جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اسلام کې حکومتي نظام
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلام کې حکومتي نظام

(ژباړه)

بني اسرائیل به د خپلو پیغمبرانو په واسطه رهبري کېدل.

امام بخاري په خپل صحیح کې روایت کړی دی چې:

أَبَا حَازِمٍ قَالَ: "قَاعَدْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ خَمْسَ سِنِينَ فَسَمِعْتُهُ يُحَدِّثُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ".

ژباړه: له ابوحازم څخه روایت دی چې وایي: ما له ابوهریره سره پنځه کاله وخت تېر کړی او له هغه څخه مې واورېدل چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې روایت کړي وو، چې فرمایلي یې دي: بني اسرائیل به پیغمبرانو رهبري کول او کله به چې یو پیغبمر وفات شو، پر ځای به یې بل پیغمبر راغی، مګر له ما وروسته بل پیغمبر نشته دی، خو خلفاء به وي چې هغوی به ډېر شي، ویې ویل: موږ ته څه امر کوې، ویې فرمایل: د لومړي خلیفه پر بیعت وفا وکړئ او د خلفاوو حق پرځای کړئ او الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د خپلو رعیتونو د وضعیت په اړه پوښتنه کوي.

دا حدیث شریف په دې دلالت کوي چې الله سبحانه وتعالی د خلکو په اړتیاوو او مصلحتونو خبر دی، د هغوی لپاره یې د ارامۍ او نېکمرغۍ ټول وسایل چمتو کړي دي. هغه سبحانه وتعالی په دې حقیقت پوهېږي، چې د انسان ژوند له ټولنې پرته ناممکن دی او انساني ټولنې یوازې هغه مهال باثباته او اصلاح کېږي، چې حاکم ولري او نوموړی خپل خلک باید د هغه نظام پر اساس رهبري کړي، چې دوی پرې راضي وي. تر ټولو غوره نظام چې د خلکو د ارامۍ او نېکمرغۍ لامل کېږي، هغه نظام دی چې د الله سبحانه وتعالی له لوري رالېږل شوی وي. پر دې اساس موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې دې ته اشاره کوي، چې انسان الهي نظام ته اړتیا لري او په بني اسرائیلو کې دغه نظام د انبیاوو لخوا مخته وړل کېده او پیغمبران به د بني اسرائیلو د رهبرۍ او لارښوونې لپاره یو پر بل پسې راتلل؛ مګر اسلام چې پیغمبر یې تر ټولو وروستی نبي دی، حاکمیت یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته هغه مسلمانو ته ورکړی، چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت د تطبیق لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای‌ناستی شي. له همدې امله خلیفه هغه حاکم دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د مسلمانانو د چارو مسوولیت پر غاړه اخلي، د هغه لاره تعقیبوي او د الله د کتاب او د رسول د سنتو پر اساس د امت د چارو په خوندي کولو کې د هغه مسیر بشپړوي.

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

"وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ"

ژباړه: او (اې پيغمبره) د دوی تر منځ د هغه څه پر اساس حکم وکړه، چې الله نازل کړي دي. د هغوی د هیلو او غوښتنو پیروي مه کړه او پام کوه چې دوی دې په فتنه کې وانه چوي، له ځينې هغه څه څخه چې الله تعالی پر تا نازل کړي دي.

کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطاب، د هغه ټول امت ته خطاب دی، نو مسلمانان مکلف دي چې داسې خلیفه وټاکي چې د هغوی تر منځ د هغه څه پر اساس حکم وکړي، چې الله سبحانه وتعالی پر خپل رسول نازل کړي دي، یعنې د هغو احکامو پر اساس چې د بنده‌ګانو چارې سمبالوي او مصلحتونه یې خوندي کوي.

د خلافت د اهمیت او اړتیا د ثبوت لپاره په قرآن، سنتو او د اصحابو په اجماع کې دلایل شته دي، چې پر هغه ټینګار کوي او دا تاییدوي چې خلافت په اسلام کې یوازينی حکومتي نظام دی. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

"فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ"

ژباړه: نو د دوی تر منځ د هغه څه پر اساس فیصله وکړه، چې الله پر تا نازل کړي دي او د هغوی له غوښتنو او هیلو څخه د پیروۍ لپاره له هغه حق او حقیقت څخه مه تېرېږه، چې تا ته راغلی دی.

له سنتو څخه دلیل: همدغه حدیث دی چې نن مو یې په اړه بحث وکړ.

مګر د اصحابو اجماع: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو او خاورو ته لا نه و سپارل شوی، نو اصحاب د هغه صلی الله علیه وسلم د ځای‌ناستي پر ټاکلو بوخت شول؛ که څه هم اسلام توصیه کړې چې میت باید په بېړه خاورو ته وسپارل شي او هغه هم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم میت وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر دفن کولو وړاندې په هر عمل د اصحابو بوخت کېدل، په حقیقت کې د هغه عمل اهمیت څرګندوي. که څه هم هېڅ صحابي پر دې نیوکه ونه کړه، چې خاورو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپارلو وړاندې ولې دوی د هغه صلی الله علیه وسلم د ځای‌ناستي پر ټاکلو بوخت شول، په داسې حال کې، که چېرې دا چاره د شرعې خلاف وای، حتمي یې منعه کول. له همدې امله دې چارې ته ډېر اهمیت ورکول دا څرګندوي، چې په حقیقت کې دا د اصحابو د اجماع لپاره دلیل دی او دا چاره د مسلمانانو له ولي‌الامر سره بیعت دی، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای‌ناستی شي. که چېرې څوک ووایي چې د اصحابو په منځ کې ځینې کسان وو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ځای یې د خلیفه پر ټاکلو اعتراض درلود، نو ویلی شو چې د هغوی اعتراض یوازې پر شخص (خلیفه) و، نه د خلافت پر مقام.  

پر همدې اساس خلافت؛ په اسلام کې حکومتي نظام دی چې د الله تعالی لخوا فرض شوی دی، ترڅو مسلمانان د بیعت په واسطه د هغه حکومت لپاره خلیفه وټاکي، چې اساس یې د الله کتاب او د هغه د رسول سنت وي. ځکه خلیفه په دې دنیا کې د مسلمانانو عمومي رهبر دی، چې شرعي احکام اقامه کوي او د اسلام دعوت لېږدوي. د همدې ځانګړتیا له مخې خلافت هغه ځانګړی حکومتي نظام دی، چې د نړۍ له مخکینیو او اوسنیو ټولو نظامونو سره توپیر لري او له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لري.

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې