پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلامي خاورو ته د اقتصادي استعمار ګواښ
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلامي خاورو ته د اقتصادي استعمار ګواښ

د اسلامي دولت (عثماني خلافت) پر وړاندې فکري یرغل د دغه دولت په کمزورتیا او له منځه وړلو کې لوی اغېز درلوده. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اسلامي دولت تر ماتې وروسته، په ۱۹۲۴م کال کې د جنایت کوونکي مصطفی کمال له خوا د هغه له منځه وړل او پر کوچنیو دولتونو ویشل، چې تر استعماري حاکمیت لاندې له ډېرې کمزورۍ څخه په پښو نشي درېدلی؛ دا پېښه یو نظامي اشغال و چې ثبوت یې عمیق فکر ته اړتیا نه لري. دا هغه پېښه وه چې د اسلامي خاورو ملتونه یې د اشغال د ختمولو لپاره انقلاب ته اړ کړل، لکه د الجزایر انقلاب چې یو میلیون کسان پکې شهیدان شول او په لېبیا کې د عمر مختار انقلاب چې شل کاله یې دوام وکړ.

همدا لامل و چې ښکېلاګر په اسلامي خاورو کې د خپل راتلونکي پر وړاندې ګواښ ته متوجه شول، تر دې چې له هغو سیمو څخه د وتلو هوډ یې وکړ. پر همدې اساس یې اسلامي خاورو ته خپلواکي ورکړه، خو دا یوه کاذبه خپلواکي وه؛ ځکه ښکېلاکګر له اسلامي خاورو څخه بېرون نه شول، بلکې دوی دغه خاورې د اسلامي امت په بچیانو کې خپلو مخلصو مزدورانو ته تسلیم کړې، ترڅو په اسلامي خاورو کې د هغوی ګټې وساتي. هو، ښکېلاګر په همدې ترتیب له دروازې بیرون ووتل، ترڅو له کړکۍ څخه دننه شي. همدا لامل و چې د اسلامي دولت د بېرته راتګ په لاره کې دغه سترې قربانۍ په اوبو لاهو شوې.  

استعمار ښکاره او روښانه څېره لري، چې د نظامي حاکمیت له تپلو څخه عبارت دی. دا هغه څېره ده چې ټول یې پېژندلی شي؛ مګر استعمار په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي څېرو هم را منځته کېدای شي، چې د امت له ډېرو خلکو څخه ښايي پټ پاتې شي.

په دې لیکنه کې پر اقتصادي استعمار بحث کوو، چې پر اسلامي خاورو له اقتصادي حاکمیت څخه عبارت دی او دا استعمار تر ډېره له امت څخه پټ او خطرناک دی؛ ځکه دغه استعمار د تش په نامه روڼ‌اندو او فرهنګ‌پالو په ذهن کې ځاله کوي. دا هغه فرهنګ‌پال دي، چې د هرې ایډیولوژۍ د ځانګړي اقتصادي نظام او د عمومي اقتصاد د علم تر منځ، چې په ټولو پورې تړلی دی، توپیر نه کوي.

شتمنۍ او له هغې سره د ټولنې اړیکې ته پام کول، هغه څه دي چې پر اساس یې د پانګوالۍ او کمونېزم نظامونه رامنځته شوي؛ له همدې امله یې دغو دوو نظامونو ته د پانګوالي او کمونیزم نومونه کارول.

اقتصادي استعمار پر کمزورو دولتونو د قوي دولت واکمنېدل او د هغوی له خدای ورکړې شتمنۍ او سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه پر هغوی د نفوذ زیاتېدل دي. نو دې ته په پام سره وينو، چې استعمارګر هڅه کوي ترڅو په ټوله کې پر نړۍ او په ځانګړي ډول په اسلامي خاورو کې د خپلو دغو اقتصادي مټو له لارې خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړي:

لومړی) پر نړیوال اقتصاد د امریکایي ډالر حاکمیت:

دا حاکمیت هغه وخت پیل شوه، کله چې په ۱۹۴۴م کال د ۴۴دولتونو په حضور کې د «برتون ووډز» هوکړه‌لیک لاسلیک شو، چې تر ټولو مهمې پایلې یې د نورو هېوادونو د بیو ټاکلو لپاره د اصلي مرجع په توکه د امریکایي ډالر منل و. په همدې ترتیب د ډالر دغه هوکړه‌لیک امریکا د نړۍ پر ټولو اقتصادي تعاملونو واکمنه کړه. تر دې چې امریکا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپایي هېوادونو په پرتله، چې په جګړه کې ډېر زیانمن شوي وو، زیات سره‌ زر درلودل. له دغو هېوادونو څخه ډېرو یې له ډالر څخه د پیسو د ذخیرې په توګه ګټه واخیسته، تر دې چې په ۱۹۷۳م کال کې د امریکا ولسمشر «نیکسون» پر سرو زرو د ډالر د بدلېدلو په برخه کې د خپل هېواد ژمنه ماته کړه. داسې چې د نیکسون له تګ وروسته د لغوه کېدو په اړه د هغه بیانیه «د نیکسون ګوزار» په نامه وپېژندل شوه. ستونزه دا ده چې دغه هېوادونه اړ دي، چې له ډالر سره تعامل وکړي؛ ځکه په خپلو ذخیرو کې د ډالرو تر راټولولو وروسته ترې لاس نه شي اخیستی. همدارنګه دغه هېوادونه د ډالر د بدیل موندلو په برخه کې سیاسي لیدلوری نه لري.

د یادونې وړ ده چې له دغه حاکمیت څخه د ځان ژغورل یوازې هغه وخت ممکن دي، چې د اقتصادي ژوند د واقعي ډګر او نړیوالو تعاملاتو په برخه کې یو ځل بیا معدني نظام (د سرو زرو نظام) راوګرځي. داسې چې دغه بیرته راتګ د یوه ایډیولوژیک دولت له خوا ترسره شي او وروسته د نړۍ هېوادونه له هغه سره تعامل ته وهڅول شي. دا هغه بدلون دی چې د نبوت په تګلاره د خلافت دولت په بېرته راګرځېدو سره امکان لري؛ ځکه یوازې خلافت کولی شي چې د کاغذي نظام پر ځای د معدني پیسو نظام تبني کړي او د امت پر وړاندې د خپلو ژمنو په څېر ورته، ژمن پاتې شي.

دویم) نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق:

دغه دوه بنسټونه د «برټون ووډز» کنفرانس د تصمیمونو پر اساس په ۱۹۴۴م کال تاسیس شول. په هغه کنفرانس کې یادونه وشوه، چې د دغو بنسټونو د تاسیس اساسي هدف د پانګوالو د پانګونې هڅول دي، ترڅو د هغو هېوادونو د بیارغونې او پراختیا په برخه کې کار وکړي، چې له دغو بنسټونو سره تړلي او د دغو بنسټونو مرستې ته اړتیا لري. هو، دوی تل همداسې ادعا کوي، خو واقعیت او شته اسنادو هر څه برعکس ثابت کړي دي. دغه مرستې هېڅ انساني اړخ نه لري. پانګوالي د ماديت پر بنسټ رامنځته شوې، چې له منفعت (ګټې) پرته بل څه نه پېژني او د پانګوالۍ په فرهنګ کې د انسانیت په نامه کلمه نه موندل کېږي.

امریکا د دغو دوو بنسټونو په مرسته د سودي معاملاتو پر اساس پر دې توانېدلې، چې په اسلامي هېوادونو کې خپل نفوذ پراخ، د هغوی شتمني لوټ او د ډېری هېوادونو اقتصاد د درنو پورونو پر اساس له ماتې او فلج کېدو سره مخ کړي. ښه بېلګه یې عراق دی، چې د معدني موادو، اوبو او خاورې له اړخه یو غني هېواد دی، خو حکومت یې هر کال خپلو خلکو ته خبرداری ورکوي، چې اقتصاد یې د دې وړتیا نه لري چې د خپلو کارکوونکو حقوق خوندي کړي. دا هغه څه دي چې د عراق د جنایت کوونکو سیاستوالو له خولې اورېدل کېږي، لکه د حکومت د ویاند احمد ملا طلال، د پارلمان د مالي کمېټې غړي احمد الحاج او د شتمنۍ وزیر علي عبدالامیر علاوي، چې دوی د خپل جدي کمزوري اقتصادي حالت یادونه کوي. همدارنګه امریکا د دغو بنسټونو په مرسته حتا پر دې توانېدلي، چې د خپل هېواد کورنی سیاست د هغو شرایطو له لارې کنټرول کړي، چې پر پوروړو هېوادونو یې ور تپي؛ له هغو شرطونو څخه ځینې مهم یې په لاندې ډول دي:

دغه پوروړي هېوادونه باید د خپلو پیسو ارزښت په مشخصې سلنې سره را ټیټ کړي! د خوراکي او سون توکو مرستې باید حذف کړي! خپل لګښتونه باید راټیټ کړي! د پراختیا او پرمختګ په برخه کې باید د خصوصي سکټور رول زیات او د دولتي سکټور رول محدود کړي! له هېواده بهر د سود پر بهیر دې له هر ډول محدودیت څخه ډډه وکړي او داسې نور شرطونه هم دي چې له امله یې یو پوروړی هېواد خپل حاکمیت له لاسه ورکوي او په پایله کې د دغو بنسټونو په لومو کې لوېږي.

پر همدې اساس، موږ د دې شاهدان یو چې د اقتصادي ستونزو زغمل، د مالیاتو زیاتوالی او د لومړنیو اړتیاوو لکه غذايي، روغتیایي، ښوونیزو او داسې نورو د پوره کولو په برخه کې له خلکو سره د دولت نه ملاتړ، په هېواد کې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی دی. په همدې ترتیب دغه دولتونه د پورونو او سودي عوایدو دروند پېټی پر غاړه لري. د پیسو د نړیوال صندوق اصلي هدف د لوږې له منځه وړل نه دي، بلکې موخه یې د بېوزلو ختمول دي. لکه څنګه چې د امریکا پخواني ولسمشر «نیکسون» یو ځل وویل: «پرېږدئ، دا باید په یاد ولرو چې له نورو هېوادونو سره د امریکا د مرستو اساسي هدف له هغوی سره مرسته نه ده، بلکې موږ له ځان سره مرسته کوو.» هغه څه چې بیان شول، تر یوې کچې د مسلمانانو په خاورو کې د اقتصادي استعمار خطرونه په ډاګه کوي او دا هغه څه دي چې د امت ډېری بچیان یې نه شي درک کولی.

هغه څه چې د اسلامي خاورو استعمار ته یې لاره هواره کړې، په امت کې د خاینو چارواکو شتون دی. دوی یوازې په دې بسنه نه کوي چې اسلامي هېوادونه دې په پورونو کې ډوب شي؛ بلکې غواړي چې ټولې اسلامي خاورې چور کړي او یوازې ظاهري ښایست لکه، باغونه، تاریخي ځایونه او د ساتېرۍ حوضونه یې پاتې شي.  

اې مسلمانانو! له نظامي اشغال څخه د اسلامي خاورو ازادول، په داسې حال کې چې سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اشغال پر ځای پاتې دی، د اسلامي خاورو رښتینې ازادي نه بلل کېږي او داسې ازادې خاورې ته خپلواکه خاوره نه شي ویل کېدای. د دې لپاره چې یو هېواد ازاد او خپلواک شي، باید په ټولو نظامي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اشغال ریښې له بیخه وایستل شي. په همدې دلیل کله چې د مسلمانانو په خاورو کې له حکامو او وسله‌والو ډلو څخه د اشغالګرو د وتلو په اړه خبرې اترې اورو؛ په داسې حال کې چې د اشغال له سیاسي سازمانونو څخه ساتنه کوي، اساسي قانون یې سپېڅلی ګڼي او اسلامي خاورې د اقتصادي اشغال غېږې ته ور غورځوي؛ په حقیقت کې له کم عقلۍ، د خلکو له بېلارې کولو، له امت سره له خیانت او تر هغه وړاندې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره له خیانت پرته بل څه نه دي.

د اسلامي امت حالت تر دغه اشغال لاندې کوچنی شوی دی او پر کوم شي چې باور لري او کوم شی چې پرې تطبیق کېږي، د دغو دواړو تر منځ د شته تضاد او سرګردانۍ په حالت کې دی. داسې حاکمان شته چې د کفري احکامو پر اساس به حکومت کوي او ځان به د یوه اسلامي حزب  غړی بولي. داسې روڼ‌اندي او فرهنګ‌پال شته دي، چې ډیموکراسۍ او د غرب اقتصادي پراختیا ته به دعوت کوي؛ غربي فرهنګ به مروج کوي او د خپلې مسلمانۍ ادعا به هم کوي، پر ژبه به شهادتین وایي او هېچا ته به دا اجازه نه ورکوي چې تر ده دې ښه مسلمان وي. داسې قاضي به ووینې چې لمونځ به کوي او روژه به نیسي، خو د وضعي قوانینو پر اساس به حکم کوي.

د سرګردانۍ او تضاد دغه حالت د دې لامل شوی، چې امت خپل هویت له لاسه ورکړي او رنګونه یې سره ګډ شي، تر دې چې نور کوم ځانګړی رنګ ونه لري، چې له نورو سره یې توپیر وشي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه څومره ښه فرمایلي دي:

عن أبي سعيد رضي الله عنه، أنَّ النبي صلى الله عليه وسلم قال: «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَنْ قَبْلَكُم شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ، حَتَّى لَوْ سَلَكُوا جُحْرَ ضَبٍّ لَسَلَكْتُمُوهُ»، قلنا: يا رسول الله، اليهودُ والنَّصارى؟ قال النَّبيُّ صلى الله عليه وسلم: «فَمَنْ؟!» (رواه الشيخان)

ژباړه: له ابوسعید رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تاسو د پخوانیو امتونو تګلاره لوېشت په لوېشت او ګز (ذراع) په ګز (ذراع) تعقیبوئ،  حتا که د کربوړي غار یا سوري ته هم ورغلي وي، تاسو هم هلته ورځئ.» ومو ویل: «یا رسول الله! ایا هغه امتونه یهودیان او نصارا دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نور نو څوک؟».

اې مسلمانانو! حزب التحریر له خپل تاسیس راهیسې د اسلامي ژوند د بیا راتګ او له هر ډول اشغال څخه د اسلامي خاورو د ازادولو لپاره فعالیت کوي، تاسو د هغه فرض د پر ځای کولو لپاره رابولي چې الله سبحانه وتعالی ستاسو پر غاړه ایښی دی او هغه د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت بیا تاسیس دی؛ ترڅو د سرګردانۍ او تناقض پر ځای د نظم او پرمختګ په حالت کې ژوند وکړئ. په دې توګه به تاسو له امنیت او شتمنۍ څخه برخمن شئ او نور انسانان به د بندګانو له عبادت څخه راوګرځوئ او د بندګانو د رب عبادت ته به یې راوبولئ. الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: 24]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم دعوت ومنئ، کله چې تاسو د هغه څه په لوري رابولي، چې تاسو ته ژوند درکوي او پوه شئ چې الله تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حايل کېږي او تاسو ټول به (په قیامت کې) د هغه سبحانه وتعالی لور ته ورګرځئ!

سرچينه: الوعی مجله (۴۳۳) ګڼه

لیکوال: زمان الدباغ

 

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې