شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له روژې پرته د انسان ټول عملونه د خپل ځان لپاره دي!
بسم الله الرحمن الرحيم
له روژې پرته د انسان ټول عملونه د خپل ځان لپاره دي!

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«قال الله سبحانه وتعالی کل عمل بن آدم له الا الصیام، فانه لی، وانا اجزی به. والصیام جنة، واذاکان یوم صوم احدکم فلایرفث ولا یصخب، فان سابه احد، او قاتله فلیقل انی امرؤ صائم. والذی نفس محمد بیده لخلوف فم الصائم اطیب عند الله من ریح المسک، للصائم فرحتان یفرحهما اذا افطر فرح، واذا لقی ربه فرح بصومه» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی وايي: له روژې پرته د انسان هر عمل د خپل ځان لپاره دی، ځکه د روژې نیول زما لپاره دي او زه یې بشپړه بدله ورکوم. روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې یو چا روژه نیولې وه، نو بد رد دې نه وایي او غال‌مغال دې نه کوي! که چا ورته ښکنځلې وکړې او یا یې جګړه ورسره وکړه، باید ووایي چې زما روژه ده! قسم پر هغه ذات چې د محمد روح د هغه په لاس کې دی، د روژه‌نیوونکي د خولې بوی د الله (سبحانه وتعالی) په نزد د مشکو تر بوی غوره دی. د روژه‌نیوونکي کس لپاره دوې خوښۍ دي، چې هغه ته خوشالي ورکوي؛ یوه خوشالي د افطار پر مهال ده او بله له رب سره د لیدنې پرمهال، چې بنده پخپله روژه خوشاله کېږي.

دغه حدیث شریف موږ ته د ډېرو کارونو په ځانګړې توګه په دې مبارکه میاشت کې د روژې نیولو لارښوونه کوي. موږ باید پر دې باوري يو چې ټول هغه عملونه چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره یې ترسره کوو او هغه سبحانه وتعالی یې قبلوي، زموږ خپل دي او ان تر دې چې زموږ په عملنامه او د نیکیو په تله کې اېښودل کېږي او په سبب یې جنت ته ځو! د دې معنا دا نه ده چې روژه دې زموږ لپاره نه وي، بلکې د روژې نیول زموږ پر غاړه دي؛ مګر بدله یې الله سبحانه وتعالی پخپله خوښه ورکوي. روژه د مسلمان لپاره ډال دی، چې د نوموړي شخص ملاتړ کوي او د هغو خلکو په ډله کې یې راولي، چې الله سبحانه وتعالی یې جنت ته بیایي او په همدې توګه خپل نعمت ورکوي.

روژه زموږ د زیان لپاره نه، بلکې د ګټې لپاره یو دلیل دی؛ په دې شرط چې د الله سبحانه وتعالی له امر سره سمه یې ونیسو. یوازې هغه مهال د روژې بشپړ ثواب ترلاسه کولی شو، چې پخپلو خبرو او عمل کې د الله سبحانه وتعالی نافرماني ونه کړو!  که له یوه داسې کس سره مخ شو چې موږ ته بدې ردې وایي او په خبرو یې غوسه شو، باید ځان کنټرول کړو او د الله سبحانه وتعالی د اطاعت په خاطر د دغې برکتناکې میاشتې ادب مراعات کړو. د روژه نیوونکي لپاره همدا بسنه کوي چې ووایي؛ "زما روژه ده" او روژه‌نیوونکی هغه کس دی چې پخپلو خبرو او کړنو سره څوک نه ځوروي.

روژه نیوونکی فکر کوي چې د روژې پرمهال یې د خولې بوی پر نورو کسانو او حتی پخپله پر ده بد لګېږي؛ مګر دغه حدیث په دې دلالت کوي چې د الله سبحانه وتعالی په نزد د روژه‌نیوونکي د خولې بوی له مشکو څخه غوره دی. د مسلمان روژه‌نیوونکي لپاره دوې خوشالۍ دي؛ یوه دا چې روژه د الله سبحانه وتعالی له امر او خوښۍ سره سمه پای ته ورسوي، یعنې یوازې الله سبحانه وتعالی ته د نږدېوالي په موخه روژه ونیسي او رښتینې خوشالي همدا ده چې یو مسلمان کس ګومان وکړي، چې عمل یې قبول شوی دی او د دغه عمل په سبب الله سبحانه وتعالی ورڅخه راضي شوی دی. دویمه خوشالي هغه ده چې روژه‌نیوونکی د قیامت په ورځ له الله سبحانه وتعالی سره وویني او د خپلې روژې ثواب او بدله ترلاسه کړي. په همغه ثواب، درجې او مقام سره چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې، د دوی زړونه یخ شي او په هغې ورځ به یوه لویه خوشالي د دوی په برخه شي.

اې ربه! یوازې له تا څخه غواړو چې موږ په هغو خلکو کې حساب کړې، چې له ګناهونو څخه یې روژه نیولې وي (ګناهونه یې پرېښي وي). همدارنګه له موږ سره ستا په اطاعت کې مرسته وکړې، ترڅو ستا امرونه پر ځای کړو او موږ هغه جنت ته داخل کړې چې پراخوالی یې د اسمانانو او ځمکې په اندازه دی! اللهم آمین!

لیکوال: ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې