پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امريکا او په پاکستان کې يې د مزدورانو بدلون
بسم الله الرحمن الرحيم
امريکا او په پاکستان کې يې د مزدورانو بدلون

(پښتو شوې بڼه)

پوښتنه:

د ۲۰۲۲ کال د اپريل پر ۲۸مه، الجزيرې انګليسي ويبپاڼې راپور ورکړ چې: «د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف، بلاول بوټو زرداري (د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو زوی) د بهرنيو چارو وزير په توګه وټاکه... بلاول بوټو زرداري د ۳۳ کاله عمر په لرلو سره د نړۍ له ځوانو بهرنيو چارو وزيرانو څخه دی... شريف خپله ۴۱ کسيزه کابينه وروسته له هغه اعلان کړه چې د دې مياشتې په لومړيو کې يې له ګوښه شوي لومړي وزير عمران خان څخه واک ترلاسه کړ...» شهباز شريف خپل تر ورور نواز شريف وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند مشر وټاکل شو. نوموړي د ۲۰۲۲ کال د اپريل پر ۱۹مه، د عمران خان تر ګوښه کېدو يوه اونۍ وروسته لوړه وکړه.

پوښتنه دا ده چې د دې بدلون لامل څه و؟ دې ته په پام سره چې پارلمان په تېر کې د پوځ په ملاتړ عمران خان ته د باور رايه ورکړې وه او هغه يې د لومړي وزير په توګه ټاکلی و. هغه مهال پوځ دواړو ګوندونو پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپل ګوند ته په غوسه و. نو اوس څه وشول؟ ايا امريکا په دې موضوع کې لاس درلود، دې ته په پام سره چې له کلونو راهيسې د پاکستان واک له پوځ سره دی؟

ځواب:

د دې لپاره چې دغه پوښتنې ځواب کړو، لاندې ټکي روښانه کوو:

لومړی: عمران خان څه ډول واک ته ورسېد؟

۱- پوځ عمران خان ته واک ورکړ. عمران خان يو داسې حکومت اداره کاوه چې د جنرالانو د رول ډېروالي له پلوه کمساری و. د ۲۰۱۸ کال ټاکنو له ګټلو وروسته، پر نوموړي له دې امله نيوکه کېده چې پوځ ته ډېر نږدی دی. دا له هغه وخت راهيسې چې نوموړي د «نوي پاکستان» د جوړولو، فساد او خپل خپلوۍ له منځه وړلو ژمنه وکړه. تر دې وروستيو پورې، عمران خان د حکومت له هغو مشرانو ګڼل کېده چې له پوځ سره ډېرې نږدي اړيکي لري. ان پر نوموړي د پوځ د لاسپوڅي تور پورې کېده.

که له عمران خان سره د پوځ ملاتړ نه وای، نوموړي به د حاکميت لپاره د باور رايه نه وای ترلاسه کړې! نوموړي په ۱۹۹۶ کال کې د تحريک انصاف ګوند جوړ کړ. د ۱۹۹۷ په عمومي ټاکنو کې عمران خان په قامي اسمبلۍ (ملي شورا) کې ان د يوې څوکۍ په لاسته راوړلو هم بريالی نه شو. په ۲۰۱۳ کې د پاکستان د پوځ د ملاتړ له امله، د نوموړي ګوند په پاکستاني سياست کې خپل اغېز جوت کړ. په همدغه کال د نوموړي ګوند په قامي اسمبلۍ کې ۳۰ څوکۍ ترلاسه کړې. د پاکستان مسلم ليګ نواز او پاکستان پيپل له ګوندونو وروسته د نوموړي ګوند دريېم مخالف ګوند شو. وروسته له هغه چې د پوځ لوی درستيز قمر باجوه عمران خان ته په ټاکنو کې د درېدو اجازه ورکړه، د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې يې عمران خان ته چانس ورکړ.

۲- پوځ او استخباراتو د تورن جنرال فيض حميد تر مشرۍ لاندې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړې چې د عمران خان سياسي تصوير سم وښيي. پاکستانۍ څارګرې ادارې (ISI) د ټول هېواد په کچه غونډې جوړې کړې چې نوموړی ګټوونکي نوماند په ګوته کړي. په داسې حال کې چې رسنيو د پاکستان د مسلم ليګ (ن) ګوند مثبته څېره خلکو ته ښودله، امنيتي ځواکونو پر مسلم ليګ (ن) ګوند بريد وکړ، د هغوی پلويان يې ونيول او د هغوی کارکوونکي يې وځورول. پوځ د پردې تر شا د مسلم ليګ (ن) ګوند نوماندان ټاکنو ته له درېدو څخه منعه کړل...

۳- که څه هم د عمران ګوند په ملي شورا کې ۱۴۹ څوکۍ ترلاسه کړې، خو د حکومت جوړولو لپاره ۱۷۲ څوکيو ته اړتيا وه. نوموړی د پوځ په ملاتړ وتوانيد چې ايتلافي حکومت جوړ کړي. پاکستاني پوځ ايتلافي حکومت د دې لپاره جوړ کړ چې، که چېرې عمران خان د پوځ د ارادې خلاف ګام پورته کوي، نو په اسانۍ سره يې له واک څخه ګوښه کولی شي. استخبارات د عمران خان له حکومت سره د پاکستان پيپل ګوند غړو په يوځای کولو کې بريالي شول. له همدې امله، د عمران خان د ټيم ۱۷ غړي د پاکستانۍ څارګرې ادارې (ISI) کسان وټاکل شول. يوازې درې کسه د پاکستان تحريک انصاف ګوند داسې غړي وو چې مخکې د بل ګوند غړي نه وو پاتې شوي!

دوهم: عمران خان د خپل واک په موده کې امريکا ته ګڼ خدمتونه وکړل.

۱-  پاکستاني جيونيوز تلويزيوني چينل د عمران په تړاو خبر ورکړ چې، نوموړي د ۲۰۱۸ کال د ډيسمبر پر درېيمه، د ډونالډ ټرمپ له لوري يو ليک ترلاسه کړ چې پکې د افغان سولې خبرو او مېز ته د طالبانو تحريک کېنولو کې د پاکستان د رول غوښتنه شوې وه، دغه خبر د ۲۰۱۸ کال د ډيسمبر پر درېيمه د روسيې سپوټنيک خبري چينل ورکړ. عمران خان دوې ورځې وروسته د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ناسته وکړه او د افغانستان په تړاو يې د امريکا په پلان کې د پاکستان د مرستې ډاډ ورکړ!

۲- د پاکستان پخواني دفاع وزير خواجه اصف د پاکستان د واکمنانو خيانت په ډاګه کړ، په داسې حال کې چې نوموړی هم د دغو خاينانو له ډلې و. خواجه اصف د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر دريېمه په يو لړ ټويټونو کې وليکل: «ستاسو په غوښتنه موږ هر څه وکړل!  يو ديکتاتور په يوه ټليفوني اړېکه تسليم شو، زموږ له هېواد څخه د وينو حمام جوړ شو، تاسو زموږ له اډو څخه پر افغانستان ۵۷۸۰۰ بريدونه وکړل، زموږ له خاورې څخه ستاسو ځواکونو ته وسلې او مهمات چمتو کېدل، زموږ زرګونه ملکي وګړي او سرتېري د هغې جګړې قرباني شول چې تاسو پيل کړې وه... موږ ستاسې دښمن خپل دښمن وګاڼه، موږ د ګوانټنامو زندان ستاسې په غوښتنه ډک کړ، موږ په دومره ليواليتا ستاسو خدمت وکړ چې خپل هېواد مو د ګازو د کمښت له بحران سره مخ کړ. موږ هڅه وکړه چې د خپل اقتصاد په بيه تاسو خوښ وساتو، موږ د بلک واټر امنيتي کمپنۍ لسګونه زرو کسانو ته ويزې ورکړې چې زموږ په هېواد کې تګ راتګ وکړي». په روښانه ټکو: پاکستان يوه داسې جګړه مخ ته بوتله چې خپله يې نه وه... پاکستان د مسلمانو ماشومانو وينې د امريکايي ګټو لپاره توی کړې او د امريکايي ګټو ساتلو لپاره يې اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل...

۳- د هند په تړاو، لکه مخکې چې هم عمران خان ناکام شوی و، نوموړي له هند سره د کشمير د الحاق په تړاو له څو شعارونو زمزمه کولو پرته بل هېڅ ونه کړل. موږ د ۸/۸/۲۰۱۹ نېټې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو: «کله چې هند د کشمير ځانګړی حالت لغوه اعلان کړ، د پاکستان درېځ نهيلی کوونکی و، له غندنې پرته يې بل هېڅ ونه کړل. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويل شوی وو: ـ پاکستان نن ورځ (۵/۸/۲۰۱۹) په کلکه د نوي ډيلي اعلان غندي او ردوي يې. د هند د حکومت يواړخيز ګام دغې ناندرۍ ته د پای ټکی نه شي اېښودلی، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په پرېکړو کې دغه څه ځای پرځای شوي، پاکستان به د غېر قانوني ګامونو پر وړاندې له هرې شونې لارې کار واخلي. (فرانس پريس خبري اژانس، ۵/۸/۲۰۱۹)... ـ يا په بل عبارت، څه ډول چې په فلسطين کې د عباس اداره او شاوخوا عرب هېوادونه د يهودو له لوري د فلسطين سپېڅلې خاورې د اشغال غندنه کوي او پر وړاندې يې يوازې اعتراضونه کوي، پرته له دې چې د جګړې لپاره پوځونه ولېږي؛ د پاکستان حکومت هم ورته کار وکړ!». (د نقل قول پای)

۴- عمران خان د پيسو له نړيوال صندوق سره معامله وکړه، په داسې حال کې چې د دې بنسټ بودجه د امريکا تر اغېز لاندې ده. عمران خان د هغه تګلارې پلې کړې، که څه هم په خپل ټاکنيز کمپاین کې يې د پېسو له نړيوال صندوق سره پر معامله نيوکې کړي وې. عمران خان واک ته تر رسېدو مخکې د ۲۰۱۱ د سپټمبر پر اتلسمه له بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين سره په مرکه کې ويلي وو: «هغه هېواد چې په مرستو متکي وي، د هغه لپاره مرګ غوره دی. له پياوړتيا دې راګرځوي، لکه څنګه چې استعمار دغه کار کړی دی. مرسته شرموونکې ده. تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم، هر هېواد چې د پېسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک پروګرامونه يې پلي کړي، بېوزلان يې لا بېوزله شوي او شتمن يې لا شتمن شوي دي، بس همدومره». واک ته له رسېدو سره سم نوموړی له خپلې ژمنې په واوښت! د پېسو له نړيوال صندوق سره يې جدي خبرې پيل کړې. د پېسو نړيوال صندوق د ۲۰۱۹ کال د جولای پر درېيمه هوکړه وکړه چې د پاکستان لپاره به ۶ مېليارد ډالر پور د ۳۹ مياشتنۍ پروژې له مخې ورکول کېږي...

۵- په ۲۲/۷/۲۰۱۹ نېټه د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان له فاکس نيوز سره په مرکه کې د امريکا لپاره خپل خدمتونه په دې ډول ياد کړل: « موږ په پاکستان کې تل د امريکا متحد پاتې شوي يو، که موږ ته د اسامه بن لادن په تړاو معلومات راکړل شوي وای، موږ بايد هغه له سمڅې را ايستلی وای. خو د پاکستان څارګره اداره (ISI) وه چې د اسامه بن لادن د ځای په تړاو يې معلومات ورکړل. که تاسو د امريکا له مرکزي استخباراتي ادارې (CIA) څخه پوښتنه وکړئ، د پاکستان څارګره اداره (ISI) وه چې د ټليفون له لارې يې د اسامه بن لادن ځای ځايګی کشف کړ‎». نوموړي دغه څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خپلې لومړۍ ليدنې پر مهال وکړې، په داسې حال کې چې له ټاکنو يوازې يو کال تېر شوی و. (القدس العربيه، ۲۳/۷/۲۰۱۹).

دريېم: د پوځ له مشرتابه او ورپسې له امريکا سره د عمران خان د اړېکو ترينګلې کېدل:

عمران خان د خپل درې کلن حاکميت په موده کې د پوځ تر اغېز لاندې و او د پوځ تر شا امريکا ده. د دريېم کال په وروستيو کې، د پوځ له مشر باجوه سره د نوموړي اړېکې خړې پړې شوې، په داسې حال کې چې هغه په پرله پسې ډول د امريکا پر وړاندې د پوځ ننګه کوله. عمران خان د څارګرې ادارې (ISI) لپاره د پوځ له لوري وړانديز شوی مشر رد کړ. تورن جنرال نديم انجم د دې څوکۍ لپاره په پام کې نيول شوی و چې په پوځ کې يې ناخوښي رامنځته کړه... د المنار تلويزيون د ويبسايټ د ۲۷/۱۰/۲۰۲۱ نېټې په راپور کې راغلي: «انجم به د نومبر پر شلمه نېټه خپله نوې دنده پيل کړي. د اکټوبر پر شپږمه باجوه د فيض حميد پرځای انجم د څارګرې ادارې (ISI) د مشر په توګه وټاکه. انجم مخکې د بندري ښار کراچي د قول اردو قومندان و. باجوه روانه مياشت کې فیض حميد د پېښور قول اردو قومندان وټاکه». عمران خان په ډاګه له فيض حميد څخه د څارګرې ادارې (ISI) د مشر په توګه ملاتړ اعلان کړی و. له همدې امله د عمران خان حکومت او پوځ تر منځ د فيض حميد پر ځای د انجم ټاکنې ناندرۍ راپورته کړې. په ځانګړي ډول ډېرې ګنګوسې وې چې عمران خان به د قمر جاويد باجوه پرځای فيض حميد وټاکي، هغه څوک چې د واک دوهمه دوره يې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې پای ته رسېږي.

البته، امريکا د پوځ د مشر تر شا ولاړه ده. ځکه نو داسې پرېکړه شوې وه چې د عمران خان د ګوښه کولو لپاره فضا جوړه کړي او د هغه ځایناستی هم وټاکي. عمران خان په دې تړاو يو څه معلومات ترلاسه کړي وو. له همدې امله يې هڅه کوله چې له پوځ سره خپلې ترينګلې اړيکې ورغوي. نوموړي موافقه وکړه چې د خپل ملګري فيض حميد پرځای دې انجم وټاکي. خو د پوځ مشرتابه د امريکا په اشاره له لومړي وزارت څخه د عمران خان د ګوښه کولو او د هغه پرځای د يو بل چا پر ټاکلو ټينګار کاوه! د امريکا له ملاتړه برخمن پوځ او امريکا وېره لرله چې د پوځ له پرېکړې څخه س‍رغړونه به د پوځ پرېکړو ته زيان ورسوي. له همدې امله د عمران پر ګوښه کېدو باندې ټينګار دوام درلود...

څلورم: عمران خان ځکه په غوسه و چې د امريکا لپاره يې ستر خدمتونه کړی وو، لکه مخکې چې مو ترې يادونه وکړه. په ورته وخت کې نوموړي د پوځي مشرتابه اطاعت هم کاوه... داسې چې ګواکي نوموړي هېڅ فکر نه کاوه چې امريکا ته تر ډېرو خدمتونو وروسته به هغه منزوي کړي. خو نوموړي هېر کړي وو، يا يې هېر شوي وو چې کفري هېوادونه خپلو مزدورانو ته د تنفس فرصت هم نه ورکوي! په هر صورت هغه په دې تړاو غوسه و او د امريکا په تړاو يې بيانونه ورکول، خو وخت ترې تېر و! د نوموړي له بيانونو څخه ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- ايرو نيوز عربي په ۴/۲/۲۰۲۲ نېټه راپور ورکړ چې: «د پاکستان لومړي وزير عمران خان د شنبې پر ورځ يو شمېر بهرنيو ژورناليستانو ته وويل: «هغه اقدام چې غواړي ما لرې کړي، د امريکا لخوا زموږ په کورني سياست کې يوه شرموونکې لاسوهنه ده». عرب پوسټ په ۳/۴/۲۰۲۲ نېټه وويل: «ځايي رسنيو خبر ورکړی چې خان په واشنګټن کې د پاکستان له سفير څخه پيغام ترلاسه کړی، چې يو جګپوړي امريکايي چارواکي ـ چې ويل کېږي د جنوبي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ډونالډ ليو دی ـ په يو غږيز پيغام کې ويلي، که عمران ګوښه شي له پاکستان سره به د امريکا اړيکې ښې شي».

۲- پر اوکراين د روسيې د بريد په تړاو د واشنګټن او عمران خان د دريځونو ترمنځ توپير و، عمران خان د بريد له غندلو ډډه وکړه، له مسکوه يې ليدنه وکړه او د روسيې د ولسمشر ترڅنګ راښکاره شو. عمران خان په ۲۴/۲/۲۰۲۲ نېټه له ولاديمير پوتين سره پر اوکراين د روسيې د بريد پر لومړۍ ورځ وليدل شو. په داسې حال کې چې د پاکستاني پوځ مشر قمر باجوه په ډاګه بريد وغانده. د الحره د ۲/۴/۲۰۲۲ نېټې راپور له مخې، د پاکستاني پوځ مشر پر اوکراين باندې د روسيې پر بريد نيوکه وکړه او د سملاسي بندېدو غوښتنه يې وکړه او دا يې يوه «لويه غميزه» وګڼله چې يو کوچنی هېواد اغېزمنوي. د يادونې وړ ده چې د جنرال قمر جاويد باجوه غندنه د لومړي وزير عمران خان له درېځ سره په ټکر کې وه. عمران خان د هغه څه په اړه چې په اوکراين کې پېښېږي، د اسلام اباد له بې پرېتوب څخه ننګه وکړه. هغه همدارنګه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين پر کړنو له نيوکې ډډه وکړه».

۳- يوه بله بېلګه چې نيو عرب يې پر ۷/۳/۲۰۲۲ نېټه راپور ورکړ، دا ده چې: «عمران خان وويل چې د اروپايي اتحاديې سفيرانو له ده څخه په يو ليک کې غوښتنه کړې وه چې په اوکراين د روسيې پوځي عمليات وغندي... عمران خان وويل: زه د اروپايي هېوادونو له سفيرانو پوښتم: ايا تاسو هند ته هم ورته ليک ليکلی دی؟ هغه زياته کړه: تاسو زموږ په اړه څه فکر کوئ؟ ايا موږ ستاسو مزدوران يو... هر څه چې تاسو يې وايئ، موږ به يې کوو؟ پاکستاني مشر زياته کړه: « کله چې هند په کشمير کې له نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو امنيت شورا له پرېکړو څخه سرغړونه وکړه، ايا د اروپايي هېوادونو کوم سفير پر هند نيوکه وکړه؟ ايا تاسو له هند سره اړيکې پرې کړې، يا مو سوداګري ورسره وځنډوله؟».

پنځم: لکه وړاندې چې مو وويل، عمران خان هېڅ تمه نه لرله چې پوځ ته د دومره خدمت سربېره به پوځ ـ چې تر شا يې امريکا وه ـ نوموړي ته زیان ورسوي! دا داسې ده، لکه څوک چې د استعمارګرو کافرانو په ملاتړ واک ته رسېږي او هغه پر دې نه پوهېږي، چې هغه د دوی مزدور دی او د هغوی لپاره د سترنج د دانې حيثيت لري. هغوی ورته د خپلې خوښې سره سم حرکت ورکوي او کله چې د هغوی ګټې نه خوندي کوي، نو ګوښه کوي يې. عمران له همدغه برخليک سره مخ شو! پر ۷/۴/۲۰۲۲ نېټه د قامي اسمبلۍ مرستيال وياند د عمران خان د حکومت پر ضد د مخالف خوځښت د بې باورۍ تحريک پرېکړه رد کړه. همدارنګه د لومړي وزير عمران خان په وړانديز، ولسمشر پر ۳/۴/۲۰۲۲ نېټه پرېکړه وکړه چې پارلمان دې منحل شي او له وخته مخکې ټاکنې دې ترسره شي. محکمې حکم وکړ چې دغه اقدام د اساسي قانون خلاف دی، ځکه نو بې اعتباره دی او دغه حکم يې لغوه کړ. سترې محکمې د پارلمان له وياند څخه غوښتنه وکړه چې پر ۱۰/۴/۲۰۲۲ نېټه دې پارلمان خپله جلسه وکړي، په دغه جلسه کې له ۳۴۲ تنو څخه ۱۷۲ تنو د عمران خان پر ضد د بې باورۍ رايه وکاروله... په دغو ټولو پېښو کې د پردې تر شا د پوځ لاس و. مشرانو قاضايانو به د پوځ د مشر له بشپړ ملاتړ پرته هېڅکله داسې پرېکړه نه وای کړې...

شپږم: يوه ورځ وروسته، يعنې پر ۱۱/۴/۲۰۲۲ نېټه، پارلمان شهباز شريف د ۲۰۲۳ کال د اګسټ تر عمومي ټاکنو پورې لومړی وزير وټاکه. شهبار شريف د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف کشر ورور دی. نوموړی له ۲۰۱۸ کال راهيسې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيسيون مشر دی. شهباز شريف د خپل ورور تر ګوښه کېدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند مشري پر غاړه واخيسته. نوموړي پوځ او امريکا ته د خپل اطاعت ژمنه ورکړې ده... ځکه نو پوځ په ټاکنو کې د هغه ملاتړ وکړ چې د عمران خان ځایناستی شي او هغه په لاندې ډول ده:

۱-  شهباز شريف خپله دوره د امريکا له غوښتنې سره سم پيل کړه... د هند پر وړاندې يې ژبه سوله‌ييزه وه، نوموړي وويل چې د ناندريو پرځای خبرو اترو ته چمتو دی. سکای نيوزعربي پر ۱۴/۴/۲۰۲۲ نېټه راپور ورکړ چې، شهباز شريف په خپله لومړۍ وينا کې وويل: «موږ له هند سره ښې اړيکې غواړو، خو تلپاتې سوله تر هغه نه شي راتلای چې د کشمير موضوع نه وي حل شوې» نوموړي د هند پر لومړي وزير غږ وکړ چې د کشمير موضوع له حل سره دې هوکړه وکړي او د دواړو هېوادو د ښيرازۍ لپاره دې هوډ څرګند کړي. د هند لومړي وزير د ټويټ له لارې ځواب ورکړ چې: « ښاغلي ميا شهباز شريف ته دې د لومړي وزير په توګه ټاکل کېده مبارک وي. د دې لپاره چې د پرمختګ پر ننګونو تمرکز وکړو او زموږ د خلکو ښيرازي او سوکالي ډاډمنه کړو، هند په سيمه کې د سولې، ټيکاو او له ترهګرۍ څخه د پاکې سيمې غوښتوونکی دی». د يادولو ده چې د هند لومړی وزير د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې متنفر شخص دی. مودي په هند کې خپل هندو پلويان د مسلمانو پر ضد پاروي. د نوموړي پلويان مسلمانان ځوروي او په هند کې د مسلمانانو له اوسېدو سره مخالف دي. هغوی په ښوونځيو کې د اسلامي حجاب له امله مسلماني نجونې ځوروي.

۲- د راپورونو له مخې، که شهباز شريف وټاکل شي، هغه له جنرالانو سره د کار ژمنه کړې. نوموړي څرګنده کړه چې هېواد يې پرمختګ او له پوځ سره پر توپېرونو برلاسي کېدو ته اړتيا لري. نوموړي مخکې ځکه پر پوځ نيوکه کړې وه چې پوځ په ۱۹۹۹ کال کې د ده پر مشر ورور پخواني لومړي وزير نواز شريف باندې کودتا کړې وه. شهباز شريف د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې سيالي وکړه، خو عمران خان ته يې وبايلله. د ۲۰۱۹ کال په ډيسمبر کې، د ملي محاسبې دفتر د شهباز شريف او د هغه د زوی ۲۳ جايدادونه د پېسو پرېمنځولو په تور کنګل کړل. د  ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې، شهباز شريف د پېسو پرېمنځلو کې د ښکېلتيا په تور بندي شو، خو د ۲۰۲۱ په اپريل کې په ضمانت خوشي شو. نو د پوځ سره د نوموړي مصلحت يو له هغو لاملونو و چې هغه يې واک ته ورساوه.

۳- امريکا په ډېرې چټکۍ شهباز شريف ته مبارکي وويله. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن وويل: «د امريکا متحده ايالات د پاکستان نوي لومړي وزير شهباز شريف ته مبارکي وايي او موږ له پاکستاني حکومت سره اوږدمهاله همکارۍ ته هيلمن يو». (سکای نيوز، ۴/۱۴/۲۰۲۲نېټه). له دې ښکاري چې شهباز له پوځ سره مصلحت او همدارنګه د امريکايي تګلارې پلي کول منلي دي. امريکا واک ته د شهباز په رسولو کې مرسته وکړه، که څه هم په تېر کې يې واک ته د شهباز او د هغه د ورور نواز د رسېدو مخنيوی کړی و. اوس امريکا ځکه هوکړه وکړه چې شهباز په بشپړ ډول له امريکا سره کار کولو ته چمتوالی ښودلی، په دې توګه چې نوموړي له هغه پوځ سره مصلحت وکړ چې امريکا ته وفادار دی!

۴- په ۱۲/۴/۲۰۲۲ نېټه امريکا غږ راپور ورکړ چې: «د پاکستان نوي حکومت د سې شنبې پر ورځ وويل چې هغه به د سيمه‌ييزې سولې، ټيکاو او پرمختګ ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د امريکا له متحده ايالاتونو سره په اغېزناک او مثبت ډول کار وکړي... موږ د امريکا او پاکستان د اوږد مهاله اړېکو بيا پيلولو تود هرکلی کوو». د شهباز شريف دفتر دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ د وياندې جن ساکي د خبرو په غبرګون کې وکړې. جن ساکي د دوشنبې پر ورځ د واشينګټن او اسلام اباد د اړيکو پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: «هر څوک چې په واک کې وي دا واقعیت نه بدلېږي چې موږ د قانون د حاکمیت او مساواتو پر بنسټ ولاړ عدالت پلویتوب کوو او له پاکستان سره د خپلې اوږدمهاله همکارۍ درناوی کوو». نوموړې زياته کړه: « د بايډن اداره د ډيموکراټيک اساسي قانون او سوله‌ييزو اصولو ملاتړ کوي او په پاکستان کې هېڅ سیاسي ګوند ته پر بل ترجېح نه ورکوي». هغې زياته کړه: «موږ له پاکستان سره خپلو اوږد مهاله اړيکو ته ارزښت ورکوو، یو سوکاله او ولسواک پاکستان د امریکا په ګټه دی». دغه راز يې وويل: «په اسلام اباد کې به له نويو مشرانو سره اوږدو، پياوړو او باثباته اړيکو ته دوام ورکوو».

له دې څخه په ډاګه کېږي چې امريکا د خپل پخواني لاسپوڅي عمران خان په ګوښه کولو او واک ته د شهباز شريف په رسولو کې ـ چې په ډاګه يې له امريکا سره تر عمران خان د جدي کار کولو تابيا نيولې ـ د پردې تر شا لاس درلود!

اووم: دغه مزدوران نه له تېرو څخه زده‌کړه کوي او نه توجيه لري. کله چې امريکا له دوی څخه يو ګوښه کړي، بل يې د امريکا لمن ته ځان غورځوي او واک ته د رسېدو لپاره چوپړ ورته کوي. دوی ايډيولوژيک مشران نه دي، يوازې د څوکيو وږي دي. شهباز شريف له تېر څخه درس وانخيست، چې امريکا د نوموړي ورور تر يوه ځل زيات له واکه ايسته کړ او دواړه يې په جلاوطنۍ مجازات کړل. امت مخلصو ايډيولوژيکو مشرانو ته اړتيا لري، چې ايډيولوژي يې اسلام وي. اسلام له ټولو موضوعاتو سره سم او مناسب چلن کوي، سياستوال يې يوازې د امت ساتنه کوي، هغوی زيرک وي او له امت څخه ابرځواک جوړوي، نه هغه هېواد چې دامريکا مزدور وي.

له شک پرته، د الله سبحانه وتعالی په اراده پاکستان د دې وړتيا لري چې د ستر دولت «دوهم راشده خلافت» د پيل ټکی شي.

﴿ إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغاً لِقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾

[الأنبياء: ۱۰۶]

ژباړه: بېشكه په دې (بیان) كې د عبادت كوونكو خلکو لپاره پيغام پروت دى.

 

Last modified onچهارشنبه, 18 می 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې