پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تونس مسلمانانو: له اسلام پرته نجات نشته!
بسم الله الرحمن الرحيم
د تونس مسلمانانو: له اسلام پرته نجات نشته!

په تونس کې زموږ ګرانو وروڼو!

دا حالت مو سخت خپه کوي چې تاسو په دومره کړاوونو کې وینو. دا چې تر وحشي پانګوال نظام لاندې دومره سخت ژوند لرئ چې په بې سارې توګه د بیو لوړېدو په سبب ان د خپلو لومړنیو ورځنیو اړتیاو په پوره کولو کې له ستونزه سره مخ ياست. دا چې د سمندر په څپو او د هجرت په طوفانونو کې مو خپل ژوند هغه لوېديځ ته د رسېدلو لپاره د یوه ناڅرګند راتلونکي په هیله قرباني کوئ، چې ستاسو شتمني لوټ کوي. دغه حالت د هغو سترو شتمنیو او د بې شمېره نعمتونو او پټو خزانو په شتون کې روان دی چې الله سبحانه وتعالی زموږ په پاکه ځمکه کې زموږ برخه ګرځولې. د امت سیاسي طبقې (حکمران او اپوزیسیون) د غرب سفارتونو، د هغوی سازمانونو او لوټمارو شرکتونو ته په تسلیمیدلو سره کفارو ته پر موږ د لارې پیدا کولو زمینه برابره کړه، اسلام یې له حکومت کولو او قانون جوړولو څخه لرې او دوی یې پر موږ مسلط وګرځول. داسې اساسي قوانین یې جوړ کړل چې له امله یې موږ د زوال، وروسته پاتې‌والي، سیاسي انحصار او د اقتصادي، ټولنیزو او اخلاقي ناورینونو په سمندرونو کې ډوب کړي یو. د جمهوریت د لومړي، دویم او دریم اساسي قانون تر منځ هیڅ کوم توپیر نه شته؛ دا ټول د انسان په لاس جوړ شوي اساسي قوانین دي، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري د نازل شوو احکامو خلاف حکومت کوي. دغه قوانین د غرب پر حاکمیت او هغو استعماري پروژو  تاکید کوي چې زموږ عقیده، کلتور او هویت په نښه کوي او هیواد، خلک او سرچینې مو د استعمارګرو کفارو او د هغوی د مالي بنسټونو وږې خولې ته اچوي. د دغو مالي بنسټونو په سر کې د پیسو نړیوال صندوق دی، چې لږ پاتې ده موږ ژوندي تر ستوني تېر کړي.

اې د زیتون د خاورې مسلمانانو:

[إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ]

ژباړه: «یقیناً د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه هېڅوک نه نهیلي کیږي، مګر هغه خلک چې کافران دي.» [یوسف: ۸۷].

د استعمار له دې ستر فرېب او د ظالمو حکامو د خیانت ترڅنګ ډېره نیږدې ده چې د دوی له منګولو خلاص شو او هغې رهبرۍ ته بېرته ستانه شو چې الله سبحانه وتعالی زموږ لپاره خوښه کړې. په دې شرط چې موږ د استعمار ټولې رسۍ وشکوو؛ پر وړاندې یې کلک ودریږو؛ د الله سبحانه وتعالی په رسۍ منګولې ټینګې کړو او د هغه سبحانه و تعالی شريعت ته لکه څنګه چې وايي، غاړه کيږدو:

 [وَأَن لَّوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاءً غَدَقاً]

ژباړه: «که چېرې دوی (د حق او ايمان) په لار استقامت وکړي، نو په پرېمانه اوبو به يې خړوب کړو.» [الجن:16]

د تونس درنو خلکو: حزب التحریر- ولایه تونس تاسو ته د لاندې مسایلو یادونه کوي:

1-    د اسلام نظام د کشیشي دین په څېر له ژوند څخه جلا نه دی. بلکې اسلام هغه عقیده ده چې نظام ترې رامنځته کیږي، هغه عقیده ده چې د انسان واقعیت تثبیتوي. اسلام دا روښانه کوي چې انسان د الله سبحانه وتعالی مخلوق دی، مري او خپل خالق ته د حساب ورکولو لپاره ورګرځي. محمد صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی له خوا د لارښود، زېري ورکوونکي او ډاروونکي په توګه رالېږل شوی او د ژوند د ټولو اړخونو لپاره هر اړخیز نظام لري او د همدې عقیدې پر بنسټ د ژوند لپاره داسې هراړخیز نظامونه را منځته کوي، چې پر بنسټ یې حکومتولي تنظیموي. موږ مکلف یو چې د اقتصاد، عقوباتو، بهرني سیاست او ... کې د قیامت تر ورځې اسلام پلی کړو، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ]

ژباړه: «په هره چاره کې چې ستاسو ترمنځ اختلاف راشي، د هغې فیصله کونکی الله سبحانه وتعالی دی.» [الشوری:۱۰]

نو د نورو خلکو لخوا حکم او فیصله کول حرام دي، الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

[وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ]

ژباړه: «او هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی پر نازل کړي قانون باندې حکم نه کوي، دوی کافران دي.» [المائده ۴۴]

2-    په اسلام کې د حکومت نظام، موقف او مقام ته د رسېدو لپاره د خلکو د غولولو پر بنسټ نه، بلکې د دوی د چارو د سرپرستۍ پر بنسټ ولاړ دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ؛ فَالْإِمَامُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ...»

ژباړه: «تاسو ټول شپانه (څارونکي او ساتونکي) ياست او تاسو هر يو د خپلو رمو (رعیت) لپاره مسؤل یاست. هغه امام چې د خلکو مشري کوي شپون او د خپلې رمې (رعيت) مسول دی...»

او الله سبحانه وتعالی دغه سرپرستي د خليفه مسولیت ګرځولی دی. خلک د الله سبحانه وتعالی  د قانون د پلي کولو په موخه له خلیفه سره بيعت کوي او له هغه څخه ساتنه کوي. خلیفه دا حق نه لري چې د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ د چا د تعقيب حکم صادر کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ]

ژباړه: «د دوی ترمنځ د الله سبحانه وتعالی د نازل کړي قانون پر بنسټ حکم وکړه او د دوی د نفسي غوښتنو پیروي مه کوه.» [المائده:۴۹]

خلیفه حق نه لري چې د خپلې خوښې او یا د شتمنو او بانفوذه خلکو په خوښه حکومت وکړي، بلکې خلیفه هم محاسبه کیږي. الله سبحانه وتعالی د خلیفه محاسبه پر مسلمانانو، اشخاصو او ډلو باندې فرض کړې ده چې د خپلو ګټو پر بنسټ نه، بلکې د اسلام پر بنسټ له خلیفه سره حساب وکړي.

3-    اسلام خپله اقتصادي پالیسي روښانه کړې، دغه پالیسي په ټولنه کې د ستونزو تشخيصوي پېژني او حل کوي يې. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ]    

ژباړه: «ترڅو چې مالونه يوازې له تاسو څخه د شتمنو ترمنځ لاس په لاس نه شي.» [الحشر:۷]

الله سبحانه و تعالی داسې مقررات وضع کړي چې په ټولنه کې د یوې کوچنۍ ډلې په لاسونو کې د پیسو د راټولېدلو مخه نیسي او د ټولنې د هر غړي لپاره د کور، خوراکي توکو او جامو بنسټیزې اړتیاوې او همدارنګه درمل، تعلیم او امنیت تضمینوي. الله سبحانه وتعالی پر پیسو زکات وضع کړی، سود او د پیسو ذخیره کول یې منع کړي، څو شتمن خلک وهڅوي چې خپلې پیسې په اقتصادي پروژو کې ولګوي، د پانګې په طبیعي سایکل کې حرکت وکړي، ریښتینې پیسې رامنځته کړي او د اقتصادي ناورینونو لکه انفلاسیون او بیکارۍ مخه ونیسي. همدارنګه اسلام ګاز، تېل، فاسفېټ، منرالونه او تر ځمکې لاندې نورې شتمنۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه حدیث پر بنسټ د ټولو مسلمانانو لپاره عامه شتمني ګرځولې ده:

«النَّاسُ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ: فِي الْمَاءِ، وَالْكَلَأِ، وَالنَّارِ»

ژباړه: «خلک په درېو شیانو اوبو، څړ ځای او اور (انرژۍ) کې شریک دي.»

پورتني حدیث او نورو نصوصو له خلیفه څخه دا حق اخیستی چې عامه ملکیت بل چا ته ورکړي. خلیفه باید د خلکو د پیسو د لوټولو مخه ونیسي، هغه که د هر چا له لوري وي. الله سبحانه و تعالی همدارنګه هغه امتیازات منع کړي چې استعمارګرو لوټمارو شرکتونو ته ورکول کیږي خو زموږ خلک ورڅخه محروم دي. اسلام د هېواد او خلکو د پرمختګ لپاره د ځمکې د بیارغونې او د شاړې ځمکې د ابادولو احکام وضع کړي دي.

4-    د بهرني سیاست په اړه؛ اسلام اسلامي دعوت محور ګرځولی دی او بهرنی سیاست یې پر محور راڅرخي او پر همدې بنسټ له ټولو دولتونو سره اړیکې جوړوي.

د زرغون تونس درنو خلکو: موږ، حزب التحریر ـ ولایه تونس تاسو ته بلنه درکوو، چې استعمار او د هغه سیمه‌ییزې وسیلې له منځه یوسئ؛ سیکولر پانګوال نظام رد او د نبوت پر منهج د راشده خلافت په چوکاټ کې د اسلامي نظام او د هغه متمدنه پروژه پلې کړئ. موږ ستاسو حالت درک کوو. پوهېږو چې ستاسو د وضعیت او هغه څه ترمنځ توپیر خورا لوی دی، چې موږ ورته بلنه درکوو؛ خو واقعیت دا دی چې د دغه کار ترسره کول هغه چا ته اسان دی چې الله سبحانه وتعالی ورته اسانه کړی؛ شرط یې پوره کړی، د الله سبحانه وتعالی لپاره یې نیت پاک دی. هغه څوک چې پر الله سبحانه و تعالی یې پوره توکل کړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د واقعیت د بدلولو لپاره کار کوي او  پایله الله سبحانه وتعالی ته پرېږدي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ]

ژباړه: «دا هغه کسان دي چې که چېرته موږ دوی ته په ځمکه کې قدرت ورکړو، نو لمونځ قایموي، زکات ورکوي، پر نیکو کارونو باندې امر او له بدو کارونو څخه منع کوي. او د ټولو چارو پایله د الله سبحانه وتعالی په لاس کې ده.» [الحج:۴۱]

حزب التحریر- ولایه تونس

Last modified onشنبه, 22 اکتوبر 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې