یکشنبه, ۱۵ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د نړیوال دریځ پېژندنې په اړه ابهامات

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

 ځینې په دې اړه چې د نړیوال دریځ د بدلون په صورت کې به نړۍ له کوم حالت سره مخ شي، داسې پوښتنې مطرح کوي:

ایا امریکا به له ستراتيژیک اړخه زیان وکړي؟ ایا امریکا به له اقتصادي او فرهنګي اړخه کمزورې شي؟ ایا امریکا به د نړیوالې واکمنۍ له مفکورې، شا تګ وکړي؟ هغه هم وروسته له دې چې د نویو محافظه کارو په دوره کې يې له پلي کولو عاجزه ده.

د دغو پوښتنو په ځواب کې باید د نړيوال دريځ په مهمه برخه تمرکز وکړو. نړیوال دريځ په دې مفهوم دی چې لوی دولتونه د نړۍ لومړي دولت مرکزیت ته مزاحمت وکړي. که پر دغه مفهوم لږ ژور فکر وشي، څو مهم ټکي به وپېژنو:

1. له شک پرته د نړۍ د لومړي دولت په اړه پوهه شته، ځکه نور لوی دولتونه ورته مزاحمت کوي. لکه د امریکا اوسنۍ دولت چې د نړۍ لومړی دولت دی. په نړۍ کې د لومړي دولت جوړول څه نوې خبره نه ده. مصر په تېرو وختونو کې د نړۍ لومړی دولت و او په عراق کې د اشور دولت ورته مزاحمت کاوه. روم د نړۍ لومړی دولت و او فارس ورته خنډونه جوړول.

د خلافت دولت د راشده خلفاوو له دورې تر صلیبي جګړو، د نړۍ لومړی دولت و، خو تر هغه وخته يې هېڅ مزاحم نه درلود.  عثماني دولت د اسلامي خلافت په توګه دری پيړۍ د نړۍ لومړی دولت و  او د شپاړلسمې میلادي پيړۍ تر نیمايي پورې يې هېڅ مزاحم نه درلود. له نړيوالې جګړې مخکې المان د نړۍ لومړی دولت و، انګلیس او فرانسې ورته مزاحمت کاوه او همدارنګه له دویمي نړیوالې جګړې لږ مخکې المان ورته مزاحم و او نېږدې و چې المان بیا د نړۍ لومړی دولت شي؛ خو دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. امریکا په دې جګړه کې برخه واخیسته او وروسته له جګړې يې چې کومه اغېزه په نړیوال سیاست او دریځ درلوده، د نړۍ لومړی دولت شو.

دا چې د نړیوال سیاست په تر لاسه کېدو په خپلو کې تر ټولو ځواکمن هېواد و،  نړیوال دريځ يې  پخپل کنټرول کې واخیست. تر دغه کار وروسته د امریکا له هوکړې، غوښتنه او لاسلیک پرته هېڅ تړون نه لاسلیکېده. پخواني شوروي اتحاد، انګلیس او فرانسې تل هڅې کولې، څو مزاحمت ورته وکړي او تر يوې کچې هغوی هم په نړيوال سیاست اغېزه درلوده او هر یوه د خپل ځواک په کچه، خو شوروي اتحاد ځواکمن و او انګليس کمزوری اغېز درلود.

۲. نړیوال دريځ په سرعت بدلون نه کوي، مانا دا چې په یوه پیړۍ کې یو، دوه یا درې ځلې  یا کم او ډېر بدلون کوي. د دې لپاره چې د نړيوال دريځ په اړه سیاسي پوهه تر لاسه کړو، باید تل نړيوال دريځ وڅارو او اړوندې  پېښې يې تر نظر لاندې ونیسو. له دې پرته به دولتونه او سیاسیون د نړۍ له سیاسي پېژندګلوۍلېرې وي.

۳. ځينې نوې پېښې د نړیوال دريځ په اړه رامنځته شوې او څوک يې چې څاري د هغه لپاره ښکاره ده چې نړیوال دريځ په څو راتلونکو کلونو کې بدلون کوي. شاید دا بدلون پنځه یا لس کاله، یا هم څو کاله وروسته راشي، اما دا چې بدلون راتلونکی دی، په دې کې هېڅ شک نشته. یوازې وخت يې نا معلوم  دی. همدارنګه کله چې د نړی لومړی دولت له خپل ځای نه وي را ټيټ شوی او بل دولت يې ځای نه وي نیولی، نشو ویلی چې نړیوال دريځ بدلون کړی؛ په داسې حال کې چې ویل کېږي د نړۍ لومړي دولت خپل ثبات له لاسه ورکړی او ځواک يې ضعیفه شوی دی. یا ویل کېدای شي چې نړیوال دريځ بدلون کوي. دغه راز اوسمهال ویلی شو چې نړیوال دريځ بدلون نه دی کړی؛ ځکه لومړی دولت تر اوسه د نړۍ لومړی دولت دی او له دې سره سره چې ضیعفه او منزوي شوی، خو بیا يې هم بل دولت ځای نه دی نیولی؛ ځکه د نړۍ د لومړي دولت د نړیوال دريځ  د بدلون او بې ثباتۍ تر منځ ډېر توپیر دی.

هغه څه چې لومړی دولت بې ثباته کوي، لاندې موارد دي چې ځینې یې عبارت دي له:

د سیاسي او یا اقتصادي تړونونو رامنځته کول چې د لومړي دولت مزاحم دولتونه پکې راټول کړي دي؛ لکه د شانګهای د همکاریو سازمان او اروپايي ټولنه. د نويو پيسو رقابت د نړۍ د لومړي دولت له پيسو سره هم لومړی دولت بې ثباته کوي، لکه یورو. د لومړي دولت اقتصادي کمزوري د ناسمو اقتصادي سیاستونو له امله ده، لکه د امریکا اوسنی حال چې بازارونه یې له زیان سره مخ دي او واقعي زېرمه  نه لري.

همدرانګه یو بل عامل چې د نړۍ لومړی دولت بې ثباته کوي، په ځانګړي ډګر کې د بل دولت مخکې کېدل دي، لکه چین چې له امریکا څخه په تجارتي ډګرونو کې مخکې دی او د امریکا پر ځای ولاړ دی؛ لکه په G5 تکنالوژۍ او نورو برخو کې.

دغه مثالونه او پېښې نوې دي او په ښکاره توګه دلالت کوي چې نړيوال دريځ به ژر بدلون وکړي، ځکه نړیوال دریځ پايښت له لاسه ورکړی او د شا تګ په حال کې دی. خو یوازې هغه پوښتنه چې لا ځواب نه دی ورته ویل شوی دا ده چې نړيوال دريځ به د چا په ګټه بدلون وکړي؟

په دې اړه باید وویل شي: دا د نړۍ د لومړي دولت د رقیبو او مزاحمو دولتونو په ځواک پورې اړه لري. کوم دولت چې د لومړي دولت ځای نیسي، باید په ډېری ډګرونه کې لومړی دولت چلنج او له نورو دولتونو مخکې شي او په دې ډګر کې پوره چمتو او غوره ځواک ولري.

په همدې دلیل اوسمهال نشو ویلی چې نړیوال دریځ بدلون کړی، ځکه امریکا تر اوسه د نړۍ لومړی دولت دی. خو ویلی شو چې امریکا په نړۍ کې د ځينو عواملو او ضعف له امله خپل ثبات له لاسه ورکړی دی. ویلی شو چې نړيوال دريځ هرو مرو بدلون کوي؛ خو وخت ته اړتیا ده. که کوم دولت خپل ځواک د امریکا د ناتوانۍ پر وړاندې څرګند کړي او یا کوم نوی سیاسي تړون د لویو دولتونو تر منځ وشي، په دې صورت کې د امریکا لرې کېدل له خپل ځایه بې ځایه خبره نه ده او بیا ویلی شو چې نړیوال دریځ بدلون کړی دی.

لیکونکی: دوکتور فرج ممدوح

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

«د امت وروستی حالت پر همغه څه اصلاح کېږي چې وړاندې اصلاح شوی و»

خبر:

د اناضول خبري اژانس د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډیسمبر پر ۲۹مه راپور خپور کړ چې عربي نړۍ به په ۲۰۲۱م کال کې په یوه سخته او نوې جګړه کې ښکېله شي. په دغه تحلیل کې راغلي وو چې په ۲۰۲۱م کال کې عربي نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ کېدونکې ده.

اوسني عرب د دغه کړکېچن حالت له امله د شرق او غرب دروازې ټکوي چې پناه پکې واخلي. ډېری نوي کال ته هیله مند دي، چې د اوږدمهاله جګړو له لوړو لګښتونو څخه به خلاصون ومومي، خو داسې ښکاري چې ډېری عربي هېوادونه لکه لیبیا، سومالیا، سوریه او عراق له داسې امنیتي ستونزو سره مخ دي چې وتل ترې ناشوني ښکاري.

تبصره:

یوازې عربي نړۍ نه، بلکې ټوله اسلامي نړۍ له ګواښونو سره مخ ده. له سلو کلونو راهیسې اسلامي خاورې له غمونو، ګواښونو، بحرانونو او ژورو زخمونو سره لاس او ګرېوان دي.

۲۰۲۰م کال د بحرانونو پيل و او په ۲۰۲۱م کال کې به دا بحرانونه ختم نه شي. که د اسلامي هېوادونو همدا حال وي، پانګوال نظام او مزدور چارواکي پرې واکمن وي، له دغو کړکېچونو څخه د وتلو هیله به بېځایه وي.

 د اسلامي خلافت له ړنګېدو، د ژوند له صحنې څخه د اسلامي احکامو تر لېرې کېدو او پر اسلامي خاورو د کافر غرب تر واکمنۍ وروسته د اسلامي امت حالت کال په کابل او حتا ورځ تر بلې بحراني شو.

 د امت برم او عزت په ذلت او سپکاوي بدل شو، عزت یې ولوټل شو، د هغوی د ژوند سوکالي او ارامي په وحشت او محرومیت بدل شول. همدارنګه د هغوی شتمنۍ او مالونه د دښمنانو د لوبې وسایل شول او دښمنانو اجازه ورنه کړه چې امت پرمختګ وکړي او بیداري تر لاسه کړي.

هرکله چې مسلمانانو هڅه کړې نهضت او بیدارۍ ته ورسېږي، مخه یې نیول شوې ده. د دښمنانو دوکه او چل د دې لامل شوی چې د حکامو تر نامه لاندې د مزدور پوسټونو پر مټ د امت برخلیک په لاس کې واخلي؛ په داسې حال کې چې تر دې وړاندې اسلامي امت سرلوړی  و.

همدغه ظلم حکام پر دې راضي شول چې زموږ هېوادونه د هر زورواکي او درواغجن لپاره ځای شي، د امت حقونه ولوټل شي، د اسلامي امت خاورې د دښمنانو لاسته ولوېږي او تر ټولو مهمه دا چې د امت له ژوند څخه د اسلامي احکامو پلي کېدل وځنډول شول. همدارنګه خاورې مو غصب شوې، عزت او پت ته مو سپکاوی وشو، د امت شتمني لوټ شوه، غږونه چوپ شول، د امت برخلیک ټاکونکې قضیې د دښمن لاس ته ولوېدې او د ستونزو حل لاره دښمنانو ته پاتې شوه. دا د اسلامي امت قضیه وه.

تر هغه چې اسلامي امت د خلافت ترسیورې لاندې ژوند ونه کړي او متحد نه شي، د اسلامي احکامو په چوکاټ کې نظام رامنځته نه شي، امت دروني ارامتیا نه شي تر لاسه کولی. امت هغه وخت په ماتې خوړلو او بېلابېلو بنسټونو او جوړښتونو بدل شو چې دولت یې له لاسه ورکړ او د یو بل دښمنان شول. دښمنانو له دغه حالت څخه ګټه پورته کړه، د هغوی پر سیمو او خاورو واکمن شول او غوره امت یې ونیو. د دې لپاره چې امت په ستونزو او ځورېدنه کې پاتې شي، د ژغورلو لپاره یې حل لاره نه وي، په امت کې یې د بې اتفاقۍ تخم وکاره او د امت د بچیانو وینې یې تویې کړې. په هغوی کې د رامنځته شوو بنسټونو او جوړښتونو تر منځ اختلافونه او جګړې رامنځته شوې.

د امت اوسنی حالت له اسلام څخه پخواني حالت ته ورته دی. له سلام څخه وړاندې قبایل پخپلو کې دښمنان او دوستان وو؛ د خپل ورور په مقابل کې یې د دښمن ملاتړ کاوه. ایا کوم څوک داسې تصور کوي چې زموږ حقونه به بیرته تر لاسه شي، ستونزې مو حل شي، عزت او اسلامي خاورې مو خوندي پاتې شي؟ دا کار ژوند ته د اسلام او خلافت دولت له راګرځېدو پرته ناشونی دی، هغه دولت چې د امت ملاتړی او ساتونکی دی.

امام مالک رښتیا ویلي « د دغه امت وروستی حالت په همغه څه اصلاح کېږي چې وړاندې پرې اصلاح شوی» دا په اسلامي خاورو کې پر متنفذینو او د قدرت پر څښتنو غږ دی چې حزب التحریر ته نصرت ورکړي، ځکه حزب هغه رهبري ده چې خپلو پلویانو ته یې درواغ نه دي ویلي، موږ تر یوه بیرغ لاندې متحد کوي او خلافت بیا تاسیسوي. له موږ یو واحد امت جوړوي، څو د یو بل ملاتړي او همکار پاتې شو او د یو بل په څنګ کې ژوند وکړو. هر کله چې زموږ ستونزې پای ته ورسېدې او هیلې مو رښتیا شوې، هغه وخت به د اسلامي خلافت تر چتر او د الله سبحانه وتعالی د رضایت تر سیوري لاندې ارام، هوسا او ډامن ژوند تر لاسه کړو؛ هغه دولت چې زموږ ویاړ به وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: اسما‌ء الجعبه

ژباړن: محمد فاتح

د مطلب ادامه...

د ډینمارک یو وزیر یو ځل بیا د اسلام پر وړاندې د فکري جګړې غوښتنه وکړه Featured

  • خپور شوی په ډنمارک

د ډینمارک یو وزیر میټیاس ټیسفای د ۲۰۲۱م کال د جنوري پر ۲۲مه په جیلانډ پوسټين کې د یوې مرکې پر مهال وویل، د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې مبارزه ګړۍ روانه ده. هغه زیاته کړه، د مبارزې لومړۍ څپه دا وه چې له اسلامي خارو څخه مسلمانان کفري هېوادونو ته کډوال شي او دویمه څپه به دا وي چې د قانون له مخې به د مسلمانانو پر ښوونځیو بندیزونه ولګول شي، څو له هغوی خپل هویت واخیستل شي.

د ده په وینا، د هېواد ټول ارګانونه باید د همدغو مفکورو  پر وړاندې په مبارزه کې رول ولوبوي. ټیسفای همدا راز ګواښ وکړ: «که داسې ونه شي، نو سوسیال ډيموکراټیک حکومت به دا کړنه تر سره کړي».

نوموړي زیاته کړه: «یو څوک ویلی شي چې د اسلام یوه لویه برخه نن افراطیت بیان او وړاندې کوي. افراطیت د ځینو اسلامي کړیو اصلي مفکورې دي. د بېلګې په توګه، هغوی د همجنس بازۍ نظریه نه مني، قرآن له اساسي قانون څخه پورته ګڼي او وايي، ښځه باید په کور کې وي او څلور دېوالونه ترې راتاو وي.»

دغه وزیر د یو دولت لپاره لمونځ، د شرابو بندیز، د ښځو جامې، د جنسیت بېلوالی، د «افراط» بېلګې او خطرناک عناصر وبلل. په داسې حال کې چې دا ټول د اسلام مقررات دي، چې په اسلامي متنونو کې یې په څرګنده توګه یادونه شوې او که چېرته یې پلي کړي، په ټولنه کې به امنیت، همغږي او سوکالي تامین شي.

په تېرو وختونو کې یاد وزیر تور پورې کړی و چې اسلامی سازمانونه له واده څخه وړاندې د ښځينه او نارینه وو یو ځای والی روا بولي او اذان یې د «جګړې چیغه» بللې وه. د اسلام یوازنۍ بڼه چې سیاسیون یې باید ومني، هغه تش په نوم «ډینمارکي اسلام» دی، لکه څنګه چې وزیر وویل: «په ډینمارک کې باید د ډینمارک اسلام وي او د منځنۍ اسیا اسلام باید لږ وي».

حکومت له مسلمانانو څخه غواړي چې دوی باید د «ډینمارک اسلام» ومني، چې په ټولنه کې مناسب وي او قرآن له اساسي قانون څخه پورته ونه بولي. یو اسلام چې شریعت، اسلامي لباس، د جنسیت بېلوالی، د شرابو بندیز او زنا پکې منع نه وي او ماشومان د شرافت او فضیلت په څېر ارزښتونو سره رالوی نه شي، ځکه چې د دغه وزیر په خبره، دا څه د ټولنیزو اصولو خلاف عمل دی.

له چارواکو څخه د قران کریم د بدلون غوښتنه نوې نه ده. د مکې ټولنې اشرافو هم دا غوښتنه درلوده او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخ شوي وو، چې دوی نه شوی کولای هغه په فکري ډول غلط ثابت کړي.

[وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَـذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاء نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ]

ژباړه: «کله چې دوی ته زموږ روښانه خبرې اورول کېږي، نو هغه خلک چې له موږ سره د یو ځای کېدلو هيله‌مند نه دي، وايي «د دغه پر ځای کوم بل قرآن راوړه، یا تعدیل پکې راوړه.» ـ [اې رسول الله صلی الله علیه وسلم!] دوی ته ووایه: «زما دا کار نه دی چې له خپله ځانه په دې کې کوم تعدیل او بدلون راوړم. زه خو یوازې د هغې وحیې پیرو یم چې ما ته لېږل کېږي. که زه د خپل رب له امر څخه سرغړونه وکړم، نو له ډېرې هیبتناکې ورځې څخه وېرېږم.»

موږ غواړو چې دغه وزیر او د ډینمارک حکومت ته لاندې پیغام ورسوو:

اسلام د ژوند د عقلي لیدلوري پر بنسټ ولاړ دی، چې مسلمانان یې په فکري توګه قانع کړي دي. هغه دلایل چې د اسلام واقعیت ثابتوي، هېڅوک پرې سترګې نه شي پټولی. له همدې امله، تاسو به هېڅکه بریالي نه شئ، چې موږ په تبعیضي قوانینو سره د ژوند په اړه خپل سېکولر لیدلوري ته په زور تسلیم کړئ.

که تاسو خیال کوئ چې موږ باید خپل اسلامي ارزښتونه پرېږدو، نو بیا داسې دلایل وړاندې کړئ چې ستاسو د ژوند سېکولر مفکوره زموږ په پرتله ډېره رښتینې ده. یا دا چې ستاسو انفرادي او مادي ژوند لیک د شریعت په پرتله د انسان له طبیعت سره ښه تنظیم شوی دی. په هر صورت، تاسو به هېڅکله په دې ونه توانېږئ، له همدې امله تاسو باید له دې حقیقت سره مخ شئ چې د اسلام پر وړاندې ستاسو د مبارزې دویمه څپه وړاندې له دې چې پرده وغوړوي، هغه مو له لاسه ورکړې ده.

د حزب التحریرـ ډینمارک مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د یوه غړي نیول Featured

  • خپور شوی په اردن

په اردن کې د رژیم امنیتي ځواکونو دری ورځې وړاندې د حزب التحریر یو غړی، ورور ابراهیم محمد الغربلي، په خپل کاري ځای کې ونیوه.

د دعوتګرو پر وړاندې د اردن رژیم ظالمانه چلند، د اسلام پر وړاندې مبارزه او له ژوند څخه په بشپړه توګه د اسلام د لېرې کولو خپل هوډ څرګندوي.

حزب التحریر یو سیاسي حزب دی، چې ايډیالوژي یې اسلام ده. کار یې د خلافت دولت بېرته راستنېدلو لپاره سیاسي او فکري مبارزه ده. د الله سبحانه و تعالی قانون پلی کړي؛ چې یوه پېړۍ وړاندې له ژوند څخه لېرې شوی دی. حزب ژمن دی  او په اسلامي امت کې به د الله سبحانه و تعالی د رضایت د تر لاسه کولو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي او دا کار به د کافر استعمار تر حاکمیت لاندې رژیمونو پر جوړو شوو خنډونو سربېره، دوام وکړي.

د حزب التحریرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

[إِنَّ ٱلَّذِینَ یُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُو۟لَئِكَ فِي ‌ٱلۡأَذَلِّینَ]

  • خپور شوی په سیاسي

[إِنَّ ٱلَّذِینَ یُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُو۟لَئِكَ فِي ‌ٱلۡأَذَلِّینَ]

ژباړه: «په حقیقت سره هغه خلک ډېر ذلیل دي چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې مقابله کوي. [مجادله: ۲۰]

ورځ تر بلې، د فلسطین خلک پر هغو بریاوو ډاډمنېږي چې جنرال ډیټن یې تر لاسه کوي؛ چې له یهودي ادارې او نړۍ سره یې د نوي فلسطین ژمنه کړې ده. همدا فلسطین دی چې ډيټون یې د اسلام او د فلسطین د خلکو دښمن کړی دی. یو فلسطینی چې د خپلو خلکو پر وړاندې له دښمن سره همغږي کوي، د الله سبحانه و تعالی پر مقدساتو، کورونو او عبادت کوونکو بريدونه کوي، د مینې او سولې په چاپيریال کې له هغو کسانو سره ژوند کوي، چې ځمکې یې غصب کړې او له مقدساتو څخه سرغړونه کوي، وینې تویوي او په بدل کې یې هغه کسان نیسي، اعتصاب پرې کوي او فشار پرې راوړي چې د خیانت په څرګندولو سره خپل غږ پورته کوي. یا د دین د رامنځته کېدلو غوښتنه کوي، نو یهودانو او د اسلام دښمنانو ته مبارکي وايو، چې تاسو لري.

اې د فلسطین د سپېڅلې خاورې خلکو: د جمعې په ورځ د فلسطیني ادارې له لوري بل داسې بريد تر سره شو چې د حضرت موسی علیه السلام له زیارت وروسته پر عبادت کوونکو تر سره شوی و، دوی یې له جوماتونو وشړل او په ظالمانه توګه یې په لرګیو، مرمیو او ګاز سره تیت او پرک کړل. همدارنګه د هغوی وینې یې تویې کړې، له مقدساتو څخه یې سرغړونه وکړه او اشرافان یې د دې لپار ونیول چې خلک د جمعې له لمانځه څخه منع کړي. د دغو جنایتونو له ډلې څخه یو یې پر ډاکټر بسم الداور باندې په قلقیلیا کې بريد و، چې ۶۶ کالونه عمر یې درلود. د هغه پوښتۍ ماتې شوې او پرته له دې چې د هغه عمر، موقف یا پوهه په نظر کې ونیسي، تر مرګ پورې یې ورساوه. په ټامون کې یې  ډاکټر فدا بني اودح ونیو او ویې وهلو، پر لسګونو نورو عبادت کوونکو یې بريد وکړ او ویې وهل. پر دوی یې ځکه برید وکړ چې خپل لمونځونه یې کول. دلته موږ د فلسطین ادارې مشر، د هغه لومړي وزیر او د دوی امنیت یا جرمي تجهیز څخه پوښتنه کوو: ایا تاسو د زیتونو ونې د مېشتو کسانو له بریدونو څخه لېرې کړي دي، لکه څنګه چې تاسو خلک له لمانځه څخه ليرې کوئ؟! ایا تاسو پر مهاجرینو خپل غږ داسې پورته کړی، لکه څنګه یې چې تاسو په رکوع او سجده کې پر عبادت کوونکو پورته کوئ؟!

بیا په ابو مشعل ښار، رام الله ولسوالۍ کې د استخباراتي اداري له لوري نامتو ښوونکی حسن المصري ونیول شو، هغه یې وواهه، ویې ځوراوه او د ساتلو ځای یې پټ کړ، الله سبحانه و تعالی دې د دوی لاسونه مات کړي.

په دې اړه پلاوي والیانو ته ورغلل، تر څو د امنیتي خدمتونو له ترسره کولو څخه دوی ته شکایت وکړي او د هغو خلکو د محاسبې غوښتنه وکړي چې د ۲۰۲۱م کال، د جنوري پر ۱۰مه یې پر خلکو یرغل وکړ. موږ د رام الله والي ته یو لیک وسپاره؛ چې د مشهور ښوونکي حسن المصري پر وړاندې د رمله استخباراتو مشر، محمود ابراهیم حماد څخه وضاحت وغواړي او د تر سره شوي جنایت په اړه خپل دریځ بیان کړي. دوی ته مو ۴۸ ساعتونه وخت ورکړ او دوی هېڅ کار ونه کړ.  

اې زموږ خلکو چې اسلام عزت درکړی: دا هغه اداره ده چې ستاسو هېواد ته یې پښې راغلې، له ذلت پرته یې بل هېڅ نه لرل، تاسو هغوی ته پناه او خواړه ورکړل، نو اوس دوی ستاسو وینه څښي، ستاسو پیسې ګرځوي او پر جوماتونو بريدونه کوي. اراده لري چې ستاسو کورنۍ او عفت له منځه یوسي. دوی پر تاسو ظلم کوي، ځکه چې دوی ستاسو د دښمن په لاس کې دي.

هغه څوک چې په رکوع او سجده کې پر عبادت کوونکو برید کوي او د یهودانو د تېري ښکار کېږي، یو مجرم دی چې په سپېڅلې خاوره پورې تړاو نه لري. پر فلسطیني عبادت کوونکو او جوماتونو د چارواکو یرغل، د فلسطین پر خلکو یرغل دی. د فلسطین خلک باید دا جنایتکاران د قومونو له لارې وڅاري او په قانوني ډول تر هغه چې ټول مجرمین په جزا ورسېږي. که د فلسطین اداره هغه جنایتکاران محاسبه نه کړي، چې وینې تویوي او د خلکو مقدساتو ته سپکاوی کوي، نو دا به پر خلکو فشار راوړي چې د خپلو حقونو په وسیله د فلسطین د خلکو لپاره د دوی حقوق خوندي کړي. الله سبحانه و تعالی دوی غوره کړي دي، څو په دې سپېڅلې خاوره کې حق ته غاړه کېږدي. د فلسطیني ادارې لپاره به غوره وي چې د فلسطین د خلکو او اسلام پر وړاندې مبارزه ودروي. الله سبحانه و تعالی د دې امت په لاس هغه ظالمان له منځه وړي، چې فکر یې کاوه دوی به هېڅکه را ونه پرځېږي. د فلسطین اداره د دوی د ځواک په لسمه برخه حساب نه کوي. دا امت د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپه خوله نه پاتې کېږي. همدارنګه دوی ظلم کوي او پر دین یې بريد کوي. که د فلسطین په اداره کې یو هوښیار سړی وي، پرېږدئ چې لاړ شي، مخکې له دې چې په پښو وځړول شي. د اسلام سهار د خلافت په تاسیس سره رڼا کېږي او بیا به پوه شئ چې څوک ګټونکي دي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ]

ژباړه: «(خو د الله سبحانه و تعالی پر یووالي د دې ښکاره څرګندو دلالت کوونکو نښو نښانو له لیدلو سره هم ) ځینې خلک داسې دي چې له الله سبحانه و تعالی پرته نور د هغه سیالان ګرځوي؛ پر هغو داسې مین دي لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی سره مینه لرل ښايي. په داسې حال کې چې دغو ظالمانو ته د عذاب د ليدو په وخت کې پیدا کېدونکی دی. که همدا نن دوی لیدلی وای؛ نو (باور به یې راغلی وی چې) ټول قوت او ټولې واکمنۍ یوازې د الله سبحانه و تعالی دي او (په دې به یې هم باور شوی وی) چې له الله سبحانه و تعالی سره ډېر سخت عذاب شته.» [بقرة: ۱۶۵]

حزب التحریرـ د فلسطین سپېڅلې خاوره

 

د مطلب ادامه...

اې مسلمانانو، هغه سېکولر ارزښتونه او نظامونه رد کړئ چې زموږ پر لوڼو تېری کوي! Featured

په بنګله دېش کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري، ناوړه چلند او ډله ییزو جنسي تيریو د خطرناک ډېروالي موضوع وروسته له هغه ګرمه شوه، کله چې د پلازمینې ډاکې په یو مشهور ښوونځي کې د چمتووالي ټولګي یو زده کوونکی له جنسي تيري وروسته ووژل شو. خلک همدا راز پر تنکیو ځوانانو د تجاوز په اړه اندېښمن دي، ان د دې کړکېچ او وېرېدونکي حالت په جریان کې روڼ اندي خلک په دې مفسد فکر بې لارې کوي. د دې سترې اندېښنې د اصلي لامل پر ځای، دوی خلک پر نورو شیانو بوخت کړي دي. ځکه چې دوی پوهېږي په دې سره د دوی سېکولر باور او ناسم سیاستونه افشا او زیانمنېږي. دا روڼ اندي دلته دوه ډوله جرمونه تر سره کوي.له یوې خوا دوی هڅه کوي چې د جنسي تسکین له پلوه متناقض سېکولر ارزښتونه خوندي شي او د ښځو له وقار څخه انکار کوي، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی سرچینه ده. له بلې خوا، دوی هڅه کوي چې د خلکو پاملرنه له رښتیني حل لارې څخه واړوي، یعنې پر اسلامي ارزښتونو بريد کوي.

دا تش په نوم ليبرال مفکرین په ګوته کوي، چې فحشا، پر نشه‌یي توکو روږدې کېدل، ټولنیز تخریب او د کورنۍ کمزورې اړیکې د اوسني ناورین اصلي لاملونه دي. خو دوی دا پوښتنه نه کوي چې ولې زموږ په ټولنه کې ټولنیز او اخلاقي غمیزه شته؟ ځواب یې په غربي سېکولر باور لرونکي نظام کې پروت دی، چې موږ پکې اوسو. دا سېکولر نظام له عامه ځایونو څخه د دين لېرې کولو عقیده لري او د پرمختګ او خوښۍ لپاره یې د اندازې واحد مادي ګټه او جنسي رضایت دی. د نن ورځې نړیوال د حاکمې ايډیالوژۍ په توګه په بنګله دېش کې سېکولریزم هم له ډېرې مودې راهیسې د ښځو حقونو او ازادۍ غوښتنه کوي. خو لا هم نه دي توانېدلي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لږ را کم کړي. ښځو ته د جنسي توکي په سترګه ګوري، د دوی ښکلا سوداګریز ارزښت بولي. په سېکولر نظام کې له مېرمنو څخه د سوداګریزو، ټلویزیوني اعلاناتو،  بېلبورډونو، فلم جوړونې او مجلو لپاره ګټه اخیستل کېږي.

له بلې خوا، دا ټولنیز او ښوونیز نظام داسې ځوانان روزي چې د ژوند هېڅ رښتینی هدف او د الله سبحانه و تعالی ته د حساب ورکولو حس نه لري. دوی په طبیعي ډول د مادي خواهشاتو او احساساتي قناعت په لټه کې له ښځو سره د جنسي توکو په توګه چلند کوي. په دې توګه، د سېکولرانو غږ د ښځو حق لپاره درېږي او ټولنیز پوهاوی رامنځ ته کوي؛ چې دوی زموږ مېرمنې څاري. سربېره پر دې، د دې پر ځای چې خلکو ته دا سېکولر باور رد کړي، دا روڼ اندي له دوی څخه غواړي چې موږ دې فاسد سېکولر نظرونه له نېږدې وکار وو. دوی اوس د غرب له لوري د جنسي پروګرامونو له لارې «جنسي رضایت» ناوړه نظریو ته خلک هڅوي. زموږ تنکیو ځوانانو ته په ښوونځي کې تدریس کېږي، چې جنسي اړیکه طبیعي ده، که چېرته له رضایت سره تر سره شي! د «شخصي ازادۍ» او «رضایت» تر نومونو لاندې پانګوال نظر ان په سېکولر غرب کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته نه شي رسولای. زنا، فحشا، طلاق او نورې ټولنیزې ستونزې خپروي، چې په عمده ډول پر ښځو اغېزه کوي. نو د حل لارې په توګه د غربي افکارو له لوري دا ډول غمیزې وړاندې کول شر دی.

اې مسلمانانو! اوس هغه وخت رارسېدلی چې سېکولر نظام رد کړئ، چې زموږ د مېرمنو وقار یې زیانمن کړی دی. د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره لستوڼي بډ وهئ، چې پر ښځو د هر ډول شر او وحشت دروازې وتړي. زموږ د مېرمنو د وقار ساتنه به یې اساسي پالیسي وي. دا به د پرهېزګارۍ پر اساس د ښځو پر وړاندې ټولنیز سلوک پیاوړی کړي، چې د ښځو لپاره د درنښت چاپېریال رامنځ ته کړي. «ښځه ویاړ دی، چې باید ساتنه یې وشي.» [د حزب التحریر د اساسي قانون د خلافت مسودې ۱۱۲مه ماده]. د خلافت دولت به د نارینه او ښځینه وو تر منځ متقابل عمل او همکاري داسې تنظیم کړي چې تاوتریخوالی او اخلاقي فساد به له هغې سرچینې څخه ودرول شي. «د جنسونو بېلوالی اساس ګڼل کېږي، دوی باید یو ځای سره ونه ګوري، خو د اړتیا په صورت کې، چې شرعي اجاز ورکړل شي، چې نارینه او ښځینه وو ته اجازه ورکوي چې ملاقات وکړي، لکه په سوداګريزو چارو یا حج کې [د حزب التحریر د اساسي قانون د خلافت مسودې ۱۱۳مه ماده]. د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالي لپاره د اشد مجازاتو (پر مرګ محکومولو) تر څنګ، د ښځو وقار ته په پام سره، د خلافت دولت ان د ښځو د وقار ساتنې لپاره خپل پوځ لېږي.

په نهمه میلادي پېړۍ کې د عباسي خلیفه معتصم باالله د واکمنۍ پر مهال، په اموریه ښار کې د قوي رومن اډې د نیولو لپاره یو لوی پوځ له پلازمینې بغداد څخه واستول شو چې یوه مسلمانه ښځه وژغوري، چې د رومیانو له لوري نیول شوې وه او ناوړه چلند ورسره شوی و. الله سبحانه و تعالی موږ ته اجازه راکوي چې د خلافت د سملاسي راستنېدلو شاهد پاتې شو، چې په رښتیا سره به د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي او هغه عزت او سپېڅلی ژوند به بېرته ورکړي چې دوی یې مستحق دي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ)

ژباړه: «مومنان نارینه او مومنانې ښځې، دا ټول د یو بل دوستان دي.» [توبه: ۷۱]

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

ای درباري علماوو! ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې د الهي محرماتو له ماتولو لاس واخلئ!؟

  • خپور شوی په سیاسي

﴿اِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّاناً أَثِيما﴾ [نساء: 107]

ژباړه: له شک پرته الله سبحانه و تعالی خیانت کوونکي او ګناهکاره نه خوښوي.

د تمدني جګړې ګواښونه چې له ختيځ څخه تر لوېدیځه يې زموږ پر خاور سیوری غوړولی، د اسلام پر ضد فکري او ثقافتي جګړه ده، چې موخه يې د اسلام له منځه وړل، پاشل، ویجاړول، بدلول، بد رد ویل او د اسلام ناوړه ښکاره کول دي. د دغو جګړو ډېره برخه زموږ هغه ناپوه او ظالم حکام مخته وړي چې زموږ په خاوره کې د لاسپوڅو په توګه ګمارل شوي دي. دوی درباري علما دي او اوسنۍ فتنې دوی زېږوي.

په ننني عصر کې  د دښمن په لاس کې تر ټولو لویه وسله د اسلام دین تحریف دی او کافر غرب چې له فکري او تمدني ماتې سره مخ دی؛ هڅه کوي چې دغه ماتې د اسلام په له منځه وړلو وزغمي او تمدن يې وژغوري. د غرب اصلي موخه په تمدني جګړه کې  په خپله پوچه  فکره او نظام زموږ قانع کول نه دي، بلکې اصلي موخه يې د اسلام بدلول دي، څو اسلامي امت له خپلې عقیدې څخه بېګانه کړي. همدارنګه عقیده يې ترې بېله کړي او په پایله کې د هغه لوړ مقام چې  واحد اسلامي فکر دی، وپاشي. هغه کسان چې د غرب په استازیتوب دا ګناه ترسره کوي، زموږ خپل کسان دي.

هو، زموږ له جنسه، چې زموږ په ژبه خبرې کوي او سترګو ته مو ګوري او زموږ د خاورې تر ټولو مقدس او پاک ځای ته ځي. هو، د جماعتونو په منبرونو، د کفر کلمه په ژبه راوړي او په ټولو د غرب وژونکي زهر شیندي.

یاد کسان پرته له درباري علماوو او فقهاوو چې د غرب په وسیله يي په موږ کې نفوذ کړی، بل څوک نه دي. هغه ډلې چې لويدځ د هغوی په وسیله خپل استعمار پيل کړ او وروسته درباري علما په ناوړه کارونو کې د هغوی ځای ناستي شول. له هغه وخته تر ننه زموږ په منځ کې د ورک، خو وژونکي دښمن په څېر ژوند کوي چې زرګونه غافل انسانان د هغوی د زهرجنو خبرو تر اغېز لاندې راغلي او په ښکلي ظاهر او نیکو خبرو يې باور کړی. علماوو پر همدغه وسیله هر راز شک چې هغوی ته متوجه دی، د خلکو له زړونو لرې کړی او په خپلو دروغجنو خبرو او باطلو کړنو يې د خلکو باور جلب کړی دی.

درباري عالم تبشیري ژبه او مستشرقي مکر لري، یوازې د دې لپاره هڅه کوي چې د غرب بت پرست ثقافت زموږ پر افکارو، ټولنه، ژوند او دین پوره حاکم کړي او موخه يې له دغه کار پرته زموږ د ایمانونو له منځه وړلو څخه بل څه نه دي. پرون د غرب ابزار او وسیله د خلافت او اسلام د له منځه وړلو او د هغوی تر سیوري لاندې د مستشرقینو او مبشرینو په وسیله زموږ د یووالي پاشل و او نن درباري علما  او فتنه اچونکي فقها دي.

تر دې وروسته چې افاک په نجد کې پر خپله خاوره او کورونو یرغل حلال بولي، د ظالمانو لپاره د وینو تویول د امت د بچیانو قاتل او د کفارو مشر ته سر ټيټی حلاله بولي او هغه ستایي.حیرانېږه مه، ځکه هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبره یهود په نرمۍ ستايي. د اماراتو ځوانان هم تاسو حیران نه کړي چې په منبر کې ناست دي او هلته شراب، سود، زنا حلاله بولي او ځان ته زړورتیا ورکوي چې الاقصی جومات نیول د یهودو لپاره حلال دي.                                          

مه حیرانېږه! په مصر کې کنانه مفتي اعظم د مصر فرعون صفته حاکم، د کنانه د زامنو وینه تویول له دې کبله حلال وګڼل، چې هغوی خوارج دي. وروسته يې وویل: «له دې امله چې هغوی خوارج او ملامت دي، باید خپل توره راوباسئ او د نظام په وسیله یرغل پرې وکړئ.» له دغو خبرو وروسته هغه ښکرور دروغ وویل چې له باطن پرته بل څه نه وو. ایمان يې برباد کړ او د قران کریم ایات يې تحریف کړ. د الله سبحانه و تعالی د دغه قول په اړه يې کفري خبره وکړه:

﴿إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ﴾ [نساء: 105]

ژباړه: موږ دا کتاب په حقه تاسو ته درلېږلی، څو هغه سمه لاره چې الله درښودلې، په هغه سره د خلکو په منځ کې قضاوت وکړئ او داسې څوک مه کېږه چې د خاینانو ملاتړ وکړئ.

د دغه قول په هکله هغه وویل، حاکم کولی شي د خپل میل مطابق حکم وکړي او هر هغه څه چې په وضعي قوانینو کې اړین وي، وضع يې کړي او په وینایې، دا د شریعت یوه برخه ده.

د قطر په جویزره کې دین تعدیلېږي، د منځلارۍ د منلو او له تندلارۍ سره د مبارزې په موخه تحریفېږي. تر هغه ځایه چې د دغه جریان ویاند په مسکو کې پر لپسې لیدنې لرلې، که څه هم د پوتین په وسیله په  ۲۰۱۴- ۲۰۱۵ م کلونو کې د شام په شیشان کې وینه تویندنه له یاده نه وځي. هغه وویل: «د علماوو د جمعیت عمومي ټولنې یو ښکاره او واضح منهج د منځلارۍ مفکورې لپاره د یوه فریب په توګه وضع کړ. همدارنګه دغه اتحادیه چمتو ده چې د روسیې جمهوریت له مذهبي او ديني ادارتو سره همکاري او مرسته وکړي.» د دغې اتحادیې ناوړه کړنه او له اسلام سره د جګړې په موخه له کفارو سره ملګرتیا به کومه ګټه ولري!؟ دې ټولنې له دې وراخوا په یوه ناوړه کار لاس پورې کړ چې د شام د خلکو وینه يې د مسکو وینه څښونکو ته حلاله وبلله.

د دې ټولنې  یوه غړي په مسکو کې په ۲۰۱۵ کال کې وویل: «کوم جنایتونه چې تروریستي سازمانونه يې د اسلام په نوم کوي، اسلام له هغه څخه بېزاره او لرې دی... په همدې دلیل موږ د روسیې د لاسووهنې ملاټر کوو او له هغوی سره د نړیوالو ترهګرو په له منځه وړلو کې ملګرتیا کوو.»  په پایله کې يې زموږ وينه د مسکو وینه څښونکو ته حلاله کړه او د روسیې بم اچونکې الوتکو د حصص او حمات پر کلیو او بانډو بمونه وغورځول او په یو موټی خاورو يې هغه ځایونه بدل کړل. د بمبار شویو سیمو کسان زموږ ماشومان او میندې وې او پر هغوی بمبارۍ همداسې دوام درلود. په داسې حال کې چې د مفتي د څېرې رنګ بدلون و نه کړ، لکه چې د هغه پوست وسپنه و! وروسته بل تړون وشو چې د اسلام  تاج الفروض (خلافت او د حاکمیت نظام) يې رد کړ.

خو په غربي هېوادونو کې د هغوی مشر خپلو دروغ ویلو ته دوام ورکوي، څو په دې سره مسلمه کذاب د نافرمانه دجال په څېر خپل ځای ناستی کړي. تر هغه چې هلته یو مدرسه د دین د تحریف او د احکامو کمزوريکولو لپاره شتون ولري، چې له ټولې اروپا و افریقا نوي تحریف کوونکي هلته زدکړې کوي، ورته نور کارونه به هم ترسره شي. په دې وروستیو کې يې ځینې لیکل شوې پاڼې د اسلامي مفاهېمو او احکامو «د تندلارۍ د علمي دفترونو بېل والی، د جهاد د مفهوم بېل والی، جزیه او حاکمیت» تر سرلیک لاندې خپرې کړې او په دې اړه یې وویل: «اسلام نور لوی مفاهېم هم لري، چې لاندې ټکو ته پکې اشاره کوو: «دین، شریعت، امر په معروف او له منکر څخه نهیې، دار اسلام، دار کفر، دوستي او دښمني، اسلام او کفر، هجرت، نصرت، دولت او دندې يې، امت، خلافت، ایمان، له دین سره د امت اړيکې، الهي ژمنې، حاکمیت، فرمان وړل، قراني مفاهېم او داسې نور.»

هغه په خپلو دروغو کې جهاد یو نفسي او معنوي حالت وباله او دار اسلام او دار کفر يې انساني واقعیت وګاڼه. د هغه له درواغو څخه ښکاري چې دغه وېش ناشونی دی. دنیا یو دار دی چې په دوو برخو يې وېشل د اصل خلاف دي. همدارنګه يې ويلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په مدینه کې دولت تاسیس کړ، د دولت یوه بڼه ده او داسې نه ده چې باید هغه حتما تاسیس شي.

 تاسو د غرب په ناروغه فهم او کمزورو خبرو کې کوم مثال نه شی پیدا کولی، خو د یمامه مسیلمه کذاب په زمزمو کې چې په ډېر تاسف سره یې وويل: «يا ضفدع بنت الضفدعين، نقي كما تنقين..."، و"الفيل وما أدراك ما الفيل، له زلقوم طويل.» لکه دواړه چې له یوې خېټې وي. تاسو نه پوهېږئ چې د هغوی د مخ پوست له کوم جنسه دی، هېڅ یو له دروغ ویلو او ښکاره فریب ورکولو شرم نه لري، خپل زړونه یې د لېوه په پوستونو پوښلي او له دینار او درهم پرته بل څه نه دي...

هغه چا ته عاقل او عالم ویل چې له خپل دین سره په ښکاره خیانت کوي؛ ناوړه حالت دی. الله سبحانه و تعالی د ادم له اولادې ټينګ قول اخیستی، خو هغه خیانت وکړ او بې ځایه او ناوړه يې وباله، له شک پرته دا لوی خیانت او جفا ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذَ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلاَ تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاء ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْاْ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ﴾  [آل عمران: 187]

ژباړه: په یاد ولرئ، کله چې الله سبحانه وتعالی هغو کسانو ته چې اسماني کتاب یې ورکړی، له هغوی یې ژمنه واخیسته چې حتمن به یې خلکو ته وړاندې کوي، خو هغوی شاه ته وغورځاوه او په کمه سترګې یې ورته وکتل. څومره ناوړه کړنه ترسره کوي.

ابن جریر له قتاده څخه روایت کړی چې الله سبحانه و تعالی د علم له څښتن څخه ژمنه اخیستې؛ څوک چې په څه پوهېږي، هغه نورو ته باید ور زدکړي. د علم له پټولو څخه لاس واخلي، ځکه د هلاکت سبب کېږي. ناپوه او بې خبره انسان هېڅ ملکفیت نه لري او همدا د پوهې او حق پټلو سبب کېږي چې پر هغه غاړه خلاصه شي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَـئِكَ يَلعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللاَّعِنُونَ﴾  [بقره: 159]

ژباړه: که څوک روښانه دلایل او نازلې شوې لارښوونې پټې کړي، الله سبحانه وتعالی پر هغه لعنت وايي، ځکه دا لارښوونې د خلکو لپاره په قران کریم کې بیان شوې دي. ټول هغه کسان چې لعنت پرې ویل شوي، هغوی به هم پر دغه کس لعنت وایي.

کله چې یو عالم په خپل کار کې مکر او چل وکړي، د الله سبحانه و تعالی کلام تحریف کړي، دروغ ووايي، د باطل د ښه ښکاره لپاره فریب وکړي او عیب يې پټ کړي؛ قسم دې وي چې په دغه ناوړه اعمالو له یوه فقیه عالم څخه د دجال مرتبې ته رسېږي. درباري علما له ظالمو او فاسقو حکامو سره یو ځای شوي او ناوړه کړنې خپروي. همدارنګه دغه عالمان په حقیقت کې د ظالم د ظلم په مقابل کې چوپتیا خیر غوښتنه یادوي، چاپلوسي او منافقت مدنیت تعبیروي؛ د خپلې چوپتیا په مقابل کې بډې اخلي او پر هر ډول خیانت ځان ناخبره اچوي.

د حیرانتیا وړ ده! الله سبحانه و تعالی له علماوو څخه د خلکو په منځ کې د نبوت غوښتنه کړې، چې د هغه پر بنسټ خبرې وکړي، خپل مکلفیت ادا کړي، لاره يې تعقیب او په اخلاقو يې ځان پوه کړي. په داسې حال کې چې درباري علماوو له دې غوښتنې ډډه کړې او پر ضد يې عمل کوي.

همدارنګه یو عالم د شریعت او د هغه په اړه فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی د هغه پر اعمالو او اقوالو خبر دی او له هغه څخه به پوښتنه وکړي او درباري عالم په دې فکر کې وي چې د شریعت کتابونه څرنګه تاویل، تحریف، تغییر، پټ او ښکاره کړي.

علما باید له الله سبحانه و تعالی سره رښتينی وي او باید پوه شي چې د هغه قوانین پر امت عملي کېږي او د علماوو عمل له نړيوالو قوانینو څخه ښکلی او د کار وړ دی او کولی شي د نړیوالو قوانینو په تصحیح کې کار ترې واخیستل شي. علما د پیغمبرانو وارثین دي او د خلکو په ژوند کې ځانګړی مسوولیت لري. هغوی د وحيې ساتونکي او شاهدان دي، چې پرې امین شوي دي. څوک چې داسې وي، عابد علما ګڼل کېږي. علما د انبیاوو وارثین دي او تاریخ شاهد دی، داسې پیغمبر نه دی تېر شوی چې د خلکو د هدایت ورښودلو لپاره یې سختۍاو ستونزې نه وي ګاللې.

همدارنګه د باطل په مقابل کې يې مبارزه کړې او د بشر د وضعیت د اصلاح او د خالق لوري ته د هغوی بېرته ګرځولو په موخه يې سختۍ زغملې دي. دا هماغه څه دي چې له انبیاوو باید په میراث پاتې شي.

د دغه زمانې افت ظالم او فاجر حکام، درباري ګمراه او ګمراه کوونکي علما دي او رباني عالم عبدالله بن المبارک رحمه الله ويلي دي: دین پرته له شاهانو او درباري علماوو څخه بل څوک فاسد کوي؟!

د درباري علماوو لپاره پیغام: له ناوړه کړنو لاس په سر شئ، دا ستاسو لپاره غوره ده، ځکه الله سبحانه وتعالی انتقام اخیستونکی، جبار دی او فرمايي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾[انفال: 36]

ژباړه: هغوی چې کافران شوي دي، د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د خلکو د راګرځولو لپاره خپل مالونه مصرفوي، هغوی خپل مالونه چې په زحمتونو یې تر لاسه کړي، په همدې لاره کې لګوي؛ خو دا څه به هغوی ته د اندېښنو بنسټ شي. وروسته به له ماتې سره مخ شي او په بله نړۍ کې به ټول کفار د دوذخ لور ته ور وګرځي.

﴿أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّهُ مَن يُحَادِدِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِداً فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ﴾ [توبه: 63]

ژباړه: ایا دوی ته معلومات نه شته چې څوک له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مقابله کوي، د داسې کسانو لپاره د دوزخ اور دی، چې د تل لپاره به په کې اوسي. دا ډېره لویه رسوايي ده.

﴿كَتَبَ اللَّهُ لأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ [مجادله: 21]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی فرمایلي، چې زه او پیغمبران مې بریالي کېږو، ځکه الله سبحانه وتعالی قوي او ماتې نه منونکی دی.

که څه هم پوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی مو ویني، خو بیاهم تاسو دروغ وایاست. له شک پرته هغه څه چې الله سبحانه وتعالی غواړي، همغه به کېږي.

اې الله سبحانه وتعالی! څوک چې د اسلام او مسلمینو بدي غواړي، ته هغه له بدبختیو سره مخ کړې او څوک چې د امت لپاره خیر غواړي، له هغه سره مرسته وکړې.

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف: 21]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی پر خپل کار بریالی دی، خو ډ‌ېری خلک نه پوهېږي.

لیکونکی: مناجي محمد

ژپاړن: الهام پردېس

 

د مطلب ادامه...

ډیموکراسي په نړیواله کچه له رسوایۍ سره مخ ده؛ Featured

د الله سبحانه و تعالی په امر، خلافت به ټول بشریت د ډیموکراسۍ له ظلم څخه خلاص کړي

د ټرمپ د پلویانو له لوري په کپیتال هیل کې د ډیموکراسۍ پر پیکر بريد، ډيموکراسي رسوا کړه. دغه ډراماټیک بريد د هغو خلکو ناسمې ادعاوې افشا کړې، چې تر اوسه پورې د ډیموکراسۍ ملاتړ کوي. داسې ادعا کول چې ډیموکراسي ملتونه سره یو ځای کوي، په سوله ییزه توګه د قدرت لېږدولو ته اجازه ورکوي، د ټولو حقوق خوندي کوي، د اقلیت ساتنه کوي، پاڅونونه اراموي، تولیدي بحث ته اجازه ورکوي او ډیموکراسي د تمدن لوړه څوکه بولي. د ډیموکراسۍ په هېواد کې د سپین پوستو ملاتړي رژیمونه قدرت په لاس کې اخلي. د ډیموکراسۍ په رهبرۍ کې یو غیر نظامي امریکایي تور پوستی د پولیسو په واسطه په مرګ محکومیږي، خو  پولیس د سپین پوستو د تاوتریخوالي د مخنیوي په درشل کې یوازې له شرم سره مخ کیږي. د نړۍ په کچه تر ټولو غټ ډیموکرات دولت هند کې، هم مسلمانان په سیستماتیک ډول ځورول کیږي. په فرانسه کې ان د یوې مسلمانې ښځې حجاب نه شي زغمل کېدلای.

ډیموکراسي اقلیتونه د اکثریتو غلامان کوي. له اکثریتو څخه ملاتړ په سیستماتیک ډول پر اقلیتونو باندې ظلم کوي. د ډیموکراسۍ په پرمختګ کې یو کوچنۍ مخکښ ګروپ په قانوني ډول د اکثریتو پر سرچینو تسخیر کوي. په ډیموکراسۍ کې د اکثریت د رایې  ساتلو لپاره سیاستمداران نژاد پرستۍ، توکمپالنې او فرقه پالنې ته لمن وهي، تر څو واک لاسته راوړي، چی دې ته پاپیولیزم وایي. د ډیموکراسۍ د بهرنۍ پالیسۍ یعنی استعمار پر اساس غربي حکومتونو د نړۍ د سرچینو په ایستلو سره «درېیمه نړۍ» جوړه کړې. په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د عقیدې یعنې سیکولارېزم له لارې مذهب له عامه دایرې څخه وتلی او مسلمانان د الله سبحانه و تعالی د احکامو له پلي کولو څخه منع کوي. په پاکستان کې ډیموکراسي هم لکه دکتاتوري استعمارانه ګټه اخیستنې ته لاره هواروي.

په یقیني ډول د ډیموکراسۍ ماتې یوه قطعي موضوع ده، ځکه چې د قانون جوړلو حاکمیت د انسان محدود عقل ته ورکوي په داسې حال کې چې د قانون جوړلو حاکمیت یوازې له الله سبحانه و تعالی سره دی، الله سبحانه و تعالی په قرانکریم کې فرمایي:

(يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ)

ژباړه: «اې انسانه څه شي ته د خپل هغه مهربانه خدای له لوري په غولونه کې واچولې؟» [انفطار: ۸۲]

الله سبحانه و تعالی یو نړیوال شریعت را لیږلی،  چی د هر انسان حق په کې خوندي دی. که هر څومره د انسانانو شمېر ډیر هم شي، بیا هم بدلون نه مومي. شریعت به د اسلامي نظام یعنې خلافت په واسطه له فرقه ګرایی، نژاد پالنې او ملیت پالنې پرته پلی کیږي. په خلافت کې خلیفه به د الله سبحانه و تعالی د شریعت د پلي کولو له پاره له امت څخه بیعت اخلي، تر څو د ډیموکراسۍ له ظلم څخه ټول بشریت خلاص کړي. د پاکستان په مسلمان پوځ کې د قدرت لرونکو خلکو په همکارۍ باید ټول مسلمانان د ډیموکراسۍ جرړې له بیخه وباسي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت تاسیس کړي. تر څو په دنیا او اخرت کې ښېګڼه تر لاسه کړي.

د حزب التحریرـ  ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

پخپل کور کې له ماتې سره مخ ډیموکراسي

  • خپور شوی په امریکا

هغه څه چې نن په نړۍ کې روان دي، په اساسي ډول د رهبرۍ له منځه تلل او د اوسني سیسټم ناکامي ده. په دغه سیسټم کې د دې پرځای چې د خلکو چارو سمون ته پاملرنه وشي، سیاسي لاسته راوړنو ته ډېر پام کېږي.

دغه پېښې په ټولو برخو کې د امریکایي سیستم بنسټیزه ناکامۍ په ډاګه کوي، لکه په لاندې برخو کې:

په هېواد کې د نژاد پالنې بنسټي کول

له پردیو څخه د وېرې بنسټي کول

په هېواد او نړۍ کې د نابرابرۍ بنسټي کول

د شرکتي ګټو بنسټي کېدل

روغتیایي سپارښتونو ته د نه لاسرسي بنسټي کېدل

موږ باید درک کړو چې ټرمپ یو امریکایي دی او دا د هغه خپله تېروتنه نه ده، بلکې ټرمپ په پانګوالي نظام کې ژوند کړی او د ډیموکراټیک، سېکولر او پانګوالي فاسد نظام د روزنې ناوړه پایله ده. هغه غواړي چې له عدالته انکار وکړي او د خلکو چارو ته په رسېدو کې خیانت وکړي.   

هلته د لسیزو بې پروایۍ د دې لامل شوې چې په ټولنه کې د باور سیسټم له منځه ولاړ شي. امریکا اوسمهال په سیاسي، اقتصادي، نژادي او فرهنګي برخو کې یو پاشل شوی هېواد دی.

امریکایي ډیموکراسي د خلکو له دیده زیانمنه، متزلزله او منځوي شوې ده او دغه حالت له ورایه لیدل کېږي. څنګه چې اوس دوی هم وایي: «چرګوړي د استراحت لپاره خپل کور ته راځي.»

اوس هغه وخت رارسېدلی چې نړۍ د اوسني سیسټم یو بدیل سیسټم ته غېږ پرانیزي او اسلام دغه سیستم نړۍ ته وړاندې کوي. اسلامي تمدن د اسلامي دولت (خلافت) په وسیله عملي کېږي، چې په دې برخه کې یې له پخوا څخه هم ښه تجربه درلوده او د بېلابېلو نژادونو او قومونو د خلکو په یووالي، له فقر څخه د خلکو په ساتلو، خلکو ته د ښه مقام په برابرولو، روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو، سولې، امنیت او داسې نورو عدالتونو په تامین کې په نړۍ کې ساری نه لري.

 اوس په نړۍ کې میلیونه خلک داسې یو سیسټم ته اړتیا لري چې الهي قوانین ورباندې عملي کړي او د دوی چارو ته پاملرنه وکړي.

الله سبحانه وتعالی د الفتح په سورت کې فرمایي:

[هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيداً]

ژباړه: « الله سبحانه وتعالی دی چې خپل پیغمبر (رسول الله صلی الله علیه وسلم) یې له ریښتیني لارښود یعنې اسلام سره خلکو ته راولېږه، څو د اسلام مبارک دین پر نورو دینونو باندې بریالی او برلاسی کړي. همدغه پوره او کافي ده چې الله سبحانه وتعالی په دغه کار او خبره باندې شاهد واوسي.» [الفتح سورت: ۲۸]

حزب التحریر امریکا

د مطلب ادامه...

اوس هغه وخت رارسیدلی، چې د ډيموکراسۍ او د هغه د مختلط موډل د ناکامۍ له لیدلو وروسته، الله سبحانه و تعالی ته نږدې شو او بیا اسلامي نظام یعنې خلافت ته ور وګرځو Featured

پاکستان د ډیموکراسۍ، ديکتاتورۍ او مختلط موډل د اور له تېرېدلو څخه وروسته یو ځل بیا په دې څلورلارې کې ولاړ دی. د ملي خبرو اترو او د حقایقو او مصالحو د کمیسیون غوښتنه د بېلابېلو ډلو ترمنځ د واک د شریکولو تړون دی، چې دا دې وژونکي نظام ته د نوې سا ورکول دي. په داسې حال کې چې د پاکستان مسلمانان د یو انقلابي بدلون غوښتونکي دي، تر څو دغه دردناک وضعیت ته د پای ټکی کیږدي.

د پاکستان د اوسني حاکم نظام د ماتې اصلي لامل بشر ته د حاکمیت ورکول دي. که څه هم دا یو کس ته وي یا یو مستبد او ظالم ته او یا هم د پارلمان ۳۴۲ نارینه او ښځینه وو غړو ته. د بشر د حاکمیت لپاره، مشرف یو دیکتاتور و چې ویې کولای شوی امریکا ته د ډالرو په مقابل کې خاوره، هوایي دهلیزونه، نظام، استخبارات او سرچینې وروسپاري. په داسې حال کې چې پارلمان یې د اوولسمې مادې په تصویب سره د هغه خیانت ثابت کړ. د همدې بشري حاکمیت په خاطر، د ملي مصالحې د فرمان پر اساس د ملي سرچینو غلا وبښل شوه. د دغه بشري حاکمیت لپاره زرداري او د هغه نږدې ملګرو وکولای شوی چې یوه داسې پالیسي جوړه کړي، ترڅو په CNG کې فساد، دقدرت اجاره کول او له دې څخه ډیر نور لوړ شیان قانوني کړي. دغه بشري حاکمیت «American Raymond Davis» ترهګریزې شبکې ته د ځای پرځای کیدل، په FATA باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو عملیات پیل کیدل او د پیسو له نړیوال صندوق(IMF) سره د تړونونو د لاسلیک کولو اجازه ور کړه، چې دا ټول په اسلام کې منع دي.

د نواز شریف د حکومت پر مهال بشري حاکمیت د پیسو له نړیوال صندوق سره تړونونو ته اجازه ورکړه. د ملي عمل پلان(National Action Plan) له مخې د پاکستان په هر ښار کې د امریکا مذهبي جګړه ښکاره او د اساسي قانون د ۲۱مې مادې په تصویب سره یې نوره لاره هم ورته هواره کړله. د CPEC په نامه يې خپلې غوښتنې څو برابره کړلې. د مودي ظلمونو ته یې سر ټیټ کړ او پاکستان یې د غرب په ارزښتونو ککړ کړ. دا د بشر حاکمیت دي چې د باجوه-عمران مختلط رژیم ته یې اجازه ورکړه چې اقتصاد یې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته وسپاري او د دې پرځای چې اشغال شوی کشمیر د جهاد په وسیله وژغوري، هغه یې مودي ته تسلیم کړ. ګلګت-بالتستان یې په داسې حال کې ولایت ته تبدیل کړ چې د مودي لپاره د اشغال شوي کشمیر د یو ځای کولو (الحاق) لپاره یوه نړیواله توجیه ومومي.

یوازې د خلافت نظام د الله سبحانه و تعالی د قانون د حاکمیت پر اساس کولای شي چې رښتینی بدلون راوړي. یوازې د خلافت نظام کولای شي چې د الله سبحانه و تعالی د اوامرو په پلي کولو سره کورنی نظام بیا جوړ کړي او د لیبرال چټلو ارزښتونو ته د پای ټکی کیږدي. یوازې خلافت کولای شي چی چټک او وړیا عدالت پلی کړي.  د بریتانیا د اشغال د دوران فاسد نظام ته د پای ټکی کیږدي، چې یوازې په مظلومانو حاکم و، یوازې د خلافت نظام به د اسلامي نړی ښارونه د نورې نړی لپاره د علم او هدایت مرکزونه ګرځوي. لکه څرنګه چی د څو پیړیو لپاره همداسې و او هغه فاسد او غیر سټنډرد تعلیم ته به د پای ټکی کیږدي چې زموږ ډیری با استعداده ذهنونه یې د نړۍ هر کونج ته په تیښته مجبور کړل.

یوازې خلافت به دا تضمین کړي چې حاکمان به د اسلام په وسیله د مسلمانانو چارې سمبال کړي. د بشر د حاکمیت څخه را پاتې بدبختیو ته لکه: د نظامي او ملکي تسلط ترمنځ د برترۍ د نفاق خوځښتونه، د پردې شاته معاملې او د سړک پر سر ډرامو ته به د پای ټکی کیږدي. د دغه ۱۴۴۲ هـ.ق کال، په رجب میاشت کې د اسلامی خلافت د له منځه تللو ۱۰۰هجري کلونه پوره کیږي، په داسې حال کې چې د مسلمانانو لپاره اجازه نشته چې له دریو شپو او ورځو څخه ډیر وخت له خلافت پرته ژوند وکړي. نو قدرت لرونکي خلک پرېږدئ چې له حزب التحریر سره د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت وکړي او بلاخره داسې حاکمان ولرو چې په هغه څه حکم وکړي، څه چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي.

[وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيباً]

ژباړه: «هغوی به په سر خوځولو پوښتنه وکړي: «ښه نو، دا به کله وي؟» ورته ووایه: «ولې حېرانېږئ؟ هغه وخت نیږدې راتلونکی دی.» [اسرا: ۵۱]

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې