پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یوه دعوتګر ورور استاد عمر داود «ابو هشام» د وفات په اړه د خواخوږۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د یوه دعوتګر ورور استاد عمر داود «ابو هشام» د وفات په اړه د خواخوږۍ پیغام

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ
وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا  (الاحزاب: ۲۳)

په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره یې په کړې ژمنه وفا وکړه. ځینو خپل عهد پوره کړ (د شهادت جام يې نوش کړ) او ځینې سترګې په لاره دي او په خپله کړنلاره کې يې هېڅ بدلون رانه وست.

د الله سبحانه وتعالی پر قضاء په ایمان او هغې ته په تسلیمۍ، حزب التحریر - امریکا خپله خواخوږي ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د حزب التحریر  شبابو ته وړاندې کوي.

استاد عمر داود «ابو هشام» رحمه الله، د الله سبحانه و تعالی یو مخلص بنده او د لومړي نسل له دعوتګرانو څخه و.

زموږ ورور ابوهشام د ۱۴۳۸ ، د رجب په ۲۰ مه د دوشنبې په ورځ چې د ۲۰۱۷ د اپریل له ۱۷مې سره سمون لري، د ۸۸ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. ده خپل ژوند د الله سبحانه وتعالی اطاعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د خلافت د تاسیس له لارې د اسلامي ژوند بیا احیا کولو ته وقف کړی و.   

نوموړی په خپلو دعوتي کارونو کې نورو ته د نور د منبع په څېر شو. د ستونزو پر مهال یې صبر کاوه، د خپلې شدیدې ناروغۍ تر وروستیو شېبو پورې دوه زړۍ نه شو. ابو هشام ورور یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و، چې د تېرې پېړۍ په جریان کې یې امریکا ته دعوت راووړ. د حزب التحریر د نورو غړو په څېر، نوموړي هم دوه کاله د اردون د ظالم رژیم د زندان تریخ خوند وڅکه. ده به تل دا ویل «یا الله! موږ ته اسلامي خلافت په خپلو سترګو را ووینې.»   

الله سبحانه و تعالی دې پر ده رحم او کرم وکړي، له پیغمبرانو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره يې دې په فردوس جنت کې يو ځای کړي او الله سبحانه وتعالی دې د ټولو مسلمانانو په ګډون عظیم اجر ورپه برخه کړي.

انا لله و انا اله راجعون

حزب التحریر- امریکا

۱۴۳۸، د رجب ۲۰ مه

۲۰۱۷، د اپریل ۱۷ مه

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې