مجیبني جوماتونه، د قطر چک چک جومات، پمبا ټاپو او همدا راز په مانوزا او تانګا سیمو کې ځینې نور مشهور جوماتونه.
د خلکو ډلو ته لنډې ویناوې وشوې او مسلمانانو ته یې د هغو غمیزو یادونه وکړه چې امت وروسته د خلافت له لاسه ورکوو ورسره لاس او ګرېوان دی. پر اسلامي امت واجب ده چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي، همدا راز موږ له دوی څخه غواړو چې د حزب التحریر ملاتړ وکړي، څو وکولای شي په رښتینې توګه اسلامي امت ازاد کړي.
د خلافت د راپرځېدو د یوې پېړۍ کمپاین به د رجب په میاشت کې دوام ومومي او په نړیوال او سیمه ییزه کچه به په ټوله نړۍ کې ترې یادونه وشي.
#ReturnTheKhilafah | أقيموا_الخلافة# |
#YenidenHilafet | #خلافت_بیا_تاسیس_کړئ |
مسعود مسلم
د حزب التحریرـ تانزانیا مطبوعاتي استازی