شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت د نوماندانو محدودیت
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت د نوماندانو محدودیت

په دې اړه امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایتوي: 

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قال: وَاجْتَمَعَتْ الْأَنْصَارُ إِلَى سَعْدِ بْنِ عُبَادَةَ فِي سَقِيفَةِ بَنِي سَاعِدَةَ فَقَالُوا: مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ فَذَهَبَ إِلَيْهِمْ أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ وَأَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الْجَرَّاحِ فَذَهَبَ عُمَرُ يَتَكَلَّمُ فَأَسْكَتَهُ أَبُو بَكْرٍ وَكَانَ عُمَرُ يَقُولُ وَاللَّهِ مَا أَرَدْتُ بِذَلِكَ إِلَّا أَنِّي قَدْ هَيَّأْتُ كَلَامًا قَدْ أَعْجَبَنِي خَشِيتُ أَنْ لَا يَبْلُغَهُ أَبُو بَكْرٍ ثُمَّ تَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ فَتَكَلَّمَ أَبْلَغَ النَّاسِ فَقَالَ فِي كَلَامِهِ: نَحْنُ الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ فَقَالَ حُبَابُ بْنُ الْمُنْذِرِ: لَا وَاللَّهِ لَا نَفْعَلُ مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ، فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: لَا وَلَكِنَّا الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ هُمْ أَوْسَطُ الْعَرَبِ دَارًا وَأَعْرَبُهُمْ أَحْسَابًا فَبَايِعُوا عُمَرَ أَوْ أَبَا عُبَيْدَةَ بْنَ الْجَرَّاحِ فَقَالَ عُمَرُ بَلْ نُبَايِعُكَ أَنْتَ فَأَنْتَ سَيِّدُنَا وَخَيْرُنَا وَأَحَبُّنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَخَذَ عُمَرُ بِيَدِهِ فَبَايَعَهُ وَبَايَعَهُ النَّاسُ فَقَالَ قَائِلٌ: قَتَلْتُمْ سَعْدَ بْنَ عُبَادَةَ فَقَالَ عُمَرُ قَتَلَهُ اللَّهُ.

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمنې عایشې  رضي الله عنها څخه روايت دی چې ويلي يې دي: انصار په سقیفه بني ساعده کې (د خلافت په تړاو) پر سعد بن عباده راټول شوي وو او ویل یې: یو امیر دې له موږ (انصارو) څخه او یو امیر دې له تاسو (مهاجرینو) څخه وي، ابوبکر، عمر بن خطاب او ابوعبیدة بن جراح ورغلل. عمر غوښتل چې له هغوی سره خبرې وکړې، مګر ابوبکر ورته وویل چې څه به نه وایې، عمر رضي الله عنه ويل: ما کوم بل څه ويل نه غوښتل، يوازې له ځان سره مې ځينې خبرې برابرې کړې وي، وېرېدم چې ابو بکر به يې په ښه شکل او پوره بلاغت سره ونه وايي، خو کله چې ابو بکر رضي الله عنه خبرې وکړې، نو هغه تر تر هر چا ښې او بليغې خبرې وکړې. ابوبکر وویل، امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، نو حباب ابن المنذر وويل: نه پر الله سوګند داسې نه کوو، يو امير به له تاسو وي او يو به له موږ وي، ابو بکر رضي الله عنه وويل: امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، ځکه هغوی (قریش) په عربو کې هم د (قبیلې) له مخې او هم د خپلوۍ (له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلوۍ او په اسلام کې د مخینې) له مخې وړ دي، نو له عمر او یا ابو عبیده بن جراح سره بیعت وکړئ. عمر وویل، نه له تا سره بیعت کوو، ته زموږ سردار او تر ټولو غوره شخص یې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو نږدې دوست ته یې. له همدې امله عمر د ابوبکر لاس ونیو او له هغه سره یې بیعت وکړ، خلکو هم بیعت ورسره وکړ، یو چا وویل سعد بن عباده مو وواژه (د هغه حيثيت مو تر پښو لاندې کړ او څنډې ته مو کړ)عمر رضي الله عنه وويل: الله دې هغه ووژني.

لکه څنګه چې په دغه روایت کې هم راځي، په لومړي ځل د خلیفه په ټاکلو کې د خلافت نوماندان څلور کسان وو، سعد بن عبادة، ابوبکر، عمر او ابوعبیدة رضی الله عنهم؛ مګر دا چې عمر او ابوعبیدة رضی الله عنهما د ابوبکر له علم او مقام څخه خبر وو، نو له هغه سر یې سیالي ونه کړه. له همدې امله هلته د نوماندانو شمېر تر دوو کسانو یعنې ابوبکر او سعد بن عبادة رضی الله عنهما پورې محدود شو، چې د اهل الحل و العقد له ډېرو بحثونو وروسته په سقیفه کې له دوو نوماندانو څخه یو یې وټاکل شو او د شورا ټولو غړو ورسره هلته بیعت وکړ، چې دا د انعقاد بیعت و. له هغه څخه یوه ورځ وروسته په جومات کې د اطاعت بیعت وشو، د نوماندانو د محدودیت پړاوونه د څلورو نوماندانو په منلو سره پیل او تر دوو پورې محدود شول، وروسته اهل الحل و العقد له هغو دوو څخه یو یې وټاکه او بیعت یې ورسره وکړ.

له عمر رضی الله عنه سره د بیعت پرمهال د نوماندانو شمېر محدود نه شو، ځکه عمر رضی الله عنه یوازینی نوماند و. د علي رضی الله عنه موضوع هم په همدې ډول وه، ځکه هلته هم له علي رضی الله عنه پرته بل نوماند نه و، په همدې ترتیب له عمر او علي رضی الله عنهما سره بیعت وشو، پرته له دې چې د محدودیت او د خلافت د نوماندانو د ټاکلو پړاوونه طی شي؛ یعنې د خلیفه له ټاکل کېدو وړاندې د نوماندانو شمېر په کمه او لویه کچه مشخص نه شو.

مګر له عثمان رضی الله عنه سره د بیعت په څرنګوالي کې لومړی نوماندان تر شپږو کسانو پورې محدود شول او وروسته بیا تر دوو نوماندانو پورې نور هم محدود او کم شول. کله چې نوماندان تر عثمان او علي رضی الله عنهما پورې محدود شول، د اهل الحل و العقد او عامو خلکو رایه او نظر د دغو دوو نوماندانو په اړه واخیستل شول، تر دې چې د عثمان پله درنه شوه او په جومات کې لومړی د انعقاد بیعت او وروسته بیا د اطاعت بیعت ورسره وشو.

د دغو پړاوونو اړوند روایت ته په پام سره په طبري تاریخ (تاریخ الرسل و الملوک) کې راځي، چې دا پړاوونه په لاندې ډول دي:

1-      عمر رضی الله عنه وویل: «اې خلکو تاسو او څو نور هغه کسان چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنت اهل بللي او سعید بن زید بن عمرو بن نفیل هم د هغوی له ډلې څخه دی، خو زه نوموړی ترې لرې کوم او پاتې دغه شپږ کسان، یعنې د عبد مناف اولادونه علي او عثمان، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ماماګان عبدالرحمن او سعد، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګری او د عمه زوی زبیر بن عوام او طلحة الخیر بن عبیدالله؛ دوی دې پخپلو کې یو کس وټاکي او هر یو یې چې د خلافت لپاره انتخاب کړ، نو تاسو په نیکۍ سره د هغه ملاتړ او مرسته وکړئ.» عمر رضی الله عنه په دې ترتیب د هغو اصحابو شمېر مشخص کړ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دنیا څخه د رحلت پرمهال ترې راضي و. دا اووه نوماندان هغه کسان وو، چې د انعقاد شرطونه یې پوره کړي وو او وروسته یې نوماندان تر شپږو کسانو پورې محدود کړل.

د مسلمانانو د مشرانو لپاره د نوماندانو شمېر محدود شو او که چېرې د نوماندانو محدودیت ناروا وای، بیا عملي کېدای نشو او مخه یې نیول کېده؛ یعنې په دې دلیل چې د نوماندانو په محدودیت سره د نوماندۍ لپاره د نورو کسانو حق تر پښو لاندې کېږي. پر همدې اساس د اصحابو په اجماع سره د خلافت د نوماندانو محدودیت روا دی، امت (د امت استازي) کولی شي چې د نوماندانو شمېر محدود کړي، توپیر نه کوي چې دغه محدودیت په مستقیم ډول د امت لخوا ترسره کېږي او که د مخکیني خلیفه د تفویض له لارې ترسره کېږي، یعنې دا چې د امت په نیابت د نوماندانو شمېر محدود کړي.

دا موضوع د نوماندانو د محدودولو په اړه وه، خو دا چې په لومړی سر کې دې نوماندان تر شپږو کسانو پورې محدود شي، دا نو د عمر رضی الله عنه پر لاره تګ دی او دا چې د نوماندانو شمېر دې تر دوو نوماندانو پورې محدود شي، دا بیا د عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه له عمل سره سمون لري. که چېرې له ډېرو نوماندانو سره بیعت وشي، یعنې د نوماندانو شمېر له دوو څخه ډېر وي، په دې حالت کې که څوک د ټاکنو ګټونکی شي، نوموړی په حقیقت کې د دېرش سلنه خلکو په بیعت ټاکل شوی دی؛ یعنې په هغوی کې د اکثریت (چې له پنځوس سلنې ډېر وي) لخوا نه دی ټاکل شوی، نو که چېرې نوماندان تر دوو پورې محدود شي، په پایله کې بیا اکثریت خلک له رښتیني ګټونکي سره بیعت کوي.

2-      عبدالرحمن رضی الله عنه وویل: «په تاسو کې کوم له خلافت څخه تېرېږي او دا ژمنه کوي چې دا چاره به د دغې ډلې یوه غوره کس ته سپاري؟ هېچا ځواب ورنه کړ، وروسته عبدالرحمن رضی الله عنه وویل: زه له خلافت څخه ګوښه کېږم، هغوی وویل، موږ راضي یو. نوموړي له دوی څخه عهد او ژمنه واخیستله او پخپله یې هم د دوی په څېر ژمنه وکړه.  

د همدې روایت له مخې: عبدالرحمن رضی الله عنه له سیالو کسانو څخه وکالت واخیست، چې په خپل منځ کې یو کس د خلیفه په توګه وټاکي، دا یې وروسته له هغه وویل، چې ځان یې له سیالۍ څخه ګوښه کړ، تر دې چې د نوماندانو شمېر پنځو کسانو ته را کم شو.

3-      "وروسته عبدالرحمن رضی الله عنه له نوماندانو سره مشورې پیل کړې: علي رضی الله عنه ته یې وویل: "که دا کار ستا له لاسه ووځي او در ونه رسېږي، په دغو کسانو کې کوم یو د دغه کار لپاره وړ بولې؟ علي رضی الله عنه وویل: عثمان. بیا یې له عثمان رضی الله عنه سره ولیدل او ویې ویل: که ته دغه هدف ته ونه رسېږي، له دغو کسانو څخه کوم یو یې وړ بولې؟ ویې ویل: علي. بیا عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه له زبیر رضی الله عنه سره ولیدل او له هغه سره یې هم د علي او عثمان رضی الله عنهما په څېر خبره شریکه کړه، هغه وویل: عثمان. وروسته یې سعد رضی الله عنه ولید او همدا خبره یې ورسره شریکه کړه، هغه هم وویل: عثمان."

4-      عبدالرحمن رضی الله عنه د خپلې مشورې داریره پراخه کړه، له اهل الحل و العقد او هغو کسانو سره یې هم مشورې وکړې، چې په مدینه کې وو:

"عبدالرحمن رضی الله عنه څو شپې سرګردانه و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو، د پوځ له هغو مشرانو چې مدینې ته راغلي وو او د قوم له مشرانو سره یې مشورې وکړې؛ خو له هر چا سره به یې چې ولیدل، د عثمان نوم به یې واخیست. هغه شپه چې په سهار یې ټاکنه کېدله، تر ډېره یوې و بلې خواته وګرځېد او د شپې په وروستیو کې د مسور بن مرخمه کور ته راغی، ویې لید چې نوموړی د شپې په وروستیو کې ویده شوی دی، له خوب څخه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل، ایا ته ویده یې او ما ټوله شپه هېڅ سترګې نه دي پټې کړي، لاړ شه زبیر او سعد را وغواړه. کله چې هغوی راغلل، نو عبدالرحمن رضی الله عنه د جومات په پای کې په ځانګړې کوټه کې، چې د مروان له کور سره څنګ کې وه، له زبیر رضی الله عنه څخه وغوښتل: دا کار د عبد مناف دوو زامنو ته پرېږده، زبیر رضی الله عنه وویل، زه مې خپله برخه علي ته ورکوم. بیا یې سعد رضی الله عنه ته وویل، زه او ته خو نږدې خپلوان یو، خپله برخه دې ماته راکړه، چې زه یې وټاکم، هغه وویل که چېرې ته عثمان ټاکې، خو زه بیا علي خوښوم".

دلته مو ولیدل چې له اهل الحل و العقد سره تر مشورې وروسته د نوماندانو شمېر تر دوو یعنې عثمان رضی الله عنه او علي رضی الله پورې را محدود شو.

5-      په پایله کې عبدالرحمن رضی الله عنه – له اهل الحل و العقد څخه په وکالت– د دوو نوماندانو له منځه خلیفه وټاکه او په بېړه یې له هغه سره بیعت وکړ، وروسته نورو خلکو هم د انعقاد بیعت ورسره وکړ. هغه مهال عبدالرحمن رضی الله عنه وویل: "زه هره خوا وګرځېدم او مشورې مې وکړې، اې خلکو تاسو باید بدګوماني ونه کړئ. وروسته یې علي رضی الله عنه را وغوښت او ویې ویل، ایا له الله سره ژمنه کوې چې د الله پر کتاب، د رسول الله پر سنتو او د تېرو دوو خلفاوو پر سیرت به عمل کوې؟ علي رضی الله عنه یې په ځواب کې وویل، هیله لرم چې د خپل علم او توان په اندازه به عمل وکړم. بیا یې عثمان رضی الله عنه را وغوښت او هغه ته یې هم د علی رضی الله عنه په څېر خبره وکړه، عثمان رضی الله عنه په ځواب کې ورته وویل، هو او عبدالرحمن رضی الله عنه له هغه سره بیعت وکړ".

حزب التحریر له دغو روایتونو څخه د استدلال پر اساس د خلیفه د ټاکلو لپاره ګامونه اخیستي دي او د خلافت نوماندان یې په دوو پړاوونو کې محدود کړي دي. دا ګامونه د انعقاد د شرطونو د چمتووالي لپاره د نوماندانو د شمېر په محدودولو سره پیل کېږي. دا هغه کار دی چې د مظالمو په محکمې پورې اړه لري، هغه محکمه چې پخوا به خلیفه جوړوله، ځکه چې خلیفه د خپل خلافت پرمهال د مظالم قاضي هم دی.

په همدې ترتیب حزب التحریر د اهل نوماندانو شمېر په دوو پړاوونو کې محدودوي، په لومړي پړاو کې د نوماندانو شمېر شپږ کسان کېږي او دا هغه کار و چې عمر رضی الله عنه د امت په استازیتوب وکړ، ځکه هغه مهال له عمر رضی الله عنه څخه غوښتل شوي وو، چې خپل ځای‌ناستی وټاکي. په دویم پړاو کې شمېر دوو نوماندانو ته رسېږي او دا هغه کار دی چې عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه د اهل الحل و العقد په وکالت ترسره کړی دی. په راتلونکي خلافت دولت کې به د امت په نیابت سره د امت مجلس د خلافت د نوماندانو شمېر په همدې توګه مشخص او محدودوي.

محترمو دوستانو: په حکومتولۍ پورې اړوند ټول موضوعات لکه، د دولت تاسیس او د خلیفه ټاکل د قوانینو په چوکاټ کې په بشپړ تفصیل سره چمتو شوي دي او یوازې تطبیق کېدو ته په تمه دي؛ یوازینی کار چې مسلمانان یې باید ترسره کړي، هغه د دولت اقامه، د دغو احکامو عملي کول او له هغه خلیفه سره بیعت کول دي، چې د الله د کتاب او د رسول الله د سنتو پر اساس پر موږ حکم کوي. 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې