جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلیفه عزل (ګوښه کول)
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلیفه عزل (ګوښه کول)

(ژباړه)

عن ام سلمه رضی الله عنها ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال ستکون امراء فتعرفون وتنکرون فمن عرف فقد برئ ومن انکر سلم ولکن من رضی وتابع قالوا: افلانقاتلهم؟ قال لا ما صلوا.

ژباړه: له ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ډېر ژر به تاسو داسې حاکمان ولرئ، چې هغوی به پېژنئ او بد به یې ګڼئ، نو که چا وپېژندل (او له منکر څخه يې منع کړل)، هغه وژغورل شو او چا چې (په زړه کې) بد وګاڼه، هغه سالم پاتې شو؛ افسوس د هغه چا په حال چې راضي شي او پیروي یې وکړي. ویې ویل: ایا له هغوی سره جګړه وکړو؟ ویې فرمایل: نه، تر هغه پورې چې لمونځ کوي (پر صحیح مسلم د نووي شرحه).

دغه حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړاندوینې یوه ښکاره معجزه ده، لکه څنګه یې چې فرمایلي وو، همداسې پېښ شول.

مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره « فمن عرف فقد برئ» په یو بل روایت کې داسې راغلې ده «فمن کره فقد برئ» چې د ظاهر او معنی له مخې دغه مفهوم رسوي، چې که چېرې دغه حکام بد وګڼي، نو له ګناه او عذاب څخه یې ژغورل کېږي. دا حالت د هغو کسانو لپاره دی، چې په لاس او ژبه د منکر پر وړاندې د مقابلې توان ونه لري، خو په زړه کې یې بد وګڼي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغې خبرې « فمن عرف فقد برئ» معنا دا ده چې، چا چې منکر وپېژانده او د هغه پیروي یې ونه کړه، نو د هغه منکر له ګناه او عذاب څخه د خلاصون لاره ورته پرانیستل کېږي، یعنې داسې چې په لاس او ژبې سره د هغه منکر مخه ونیسي او که چېرې یې توان ونه لري، نو په زړه کې یې بد وګڼي. و الله اعلم.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغې خبرې « ولکن من رضی وتابع » معنی دا ده چې د منکر عمل عذاب او ګناه د هغو کسانو پر غاړه ده، چې پرې راضي شي او پیروي یې وکړي. دا په حقیقت کې د دې لپاره دلیل دی، چې که چېرې یو څوک د منکر پر وړاندې د مقابلې توان ونه لري، په چوپتیا سره یې هم نه ګنهکارېږي؛ په دې شرط چې له منکر څخه راضي نه وي او پیروي یې ونه کړي، خو په زړه کې یې بد وګڼي.

مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره «افلانقاتلهم ؟ قال :لا ماصلوا» په دې معنی ده، چې د خلفاوو د ظلم او فسق له امله روا نه ده، چې پر وړاندې یې ودرېږو  او یوازې هغه مهال يې پر وړاندې وسله پورت کولی شو چې د الله تعالی احکام بدل کړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې راځي، چې د خلیفه اطاعت پر امت باند تر هغه وخته واجب دی، چې د الله تعالی احکام تطبیقوي. دلته د لمانځه له یادونې څخه موخه پر اسلام د حکم کولو لپاره کنایه ده. که چېرې خلیفه د شریعت پر احکامو حکم ونه کړي، کافر شي او یا په ښکاره ډول فسق ترسره کړي، نو په دې حالت کې پر مسلمانانو لازمه نه ده چې له هغه څخه اطاعت وکړي، د خلیفه په توګه یې پاتې کېدل روا نه دي او باید ګوښه شي، ځکه د اسلام او عدالت په نامه یې د عقد یو شرط مات کړی دی.

خلیفه تل باید د عقد ټول اووه شرطونه ولري او کله چې یو له دغو شرطونو څخه له منځه لاړ شي، خلیفه باید ګوښه شي. کله چې خلیفه له داسې حالت سره مخ شي، چې له دغو شرطونو څخه د یوه د له منځه تلو لامل کېږي، نو د لرې کېدو مستحق دی او د لرې کېدو صلاحیت یې له مظالمو محکمې سره دی. 

دلیل یې د الله سبحانه وتعالی دغه قول دی:

« یا ایها الذین آمنوا اطیعوا الله واطیعوا الرسوال و اولی الامر منکم فان تنازعتم فی شیئ فردوه الی الله والرسول ان کنتم تومنون بالله والیوم الاخر ذلک خیر واحسن تاویلا»  )النساء: ۵۹(

ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی، د الله تعالی اطاعت وکړئ او د هغه د رسول او اولي الأمر (حاکم) اطاعت وکړئ، که چېرې مو په کومه موضوع کې شخړه راشي، نو هغه (د پرېکړې لپاره) الله او رسول ته وروګرځوئ، که چېرې تاسو پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ، دا ستاسو لپاره غوره او پای يې ډېره ښه ده.

همدارنګه په پورته آیت کې یادونه شوې، چې د مسلمانانو او خلیفه تر منځ شخړه باید د الله د دین په واسطه حل شي. د الله له دین څخه هدف قاضی دی او کله چې له ظالم حاکم سره شخړه رامنځته شي، نو ګوښه کېدل یې واجب دي.

د مظالمو محکمه د ظالمانو پر ګوښه کولو باندې حکم کوي او دا صلاحیت یوازې د هغې له قاضي سره دی. کله چې خلیفه د عقد یو شرط ونه لري، نو ګوښه کول یې لازم دي. لومړی باید د خلیفه حالت ثابت شي او دا ثابتول او ګوښه کول هم یوازې د مظالم محکمې صلاحیت دی.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې