شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت: د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وېبپاڼې په دري او پښتو ژبو خپرونې پيل کړې
بسم الله الرحمن الرحيم
د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت: د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وېبپاڼې په دري او پښتو ژبو خپرونې پيل کړې

اوس د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وېبسایټ نشرات په دري او پښتو ژبو هم تعقیبولی شئ!

حزب التحریر-ولایه افغانستان ویاړي چې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وېبسایټ (www.hizb-ut-tahrir.info)  د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په دري او پښتو ژبو د افغانستان، سیمې او نړۍ د مسلمانانو په لاسرسي کې ورکوي.

په دغو وېبسایټونو کې په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت د مهمو پېښو په اړه  د حزب التحریر رسمي موقفونه، سیاسي تحلیلونه او د حزب د مفکرینو مقالې، چې له عربي، دري او پښتو ته ژباړل کېږي؛ ولولئ. دغه راز د حزب رادیويي او تلویزیوني خپرونې، چې په عربي خپرېږي، په مستقیمه بڼه ووينئ او واورئ.

د دغو سایټونو بله ځانګړنه دا ده، چې د حزب التحریر د ښځو څانګې رسمي موقفونو ته انعکاس ورکوي او د دوی سیاسي، ټولنیزې، ثقافتي (فرهنګي) او اقتصادي مقالې خپروي. د ښځو فعالیت ته په کتو، د اسلامي امت د راتلونکي نسل په روزنه کې د حزب التحریر پراخ لیدلوری څرګندوي؛ چې ان شاء الله د راتلونکي راشده خلافت دولت تر حاکمیت لاندې به د اسلام نور د دعوت او جهاد له لارې ټولې نړۍ ته خپور شي.

دا وېبسایټونه په فیسبوک او ټويټر ټولنیزو شبکو کې په لاندې ادرسونو موندلی شئ:  

1-    دري فېسبوکپاڼه: www.facebook.com/CMO.Persian

2-    پښتو فېسبوکپاڼه: www.facebook.com/CMO.Pashto

3-    دري ټويټرپاڼه: twitter.com/persiancmo

4-    پښتو ټويټرپاڼه: twitter.com/pashtocmo

هشتګ: #رمضان_د_مومن_ډال_او_خلافت_د_امت_ډال_دی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې