جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 ذولقعده 1444

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 24 می 2023 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۰۹/۱۴۴۴

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
جي-۷ ناسته که نړیواله دارالندوه‌!

د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو (G7) رهبرانو ناسته دا ځل د مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې د جاپان په هیروشیما کې جوړه شوه. د دې ناستې د پای اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې اسلامي امارت باید د «تروریزم» پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، باید د بشري حقونو او اساسي ازادیو د نقض مخنیوی وشي، ټولګډونه حکومت جوړ شي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو محدودیت وضع نه شي او...

د حزب‌التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې هکله لاندې ټکي د یادونې وړ ګڼي:

۱. په بیانیه کې راغلي چې «موږ له طالبانو غواړو چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلو تعهداتو ته ژمن وي.» په اسلامي مصطلاحاتو کې، تروریزم یو ناپېژنده مفهوم دی. دغه اصطلاح د غرب د سیاسي لیدلوري پر اساس جوړه شوې ده، چې تر ډېره د خپل دښمن د ځپلو لپاره کار ترې اخلي. د جي- ۷ رهبران اسلامي امارت په داسې حال کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره ژمنتيا ته رابولي، چې ۲۰ کاله تر همدغه نامه لاندې د اسلام او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې وجنګېدل؛ د مسلمانانو خاورې یې اشغال کړې، جسدونه یې پر بمونو او باروتو والوزول او د مسلمانانو ذهنونه یې د خپلو فکري وسلو په ذریعه په نښه کړل. دا په داسې حال کې ده چې د اکسفورډ په قاموس کې تروريزم داسې تعريف شوی: «د سیاسي اهدافو د پر مخ وړلو په موخه له ځواک څخه ناقانونه ګټه اخیستل او تاوتریخوالی او وېره اچول، په ځانګړې توګه د غیر نظامیانو پر وړاندې.» په دغه صورت کې همدا د جي- ۷ ناستې رهبران چې ځانونه د نړۍ رهبران هم ګڼي، د ځمکې پر مخ خورا ستر تروریستان دي. دوی نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د بشریت پر وړاندې جنایت کړی او کوي یې. دا ناسته په هیروشیما کې جوړه شوې وه، حال دا چې هیروشیما د امریکايي تروریزم خورا ستر قرباني دی. امریکايي رهبران په هیروشیما کې ناست دي او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې خبرې کوي، په داسې حال کې چې پر دغه سیمه پر لومړي اتومي بم غورځولو پښېمانه نه دي او شرم هم نه لري، چې تر ۲۰۰ زره زیات کسان یې پر یوه وخت هلاک کړل!

۲. د دې اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي دي چې «موږ د طالبانو له لوري د بشري حقونو او اساسي ازادیو له سیستماتیک نقض سره خپل خورا شدید مخالفت څرګندوو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د نه منل کېدونکو تصمیمونو د ژر تر ژره لغوه کولو غوښتنه کوو.» له شک پرته چې بشر حقونه او مکلفیتونه لري؛ خو هغه یوازې د بشر خالق ټاکي. په داسې حال کې چې بشري حقونه یو خاص مفهوم دی، چې د سیکولر عقیدې پر اساس رامنځته شوی او پر مسلمانانو حرامه ده چې رعايت کولو ته یې ژمن وي. له بلې خوا اسلامي دولت باید هغه حقونه او مکلفیتونه چې الله تعالی نازل کړي دي، ونه ځنډوي؛ هغه باید یوازې د خپل رب د رضایت لپاره پلي کړي.

۳. په بیانیه کې د ملي مشارکت او ټولګډونه حکومت یادونه هم شوې ده؛ په داسې حال کې چې د یوه نظام ټولشمولیت هم د هغو نوو اصطلاحاتو له جملې څخه دی، چې له اسلامه پردۍ دي. دا اصطلاح له یوې خوا پر قومي، ژبني، نژادي او د اقلیتونو پر لیدلوري رامنځته شوې او له بلې خوا د غربي پلورالېزم مفکورې یو مظهر دی، ترڅو په ټولنو کې د سیکولر نظام جوړښت تضمین کړي. ټولګډونه حکومت همغه سیکولر نظام دی، چې هر ډول انسانان او ډلې له هر ډول عقیدې او ارزښتونو سره باید په نظام کې ګډون ولري. دا ډول مشارکت له یوې خوا غربي ارزښتونه تضمینوي او له بلې خوا د استخباراتي کړیو نفوذ ته هم لار هواروي. خو په اسلامي نظام کې اصل تقوا او کاري ظرفیت دی. په اسلامي نظام کې یوازې هغه کسان د رهبرۍ په پوستونو کې ګومارل کېدای شي، چې پر اسلام ایمان لري او د هغه تطبیق خپل مکلفیت ګڼي. نو اسلامي نظام په یوه قوم او پاړکي پورې ځانګړی نه دی او په هغو کسانو پورې هم محدود نه دی، چې ټولنه پر رجال الدین (دیني علماوو) او رجال الدنیا (سیاستوالو) وېشي او پر ځان د «رجال الدین» ټاپه وهي.

۴. د دې بیانیې یو بل ټينګار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان پر فعالیتونو نه محدودیت دی. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان له یوې خوا د سیکولر عقیدې پر اساس جوړ شوی او د خپل نړیوال فعالیت پر اساس دا خپله موخه ګڼي چې سیکولر عقیده او لېبرال ارزښتونه د یوه نړیوال دین په توګه ترویج او تطبیق کړي او همداراز یې ساتنه او څارنه وکړي. له بلې خوا د سترو قدرتونو ـ په ځانګړې توګه د امريکا ـ سیاسي او استعماري ګټو ته مشروعیت ورکوي او په هغه پورې تړلي بنسټونه د استعمارګرو هېوادونو د استخباراتي ځالو په توګه هم کار کوي. نو حرامه ده چې د دغو سازمانونو په میثاق کې داخل شو، په داسې حال کې چې د دغه سازمان اصلي موخه دا ده چې موږ د الله تعالی له میثاق څخه وباسي، د ځمکې پر مخ د اسلام د تطبیق مخنیوی وکړي او پرېنږدي چې یوازې اسلام بشریت رهبري کړي.

د دې دارالندوې غړي په ټول توان هڅه کوي چې خلافت دولت تاسیس نه شي او اسلام د یوه نوي نړیوال نظم په توګه ظهور ونه کړي. دغه نړیوال زورواکي او د هغوی سازمانونه په ښکاره د خپلې عقیدې او دین خبره کوي او په ډېر جرئت د خپلو ارزښتونو د نړیوالتوب دفاع کوي او نړۍ مجبوروي چې د دوی په نړیوال دین کې داخله شي. په داسې حال کې چې دا جرئت باید د مسلمانانو وي؛ ځکه یوازینی حق دین ورسره دی، چې پيغام یې سیاسي او نړیوال دی او مسلمانان د هغه پر اقامه او  اظهار مکلف شوي دي. نو د خلافت دولت په وسیله د اسلام تطبیق نه یوازې یوه اړتیا ده، بلکې زموږ شرعي مکلفیت هم دی او دغه مکلفیت هله عملي کېږي، چې ځان له هغو مکلفیتونو ازاد کړو چې سیکولر نړۍ او د هغې سازمانونه یې په ځلونو د عملي کېدو خبره کوي، تحریمونه وضع کوي او فشار راوړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې