هجری قمری نېټه : 14 رمضان 1446
میلادی نېټه : جمعه, 14 مارچ 2025 م
مطبوعاتي دفتر
د اردن ظالمو امنیتي ځواکونو تیره یکشنبه، د رمضان په ۹مه، د حزبالتحریر غړی، استاد محمد احمد النادي په هوايي ډګر کې نیولی او نه یې دی پرېښی چې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره عمرې ته لاړ شي. دغه ځواکونه د دعوتګرو ځورولو ته په دوام ورکولو نه د رمضان حرمت ته پام کوي، نه د استاد النادي د زیات عمر درناوی کوي او نه هم د هغه د کورنۍ له ویرولو څخه ډډه کوي، چې د سفر پر مهال له هغه سره مل وه.
استاد النادي بیا امنیتي او قضايي ادارې ته وسپارل شو چې دوه تورونه یې پرې ولګول؛ د حاکم رژیم د راپرځولو هڅه او د یوه منع شوي ګوند غړیتوب. نوموړی لا هم تر محاکمې مخکې د رژیم د امنیتي محکمې په توقیف کې دی.
د اردن رژیم لا هم په خپله پخوانۍ ګمراهۍ کې پاتې دی، د حق له اوریدلو وېرېږي او دا د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي. خو د استاد النادې ګناه د "ربنا الله" له ویلو اسلام ته له دعوت پرته بل څه ده؟ ایا حزبالتحریر، چې نوموړی ورته منسوب دی، نه دی پېژندل شوی چې یو سیاسي حزب دی، چې د فکري کار او سیاسي مبارزې له لارې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار کوي؟ ایا د دغه رژیم په نظر، د اسلام دعوت د نیولو او زنداني کولو لپاره دلیل کېدای شي؟ په داسې حال کې چې د سیکولریزم، فساد او ګمراهۍ مبلغینو ته منبرونه په واک کې ورکړل شوي دي او د دین پر وړاندې جګړه کې همدا رژیم پوره ورسره همکار دی.
﴿وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ﴾ [البروج: ۸]
ژباړه: «او له مومنانو سره د هغو دښمني د بل څه له امله نه وه، بلکې يوازې له دې امله وه چې هغوی پر هغه الله ايمان راوړی و چې برلاسی او ستایل شوی ذات دی.»
دغه نیونې، ظالمانه محاکمې او جابرانه فیصلې، د دغه رژیم د ظلم او استبداد د تورې کارنامې بل فصل دی، چې امت به یې په دنیا محاکمه کړي او الله سبحانه وتعالی، چې سخت انتقام اخیستونکی دی، به یې په دنیا او اخرت کې محاسبه کړي. خو دغه کړنې به هیڅکله د حزبالتحریر شباب د دعوت له لیږدولو او د الله سبحانه وتعالی د شریعت د تطبیق لپاره کار کولو څخه را ونه ګرځوي؛ بلکې دوی به د دې خاینو حکامو د منافقانه څیرو افشا کولو ته دوام ورکړي، هغه حکام چې د امت له دښمنانو سره یې ځان تړلی دی. د دوی خیانتونه، چې په رښتیا د اسلامي خاورو امنیت ته ګواښ دي، اوس له امت پټ نه دي.
﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَب يَنْقَلِبُونَ﴾ [شعراء: ۲۲۷]
ژباړه: «ظالمانو ته به ډېر ژر معلومه شي چې هغوی له څه برخلیک سره مخامخ کېږي.»
د حزب التحريرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶ هـ.ق کال، د رمضان ۱۴مه
۲۰۲۵م کال، د مارچ ۱۴مه
ژباړن: اسرار تکل