سه شنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

نژادي تعصب ته لمن وهل؛ د فرصت‌طلبو سیکولر سیاسیونو یوه بله ناوړه وسیله ده

خبر:

په وروستیو اونیو کې، برېتانوي مطبوعاتو د دغه هېواد په حکومت کې د بېلابېلو وزیرانو لخوا د ښي اړخو او متعصبو رایې ورکوونکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره «نژادي تعصب» ته د لمن وهلو موضوع راپورته کړې. دا وروسته له هغې کېږي چې د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې، سویلا براورمن په یو لړ له سپکاوي ډکو خبرو کې مشخصاً وویل چې برېتانوي-پاکستاني نارینه ډېر د هغو ډلو غړي دي چې په دغه هېواد کې د کوچنیو  سپین پوستو نجونو په جنسي ځورونه کې ښکېل دي؛ نوموړې یې په دغو خبرو دا ناوړه عمل په یو ډول د هغوی له نژاد او کلتور سره وتاړه.

نوموړې د دغې خبرې د منلو پر ځای چې د ماشومانو جنسي ځورونه د هېواد په کچه لویه ستونزه ده چې ټول سکتورونه او د ټولو نژادونو لرونکي کسان پکې ښکېل دي؛ یوازې هغو لویو قضیو ته یې اشاره وکړه چې د پاکستاني اصلیت لرونکي کسان پکې ښکېل وو. دې وویل چې د هغو جنسي جرمونو عاملین چې د ماشومانو جنسي ځوروونکې ډلې پکې ښکېلې دي؛ «کابو ټول یې پاکستاني- برېتانیایي نارینه دي». دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدغه کورنیو چارو وزارت له لوري خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې د توکم، نژاد او د ماشومانو جنسي ځورونې ترمنځ اړیکه پیدا کول ډېر ستونزمن کار دی؛ په پایله کې يې ویلي وو چې د ماشومانو د جنسي ځوروونکو ډلو ډېری غړي سپین پوستي نارینه دي چې سن یې تر ۳۰ کالو ټیټ دی. دا ډېره د حیرانتیا خبره ده، ځکه چې د دغه هېواد غوڅ اکثریت سپین پوستي دي.

براورمن له سکای نیوز سره په مرکه کې دا هم وویل چې برېتانوي - پاکستاني نارینه «ښځو ته په سپکه سترګه او ناقانونه بڼه ګوري؛ له ښځو سره د دوی چلند په زاړه فکر او ښکاره ناوړه دی». د کورنیو چارو وزیرې د کډوالو په اړه هم له سپکاوي ډکې خبرې وکړې؛ د کوچنیو کښتیو له لارې هېواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو ننوتل یې «تېری» وباله او ویې ویل چې دا چاره د جرمونو، مخدره توکو د کاروبار، فحشا او ناوړه استفادې د کچو لوړېدو سبب شوې. د کډوالو چارو وزیر، رابرټ جنریک وویل: «ډېرېدونکې او نه کنټرولېدونکې کډوالي هغه ترحم ګواښي چې برېتانوي ټولنه پرې پېژندل کېږي» او دا چې دغه هېواد ته راتلونکي خلک «د ژوند بېلابېلې بڼې او ارزښتونه لري چې د انګلستان له خلکو سره ورته نه دي ... دا هغه کلتوري انسجام کمزوری کوي چې بېلابېلې ټولنې سره تړي».

تبصره:

نژادي تعصب ته لمن وهل دې ته وايي چې د سیاسي ګټو لپاره د ځانګړو قومي ډلو پر وړاندې د نژادي تعصب او غوسې راپارولو لپاره پاروونکې خبرې یا درواغ وویل شي. دغه وسیله په ټوله نړۍ کې د سیکولر سیاست په یوه برخه یا په سیکولر دولتونو کې په یوه انتخاباتي تکتیک بدله شوې. د حیرانتیا خبره نه ده چې براورمن او جنریک د روانې میاشتې محلي او د راتلونکي کال عمومي ټاکنو په درشل کې دا ډول خبرې کوي. د ګډوالو او مسلمانانو ضد بیانیې او د هویت سیاست، چې ځینې قومي ډلې په نښه کوي، له اوږدې مودې راهیسې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو پس منظر دی او نوماندان یې له یو بل سره د سیالۍ لپار کاروي؛ دوی له دې لارې خپلو رایه ورکوونکو ته ښيي چې د نورو نژادونو، قومونو، یا له نورو هېوادونو څخه راغلو کډوالو باندې بې باوره دي او کرکه ترې لري. په فرانسه کې ټول سیاسیون -کیڼ اړخي، ښي اړخي او منځلاري- استدلال کوي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو زیاتېدو د فرانسې کلتوري ارزښتونه اغېزمن کړي. د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون د تېر کال ټاکنیز کمپاین پر مهال په یوه غونډه کې خپلو پلویانو ته وویل: « کله چې د کډوالۍ له پدیدې وېرېږو، باید د خپلې DNA د فاع هم وکړو». د امریکا په سیاست کې له اوږدې مودې راهیسې هغه پالیسۍ کارېږي چې د سپین پوستو د شکمنولو او له افریقايي الاصله امریکایانو څخه د وېرې لپاره جوړې شوې. ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو په ټاکنیزو کمپاینونو کې د کډوالو ضد او له پردیو د وېرې خبرې وکړې چې له دې لارې یوه ځانګړې ډله خلک پر ځان رامات او رایه یې خپله کړي.

دا ټول یو ځل بیا د سیکولر پانګوال نظام ذاتي ګواښونه تفرقه اچول ښيي چې سیاسیون یې په ټاکنو کې د بریا لپاره د درواغو، تعصب او قومي ډلو پر وړاندې د کرکې راپارولو په کیسه کې نه دي. دغه نظام سیاسیونو ته اجازه ورکوي چې ټولنې د یو بل پر وړاندې وکاروي، نژادي کرکه خپره کړي او د خپلو کړنو پایلو ته له پام پرته ښي اړخو تندلارو ته جرات ورکړي. په برېتانیا کې تېر کال د مسلمانانو ضد جرمونه ۲۸ سلنه زیات شول؛ تر ټولو ستر لامل یې د ښي اړخو کرکې پاروونکو ډلو زیاتېدل وو چې د مسلمانانو په اړه له ناسم تصور -د هغه ناسم تصور په ګډون چې سیاسیون یې وړاندې کوي- څخه ناوړه ګټه اخلي. د انګلستان په ډوور سیمه کې د کډوالو پر مرکز او په نوزلي کې په یوه هوټل کې پر کډوالو برید هم د کورنیو چارو وزیرې د کډوالو ضد خبرو سره تړاو لري. په ۲۰۱۹ کې چې د برېنټن ټارنټ په نامه یوه کس د نیو زیلنډ په کرېس چرچ سیمه کې په دوو جوماتونو کې ۵۱ مسلمانان ووژل؛ تر ډزو وړاندې یې پر وسله «د راټرهام لپاره» لیکلي وو. راټرهام په انګلستان کې یو ښار دی چې ښي اړخه سیاستوال یې ډېر وخت د ماشومو نجونو د جنسي ځورونې په پېښو کې د پاکستاني نارینه‌وو د ښکېلتیا په اړه بېګلو کې د ناوړه استفادې لپاره یادوي؛ دلته په یوه پېښه کې ځينې پاکستاني نارینه د سپين پوستو ماشومو نجونو په جنسي ځورونه کې ښکېل ګڼل شوي وو.

له دې هر څه سره، څنګه دغه نظام ته د یوه دولت د ادارې لپاره تر ټولو غوره نظام ووایو؟ دغه نظام چې قومي او نژادي تعصب ته لمن وهي؛ څنګه منسجمه ټولنه جوړولی شي؟ دغه نظام چې سیاسیونو ته اجازه ورکوي چې د خپل شهرت زیاتولو او ټاکنو ګټلو لپاره له لږکیو څخه د نورو لپاره د بوکس خلته جوړه کړي؛ څنګه پرمختللی او متمدن ګڼلی شو؟ څنګه کولی شو داسې یوه نظام ته د سالم سیاسي موډل په سترګه وګورو چې د خلکو ترمنځ د نفاق تخم شیندي او ټولنې بېلوي؟

د مسلمانانو په توګه، یقیناً د دې وخت را رسېدلی چې د بشر په لاس جوړ دغه نظام له خپلو هېوادونو ورک کړو؛ ځکه چې د مسلمانانو ترمنځ یې هم د نفاق اور بل کړی او سیاسیونو ته یې اجازه ورکړې چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره زموږ په ټولنو کې دغه اور لا زیات کړي! یقیناً اوس د دې وخت را رسېدلی چې د الله سبحانه و تعالی نظام، د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس کړو؛ خلافت ثابته کړې چې د خلکو ترمنځ د تعصب ریښې له منځه وړي؛ ټول قومونه او ملیتونه د یوه دولت تر سیوري لاندې داسې سره یو ځای کوي چې ټول د اسلام د عادلانه قوانینو له مخې د یو شان درناوي او خوندیتوب احساس وکړي. یقیناً د دې وخت دی چې دغه پرمختللی او متمدن نظام بیا تاسیس کړو چې سیاسیون یې د خپلو ګټو لپاره د خلکو ترمنځ د تعصب او کرکې رامنځته کولو پر ځای د خلکو د پاملرنې او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار کوي.

 [ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ]

ژباړه: «له دې وروسته (اې پیغمبر صلي الله علیه وسلم) موږ د دین په باب پر یوه روښانه لار (شریعت) برابر کړی یې. نو پر همغه لار لاړ شه او د هغو کسانو د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه چې نه پوهېږي.» [الجاثیة: ۱۸]

دحزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – ښځو څانګې مشره

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

نصرت او د هغه وسایل او اساسات

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

 نصرت د عربي ژبې په لغت کې د مرستې کولو په معنی راغلی: نَصَرَ المَظلُومَ نَصرًا وَ نُصُورًا؛ یعنې مرسته یې ورسره وکړه او نَصَرَ الغَیثَ الاَرضَ؛ یعنې باران ځمکه خړوبه او شنه کړه. د نصرت ضد انکسار، هزیمت، ماتې، تېښته، تسلیمي، مغلوبېدل، زیان، محرومېدل، ناکامي او بند پاتې کېدل راغلي دي. نصرت یعنې پر دښمن برلاسي او بریا او یوه ډېره په زړه پورې کلمه ده، چې زړه ته ارامتیا وربښي او په مقابل کې یې هزیمت بیا یوه ناوړه کلمه ده چې ذلت، خواري، فقر او د دښمن برلاسي پکې ده. نصرت یعنې پر خپلو دښمنانو برلاسي او له شرعي پلوه هغې بریا ته وایي چې د جګړې په ډګر کې وګټل شي. د نصرت کلمه یوازې د مسلمانانو لپاره د في سبیل الله جهاد لپاره کارول کېږي، چې مجاهدین پر شاه نه، بلکې پر مخ ولاړ شي او له جهاد څخه ډېره ګټه واخلي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ لَقَد نَصَرَکُمُ اللهُ بِبَدرٍ وَ أنتُم أذِلَّة فَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّکُم تَشکُرُونَ[آل عمران: 123]

ژباړه: الله تاسې په بدر کې بریالي کړئ، په داسې حال کې چې (د کافرانو په پرتله) تاسو کمزوري وئ؛ نو له الله وډار شئ، ترڅو شکر (د هغه د نعمت په بدل کې) پر ځای کړئ.

او فرمایلي یې دي:

﴿یَاأیُّهَاالذِینَ آمَنُوا إنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: 7]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که تاسو له الله (د هغه له دین سره) مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به کلک کړي.

 پورته ایت ښيي چې مسلمانان باید د الله تعالی له اوامرو او نواهیو سره سم ځانګړي فعالیتونه ترسره کړي، تر څو الله سبحانه وتعالی په خپل احسان سره هغوی ته نصرت ورکړي او قدمونه یې کلک کړي.

په حقیقت کې نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی او لاندې قول یې د دلیل په توګه بسنه کوي:

﴿وَ مَا النَّصرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ [آل عمران: ۱۲۶]

ژباړه: بریالیتوب یوازې د ځواکمن او حکیم الله له لوري دی.  

 نصرت له حکمت او عزت سره ټینګه اړیکه لري، ځکه الله سبحانه وتعالی نصرت په خپل حکمت سره نازل کړی او د هغه چا نصرت کوي چې د خپل عزت مستحق یې وګڼي. د نصرت کلمه د قرانکریم په لسګونه ایتونو کې راغلې او ټول پر دې ټينګار کوي چې نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی، چې بېلګه یې لاندې ایت دی:

﴿وَ لَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ﴾ [حج: ۴۰]

ژباړه: الله تعالی به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې له هغه (دین) سره یې مرسته وکړي. الله تعالی ډېر زورور او برلاسی دی (پخپل نامحدود قدرت سره خپل دوستان بریالي کوي او څوک یې د کړنو او ژمنې مخه نشي نیولی.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ(۱۷۱) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ﴾ [صافات: ۱۷۱-۱۷۲]

ژباړه: له خپلو لېږل شویو بنده ګانو سره موږ لاپخوا (په لوح محفوظ کې) ژمنه کړې، چې په یقیني ډول به له هغوی سره مرسته وشي.

همدارنګه په ډېرو ایاتونو کې راغلي، چې له کافرانو، منافقانو، تېری‌کوونکو او ظالمانو سره نصرت حرام دی. لکه؛ ﴿وَ لَاهُم یُنصَرُونَ؛ یعنې له هغوی سره مرسته نه کېږياو ﴿وَ إن یُقَاتِلُوکُم یُوَلُّوکُمُ الاَدبَارَ ثُم لَا یُنصَرُونَ؛ یعنې که له تاسو سره وجنګیږي او بیا شا کړي، نو مرسته به ورسره ونه شياو ﴿لَا یَستَطِیعُونَ لَهُم نَصرًا؛ او نه شي کولی چې له خپل ځان سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده که چېرې مومنان د نصرت شرایطو ته پام ونه کړي، له نصرت څخه به محروم شي، په ځانګړي ډول کله چې د کفارو او ظالمانو لوري ته تمایل پیداکړي:   

﴿وَلَا تَرکَنُوا ا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴾ [هود: ۱۱۳]

ژباړه: پر ظالمانو (کافرانو او مشرکانو) تکیه مه کوئ (او که مو داسې وکړل) نو دوزخ به مو راګیر کړي او (پوه شئ چې)  تاسو له الله پرته داسې دوستان او سرپرستان نه لرئ (چې تاسو ته پناه درکړي او له شر و بلا څخه مو لرې کړي) او (پر کافرانو او مشرکانو له تکیې کولو ورسته د الله له لوري) له تاسو سره مرسته نه کېږي او (پر دښمنانو) نه شئ بریالي کېدلی.

نصرت ځانته ځانګړي اسباب، اساسات او اړتیاوې لري، چې سبب یې یوازې الله سبحانه وتعالی دی. د نصرت پایلې په دې پورې تړلې دي چې منصور باید مومن وي او د مومنانو لپاره د نصرت پایلې د الله تعالی له لوري، د هغوی شرایطو او امر منلو ته په پام سره یوه ډالۍ ده، چې هغوی باید ظلم او مخالفت ونه کړي. مومنان باید الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکړي او دا جمله په حقیقي مانا نه، بلکې په مجازي مانا کارول کېږي. یعنې مومنان باید خپلې شرعي وجیبې ترسره کړي او باید لازمه او مناسبه توښه برابره کړي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْ أَرَادُوا الخُرُوج لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً﴾ [توبه: ۴۶]

ژباړه: که یې غوښتی چې (د جهاد لپاره) ووځي، نو د هغه لپاره یې وسایل او مهمات چمتو کول (مجهز او په وسلو سمبال روانېدل).

 نو کله چې الله سبحانه وتعالی دمومنانو اخلاص، پابندي او چمتووالی وویني، د خپل حکمت له مخې هر وخت او په هر کیفیت سره چې وغواړي نصرت ورکوي.

خو د نصرت اساسات دا دي، چې الله سبحانه وتعالی باید حاضر او ناظر وبلل شي، پر ناصروالي یې باور ولري او همدارنګه لازم چمتووالی یې ترسره کړی وي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الخَیلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ﴾[انفال: ۶۰]

ژباړه: له دښمنانو سره د (مبارزې لپاره) چې څومره کولی شئ، خپل (مادي او معنوي) ځواک او قوي آسونه چمتو کړئ، ترڅو په دې توګه د الله دښمن او خپل دښمن ووېروئ او له هغوی پرته نور کسان هم ووېروئ، چې هغوی تاسو نه پېژنئ او الله تعالی یې پېژني.

دا ایت په ډاګه کوي چې نصرت دوه پړاوونه لري: لومړی د مومنانو غالبیت او بریالیتوب او دویم د کافرانو ماتې.

د مسلمانانو د اوسني واقعیت او له دغه ناوړه حالت څخه د وتلو د کیفیت له بیانولو وړاندې، پکار ده چې د دوو قضیو تر منځ توپیر وکړو؛ نصرت او خلافت غوښتنه. نصرت د جګړې په ډګر کې پر دښمن برلاسي او بریا ده او خلافت غوښتنه د مسلمانانو د دولت د نشتون له امله د هغوی کمزورۍ حالت بیانوي. نو د نصرت شرایط د خلافت غوښتنې له شرایطو سره توپیر لري. د نصرت شرایط لکه مخکې مو چې وویل؛ د کافرانو پر وړاندې د جګړې لپاره د لازم تیاري نیول دي او د خلافت غوښتني شرایط د دعوتي (فکري او سیاسي) چارو لپاره او همدارنګه د غاصبو حکامو پر وړاندې راپورته کېدل دي، چې د مسلمانانو قدرت یې غصب کړی دی. همدارنګه د اسلامي دولت په وسیله د مسلمانانو د قدرت بېرته راګرځول دي؛ هغه دولت چې سپېڅلی شریعت په کوردننه او بهر کې پلی کوي.

که خلافت غوښتنې ته په مجازي ډول پام وکړو، هغه نصرت بللی شو؛ خو په حقیقت کې خلافت غوښتنه د نصرت مقدمه او د نصرت د تر لاسه کولو اړین شرط دی. یعنې کله چې مسلمانان خپل غصب شوی قدرت بېرته تر لاسه کړي، دولت تاسیس کړي او د في سبیل الله جهاد له لارې دعوت ولېږدي، نو هغه وخت مسلمانان له خپل دښمن سره جګړه کوي او د الله سبحانه وتعالی د لاندې قول او غوښتنې پر اساس پر خپل دښمن بر لاسي کېږي:

﴿كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَت فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّٰبِرِينَ﴾ [بقره: 249[

ژباړه: ډېر ځله داسې شوي چې یوه کوچنۍ ډله د الله تعالی په امر پر یوې لویې ډلې برلاسې شوې ده او الله تعالی له صبرکوونکو سره دی.

 واقعیت دا دی چې اوسمهال مسلمانان په کمزوري حالت کې دي او غواړي له دې کمزوري حالت څخه د ځواکمتیا پر لوري لاړ شي او دا په حقیقت کې د سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، جغرافیوي او... واقعیتونو په فهم پورې تړلی دی. دغه راز د الله تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه د مناسب دلیل را ایستل او همدارنګه د دې واقعیت د حل لپاره د دواړو مطابقت رامنځته کول دي. همدارنګه دې ته اړتیا ده چې د مسلمانانو حالت دقیق وڅېړل شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان، چې په مکه مکرمه کې یې د اقوالو او اعمالو په یوه کلي چوکاټ کې (فکري او سیاسي) فعالیت وکړ، نو په هماغه شان باید ژور فکر او سیاسي فعالیت وشي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان، چې خپل فکري او سیاسي کار یې په (اِقرَأ) پیل کړ او څه موده وروسته بیا د عقبې دویم بیعت وشو او کله چې په مکه کې دعوت له ستونزو سره مخ شو، نو د دعوتي چارو د مخته بېولو او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره یې یثرب ته د هجرت پرېکړه وکړه. موږ باید له دغه ستونزمن حالت څخه د وتلو لپاره په مکه مکرمه کې د رسول الله صلی علیه وسلم لاره تعقیب کړو، یعنې کله یې چې دعوت پیل کړ او د فکري او سیاسي فعالیت چارې یې په مخفي او ښکاره ډول تنظیم کړې او دا منهج باید د صحابه کرامو له طریقې څخه زده کړو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سر کې و. ځان باید پوه کړو چې هغوی د مشرکانو عقیدې څه ډول کمزورې کړې، د هغوی معبودان یې څه ډول معیوب وګڼل او دوی یې څنګه ناپوه وبلل. همدارنګه يې د هغوی پر اقتصادي، ټولنیز او نورو نظامونو نیوکې وکړې او د هغوی د ناوړه نظامونو او عقایدو په مقابل کې یې بدیل وړاندې کړ.

کله چې په مکه کې دعوت سخت شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم اړ شو چې له مکې څخه ووځي او د قبیلو له مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې هغوی ټولو له دې کار څخه مخ واړاوه. الله سبحانه وتعالی خپل دین ته عزت ورکړ او د خپل رسول دعوت یې اظهار کړ، ځکه هغه یثربي ډله یې د خپل رسول لپاره چمتو کړه، چې له قریشو سره د خپلو ځينو قومونو پر ضد د تړون لپاره راغلې وه او دا هغه اساسي ټکی و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په مرسته په یثرب کې د ارتکاز پړاو ته داخل شو. همدارنګه مصعب بن عمیر یې مدینې ته د دې لپاره ولېږه، چې له فکري او سیاسي پلوه یې له اسلام سره اشنا کړي او د هغه ځای متنفذین ځان ته رانږدې کړي، ترڅو له رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو سره یې هلته د لومړني اسلامي دولت د تاسیس او اسلام د حاکمیت لپاره همکاري وکړي.    

کله چې اسلامي دولت تاسیس او ځای پرځای شو، نو په بېړه یې د خپلو دښمنانو د له منځه وړلو هڅې پیل کړې او داسې یې وځپل چې د شیطان وسوسې یې د هغوی له سره وایستې. له بدر څخه یې پیل وکړ، بیا د احد او وروسته یو په بل پسې د نورو غزاوو نوبت راغی، بیا یې د حدیبیې سوله وکړه، مکه یې فتحه کړه او بالاخره د قریشو رژیم ته یې د پای ټکی کېښود او د اسلامي دولت د یوه ولایت په توګه يې ورسره یو ځای کړه؛ پرته له دې چې څوک یې په غم کې ورسره وژاړي. د قریشو رژیم له فتحې مخکې سقوط شوی و او ډېری خلک له قریشو څخه بېزاره وو. دا همغه برخلیک دی چې اوسمهال زموږ په مغزو کې ګرځي او د ختیځ او لوېدیځ د ظالمو دولتونو په ګډون يې د مسلمانانو د لاسپوڅو نظامونو لپاره غواړو. دا هغه دولتونه دي چې خپله وړتیا یې له لاسه ورکړې او په دې تمه دي چې څوک به يې رانسکور کړي؛ یعنې دوی د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره شېبې شماري، چې په خپل راتګ سره به دوی ته د پای ټکی کېږدي.    

﴿إِنَّهُمْ یَرَونَهُ بَعِيدًا(۶) وَ نَرَاهُ قَرِیبًا﴾[معارج: ۶-۷]

ژباړه: دوی هغه ورځ لرې بولي او موږ یې نیږدې ګڼو.

 لیکوال: شیخ عصام عمیره

د الرایه جریدې له ۴۳۹ ګڼې څخه اخیستل شوې

د مطلب ادامه...

د عمران خان کیسه

  • خپور شوی په سیاسي

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په محکمه کې د فساد او یاغیتوب ضد تورونو د ځوابولو پر مهال په ډراماټیکه توګه د بلوا ضد پوليسو له لوري ونیول شو. د خان پلویان سړکونو ته راووتل، موټرونه یې وسوځول، پر پوځي اډو او د ځینو قوماندانانو پر کورونو یې بریدونه وکړل. په پاکستان کې د تېرو لومړیو وزیرانو نيول او بندي کول نوې پیښه نه ده، خو د پوځ پر وړاندې دا ډول کړنې بې ساري وې. د عمران خان او پوځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ښې وې؛ خو له دې وروسته ترینګلې دي.

د پاکستان پوځ تر تجزیې وروسته لومړۍ لسیزه کې واک په لاس کې واخیست؛ ځکه چې د پاکستان د مشرانو لومړني نسل له ستونزو سره د مقابلې وړتیا نه لرله. کله چې سړه جګړه پیل شوه او پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې د امریکا د مهار له سټراټیژۍ سره یو ځای شو؛ پوځ یې خپل رول ثابت کړ. له دې سره پاکستان ته پرېمانه پوځي تجهیزات او پوځي او اقتصادي مرستې راغلې او پوځ یې د پاکستان اصلي واکمن کړ. پوځ د وخت په تېریدو خپل زور ډېر او له سوداګرۍ څخه نیولې تر ځمکې او شتمنیو پورې خپلې اقتصادي ګټې تشکیل او زیاتې کړې. نن ورځ د پاکستان پوځ، هم پوځ دی او هم یو شرکت. همدا لامل دی چې پوځ د پاکستان له ۷۶ کلن عمر څخه ۳۱ کاله مستقیماً په واک کې دی او حکومت کوي. پوځ که ظاهراً په حکومت کې نشته خو سیاسیون جوړوي، ځای پر ځای کوي یې او له دوی څخه د نورو پر وړاندې د توازن رامنځته کولو کې کار اخلي. کله چې یو ملکي سیاستوال ډېر ځان غوښتونکی شي یا د پوځ رول وننګوي؛ ګوښه کېږي یا په  ۱۹۷۹م کال کې د ذوالفقار علي بوټو پشان په دار ځړول کېږي.

پوځ په ۲۰۱۰ کلونو کې چې پاکستان د بدلېدو په حال کې و او وضعیت یې ګواښه؛ عمران خان ته مخه کړه. د ترهگرۍ پر وړاندې د امریکا له جگړې څخه د جنرال مشرف ملاتړ او د هغو ډلو مخنیوي چې د کشمیر د ازادولو هڅه یې کوله، نه یوازې دا چې هغه ته د "بېشرف" لقب ورکړ، بلکې د پوځ اعتبار یې هم تر پوښتنې لاندې راووست. پوځ د ۲۰۰۰ لسیزې په نیمایي کې له بېنظیر بوټو سره خبرې پیل کړې. د دغو خبرو په پایله کې د بېنظیر بوټو میړه، اصف علي زرداري له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ ولسمشر شو او په ۲۰۱۳ کې بېرته نواز شریف واک ته راوستل شو. پوره یو نسل پاکستانیان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه او پر افغانستان د امریکا یرغل کې رالوی شو؛ دغه نسل مشرف، زرداري او شریف له خپلو احساساتو سره په ټکر کې لیدل. اقتصاد هم سخت زیانمن شو؛ ځکه چې د زرداري په څېر مشران د ملي پالیسۍ پلي کولو پرځای په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې کېدو ته ډېر لېواله وو. په ۲۰۱۳ کې چې د زرداري پر ځای نواز شریف راغی، وضعیت لا خراب شو. د پوځ لوړ پوړي چارواکي اندیښمن وو چې نوی نسل ورځ تر بلې افراطي کیږي؛ ځکه چې رژیم، اقتصاد او واکمنان د دوی له احساساتو سره په بشپړ ټکر کې وو. له همدې امله د پوځ لوړ پوړو چارواکو عمران خان ته مخه کړه.

عمران خان د کرېکټ په ډګر کې بریالی لوبغاړی تېر شوی او په ۱۹۹۲ نړیوال کپ کې د پاکستان ملي ټیم لوبډلمشر و. خان چې یو ملي اتل شوی و، له کرېکټ څخه تر مخه ښې وروسته یې په پاکستان کې د سرطان د درملنې د لومړي روغتون د جوړولو بنسټ کېښود. په ۱۹۹۶کې یې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند جوړ کړ او سیاست ته یې مخه کړه. خو دوې لسیزې په وچه دښته کې پاتې و؛ ځکه چې ګوند یې د ده له خپلې څوکۍ پرته په ملي اسامبلۍ کې د هرې څوکۍ لاسته راوړلو لپاره مبارزه وکړه. خان په ۲۰۱۳ کال کې د خیبر پښتونخوا ایالتي اسامبلي وګټله او له دې وروسته یې د امریکا ضد خبرو او د فساد ضد شعارونو په مرسته خپل هویت جوړ کړ. د پوپولېسټي سیاست په دوره کې خان د مدینې دولت، د هوساینې دولت، عدالت او فساد له منځه وړلو شعارونه ورکول. دا وخت پاکستان په سخته اقتصادي ګډوډۍ کې و او سیاستوال د هېواد په لوټولو بوخت وو. د سیاست په ډګر کې له اوږده انتظار وروسته دوو مهمو خبرو د خان بخت بدل کړ. لومړی دا چې پوځ د یوه داسې کس په لټه کې و، چې پر نظام باور بېرته راژوندی کړی شي. بل دا چې د خان ګوند د ده او د ده د شخصیت پر محور رامنځته شوی و، نو پوځ هم هغه څه وکړل، چې تل یې کوي. پوځ یو شمېر سیاستوال اړ کړل چې خپل ګوندونه پرېږدي او له خان سره یو ځای شي. دغو دوو لاملونو عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان لومړی وزیر کړ.

له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ د پوځ او عمران خان ترمنځ اړیکې ډېرې ښې وې. خان تل د پوځ ستاینه کوله او د هېواد د ملا تیر یې باله. خو د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې عمران خان خپل برخلیک وټاکه.

د راپورونو له مخې جنرال باجوه عمران خان ته یو یادښت ولېږه چې د پوځ په پرسونل کې د ځینو کسانو د ادلون بدلون په اړه خبر ورکړي. دا کار تل کېږي؛ ترفیع، تقاعد، تبدیلي او نور د پوځ د مشر لخوا ټاکل کېږي بیا یې ملکي دولت اعلانوي چې د ډېموکراسۍ انځور وړاندې کړي. خان باید په احتیاط قدم اېښی وای، ځکه چې ډګر جنرال فیض حمید، چې د خان د راپورته کېدو پلان یې جوړ کړی و، د آی اس آی له مشرۍ د یوې قل اردو قومندانۍ ته تبدیل شو. دا د جنرال باجوه لپاره سره کرښه وه چې هیڅ ملکي وګړی باید ترې د تېرېدو فکر ونه کړي. جنرال باجوه په برېتانیا کې له شریف کورنۍ سره خبرې وکړې، ترڅو د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) ته چې د عمران خان ضد سیاستوالو ایتلاف و او د واک په لټه کې و، یو چانس وکړي. دا خبره د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د عدم اعتماد رایې سره خپل اوج ته ورسېده؛ کله چې عمران خان هغو ټولو سیاستوالو یوازې پرېښود چې له هغه سره یوځای شوي وو او واک ته په رسیدو کې یې مرسته ورسره کړې وه.

عمران خان په پټه خوله له واکه لرې کېدل ونه منل او د ویناوو، لاریونونو او اعتراضي غونډو کمپاین یې پیل کړ او ادعا یې کوله چې ګوښه کېدل یې بهرنۍ دسیسه وه، چې امریکا د جنرال باجوه په همکارۍ جوړه کړې وه. خان دا هم ویل چې له ده وروسته زاړه غله بېرته واک ته رسیدلي چې له مودو راهیسې یې دغه هېواد لوټ کړی.

خان فکر کوي چې د خلکو ملاتړ ورسره دی؛ د ده پر ځای راغلی دولت له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دی او د پوځ نوي مشر لا ځان نه دی ثابت کړی؛ نو په دغې مبارزه کې د ده اړخ پیاوړی دی. داسې ښکاري چې جنرال باجوه او جنرال منیر دواړو د عمران خان د ملاتړ په اړه ناسمه محاسبه کړې او ګومان يې کړی و چې دوی هم د پوځ همیشنۍ تګلاره تعقیبولی او د شطرنج دانې په خپله خوښه خوځولی شي. پوځ هڅه کوي چې د عمران خان د کمزوري کولو لپاره په پاکستان کې له عدلي بنسټونو نیولې تر رسنیو، بېلابېلې لارې وکاروي. خو عمران خان په بریالیتوب عامه افکار د پوځ پر وړاندې جوړ کړل او پوځ د هغه حکومت په ملاتړ تورنوي، چې له غلو ډک دی. له پوځ سره تل د خلکو ملاتړ و، ځکه خو دا وضعیت ورته نا اشنا دی. پوځ اوس په خپل لاس روزل شوو کسانو سره مخ دی چې له جګړې پرته له مبارزې لاس نه اخلي.

عمران خان په داسې حال کې د آزادۍ په نوم د لاریونونو  غوښتنه کوي چې د محکمې بېلابېلې قضیې یې په مخ کې دي. د سترې محکمې هغه حکم د خان دریځ نور هم پیاوړی کوي، چې د نیمه پوځي ځواکونو لخوا یې د خان نیول ناقانوني وبلل. دا به وروسته معلومه شي چې د دغو دوو دښمنو ډلو ترمنځ چې غواړي د پاکستان واک ترلاسه کړي، معامله کېږي که نه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

د مطلب ادامه...

امریکا د افغانستان د فضا پر اشغال ټينګار کوي، موږ د خلافت دولت پر تاسیس! Featured

 د امریکا د مرکزي ځواک "سنټکام" قوماندان جنرال مایکل کوریلا د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۰مې د دوی د څېړنیزو عملیاتو په اړه کانګریس ته وويل چې طالبان د خراسان څانګې له داعش سره د مبارزې لپاره پياوړې اراده لري؛ خو د هغه په وینا د دې وړتیا نه لري چې په راتلونکي کې د دې ډلې د تروریستي بریدونو مخه ونيسي. د همدې لپاره امریکا د افغانستان پر فضا خپل نظارت زیاتوي. د نظارت د زیاتوالي لپاره هغوی د جاسوسۍ داسې هوايي وسایل ازمايي چې د اوږدمهال لپاره په فضا کې پاتې کېدای شي.

پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته دا څووم ځل دی چې امریکا د افغانستان د فضا د کنټرول خبره کوي. کله چې امریکا د افغانستان د ځمکې پر سر له نظامي ماتې سره مخ شوه، امریکا هڅه کوي چې له مختلفو لارو پر افغانستان خپل نفوذ بېرته ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د جمهوریت په راپرځېدو په دې جغرافیه کې د امریکا د استخباراتو کابو ټولې کړۍ وشلېدې؛ د جمهوریت نظام، د امریکا سفارت، امنیتي بنسټونه، نادولتي سازمانونه... دغو ټولو د CIA د رسمي جاسوسانو تر څنګ د امریکا لپاره استخباراتي چارې پر مخ وړلې؛ خو د امریکا نظامي ماتې دا کړۍ وشلولې او امریکا یې اندیښمنه کړه. نو د افغانستان پر فضا کنټرول؛ د تجسس دوام، د هغو کسانو په نښه کول چې د امریکا نه خوښېږي او همدارنګه پر اسلامي امارت د فشار په مانا دی؛ څو له یوې خوا له امریکا سره استخباراتي همکارۍ ته چمتو شي، چې پر ځمکه د هغوی استخباراتي تشه ډکه کړي او له بلې خوا د اسلامي امارت مشرانو ته تل اخطار ورکړي چې د اسلام په پلي کولو، د امریکا د ګټو او سیکولر ارزښتونو د نه پيروۍ په صورت کې به په نښه کړل شي.

امریکا د اشغالګرۍ سیاست ته دوام ورکوي، هر ځای چې خالي فضا پيدا کړي، نفوذ پکې کوي او حریمونه یې ماتوي. پر دې سربېره ځان د ځينو اصولو مدافع هم ګڼي، چې ګواکي بشرپال دي. په دې اړه د سیمې هېوادونه هم خپلو خیانتونو ته دوام ورکوي او خپل هوايي دهلیزونه د امریکا د جاسوسۍ الوتکو ته پرانیستي پرېږدي، ترڅو په سیمه کې امريکا خپلې نظامي او استخباراتي موخې وڅاري او له منځه یې یوسي. د ایمن الظواهري شهادت له همدغو بېلګو څخه یو دی. امریکا خپلو دغو موخو ته «د تروریزم پر وړاندې د مبارزې» تر نامه لاندې ادامه ورکوي، په داسې حال کې چې تر همدغه نامه لاندې امریکا ۲۰ کاله په اسلامي خاورو کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې وجنګېده.

نو په افغانستان کې اساسي بدلون په سیمه کې په اساسي بدلون پورې تړلی دی. که منځنۍ اسیا او پاکستان د افغانستان پر محور یو له بل سره راټول نه شي، دروغجنې او استعماري پولې ماتې نه شي؛ باید پوه شو چې د افغانستان او نورو مسلمانانو پر وړاندې به د سیمې د هېوادونو خیانت ونه درېږي او همدارنګه له امریکا سره به یې همکاري ادامه ولري. له بلې خوا دغه تغییر باید د اسلام پر اساس وي. که دغه جغرافیه د اسلام او واحد امت د مفهوم پر اساس راټوله شي او په دې جغرافیه کې د خلافت دولت بنسټ کېښودل شي؛ خاینان حذف کېږي او د دې تر څنګ چې د الله تعالی نصرت راجلبېږي، د دغه امت مفکرین او امکانات به هم دې جغرافیې ته راټول شي او هغه مهال به ځمکه او هوا له اشغاله پاکه کړي او حتی دښمن به د هغوی په خپله جغرافیه کې له ګواښ سره مخ کړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د شهیدانو د وینو غچ یوازې د یهودي دولت په له منځه وړلو اخیستل کېږي Featured

(ژباړه)

د روغتیا وزارت له لوري د پنجشنبې پر ماسپښین خپرې شوي شمېرې ښیي، چې د سه شنبې له سهار راهیسې پر غزه تړانګه د یهودانو د مسلسل یرغل ډیری قربانیان ماشومان، ښځې او لویان دي. په دغه یرغل کې د وژل شویو ټولو شهیدانو شمېر ۲۵ او د ټپیانو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی.

د شمېرو له مخې، په شهیدانو کې ۱۱ تنه ماشومان، ښځې او زاړه وو (۶ ماشومان، ۳ ښځې او ۲ لویان). په ټپیانو کې تر نیمایي زیات (له  ۷۶ ټپیانو څخه ۴۰) ماشومان، ښځې او لویان وو (۲۴ماشومان، ۱۳ ښځې، او درې تر ۶۰ کلونو پورته لویان).

سربېره پر دې، د ښکېلاکګرو له لوري پر غزه تړانګه د پرله‌پسې درېیمې ورځې یرغل په ترڅ کې په لسګونو کورونه او تاسیسات ویجاړ او سخت زیانمن شوي دي.

د دغه یرغل لومړي قربانیان څلور ماشومان او شپږ ښځې وې، چې سه شنبه سهار دوې بجې د یهودانو د جنګي الوتکو له لوري د استوګنې پر درېیو خوندي کورونو د برید په پایله کې، په داسې حال کې چې ویده وو، په ډېره خاینانه توګه ووژل شول. په ورته وخت کې یې د نورو بریدونو په پایله کې ۱۳ نور کسان هم شهیدان کړل. په دغو کسانو کې د فلسطین د اسلامي جهاد خوځښت د پوځي څانګې، سرايا القدس درې مشران هم شامل وو.

د یهودي ادارې دغه وحشت او جنایت نه لومړنی دی او نه به وروستی وي. د روان کال له پيل راهیسې او تر دغه وروستي یرغل وړاندې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۳ فلسطينيان شهيدان شوي. د مسلمانانو واکمنان خپل ظلم او غفلت ته دوام ورکوي. هر یو یې د یهودانو د رضایت تر لاسه کولو، خپلو څوکیو او واک ساتلو او د امت د شتمنیو لوټولو په لټه کې دی. دغه راز امت هم نه پوهېږي چې د دغې عام‌وژنې مخه څنګه ونیسي؛ حللاره دا ده چې دغه سرطاني دانه د امت له بدن څخه له بېخه و ایستل شي. دا کار نه دغه رویبضه (نا اهله) واکمنان کولی شي او نه د افرادو یا ډلو -که هر څومره سرښندونکي هم وي- د هڅو کار دی؛ بلکې دا کار د اسلامي امت پوځونه کولی شي چې دغه واکمنان له مخې لرې کړي او د فلسطین د ازادولو پر لور حرکت وکړي. د امت ځوانان، لویان او ښځې به د دوی ملاتړ وکړي؛ ټول امت د دغې فتحې او ویاړ تږی دی او تیار دی چې په دغه لار کې خپل سر او مال قربان کړي.

اې اسلامي امته: ایا په غزه، اقصی او ټول فلسطین کې د یهودي ادارې لخوا ستاسو د کورنیو، وروڼو، ماشومانو او ښځو د وینو، عزت او ناموس تر پښو لاندې کول بس نه دي؟! دا هغه یهود دي چې پیغمبران یې وژلي او د اسلام دښمنان دي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ]

ژباړه: «... د هغوی د زړه دښمني د دوی له خولې (خبرو) څخه ښکاره ده او څه چې دوی په خپلو سینو کې پټ ساتلي دي، هغه له دې څخه ډېر دي. موږ تاسو ته په ډاګه څرګندې لارښوونې کړې دي، که تاسو پوهه لرئ (نو له هغو سره په اړیکو کې به پام ساتئ).» [عمران: ۱۱۸]

اې د مسلمانانو د پوځونو افسرانو: که د ښځو او ماشومانو وینه، چې هر وخت له کوم جرم او ګناه پرته تویېږي تاسو غچ اخیستلو ته نه راپاروي او د مظلومو ښځو ژړا مو په رګونو کې وینه په جوش نه راولي؛ نو څه شی مو په حرکت راولي چې خپل واکمنان له مخې لرې کړئ او د مسلمانانو د مرستې او ملاتړ لپاره راودانګئ او د الله سبحانه و تعالی دغه قول تحقق ومومي:

[يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ]

ژباړه: «... الله تعالی به ستاسو په لاسونو هغوی ته سزا ورکړي، ذلیل او خوار به یې کړي او د هغوی پر وړاندې به ستاسو مرسته وکړي، چې د ډېرو مومنانو زړونه به یخ کړي.» [توبه: ۱۴]

نو د دنیا او اخرت د عزت ترلاسه کولو لپاره یو موټی راپورته شئ او هغه څه چې له الله سبحانه وتعالی سره دي، غوره او تلپاتې دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ـ د ښځو برخه

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

نصرت؛ د خلافت د تاسیس لپاره د قدرت ترلاسه کولو شرعي لار

  • خپور شوی په سیاسي

الله سبحانه وتعالی د قدرت په ورکړه لومړني مسلمانان عزتمن او سرلوړي کړل او په قران کې يې په نېک نوم د دوی یادونه وکړه. الله سبحانه وتعالی هغه دوې ډلې چې د اسلامي دولت د تاسیس کولو ماموریت یې بشپړ کړ، انصار او مهاجرین وبلل. مهاجرین هغه کسان وو چې د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره یې هجرت وکړ او انصار هغه وو چې دوی ته یې نصرت (مادي ملاتړ) ورکړ. مهاجرت د اسلامي دولت د جوړولو اعلان او اسلامي خاورې (دارالاسلام) ته د هجرت پیل و؛ نصرت هم د همدغه هجرت یا دارالاسلام د تاسیس لپاره ورکړل شو. که انصار او نصرت نه وای، هجرت او مهاجرین به هم نه وو. نو دا څنګه شونې ده چې یو مسلمان د قران د تلاوت پر مهال د مهاجرینو او انصارو بیان شوی فضلیت ښه ویني؛ خو بیا هم د هجرت او نصرت ارزښت له پامه وغورځوي؟

دا چې موږ پر هغه نصرت بحث کوو چې تر هغه وروسته هجرت وشو، نو اړينه نو خامخا بايد د رسول الله صلی علیه وسلم سیرت ته مراجعه وکړو او د هغه لار تعقیب کړو. په مکه کې د رسول الله صلی علیه وسلم ټولې هڅې د دارالسلام پر رامنځته کولو راڅرخېدلې. رسول الله صلی علیه وسلم د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره یوه څرګنده تګلاره تعقیب کړه څو د دارالاسلام تر جوړېدو وروسته د مسلمانانو راتلونکي نسلونه دغه تګلاره لکه څنګه چې وه، هغسې تقلید کړي. په حقیقت کې د دارالاسلام د رامنځته کولو لپاره د دغې ښکاره او روښانه تګلارې تعقیب،  یوه واجبي او حتمي چاره ده.

تر هجرت درې کاله وړاندې، د نبوت پر لسم کال د رسول صلی الله علیه وسلم تره، ابو طالب وفات شو. ابوطالب، پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته یوه اندازه نصرت او خوندیتوب برابر کړی و او دا نصرت د دې سبب شوی و چې رسول الله صلی علیه وسلم په ډاډه زړه د اسلام دعوت پر مخ یوسي. رسول صلی الله علیه وسلم درک کړه چې د مکې ټولنه نه اسلام په ژوره توګه اغېزمنه کړې او نه د اسلام او اسلامي مفاهيمو په اړه عامه رایه مثبته ده. په دغه حالت کې الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی علیه وسلم ته امر وکړ چې نصرت ولټوي. د نصرت لغوي معنی بشپړ او ښه ملاتړ دی. نصر د بې عدالتیو د قربانیانو ملاتړ ته وايي؛ انصار بیا هغو کسانو ته وایي چې د مظلومانو دفاع کوي. د ابن هشام په سیرت کې د «ثقیف له قبیلې څخه د نصرت ترلاسه کولو په موخه د رسول الله صلی علیه وسلم هڅې» په باب کې راځي:

وَلَمّا هَلَكَ أَبُو طَالِبٍ، نَالَتْ قُرَيْشٌ مِنْ رَسُولِ اللّهِ ﷺ مِنَ الأَذَى مَا لَمْ تَكُنْ تَنَالُ مِنْهُ فِي حَيَاةِ عَمّهِ أَبِي طَالِبٍ، فَخَرَجَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ إلَى الطّائِفِ يَلْتَمِسُ النّصْرَةَ مِنْ ثَقِيفٍ، وَالْمَنَعَةَ بِهِمْ مِنْ قَوْمِهِ، وَرَجَاءَ أَنْ يَقْبَلُوا مِنْهُ مَا جَاءَهُمْ بِهِ مِنْ اللّهِ عَزّ، وَجَلّ فَخَرَجَ إلَيْهِمْ وَحْدَهُ

«کله چې ابوطالب وفات شو، قریشو رسول الله صلی علیه وسلم ډېر وځوراوه، د هغه (صلي الله علیه وسلم) د تره په ژوند یې دومره نه شو ځورولی. رسول الله صلی علیه وسلم د ملاتړ او خوندیتوب ترلاسه کولو لپاره ثقیف ته ولاړ، له ثقیف قبیلې یې وغوښتل چې هغه څه ته غاړه کیږدي، چې پر ده صلي الله علیه وسلم نازل شوي. ثقیف ته یوازې تللی و.»

له ابن عباس رضي الله عنه څخه د ابن حجر په فتح الباري، تحفة الاحوذي او الکلام کې روایت کیږي او همدارنګه حکیم، ابو نعیم او بیهقي په دلایل کې له صحیحو سندونو سره روایت کړی چې ابن عباس له علي بن ابي طالب څخه نقل کوي چې وايي:

لَمَّا أَمَرَ اللَّهُ نَبِيّه أَنْ يَعْرِض نَفْسَه عَلَى قَبَائِل الْعَرَب، خَرَجَ وَأَنَا مِنْهُ وَأَبُو بَكْر إِلَى مِنًى، حَتَّى دَفَعَنَا إِلَى مَجْلِس مِنْ مَجَالِس الْعَرَب

«کله چې الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی علیه وسلم ته امر وکړ چې د نصرت ترلاسه کولو لپاره عربو قبیلو ته ورشي، ما او ابوبکر تر منا پورې، له عرب قبايلو څخه د يوې قبيلې تر مجلس پورې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ملتیا وکړه

نو ثابتیږي چې د نصرت ترلاسه کولو لپاره په یوه ځانګړي وخت کې عربو قبیلو ته ورتګ د الله سبحانه و تعالی خوښه او امر دی او دا خبره په پورتني حدیث کې چې له علي بن ابي طالب څخه نقل شوی، ښکاره ده. د دغه امر وخت ځکه ځانګړی دی چې رسول صلی الله علیه وسلم د ابوطالب تر مړینې وروسته خپل خوندیتوب او ملاتړ له لاسه ورکړ. قریشو اجازه نه ورکوله چې د الله سبحانه وتعالی پر لور د خلکو رابللو ته دوام ورکړي، د دې ترڅنګ رسول الله صلی علیه وسلم له دې نهیلی شوی و، چې د مکې ټولنه به د ده ماموریت ومني، ځکه چې په مکه کې عامه رایه د اسلام پر ضد وه. نو رسول الله صلی ته امر وشو چې د دعوت د پیاوړي کولو او هغه مقام ته د اسلام د رسولو لپاره د نصرت په لټه کې شي، چې د حکومت کولو، واک درلودلو او احکامو د هر اړخیز پلي کولو جوګه شي. رسول صلی الله علیه وسلم د نصرت ترلاسه کولو هڅه له طایف څخه پیل کړه. طایف هغه وخت د عربو جزیرې یوه پياوړې قبیله ګڼل کېده او د عرب قبیلو ترمنځ یې ځانګړی عزت او مقام درلود. همدا د ولید ابن مغیره د کینې سبب و؛ هغه به ویل چې قران ولې د محمد صلی علیه وسلم پر ځای د مکې او طایف پر مشرانو نه دی نازل شوی. بیا دا ایت نازل شو:    

[وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْءانُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ]

ژباړه: «او دوی وایې چې: ولې دغه قران د دوو ښارونو (مکې او طایف) پر يوه مشر سړي نه دی نازل شوی؟» [الزُخرُف: ۳۱]

د طایف د خلکو پیاوړتیا له دې هم ښکاري چې ان د اسلامي دولت له تاسیس وروسته هم طایف په اسانۍ فتحه نه شو؛ ډېر وخت محاصره و، دواړو لورو ته درانه تلفات واوښتل او اړتیا وه چې د دوی د مقاومت ماتولو لپاره له منجنیق څخه کار واخیستل شي.

رسول الله صلی علیه وسلم طایف ته لاړ چې د هغه ځای له مشرانو او اشرافو سره وګوري. هغه صلي الله علیه وسلم د طایف له درې قومي مشرانو سره ولیدل او له دوی سره یې د اسلام او نصرت په اړه خبرې وکړې. دا چې د دغې قبیلې مشرانو د نصرت ورکړه رد کړه، رسول الله صلی علیه وسلم بېرته نهیلی راستون شو. دا د نصرت ترلاسه کولو د هڅو پيل و. رسول الله صلی علیه وسلم له طایف څخه راستون شو او له مکې بیرون په یوه څنډه کې له مطعم ابن عدي سره پاتې شو؛ د حج په موسم کې یې د نورو عرب قبیلو له مشرانو څخه د نصرت ترلاسه کولو په موخه لیدنې پیل کړې. دغو مشرانو د نن ورځې دولتونو د مشرانو حیثیت درلود. د ابن هشام په سیرت کې د نصرت د ترلاسه کولو په موخه  له قبیلو سره د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د لیدلو په باب کې راغلي دي چې ابن اسحاق وايي:

(ثُمّ قَدِمَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ مَكّةَ، وَقَوْمُهُ أَشَدُّ...، فَكَانَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ يَعْرِضُ نَفْسَهُ فِي الْمَوَاسِمِ إذَا كَانَتْ عَلَى قَبَائِلِ الْعَرَبِ يَدْعُوهُمْ إلَى اللّهِ، وَيُخْبِرُهُمْ أَنّهُ نَبِيّ مُرْسَلٌ، وَيَسْأَلُهُمْ أَنْ يُصَدّقُوهُ وَيَمْنَعُوهُ حَتّى يُبَيّنَ (لَهُمْ) اللّهُ مَا بَعَثَهُ بِهِ)

«رسول الله صلی علیه وسلم بیرته مکې ته راوګرځید، د هغه د دین پر وړاندې د خلکو (قریشو) دریځ تر پخوا لا سخت شوی و ... رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج په موسم کې بیلابیلو قبیلو ته ورغی او د الله سبحانه وتعالی لور ته یې راوبلل. ورته ویې ویل چې دی صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی پیغمبر دی او له دوی یې غوښتل چې اېمان پرې راوړي او تر هغه وخته یې ملاتړ او ننګه وکړي چې څو الله سبحانه وتعالی هغه څه چې پر ده صلي الله علیه وسلم یې نازل کړي، اظهار (حاکم) کړي.»

د سیرت په کتابونو کې راځي چې رسول الله صلی علیه وسلم به د حج په موسم کې له مخورو او د واک خاوندانو سره کتل. د ابن هشام د سیرت په «پیغمبر صلی علیه وسلم به د حج په موسم کې له عربو سره کتل» باب کې راځي چې ابن اسحاق وایي:

فَكَانَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ عَلَى ذَلِكَ مِنْ أَمْرِهِ، كُلّمَا اجْتَمَعَ لَهُ النّاسُ بِالْمَوْسِمِ أَتَاهُمْ يَدْعُو الْقَبَائِلَ إلَى اللّهِ وَإِلَى الإِسْلاَمِ، وَيَعْرِضُ عَلَيْهِمْ نَفْسَهُ وَمَا جَاءَ بِهِ مِنْ اللّهِ مِنْ الْهُدَى وَالرّحْمَةِ، وَهُوَ لا يَسْمَعُ بِقَادِمِ يَقْدَمُ مَكّةَ مِنْ الْعَرَبِ لَهُ اسْمٌ وَشَرَفٌ، إلا تَصَدّى لَهُ فَدَعَاهُ إلَى اللّهِ وَعَرَضَ عَلَيْهِ مَا عِنْدَهُ

«رسول الله صلی علیه وسلم د نصرت او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کیدونکي او  دومداره هڅې کولې، هرکله به چې د حج په موسم کې خلکو له رسول الله صلی علیه وسلم سره لیدل، نو ده صلي الله علیه وسلم به قبیلې د الله سبحانه و تعالی او اسلام لور  ته رابللې؛ ځان به یې ورپېژانده او هغه لارښوونې به یې ورته بیانولې چې الله سبحانه و تعالی نازلې کړې وې. د عربو قبایلو  له مخورو او  مشرانو څخه هېڅ داسې څوک نه شته چې مکې دې راغلی وي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره کتلي وي او هغه یې د الله لور ته نه وي رابللي. »

د همدغو هڅو په دوام رسول الله صلی علیه وسلم له بني کلب سره ولیدل، خو هغوی یې غوښتنه ونه منله. وروسته یې د یمامې له بني حنیفه سره د دوی په خپل ځای کې وکتل؛ هغوی د نورو عربو پر خلاف په ډېره سپین سترګۍ چلند ورسره وکړ. رسول الله صلی علیه وسلم له بني عامر ابن صعصعه څخه ورته غوښتنه وکړه، هغوی په دې شرط د دغې غوښتنې منلو ته تیار وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته به واک دوی ته رسېږي؛ خو رسول الله صلی علیه وسلم د دوی شرط ونه مانه. وروسته یې د یمن له کنده قبیلې سره ولیدل، هغوی هم له ده صلي الله علیه وسلم وروسته د واک ترلاسه کولو غوښتنه وکړه خو رسول الله صلی علیه وسلم یې دا ډول نصرت ورکول ونه منل. وروسته یې له بکر بن وائل سره ولیدل، دوی ځکه د رد ځواب ورکړ چې د فارس امپراتورۍ په ګاونډ کې اوسیدل. رسول الله صلی علیه وسلم بیا له بني ربیعه څخه لیدنه وکړه، هغوی هېڅ ځواب ور نه کړ. وروسته رسول الله صلی علیه وسلم بني شیبان قبیلې ته ورغی، دوی هم د فارس امپراتورۍ په ګاونډ کې اوسیدل. بني شیبان وویل چې دوی تیار دي چې یوازې د عربو پر وړاندې له رسول الله صلی علیه وسلم څخه ملاتړ وکړي، خو د فارسیانو پر وړاندې دا کار نه شي کولی؛ رسول الله صلی علیه وسلم دوی ته وفرمایل: 

«ما أسأتم الرد إذ أفصحتم بالصدق، إنه لا يقوم بدين الله إلا من حاطه من جميع جوانبه»

«ښه مو وکړل چې څرګند او ریښتینی ځواب مو راکړ، خو د الله دین ته هغه څوک نصرت نه شي ورکولی چې بشپړه او هر اړخیزه احاطه پرې ونه کړي (د دین هره برخه ونه مني) .»

سره له دې چې ډېرو قبیلو د رد ځواب ورکړ، خو رسول الله صلی علیه وسلم بیا هم د نصرت ترلاسه کولو هڅه کوله. هغه صلي الله علیه وسلم هېڅ وخت په دې لار کې دوه زړی او نهیلی نه شو او نه یې خپله لار بدله کړه. . «زاد المعاد» کې له الواقدي څخه روایت دی چې:

وَكَانَ مِمّنْ يُسَمّى لَنَا مِنْ الْقَبَائِلِ الّذِينَ أَتَاهُمْ رَسُولُ اللّهِ ﷺ وَدَعَاهُمْ وَعَرَضَ نَفْسَهُ عَلَيْهِمْ بَنُو عَامِرِ بْنِ صَعْصَعَة، وَمُحَارِبُ بْنُ حصفة، وَفَزَارَةُ، وَغَسّانُ، وَمُرّةُ، وَحَنِيفَةُ، وَسُلَيْمٌ، وَعَبْسُ، وَبَنُو النّضْر،ِ وَبَنُو الْبَكّاءِ، وَكِنْدَةُ، وَكَلْبٌ، وَالْحَارِثُ بْنُ كَعْبٍ، وَعُذْرَةُ، وَالْحَضَارِمَةُ، فَلَمْ يَسْتَجِبْ مِنْهُمْ أَحَدٌ.

«هغه قبیلې چې موږ ته معلومې دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ورغلی و، دادي: بنو عامر بن صعصعه، محارب بن حفصه، فزاره، غسان، مرة، حنیفه، سلیم، عبس، بنو نضر، بنو بکا، کنده، کلب، حارث بن کعب، عذرة، او حضارمة. له دغو قبیلو څخه یوې هم مثبت ځواب ور نه کړ

رسول الله صلی علیه وسلم د نصرت ترلاسه کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړ، تر دې چې الله سبحانه وتعالی د نصرت په ورکولو خپل دین سرلوړی کړ. د ابن هشام په سیرت کې له ابن اسحاق څخه نقل کېږي چې:

"فَلَمّا أَرَادَ اللّهُ عَزّ وَجَلّ إظْهَارَ دِينِهِ وَإِعْزَازَ نَبِيّهِ ﷺ وَإِنْجَازَ مَوْعِدِهِ لَهُ خَرَجَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ فِي الْمَوْسِمِ الّذِي لَقِيَهُ فِيهِ النّفَرُ مِنْ الأَنْصَارِ، فَعَرَضَ نَفْسَهُ عَلَى قَبَائِلِ الْعَرَبِ، كَمَا كَانَ يَصْنَعُ فِي كُلّ مَوْسِمٍ. فَبَيْنَمَا هُوَ عِنْدَ الْعَقَبَةِ لَقِيَ رَهْطًا مِنْ الْخَزْرَجِ أَرَادَ اللّهُ بِهِمْ خَيْراً."

«کله چې الله سبحانه وتعالی وغوښتل چې خپل دین حاکم او اظهار کړ، خپل پيغمبر ته اعزاز ورکړي او خپله ژمنه پوره کړي؛ رسول صلی الله علیه وسلم د حج په موسم کې د عربو قبیلو د مشرانو لیدلو ته ورغی چې له انصارو سره یې وکتل. هغه صلی الله علیه وسلم د تل په څېر دوی ته خپل ځان وروړاندې کړ. رسول الله صلی علیه وسلم په عقبه کې د خزرج قبیلې له خلکو سره وکتل او دوی هغه کسان وو چې الله سبحانه وتعالی د نصرت د فضیلت لورینه پرې کړې وه.»

د خزرج قبیلې هغو خلکو د رسول الله صلی علیه وسلم غوښتنه ومنله او له اوس قبیلې سره د خپلې شخړې د حل په موخه مدینې ته ستانه شول. یو کال وروسته یې بیا دوولس کسان راغلل او په عقبه کې یې له پیغمبر صلی علیه وسلم سره ولیدل. دا د عقبې لومړی بیعت و. وروسته چې مصعب ابن عمیر د مدینې ټولنه تیاره کړه، مشرانو یې له پیغمبر صلی علیه وسلم سره ولیدل او د نصرت او ملاتړ ورکولو ژمنه یې ورسره وکړه. دوی یو ځل بیا له پیغمبر صلی علیه وسلم سره په عقبه کې ولیدل او له ده صلي الله علیه وسلم څخه د اطاعت کولو ژمنه یې وکړه؛ دا د رسول الله صلی علیه وسلم په څنګ کې او د هغه په ملاتړ د جنګ کولو ژمنه وه. د ابن هشام په سیرت کې د دغه بیعت پر مهال له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کېږي چې:

ثُمّ قَال: أُبَايِعُكُمْ عَلَى أَنْ تَمْنَعُونِي مِمّا تَمْنَعُونَ مِنْهُ نِسَاءَكُمْ وَأَبْنَاءَكُمْ. قَالَ: فَأَخَذَ الْبَرَاءُ بْنُ مَعْرُورٍ بِيَدِهِ ثُمّ قَالَ: نَعَمْ وَاَلّذِي بَعَثَك بِالْحَقّ (نَبِيّاً) لَنَمْنَعَنّك مِمّا نَمْنَعُ مِنْهُ أُزُرَنَا، فَبَايِعْنَا يَا رَسُولَ اللّهِ، فَنَحْنُ وَاَللّهِ أَبْنَاءُ الْحُرُوبِ وَأَهْلُ الْحَلْقَةِ وَرِثْنَاهَا كَابِرًا (عَنْ كَابِرٍ)

«بيا يې وويل: زه له تاسو څخه دا ژمنه اخلم، چې تاسو به زما داسې ساتنه کوئ لکه د خپلو ښځو او ماشومانو چې کوئ. البراء بن معرور د رسول الله صلی علیه وسلم لاس ونیو او ویې ویل: په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه پیغمبر رالیږلی یې، موږ به ستا همداسې ساتنه وکړو، لکه د خپلو اولادونو چې کوو؛ نو اې د الله رسوله، زموږ ژمنه واخله، پر الله قسم چې موږ جنګي او وسله‌وال خلک يو؛ دا موږ ته د خپلو پلرونو او نیکونو میراث دی.»

له دې سره د الله سبحانه وتعالی ژمنه پوره او اسلامي دولت تاسیس شو.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دوو کارونو د ترسره کولو په موخه د نصرت ترلاسه کولو په لټه کې و: لومړی: د خپل رب د حکم د پر ځای کولو په موخه د ملاتړ ترلاسه کول او د خنډونو لرې کول. دویم: یوه دولت او حاکمیت ته د اسلام رسول. د لومړۍ موخې په تړاو، حکیم په خپل مستدرک کې د جابر رضی الله عنه او د دوو شیخانو (بخاري او مسلم) پر استناد روایت کړی دی. جابر رضي الله تعالی عنه فرمايي:

كان رسول الله ﷺ يعرض نفسه على الناس... فيقول: هل من رجل يحملني إلى قومه، فإن قريشاً قد منعوني أن أبلغ كلام ربي؟ قال: فأتاه رجل من بني همدان فقال: أنا. فقال: وهل عند قومك منعة؟ قال: نعم. وسأله من أين هو فقال: من همدان. ثم إن الرجل خشي أن يخفره قومه -أي ينقضوا عهده- فأتى رسول الله ﷺ فقال: آتي قومي فأخبرهم ثم ألقاك من عام قابل. قال: نعم

«رسول الله صلی علیه وسلم به خلکو ته ورتللو او ورته ويل يې: قریش ما د خپل رب له خبرو منع کوي، ایا داسې څوک شته چې ما يې خپل قوم ته ورولي؟ له بني حمدان څخه یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: زه يم. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل ایا ستا خلک زور لري؟ هغه وويل: هو. بيا يې ترې وپوښتل: له کومه ځايه راغلی يې؟ هغه سړي وويل: له بني همدان څخه: دغه کس وېرېده چې قوم به یې یوازې پریږدي او خپله ژمنه به ترسره نه شي کړی، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: زما خلک راځي، له هغوی سره خبرې وکړه، زه به راتلونکی کال درسره ووینم. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: سمه ده.»

د ابن هشام په سیرت کې له ابن اسحاق څخه روایت شوی چې:

فكان رسول الله يعرض نفسه في المواسم على قبائل العرب يدعوهم إلى الله وإلى نصرته، ويخبرهم أنه نبي مرسل، ويسألهم أن يصدّقوه ويمنعوه حتى يبين عن الله ما بعثه به

«پیغمبر صلی علیه وسلم به د حج په موسم کې له عربو قبیلو سره لیدل او دوی ته یې د الله پر لور بلنه ورکوله چې ده صلي الله علیه وسلم ته نصرت ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم به دوی ته ویل چې دی صلي الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی ریښتینی پیغمبر دی او دا چې پر ده صلي الله علیه وسلم اېمان راوړي او تر هغې یې ننګه او ملاتړ وکړي، څو الله سبحانه وتعالی هغه څه چې پر ده صلي الله علیه وسلم یې نازل کړي، اظهار (حاکم) کړي.»

نو دا د هغه نصرت غوښتنه وه، چې په مرسته یې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل دعوت پرمخ وړلی شو.

د نصرت ترلاسه کولو د دویمې موخې -دولت او حاکمیت ته د اسلام رسول- په تړاو رسول صلی الله علیه وسلم له بني شعبان سره خبرې وکړې، خو دوی ونه منله. رسول صلی الله علیه وسلم دغه راز له بني عامر ابن صعصعه او بني کنده سره وکتل او دوی له پیغمبر صلی الله علیه وسلم وروسته د واک د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه، خو رسول صلی الله علیه وسلم د دوی دا مشروط نصرت ونه مانه. د دې هڅو په پایله کې له اوس او خزرج قبیلو سره د نصرت بیعت وشو. د عقبې دویم بیعت په اصل کې د جګړې بیعت و. د نصرت تر غوښتلو وړاندې به رسول صلی الله علیه وسلم دوی لومړی اسلام ته رابلل. په ابن هشام سیرت کې له زهري څخه روایت کیږي چې: 

 ((أَنّهُ أَتَى بَنِي عَامِرِ بْنِ صَعْصَعَةَ فَدَعَاهُمْ إلَى اللّهِ عَزّ وَجَلّ وَعَرَضَ عَلَيْهِمْ نَفْسَهُ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ مِنْهُمْ - يُقَالُ لَهُ بَيْحَرَةُ بْنُ فِرَاسٍ وَاَللّهِ لَوْ أَنّي أَخَذْت هَذَا الْفَتَى مِنْ قُرَيْشٍ ، لَأَكَلْتُ بِهِ الْعَرَبَ ، ثُمّ قَالَ أَرَأَيْتَ إنْ نَحْنُ بَايَعْنَاك عَلَى أَمْرِك ، ثُمّ أَظْهَرَك اللّهُ عَلَى مَنْ خَالَفَك ، أَيَكُونُ لَنَا الْأَمْرُ مِنْ بَعْدِك ؟ قَالَ الْأَمْرُ إلَى اللّهِ يَضَعُهُ حَيْثُ يَشَاءُ قَالَ فَقَالَ لَهُ أَفَتُهْدَفُ نَحُورُنَا لِلْعَرَبِ دُونَك ، فَإِذَا أَظْهَرَك اللّهُ كَانَ الْأَمْرُ لِغَيْرِنَا لَا حَاجَةَ لَنَا بِأَمْرِك))

«هغه صلی الله علیه وسلم بني عامر بن صعصعه قبیلې ته ورغئ او دوی یې د الله سبحانه وتعالی لور ته راوبلل او خپل ځان یې ورته وړاندې کړ (یعنې د خپل ځان لپاره یې د نصرت غوښتنه وکړه). له دوی څخه یو کس چې  بهره بن فراس نومیده وویل: که زه (له قریشو څخه) دغه کس ته ځای ورکړم، نو د هغه په مرسته به ټول عرب لاندې کړم. بیا یې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل: که موږ له تا سره د نصرت بیعت وکړو او الله دې پر دښمنانو برلاسی کړي؛ نو له تا وروسته به قدرت (دولت) موږ ته ورسیږي؟ رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: قدرت (حکومت) د الله سبحانه وتعالی دی او الله سبحانه وتعالی به یې هغه چا ته ورکړي چې خوښه یې وي. هغه کس وویل: د ټولو عربو غشي به زموږ پر سینو لګېږي او چې بریالی شې، نو له تا وروسته به قدرت بل څوک اخلي! هیڅکله نه، موږ ستا حکومت ته اړتیا نه لرو.»

له دې پیښې معلومیږي چې عرب پر دې ښه پوهیدل چې رسول صلی الله علیه وسلم د نصرت په ترلاسه کولو د څه شي په لټه کې دی او هغه د یو دولت او حاکمیت د ترلاسه کولو لپاره له یوې زوروې قبیلې څخه د ملاتړ او نصرت غوښتل وو. دوی پوهیدل چې ټول عرب به د دغه دولت او حاکمیت پر وړاندې درېږي. نصرت ورکوونکې قبیلې باید د پیغمبر او نوي جوړ شوي دولت د ساتلو لپاره جګړه وکړي. د همدغې قربانۍ په بدل کې بنو عامر او بني کندې قبیلو د رسول صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د واک د ترلاسه کولو غوښتنه کوله او د دغه شرط د منلو په صورت کې نصرت ورکولو ته تیار وو. په یثریب کې اوس او خزرج قبیلې وې چې له شرط پرته او یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا په خاطر یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ساتلو او د اسلام د پلي کولو لپاره رسول صلی الله علیه وسلم ته نصرت ورکړ.   

انصارو په عقبه کې له رسول صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ. د بیعت پر مهال د خبرو پیل د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تره، عباس بن عبدالمطلب وکړ. د ابن هشام په سیرت کې له کعب بن مالک څخه روایت دی، چې عباس انصارو ته وویل:

(يَا مَعْشَرَ الْخَزْرَجِ... فَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنّكُمْ وَافُونَ لَهُ بِمَا دَعَوْتُمُوهُ إلَيْهِ وَمَانِعُوهُ مِمّنْ خَالَفَهُ فَأَنْتُمْ وَمَا تَحَمّلْتُمْ مِنْ ذَلِكَ وَإِنْ قَالَ فَقُلْنَا لَهُ قَدْ سَمِعْنَا مَا قُلْت، فَتَكَلّمْ يَا رَسُولَ اللّهِ فَخُذْ لِنَفْسِك وَلِرَبّك مَا أَحْبَبْت)

«اې د خزرج خلکو! ... که فکر کوئ چې هغه کار کولی شئ چې بلنه یې درکړل شوې او له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه به د هغه د دښمنانو پر وړاندې ساتنه وکړئ؛ نو بیا دغه مسولیت ته اوږه ورکړئ. که فکر کوئ چې کله درشي، ورته شا کوئ او یوازې يې پرېږدئ؛ نو ښه ده چې اوس یې پرېږدئ.»

د عباس رضي الله تعالی عنه د دغو خبرو له اوریدو وروسته انصارو رسول صلی الله علیه وسلم ته وویل، موږ هرې هغې ژمنې ته تیار یو چې ته یې له موږ څخه غواړې. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د قران کریم څو ایتونه تلاوت کړل او اسلام له سپارښتنې او هڅونې وروسته یې وفرمایل:

«أُبَايِعُكُمْ عَلَى أَنْ تَمْنَعُونِي مِمّا تَمْنَعُونَ مِنْهُ نِسَاءَكُمْ وَأَبْنَاءَكُمْ»

«زه له تاسو څخه دا بیعت اخلم چې تاسو به له ما داسې ساتنه کوئ، لکه له خپلو ماشومانو او ښځو یې چې کوئ. »

له دې سره براء د رسول صلی الله علیه وسلم لاس ونیو او ویې ویل، «موږ له تا سره بیعت کوو، په الله قسم چې موږ د جنګ خلک یو او یوه ډله لرو. دا ویاړ موږ ته له نیکونو پاتې دی.» ابو الهيثم بن التيهان د براء خبرې پرې کړې او ویې ویل، «موږ له یهودو سره تړون لرو او تیار یو چې دغه تړون مات کړو، خو که دغه تړون مات کړو او الله سبحانه وتعالی تاته واک درکړي؛ هغه وخت به موږ پریږدې او خپلو خلکو ته به ورشې؟» پیغمبر صلی الله علیه وسلم موسکی شو او ویې فرمایل:

«بَلْ الدّمَ الدّمَ وَالْهَدْمَ الْهَدْمَ أَنَا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مِنّي ، أُحَارِبُ مَنْ حَارَبْتُمْ وَأُسَالِمُ مَنْ سَالَمْتُمْ»

«ستاسو وینه زما وینه ده او ستاسو تباهي زما تباهي ده. زه له تاسو څخه یم او تاسو له ما څخه یاست. له چا سره چې جنګېږئ، زه هم ورسره جنګېږم او له چا سره چې سوله کوئ، زه هم سوله ورسره کوم.»

بیا روایت کیږي چې،

أَنّ الْقَوْمَ لَمّا اجْتَمَعُوا لِبَيْعَةِ رَسُولِ اللّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ قَالَ الْعَبّاسُ بْنُ عُبَادَةَ بْنِ نَضْلَةَ الْأَنْصَارِيّ ، أَخُو بَنِي سَالِمِ بْنِ عَوْفٍ يَا مَعْشَرَ الْخَزْرَجِ ، هَلْ تَدْرُونَ عَلَامَ تُبَايِعُونَ هَذَا الرّجُلَ ؟ قَالُوا: نَعَمْ قَالَ إنّكُمْ تُبَايِعُونَهُ عَلَى حَرْبِ الْأَحْمَرِ وَالْأَسْوَدِ مِنْ النّاسِ فَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنّكُمْ إذَا نُهِكَتْ أَمْوَالُكُمْ مُصِيبَةً وَأَشْرَافُكُمْ قَتْلًا أَسْلَمْتُمُوهُ فَمِنْ الْآنَ فَهُوَ وَاَللّهِ إنْ فَعَلْتُمْ خِزْيُ الدّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنّكُمْ وَافُونَ لَهُ بِمَا دَعَوْتُمُوهُ إلَيْهِ عَلَى نَهْكَةِ الْأَمْوَالِ وَقَتْلِ الْأَشْرَافِ فَخُذُوهُ فَهُوَ وَاَللّهِ خَيْرُ الدّنْيَا وَالْآخِرَةِ قَالُوا: فَإِنّا نَأْخُذُهُ عَلَى مُصِيبَةِ الْأَمْوَالِ وَقَتْلِ الْأَشْرَافِ. فَمَا لَنَا بِذَلِكَ يَا رَسُولَ اللّهِ إنْ نَحْنُ وَفّيْنَا ( بِذَلِكَ ) قَالَ الْجَنّةُ. قَالُوا: اُبْسُطْ يَدَك. فَبَسَطَ يَدَهُ فَبَايَعُوهُ وَأَمّا عَاصِمُ بْنُ عُمَرَ بْنِ قَتَادَةَ فَقَالَ وَاَللّهِ مَا قَالَ ذَلِك الْعَبّاسُ إلّا لِيَشُدّ الْعَقْدَ لِرَسُولِ اللّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ فِي أَعْنَاقِهِمْ. وَأَمّا عَبْدُ اللّهِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ فَقَالَ مَا قَالَ ذَلِكَ الْعَبّاسُ إلّا لِيُؤَخّرَ الْقَوْمَ تَلِك اللّيْلَةَ رَجَاءَ أَنْ يَحْضُرَهَا عَبْدُ اللّهِ بْنُ أُبَيّ ابْنِ سَلُولَ ، فَيَكُونَ أَقْوَى لِأَمْرِ الْقَوْمِ. فَاَللّهُ أَعْلَمُ أَيّ ذَلِكَ كَانَ

«کله چې دا ټوله ډله د بیعت لپاره چمتو شوه، نو عباس بن عباده بن نزله الانصاري چې د بني سليم بن عوف له خپلوانو څخه و، ټولو ته په خطاب کې وویل: تاسو پر هغو مسولیتونو پوه شوئ، چې تر بیعت کولو وروسته ستاسو پر اوږو بارېږي. دوی وویل: هو، پوه یو. ده وویل: د دغه بیعت معنی دا ده چې تاسو باید له هر قوم سره وجنګېږئ، نو که مو د پیغمر صلی الله علیه وسلم د ساتلو لپاره شتمني له منځه لاړه شي او مشران مو ووژل شي او بیا تاسو دی صلي الله علیه وسلم یوازې پرېږدئ؛ نو ښه ده چې اوس یې پرېږدئ. ځکه چې د ژمنې او بیعت له ورکولو وروسته د هغه د ماتولو پایله په دنیا او اخرت کې ذلت دی. که پر دې هر څه سربېره دغه بیعت ته چمتو یئ، نو (پيغمبر صلی الله علیه وسلم) درسره بوزئ؛ دا د دنیا او اخرت خیر دی. له دې وروسته ټولو حاضرینو وویل، زموږ د ژوند او شتمنیو پر وړاندې د ټولو ابتلاوو سربېره، موږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ځان سره بيايو. اې پیغمبره، موږ ته ووایه چې که دغه ژمنه سرته ورسوو، نو په بدل کې یې زموږ لپاره څه دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: جنت. دوی وویل، لاس دې راکړه. پیغمبر صلی علیه وسلم خپل لاس ور اوږد کړ او دوی ټولو بیعت ورسره وکړ»

مدینې ته د هجرت موخه دا وه چې د قدرت د ترلاسه کولو له لارې دولت تاسیس او اسلام پلی کړي او انصارو د بیعت له لارې د دغه ملاتړ او ساتنې ضمانت کاوه. دا د نصرت دویم ډول دی، چې موخه یې د اسلامي دولت او حاکمیت رامنځته کول دي.

په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سم د نصرت ترلاسه کولو په موخه د رسول صلی الله علیه وسلم نه ستړې کیدونکې هلې ځلې، په دغو هلو ځلو کې پر ځور او کړاوونو سربیره په خپله تګلاره کې له کوم بدلون پرته د هغه استقامت او زغم دا په ډاګه کوي چې د نصرت د لټولو حکم د الله سبحانه وتعالی قاطع امر و او پرې واجب و. دا د اسلامي دولت د تاسیس او ژوند ته د اسلام د بیا راګرځولو تګلاره ده او په دغه مسیر کې زړه نازړه کېدل او تزلزل جواز نه لري.

نو هر حزب یا ډله چې د یوه دولت په توګه د اسلام پلي کولو لپاره کار کوي؛ پر دوی واجب ده چې د قدرت ترلاسه کولو لپاره د رسول صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم د قدرت له څښتنانو نصرت وغواړي. نن ورځ د نصرت د ورکړې خلک یا د قدرت څښتنان د اسلامي هیوادونو پوځونه دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم قبیلې د اوسنیو دولتونو په توګه په پام کې نیولې او په هغو قبیلو کې یې له هغو کسانو نصرت غوښت چې قدرت یې درلود. نن ورځ دا خبره پر اسلامي لښکرو او ځینو اسلامي هیوادونو کې پر لویو قبیلو پلې کېږي، چې د حکومت او واک بدلولو وس لري. حزب التحریر دغه ډول د قدرت له څښتنانو څخه د خلافت د تاسیس له لارې ژوند ته د اسلام د بېرته راګرځولو په موخه د نصرت ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

د حزب التحریر لخوا د نصرت غوښتنه چې ژوند ته د اسلام د بیا راګرځولو  لپاره کار کوي، یو سیاسي عمل دی. هغه کسان چې د مادي نصرت ورکولو وړتیا لري، د واک څښتنان دي او داسې لارې لري چې د حاکمیت او واک بدلولو لپاره حزب التحریر ته ځواکونه بسیج کړي. حزب التحریر له بېلابیلو لارو د قدرت له څښتنانو غواړي چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي. د قدرت څښتنان باید د دغو فاسدو واکمنانو د له منځه وړلو او حزب التحریر ته د قدرت سپارلو لپاره بسیج شي. سربیره پردې، حزب التحریر له امت سره کار کوي چې د قدرت څښتنان دغه لوی مسولیت ته داوږو ورکولو لپاره چمتو کړي.

نصرت ورکول د دې ترڅنګ چې واجب دي، اوس یو خورا مهم او بیړنی کار دی. ټولنې په اوسني نظم کې لاندې شوې او خپله هېڅ واک نه لري. له همدې امله یوازې د اسلام د تطبیق لپاره د خلکو په قانع کولو بدلون نه شي راتلی. نو اسلام په اساسي ډول یوازې د نصرت د ورکړې له اهل څخه د قدرت او واک په ترلاسه کولو سره پلی کېدی شي، خو تر دې وړاندې لازمه ده چې په ټولنه کې اسلامي افکار حاکم او عامه رایه او فضا د اسلام پلي کولو ته چمتو شي.

د نصرت د ترلاسه کولو چاره ډیره مهمه او اړینه ده، په دې معنی چې د دولت تاسیس او د الله سبحانه وتعالی د بيرغ پورته کېدل په همدغه ستر شرعي حکم پورې تړلي دي. اړینه ده چې نور دغه په خیانت پسې خیانت -چې امت ورسره مخ دی- له منځه یوړل شي او نور د ما أنزل الله خلاف حکم ونه شي. امت د پانګوال نظام تر تسلط لاندې دی. له خواریو، غميزو، مصیبتونو او لویو کړاوونو سره مخ دی. دا چې د نصرت غوښتنه د واک او قدرت له خاوندانو او هغو کسانو کېږي چې د اسلام د دعوت د ملاتړ لپاره په حکومت کې د بدلون راوستلو لپاره د واک او قدرت وسیلې لري؛ نو د مسلې جدي‌والي او بیړني‌والي ته په کتو د دوی مسولیت خورا مهم دی. له شک پرته، که دوی خپل مسولیت ادا کړي، نو اجر یې هم همدوره لوی دی. نو دغه اجر او مقام څه دی؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید د مدینې د انصارو فضیلت او مقام ته وګورو چې هغه وخت یې نصرت ورکړی.

سرچينه: الوعی مجله ۲۵۸- ۲۵۹ ګڼه

 

د مطلب ادامه...

که اوسنۍ رهبري د کشمیر په پلورلو کې لاس نه لري؛ نو وسله‌وال ځواکونه دې پرېږدي چې د کشمیر ازادۍ ته ور ودانګي!

اوس ښکاره شوې چې د پاکستان رهبري د واشنګټن په همکارۍ، د ۲۰۱۹م کال، په اګېسټ کې مودي ته لار هواره کړه چې کشمیر د هند له خاورې سره وتړي. د کمزوري اقتصاد او د پوځ د نه چمتو‌والي افسانې یوازې له کشمیر سره د خیانت پلمې وې. په دې توګه د پاکستان پوځي او سیاسي رهبرۍ د ټرمپ په امر کشمیر د مودي لمنې ته وغورځاوه. څو میاشتې وروسته یې مودي ته د کنټرول پر کرښه اوربند ډالۍ کړ. کله چې هندو حکومت له چین سره په شخړه کې ښکیل شو، د پاکستان رهبرۍ مودي ته بیاځلي ډاډ ورکړ چې دوی به د کنټرول پر کرښه د پاکستان وسله‌وال ځواکونه نه بسیجوي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا د هند پر وړاندې د اوسنۍ رهبرۍ پالیسي هماغه د باجوه د خیانتونو دوام دی؟

د پاکستان اقتصاد که هر څومره کمزوری او خلک یې نهیلي وي؛ کشمیر لکه وینه زموږ په رګونو کې روان دی. د پاکستان ولس له لسیزو راهیسې د کشمیر جهاد په خپل سر او مال خړوب کړی. نن هم که رهبري د کشمیر د ازادۍ لپاره د جهاد اعلان وکړي، خلک به د تبوک د جګړې په یاد خپل کورونه خالي کړي. که لګښت ۱۰۰ یا ان ۱۰۰۰ ملیارده روپۍ هم وي، خلک به یوازې په څو ورځو کې خپلې خزانې د حکومت خزانې ته ورکړي. پاکستان اوس د خپلو نفتو ۲۰ سلنه اړتیا له کورنیو تولیداتو پوره کوي، دا د جګړې د وخت اړتیاوو لپاره بسنه کوي. په دې کې خو لا د پاکستان د سټراټیژیکو نفتو ذخیرې نه دي حساب شوې.

د پاکستان د پوځ چمتو‌والی ټولو ته ښکاره دی. د دې ښکاره ثبوت شته چې د پاکستان هوايي ځواک د امر له ترلاسه کولو وروسته په څو ساعتونو کې د هند دوې جنګي اوتکې را وغورځولې او هندی پیلوټ، ابهینندان یې ژوندی ونیو. تر کومه ځایه چې د اټومي جګړې د ګواښ خبره ده، د روسیې - اوکراین له جګړې روښانه شوه چې دودیزې جګړې تر اټومي فشار لاندې هم کېدی شي. تر دې وړاندې د کارګل جګړه له کوم اعتراض پرته تر اټومي فشار لاندې وشوه. کله چې د دواړو اړخونو د ویجاړۍ خبره وي، د اټومي وسلو کارول ناشوني دي. بیا هم، ګټه هغه اړخ کوي چې د کارولو نیت یې لري. هغه اړخ ګټه نه کوي چې وېرېږي او په ملي رسنۍ له جګړې تېښته اعلانوي.

حزب التحریرـ ولایه پاکستان په ډاګه کوي چې که اوسنۍ رهبري د باجوه د خیانت خلاف وي، باید د کنټرول پر کرښه اوربند پای ته ورسوي او وسله‌وال ځواکونه د سرینګر پر لور بسیج کړي. که داسې ونه شي نو روښانه کېږي چې یوازې څېرې بدلې شوې؛ د واشنګټن غلامي او مودي ته اسانتیاوې برابرول پر ځای پاتې دي. د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې هندو دولت ته د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو سفر ښيي چې اوسنۍ رهبري پر ناسمه لار روانه ده. د کشمیر د موضوع د حل پر لور د حرکت لپاره له وړاندې ناوخته دی. اوس د دې وخت دی چې ژر تر ژره دا ځنډ اصلاح شي.

اې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو! تاسو له پوځ سره د دندې، تنخوا، موقف، پلان او تقاعد لپاره نه ياست یوځای شوي. دا کوچنۍ خبرې باید ستاسو سترګې پټې نه کړي او نه مو وغولوي. دا خو د دغې دوې ورځې دنیا ډېر محدود امکانات دي. تاسو چې کله مرش کوئ، باید هر له خیانت ډک تړون تر پښو لاندې کړئ. د هغې خاینې رهبرۍ جرړې ایستل ستاسو مسولیت دی چې ستاسو د جهاد او دین د اظهار مخه نیسي. د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ. هغه وخت به زموږ خلیفه د ځان ساتنې او پوځ د مهار، تسلیمۍ او معاملې لپاره نه، بلکې د دعوت او جهاد په موخه د وسله‌وال پوځ مشري وکړي. هغه وخت به اسلام ټوله سیمه فتح کړي او غالب به شي. هغه وخت به د نبوت پر منهج خلافت اوسنی نړیوال نظم ړنګ کړي او د صلیبیانو دسیسو ته به د پای ټکی کېږدي. نو اوس د عمل لپاره نورو کومو شواهدو ته اړتیا لرئ؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي: 

 [فَذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمُ الْحَـقُّۚ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَـقِّ إِلَّا الضَّلالُ فَأَنّٰى تُصْرَفُونَ]

ژباړه: «په دغو صفتونو سره خو همدا الله تعالی ستاسو حقیقي رب دی. نو تر حق وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتې شول؟ - ښه نو تاسو کومې خوا ته اړول کېږئ؟» [یونس: ۳۲]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

تر ټولو غوره او ناوړه امامان (حاکمان)

(ژباړه)

پر صحيح مسلم باندې د نووي په شرح کې د "خیار الائمة و شرارهم" تر باب لاندې په کم بدلون سره داسې راغلي:

له عوف بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«خیار ائمتکم الذین تحبونهم ویحبونکم ویصلون علیکم وتصلون علیهم، وشرار ائمتکم الذین تبغضونهم ویبغضونکم وتلعنونهم ویلعنونکم، قیل یا رسول الله صلی الله علیه وسلم افلاننابذهم بالسیف فقال لا ما اقامو فیکم الصلاة، و اذارأیتم من ولاتکم شیئا تکرهونه فاکرهوا عمله ولا تنزعوا یدا من طاعة»

ژباړه: ستاسو تر ټولو غوره امامان (حاکمان) هغه کسان دي، چې محبت ورسره لرئ او هغوی له تاسو سره محبت لري، د هغوی لپاره دعا کوئ او هغوی ستاسو لپاره دعا کوي؛ خو ستاسو تر ټولو ناوړه امامان (حاکمان) هغه کسان دي، چې له هغوی څخه بېزاره وئ او هغوی له تاسو څخه بېزاره وي، تاسو پر هغوی لعنت وایئ او هغوی پر تاسو لعنت وایي. وويل شول: اې رسول الله ايا له هغوی سره په توره ونه جنګېږو؟ ویې فرمایل: نه، تر هغه وخته چې ستاسو په منځ کې لمونځ اقامه کوي؛ مګر کله مو چې خپل امامان د ناوړه عمل به ترسره کولو ولیدل، نو عمل يې بد وګڼئ، خو له اطاعته يې لاس مه اخلئ.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبره "خیار ائمتکم الذین تحبونهم ویحبونکم ویصلون علیکم وتصلون علیهم" کې د "یصلون" لفظ د دعا کولو په معنی دی.

انسان چې د اسلامي خاورو په ختیځ او لوېدیځ کې د وضعیت په اړه څه اوري او ویني، ګډوډ کېږي چې دا څه روان دي. حکامو مزدورۍ او خیانت ته غاړه اېښې ده، د امت پر وړاندې ولاړ دي، اولادنه یې ورته ووژل، لویانو ته یې بې‌احترامي وکړه، پر ښځو یې تېری وکړ، عزت یې تر پښو لاندې کړ، صله‌رحم یې پکې له منځه یووړ او مالونه یې لوټ کړل؛ د ذلت او بدبختۍ دا لېست ډېر اوږد دی، چې دومره ژر پای ته نه رسېږي او د مسلمانانو په ژوند کې دوام لري. مګر پوښتنه دا ده چې تر څه وخته؟ د امت دا ذلت او خواري به تر څه وخته دوام کوي؟ زموږ اولادونه به له شلو کلونو او یا تر هغه وروسته څه ډول دا د شرم تاریخ ولولي؟ له همدې امله حکام د هغه لعنت مستحق دي، چې په حدیث کې یې د هغوی په اړه یادونه شوې ده.

اې ربه، بشار الاسد له خپل ظالم لښکر او د اسلامي خاورو له ټولو خاینو حکامو سره یو ځای په ګونډو کړې، ترڅو امت یې له شر څخه په امن شي! ځکه هغوی د اوسني عصر شیطانان دي. اې ربه، ته شاهد یې چې موږ له هغوی څخه بېزاره یو او له اسلامي خاورو څخه د هغوی د لرې کولو په لاره کې د دوی په وژلو او له منځه وړلو کې هڅې کوو!  اې ربه، موږ د دوی ماڼیو ته داخل کړې، زموږ لاسونه د هغوی تر مریو ورسوې او موږ د دغه امت د کمزورو او ناتوانه بچیانو لپاره د نصرت ورکوونکو په ډله کې راولې! هغه بچیان چې حکامو د څو کلونو په اوږدو کې یوازې پرېښي وو، ترڅو د دغو ذلیلو حکامو په وژلو سره یو نوی دوران د عزت او سرلوړۍ په خط رسم کړو؛ یعنې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړو، هغه خلافت چې زموږ مهربانه پیغمبر یې زېری راکړی او زموږ رب یې پخپل سپېڅلي کتاب کې ژمنه کړې ده!

اې مسلمانانو، په دنیوي ژوند مه غولېږئ او له هغو کسانو سره یو ځای شئ، چې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا راتګ لپاره کار کوي او دغه لوی خیر ترسره کړئ!

د مطلب ادامه...

له تاسو څخه هېڅوک باید په داسې حال کې وفات نشي، چې پر الله نېک ګومان ونه لري!

(ژباړه)

پر مسلم باندې د نووي په شرح کې د «لایموتن أحدکم إلا وهو یحسن بالله الظن» تر باب لاندې په کم بدلون سره داسې راغلي: جابر بن عبدالله رضي الله عنه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه دری ورځې وړاندې مې له هغه صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې ویې فرمایل:

 «لایموتن أحدکم إلا وهو یحسن بالله الظن» (رواه مسلم)

ترجمه: له تاسو څخه هېڅوک باید په داسې حال کې وفات نشي، چې پر الله نېک ګومان ونه لري!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې خبرې (لایموتن أحدکم إلا وهو یحسن بالله الظن) او د یو بل روایت (إلا وهو یحسن الظن بالله تعالی) په اړه علماوو داسې ویلي دي: انسان باید د مرګ پرمهال د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه ناهیلی نشي؛ بلکې د هغه رحمت ته باید هیله‌من وي.

علماوو پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان داسې تعریف کړی دی: «بنده باید ګومان وکړي، چې الله سبحانه وتعالی به رحم پرې کوي او بښنه به ورته کوي.» همدرانګه علماوو ویلي: «د روغتیا په حالت کې انسان باید د خوف او رجاء (وېرې او هیلې) په منځ کې په مساوي توګه ژوند وکړي». ویل شوي چې خوف ته باید د رجاء په پرتله لومړیتوب ورکړل شي؛ ځکه د مرګ د نښو په څرګندېدو او یا د بوډاتوب په وخت کې رجاء د خوف په پرتله ډېرېږي. له خوف څخه موخه دا ده، چې له ګناهونو او بدیو ځان وساتل شي او له عبادت او نېکو عملونو سره مینه او علاقه ډېره شي؛ مګر انسان د عمر په وروستیو کې کمزوری کېږي او دا ډول کارونه نشي ترسره کولی. نو ځکه د ناروغۍ په حالت کې لازمه ده چې انسان پخپله کمزروۍ اعتراف وکړي او پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولري.

موږ باید د ژوند په ټولو چارو کې پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولرو، ځکه نېک ګومان عبادت دی. ابن مسعود رضي الله عنه وایي: «قسم پر هغه ذات چې یوازې هغه د عبادت وړ دی، بنده چې پر الله سبحانه وتعالی هر ډول نېک ګومان کوي، الله تعالی همغه شی ورکوي؛ ځکه خیر د الله سبحانه وتعالی په بلاکیف لاس کې دی».

همدارنګه په حدیث شریف کې یادونه شوې، چې انسان باید د مرګ پر مهال پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولري. د ژوند د سختیو، ستونزو، پورونو او حتی د دعا کولو په حالت کې پر انسان لازمه ده، چې پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان وکړي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «کله چې الله یادوئ، باوري اوسئ چې ستاسو دعا به قبلېږي.» نو کله چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې دعا کوئ، پر هغه سبحانه وتعالی نېک ګومان ولرئ، ترڅو ستاسو دعا قبوله شي. زه پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان لرم، ځکه هغه د هرې ستونزې ښه حلوونکی دی.

موږ د توبې په حالت کې څومره اړتیا لرو، چې پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولرو؟

ابو هریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې الله سبحانه وتعالی ‌فرمایي:

«أذنب عبد ذنبا، فقال: اللهم اغفر لی ذنبی، فقال تبارک وتعالی: أذنب عبدی ذنبا فعلم أن له ربا یغفرالذنب ویأخذ بالذنب. ثم عاد فأذنب، فقال: أی رب اغفر لی ذنبی. فقال تبارک وتعالی: عبدی أذنب ذنبا فعلم أن له ربا یغفرالذنب ویأخذ بالذنب. ثم عاد فأذنب، فقال: أی رب اغفر لی ذنبی. فقال تبارک وتعالی: عبدی أذنب ذنبا فعلم أن له ربا یغفرالذنب ویأخذ بالذنب.أعمل ماشئت فقدغفرت لک» (رواه مسلم)

ژباړه: یوه بنده ګناه وکړه او ویې ویل: اې ربه، زما ګناه وبښه! الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوه شو چې داسې رب لري، چې ګناهونه بښي او په ګناه جزا هم ورکوي. وروسته یو ځل بیا د ګناه مرتکب شو او ویې ویل: اې ربه، زما ګناه وبښه! الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوه شو چې داسې رب لري، چې ګناهونه بښي او د ګناه له امله جزا ورکوي، وروسته یې بیا ګناه وکړه او ویې ویل: اې ربه، زما ګناه وبښه! الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوه شو چې داسې رب لري، چې ګناهونه بښي او د ګناه له امله جزا ورکوي، هر څه چې غواړې ترسره یې کړه، زه دې وبښم.

پر الله سبحانه وتعالی بد ګومان کول له نېک ګومان سره په ټکر کې دی او دا ډېر خطرناک دی. څوک چې پر الله سبحانه وتعالی بد ګومان وکړي، حرام کار یې ترسره کړی دی؛ یعنې پخپل دغه بد ګومان سره له الله سبحانه وتعالی څخه شکایت کوي او په داسې یې بیانوي: زما رب پر ما ظلم کړی او هغه څه یې ماته نه دي راکړي، چې زه یې وړ یم.

څوک چې ګومان کوي چې الله سبحانه وتعالی ورته نصرت نه ورکوي او ګومان کوي چې الله تعالی امت له دغه ناوړه حالت څخه نه وباسي او له خپلې نېکۍ څخه یې لرې کوي؛ په حقیقت کې دا کس هغه څه ته داخل شوی، چې اسلام منعه کړي دي. الله سبحانه وتعالی خپلو انبیاوو ته په داسې حال کې نصرت ورکړی، چې دوی له سخت حالت سره مخ وو. دا د نړۍ یو سنت دی، چې نصرت او خیر د دغه امت لپاره له سختۍ، رنځ او ستونزې وروسته راځي، نه دا چې په اسانۍ دې ترلاسه شي. موږ پر الله تعالی ایمان راوړی، پر هغه مو توکل کړی او نېک ګومان پرې لرو؛ نو باوري یو چې نصرت ثابت او نږدې دی او په دې هم باور لرو چې خلیفه به له اسمان څخه د ملایکو په مرسته ځمکې ته رانشي، چې موږ دې ورته په تمه شو؛ بلکې موږ باید پخپله د عمل ډګر ته داخل شو، ځکه الله تعالی تر هغه پورې د هېڅ امت حال نه بدلوي، ترڅو چې پخپله په ځان کې بدلون را نه ولي.

کوم ګومان چې موږ یې پر الله سبحانه وتعالی کوو، هغه دا دی چې الله تعالی به د دین د نصرت په لاره کې د کار کولو پایله په لاس راکوي او د بشري ژوند واقعیت دا په ډاګه کوي چې هغه وخت اوس رانږدې شوی دی. ولې به نه را نږدې کېږي، په داسې حال کې چې پر مسلمانانو یرغل کول هره ورځ، هر ساعت او هره دقیقه ډېرېږي؟ ولې به نه را نږېدې کېږي، په داسې حال کې چې مسلمانان د هغو کسانو په لار ګامونه ږدي، چې د خلافت د راتګ لپاره کار کوي؟ ولې به نه را نږدې کېږي، په داسې حال کې چې امت په شام او نور خاورو کې د توحید بیرغ پورته کړی او د قرآن د حاکمیت غوښتنه کوي؟ دغه ټولې نښې‌نښانې امت د هغې طریقې په لوري بیایي، چې د خلافت په بیا راتګ سره به ډېر ژر مسلمانان له یوه رښتیني بدلون څخه برخمن کړي.

اې ربه، پر تا مو ایمان راوړی، پر تا مو توکل کړی او پر تا نېک ګومان کوو! اې ربه، موږ هیله لرو چې خپله ژمنه دې پوره کړې!

اې ربه، د نبوت پر منهج راشده خلافت په چټکۍ سره زموږ په برخه کړې، ترڅو د مسلمانانو درد ارام او له ظلم او تېري څخه یې خلاص کړي! اې ربه دا ځمکه دې د خپل رحم او کرم په نور منوره کړه! آمین آمین!

د مطلب ادامه...

که چېرې یې توبه وکړه، لمونځ یې ادا کړ او زکات یې ورکړ، نو لاره یې خلاصه کړئ!

(ژباړه)

پر صحيح مسلم باندې د نووي په شرح کې د "فإن تابوا وأقاموا الصلاة وآتوالزکواة فخلوا سبیلهم" تر باب لاندې په کم بدلون سره داسې راغلي:

له عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أمرت أن أقاتل الناس حتی یشهدوا أن لا إله إلا الله و أن محمدا رسول الله ویقیموا الصلاة ویؤتوا الزکاة فإذا فعلوا ذالک عصموا منی دماءهم وأموالهم إلا بحق الإسلام وحسابهم علی الله»

ژباړه: ماته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم، چې ووایي: لا إله إلا الله و أن محمدا رسول الله، لمونځ وکړي او زکات ورکړي! نو هر چا چې دا کارونه وکړل، نو ځانونه او مالونه يې له ما څخه خوندي کړل، مګر د اسلام په حق سره او حساب یې هم له الله سره دی.

دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په واضح ډول بیان کړي دي: «ما ته شوی چې له خلکو سره وجنګېږم، تر هغه چې ووایي؛ لا اله الا الله محمد رسول الله!» نو له کفارو سره مرسته مه کوئ او له هغوی سره ګډ ژوند مه کړئ! یعنې نه د ډیموکراسۍ په طریقه، نه د کلیسا په ډول، نه د قومیت په مفکوره، نه په وطني اړیکه، نه د دولت-ملت په چوکاټ کې، نه د تئوکراسي دولت په شکل او نه هم په هېڅ یوه طریقه!

هو، پر الله سوګند زموږ درد دا دی، چې کفر په داسې حال کې وینو، چې خپله جامه یې بدله کړې، د مسلمانانو منځ ته داخل شوی او د مسلمانانو د ژوند په ټولو برخو کې لاسوهنه کوي. زموږ په کورنیو، بازارونو، سرکونو، دود و دستور، رواجونو، جامو، خوراک، څښاک، ناستي، ولاړېدو، تګ، خبرو کولو، سکوت کولو، لیدلو، فکر کولو، مجلسونو او حتی زموږ په جوماتونو کې هم مداخله کوي. زموږ د ژوند ټولو چارو ته لاس غځوي او د هرې غونډې او دسیسې تر شا زموږ پر وړاندې را پورته کېږي!

 هو، زموږ درد دا دی چې دغه فاسق کفار زموږ تر منځ زموږ په جامه کې را څرګندېږي، زموږ په ژبه د قرآن خبرې کوي؛ په داسې حال کې چې تل د قرآن پر ضد جنګېږي! زموږ درد دا دی چې دوی د هغه مجلس په دننه کې چې د استازو مجلس یې بولي، وینو چې خبرې کوي او د امت پر ضد دسیسې جوړوي، نه د امت په ګټه! په الله قسم زموږ درد دا دی چې هغوی د سایکس-پیکو د معیارونو پر اساس د لوټمارو او لارشکوونکو په څېر را څرګندېږي او په هر ځای کې زموږ پر لاره کمین نیسي.

موږ نن ورځ له خپل ځان څخه پوښتنه کوو، ایا څوک شته چې په لوړ اواز چیغې کړي: «ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم، چې ووایي؛ لا اله الا الله محمد رسول الله»؟ ایا نن ورځ مفاهیم او ارزښتونه بدل شوي دي، چې کفر په ټول فسق او فساد سره ځان د اسلام ځایناستی کړی دی؟

اې مسلمانانو! وروسته له هغه چې مسلمانانو خپل عزت، غوره‌والی، سیادت، نصرت، قدر او مقام، عظمت او دبدبه له لاسه ورکړي او د هغو کارونو له امله چې حکام یې ترسره کوي، مسلمانانو خپل دین پټ کړی او خجالت ورڅخه کوي؛ نو زموږ لپاره یوازې الله کافي دی او هغه د هرې ستونزې تر ټولو غوره حلوونکی دی. وروسته له دې چې مسلمانانو خپل مکلفیت چې نړیوالو ته د دین رسول دي، له یاده ایستلی، له داسې حالت سره مخ شوي، چې نه پوهېږي څه ډول له خپل دین څخه ساتنه وکړي!  نو اې د مسلمانانو خلیفه! څه وخت راځې چې په هسکه غاړه ټوله نړۍ مخاطبه کړې او ورته ووایې: اسلام راوړئ چې خوندي پاتې شئ!  له لوی رب او د عظیم عرش له څښتن څخه غواړو، چې دا ورځ ژر راورسېږي.

اې ربه، د نبوت پر منهج راشده خلافت ژر زموږ په برخه کړې، ترڅو د مسلمانانو درد ارام او له ظلم او تېري څخه یې خلاص کړي! اې ربه دا ځمکه دې د خپل رحم او کرم په نور منوره کړه! آمین آمین!

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې