هجری قمری نېټه : 26 ربیع الاول 1442
میلادی نېټه : جمعه, 11 ډسمبر 2020 م
ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډیسمبر پر ۱۲مه د اردن په پوهنتونو کې د شرعیاتو پوهنځي د خپلو محصلینو لپاره یو کنفرانس جوړ کړ، چې دا کنفرانس د «اسلام له نظره د اردن د اوبو واقیعت، ګواښونه او حلارې» تر نامه لاندې د حج اوقافو وزیر داکتر محمد الخلیله او د جرمني د نړیوالو همکاریو سازمان (GIZ) په ملاتړ د زوم له برنامې څخه په ګټې اخیستنې جوړ شو.
د شرعیاتو د پوهنځیو رییسانو، د دغه کنفرانس جوړوونکو او د شرعیاتو متخصصینو ته:
تاسو د داسې کنفرانس جوړونکي یاست چې د اردن د شرعیاتو پوهنځیو ټول محصلین پکې را ټول شول او د اسلام له نظره د اردن د اوبو د ستونزو او حلارو په اړه خبرې وشوې، خو موږ تاسو ته څو داسې ټکي در ښیو چې تاسو ترې سترګې نه شئ پټولی.
تر هرڅه وړاندې موږ د اوبو د ستونزو ډېرېدو په اړه د جرمني ادارې او نورو نړیوالو موسیسو همکارۍ ته حیران شوو؛ په داسې حال کې چې موږ د اسلام له نظره د اوبو د ستونزو حل په اړه خبرې کوو؛ څه اړتیا ده چې مسلمانان خپلې ستونزې پر نړیوالو سازمانونو حلوي؟! ایا دا بسنه نه کوي چې تاسو د نړیوالو قوانینو پر اساس د فلسطین د قضیې حل ته په تمه یاست؟ چې دا په حقیقت کې د قانون له نظره د دې موضوع له منځه وړل دي.
دلته څو مهمو ټکو ته اشاره کوو:
لومړی: په اسلام کې اوبه عام المنفعه یادې شوې دي. په اسلامي ټولنه کې اوبه عام څیز دی چې الله سبحانه وتعالی خپل ملکیت ګڼلې دي او له شخصي ملکیت څخه یې منع کړې ده.
رسول الله (ص) فرمایلي:
«النَّاسُ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ: فِي الْكَلَأِ، وَالْمَاءِ، وَالنَّار»
ژباړه: ټول خلک په درېیو شیانو کې شریک دي: (څړځایونه، اوبه او اور.
پر همدغه اساس، د اوبو شخصي کول او په شخصي کمپنیانو یې پلورل منع دي. لکه د اردن په قضیه کې.
دویم: په اردن کې د اوبو ستونزه په اصل کې یو سیاسي مشکل دی، چې د اردن پر حکومتي سیستم او له یهودو سره د دغه هېواد د واکمنانو د اړیکو په درلودو پورې اړه لري. اردن د خپلو خلکو لپاره د اړینو او مناسبو اوبو په تیارولو کې خپله دنده په سمه توګه سرته ونه رسوله. د اوبو د کمبود له امله نه، بلکې دوی غواړي په تلپاتې ډول د تړونونو له لارې خپلې اوبه او د خلکو ژوند د کفارو او یهودو له غوښتنو سره وتړي؛ چې د انګلس پروژې یې پیل و. د امریکا د «جونستون پلان» یې پلی او له یهودو سره یې د «وادي عراب» تړون پای و، بلاخره یهودیانو وکولای شول چې د اردن تر ځمکې لاندې اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
درېیم: یهودیانو د اردن ډېرې اوبه د اشغال، تړون او یا د غلا له لارې تر لاسه کړې او اوسه هم دوام لري.
کله چې یهویانو ګولان اشغال کړ، نو د اردن د رود پر فرعي برخو یې لکه: (حسباني، بانیاس او الدان) خپل کنترول نور هم ډېر کړ او د یرموک سیند تر نیمایي ډېره برخه یې پخپل واک کې کړه.
د یهودیانو او اردن د هوکړو په اړه: د «وادي عرب تړون» کې د اوبو ذکر کولو ثبوت نشته. د بېلګې په ډول: د اوبو تړون په شپږو مادو کې راغلي: «دواړو لورو د اردن او یرموک سیندونو پر اوبو په مساویانه وېش هوکړه وکړه، چې د وادي عرب له ځمکې لاندې اوبو څخه سرچینه اخلي.»
د غلا په اړه: په ۱۹۹۲م کال کې د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: « اسراییلو د اوبو په «ملي انتقالي کانال» کې له ټاکلې کچې څخه ډېرې اوبه بېولې دي او د اردن سیند سویلي خواته یې د اوبو ځنې مالګین او نامناسب رګونه او جریانونه ور ګرځولي، څو د (طایبیریاز) اوبه ککړې نه شي.
څلورم: مسلمانانو د دولت او ټولنې په جوړښت کې د اوبو ارزښت د یو مهم حیاتي عامل په توګه هغه وخت ښه درک کړ، کله چې د لومړي ځل لپاره په مدینه کې اسلامي دولت جوړ شو. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدیني ته ولاړ، نو هلته یو څا و او رومیانو به ترې ګټه اخیستله. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ يَشْتَرِيهَا مِنْ خَالِصِ مَالِهِ فَيَكُونُ دَلْوُهُ فِيهَا كَدِلَاءِ الْمُسْلِمِينَ، وَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا فِي الْجَنَّةِ...»
ژباړه: هر څوک چې دا کوهی په شخصي شتمنۍ واخلي او ډولچه یې د مسلمانانو لپاره وي، (کوهی مسلمانانو ته ورکړي او ورسره شریک یې کړي)، هغه به په جنت کې تر دې ډېر څه تر لاسه کړي.
دوی په فلسطین او ادرن کې د مسلمانانو پر اوبو د غاصبانو شتون نور هم ټینګ کړ او حتی مسلمانان یې د خپلو اوبو له کارولو څخه منع کړل، څو یې واکمنان له یهودیانو سره تړون وکړي.
پنځم: د اردون د اوبو مسله باید په بنسټیز ډول حل شي، د سیمې او امت په کچه، نه د ولایت په سطحه. اوبه د ټول امت یو عام او مشترک مال دی، چې ټول امت باید ګټه ترې واخلي. څرنګه چې رسول (ص) فرمایلي دي:
«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كمَثَلِ الْجَسَدِ الوَاحِد؛ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»
ژباړه: د یوې عقیدې او باور خلک په مهربانۍ، شفقت او خواخوږۍ کې داسې دي لکه یو تن (جسم). کله یې چې یو غړی په درد وي، نو ټول بدن یې ورسره ناارامه وي.
دغه یو جسم باید په یوه سیاسي ارګان کې یو ځای او متحد شي، څو د یهودو حکومت له منځه یوسي، چې دا په ادرن او ټوله سیمه کې د اوبو ستونزه په اساسي ډول حل کړي.
په پایله کې: موږ ستاسې پاملرنه د حزب التحریر هغې رسالې ته اړوو چې په ۱۹۹۹م کال کې د «د اردن د اوبو ستونزه او د هغې حلاره څه ده؟» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. په هغې کې یې ستونزه او حلاره تشریح شوي دي. همدارنګه په اردن کې د اوبو واقیعت، ذخیره کول او وېش پکې واضح شوي دي. همدارنګه له ټولو اسنادو سره یوځای د اردن له لوري د اوبو ذخیره کولو پرتله، د خلکو اړتیا او هغه څه واضح شوي چې له دغو اوبو غلا شوي دي.
په وروستیو کې موږ د الله سبحانه وتعالی دغه قول دریادوو:
(وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ) [عمران: ۱۸۷]
ژباړه: په یاد راوړئ هغه وخت، کله چې الله سبحانه وتعالی هغو کسانو ته اسماني کتاب ورکړ، ژمنه یې کړې چې هغه به خلکو ته ښکاره کړي او کتمان ونه کړي. خو هغوی شاته وغورځاوه او په لږ بیه یې وپلوره.
د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر