جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت به څرنګه يوه پياوړې کورنۍ رامنځ ته کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت به څرنګه يوه پياوړې کورنۍ رامنځ ته کوي

يو وخت د اسلامي کورنۍ پياوړتيا او هم غاړېتوب د اسلامي امت يوه ځانکړنه وه. د سويسي فامیلي حقوقو پروفيسر ګسټون جيز د خلافت تر ويجاړېدو وروسته له ترکي جمهوريت څخه ليدنه وکړه او ويې ويل: « په دې هيواد کې د ورته ديني عقيدې شتون، د نړۍ په کچه يو پياوړی کورنی نظام رامنځ ته کړی دی او دغه بنسټ يوه داسې ټولنه رامنځ ته کړې چې د ملتونو په تاريخ کې یې ساری نه دی ليدل شوی

که څه هم نن ورځ اسلامي کورنۍ ځکه کړکېچ ځپلې ده چې په فضا کې غېري اسلامي ارزښتونه او قوانين حاکم دي او موږ د غېري اسلامي رژيمونو له لوري اداره کېږو. يادو رژيمونو او نظامونو په منظمه توګه د خپلو بې ګټو قوانينو او تګلارو په مټ نکاح له منځه وړې، مورنی نظام يې وېشلی او کورنۍ يې تجزيه کړې ده.

د دې لپاره چې يوه پياوړې کورنۍ ولرو، بايد د خپلو هيوادونو په سياسي نظامونو کې بنسټيز بدلون راولو، د هيواد په بنسټونو، د ټولنو په شتو ارزښتونو او قوانينو کې هراړخيز بدلون راولو او داسې يو دولت تاسيس کړو چې په ريښتنې توګه د نکاح د تقدس ساتنه او درناوی وکړي، د مورولۍ ارزښت ته په درنه سترګه وګوري او په پای کې يوه روغه کورنۍ جوړه او ساتنه يې وکړي. دا د اصولو، قوانينو او نظامونو له لارې ښودل کېږي، ترڅو په عملي توګه دغه مقدس ليدلوری په واقعيت بدل کړي. دغه لويه موخه د هغه دولت په مټ ترلاسه کېدای شي چې بنسټ يې اسلامي عقيده وي او همدغه دولت ټول هغه اسلامي قوانين يوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پلي کړي. الله سبحانه وتعالی چې په هرڅه پوه، د حکمت څښتن او پوهېږي چې په څه توګه د خلکو (نارينه او ښځو) د ژوند چارې، د دوی حقونه او دندې په داسې يوه طريقه تنظيم کړي چې د کورنۍ او د هغې د غړو لپاره په ژوند کې خوښي او کاميابي ترلاسه شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّـهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ)

 [النور:۵۱]

ژباړه: له شک پرته د مومنانو خبره خو همدا وي، كله چې دوى الله او د هغه رسول ته وبلل شي، نو وايي: مونږ (حكم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلک كامیاب (خلاصى موندونكي) دي.

هغه دولت چې بنسټ يې سوچه اسلام وي او ټولې اسلامي عقيدې، ارزښتونه او قوانين پلي کوي- هغه د پېغمبر صلی عليه وسلم پر طريقه خلافت – د الله سبحانه وتعالی نظام دی. اسلامي مشرتابه به هغه قوانين او مقرارت چې يو څو صوفيان يې ټولنې ته د کورنۍ اړوند اسلامي قوانينو په توګه ښيي، په هغو پرتمينو او ښکلو اسلامي قوانینو به یې واړوي، چې د ټولې ټولنې لپاره يو نورم او معيار وګرځي، ډېرو خلکو ته د منلو وړ وي او خلک خپل ورځنی ژوند د يادو قوانينو په مټ مخ ته بوځي. دا دولت هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د ټولنې په بنسټونو او نظامونو کې د اسلامي کورنۍ اړوند ارزښتونه او مقرارت پلې شي، وده ورکړي، نافذ شي او ساتنه يې وشي.

هغه خلافت چې بنسټ يې سوچه اسلام وي، په ټولنه کې به په بشپړه توګه تقوا عاموي او شخصي غوښتنې او هوسونه چې د ازاديګانو او جنسيتي برابريو په مټ يې وده کړې، مخه به يې نيسي. د يوې پياوړې او سالمې کورنۍ د ودې او روزنې لپاره تقوا لومړنۍ دفاعي برخه او ډېر حياتي عنصر دی، ځکه همدغه تقوا د ښو اعمالو، د الله سبحانه وتعالی د فرضونو د ترسره کولو او د ده سبحانه وتعالی د حدودو او قوانينو د اطاعت لپاره يو محرک ځواک دی.

تقوا يو تن هڅوي چې له مخالف جنس سره په حيا سره معامله وکړي او ټول هغه ټولنيز قوانين به له هغه/هغې سره په عام، شخصي يا انټرنيټي ژوند کې په پام کې نيسي. يو څوک نکاح د دې لپاره کوي چې د عفت ساتنه يې وشي او د هغه عمل څخه لېرې شي چې ان حرامو ته نږدې وي. دا چاره په ټولنه کې د فحشا مخه نيسي. دا هم تقوا ده چې يو کس د دين او ښو اخلاقو پر بنسټ د مېرمنې سره د نکاح غوښتنه وکړي او دا هم تقوا ده چې يوه کورنۍ سره وتړي او د کورنۍ هر غړی وهڅوي چې خپلې دندې او د نورو حقونه په زغم، پوره زحمت او ليوالتيا سره ترسره کړي او په دې کار کې له همکارۍ او اخلاص څخه کار واخلي، ځانځاني او فردپالنه پرېږدي او هغه څه وکړي چې د کورني او ګډ ژوند لپاره غوره وي. په دې کې هغه کړنې شاملې دي چې په ژوند کې ارامي راولي او د طلاق مخه نيسي. له همدې امله نکاح سړی هڅوي چې له خپلې ښځې سره غوره چلند وکړي، د خپلې کورنۍ د ښه ژوند لپاره هلې ځلې کوي او د خپلې کورنۍ لپاره د يو مهربانه او مينه ناک ساتونکې رول ترسره کړي او د وېرې او تاوترخوالي مخه ونيسي. دا چاره مېرمن هڅوي چې د خپل خاوند اطاعت وکړي، د خپل کور چارې ترسره کړي او په پوره هوډ، پاملرنې سره خپل ماشومان وروزي. همدارنګه دا چاره ځوان هڅوي چې د خپل مور او پلار او مشرانو احترام، اطاعت وکړي او دوی ته پاملرنه وکړي او په دې توګه يوه ښکلې او خوشحاله کورنۍ رامنځ ته کړي.

خلافت د بشپړ اسلام د پلي کولو له لارې په ټولنه کې تقوا ته وده ورکوي. د خلافت ښوونيز نظام به د خپلو اتباعو ترمنځ د بېلګې په توګه سم اخلاق او پوهاوی د اسلامي ټولنيزو قوانينو او مقرارتو په تړاو رامنځ ته کوي. ټولنه به په بشپړه توګه د عقيدې او د زړه له کومې د شريعت حکمونو ته غاړه ايښودونکې وي، بد اخلاقي او فساد به له ټولو بڼو سره ردوي. د خلافت سياسي او عدلي نظامونه به د قانون د نافذولو له لارې هغه کسانو ته سزا ورکوي چې د اسلامي حدودو څخه سرغړونه کوي. د خلافت مطبوعات به د اسلام د ګټو د ملاتړ په ګډون د فاسدو افکارو پر ضد مبارزه کوي او هغه څه به خپروي چې د ټولنې لپاره غوره وي. ورځپاڼې، مجلې، تلويزيون، راډيو، انټرنيټي رسنۍ، کنفرانسونه او نور وسايل به د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره کارېږي. 

خلافت به د نارينه و او ښځو ترمنځ د ښو اړيکو پر بنسټ ټولنه جوړوي چې د دواړو جنسونو ترمنځ همکاري رامنځ ته کړي، ترڅو  يوه کورنۍ خوندي شي. د ښوونې او روزنې، رسنيو او په هر اړخيزه توګه د اسلامي ټولنيزو ارزښتونو او قوانينو د نافذېدو او پلې کېدو له لارې به خلافت په ټولنه کې د نارينه و او ښځو ترمنځ اړيکو لپاره سم چاپيريال رامنځ ته کوي او د جنسي ځورونې او يوازې جنسي اشباع کولو مخه به نيسي او د ښځو او نارينه و ترمنځ د اړيکو موخه به نکاح وي. دغه کار د ښځې مقام او پاک لمني په ګوته کوي. دا چاره له ښځو څخه  په ټولنه کې د جنسي کاراخيستنې يا اعلاناتو، رسنيو، ادبياتو او انټرنيټ کې د غېري اخلاقي اړيکو د ودې مخه نيسي. د دې ترڅنک خلافت به په عام محضر کې د ښځو لپاره حجاب د خیمار او جلباب غوره کوي هغه که مسلمانه يا نامسلمانه ښځه وي ترڅو په عام ژوند کې د دې زينت ډاګيزه نشي او دا د دوی دواړو (نارينه و او ښځو) سره مرسته ده چې خپلې سوچه اړيکې او پاک لمني وساتي.

دولت به د نارينه و او ښځو ترمنځ خلوت ته، چې په اوسني وخت کې په ښوونځيو، کالجونو، پوهنتونونو، کافي شاپونو، کلبونو او نورو ځايونو او همدارنګه په کورونو کې ترسره کېږي او د ناروا اړيکو لامل ګرځي، د پای ټکی ږدي. دولت به په عامه ژوند کې که هغه ښوونيز بنسټونه، ترانسپورتي سيستم، کارځايونه، روغتونونه او نور ځایونه وي، د نارينه و او ښځو ترمنځ تر ممکن حده جلاوالی راولي. 

د خلافت لپاره د حزب التحرير د اساسي قانون د مسودې په ۱۱۳ مه ماده کې لیکل شوي:

«په اصل کې نارينه او ښځې يو له بله سره بېل دي او دوی به نه سره يوځای کېږي، خو د شريعت له پرېکړې پرته چې شريعت د دوی د يوځای کولو اجازه ورکړې وي، لکه په سوداګري او حج کې.»

دغه راز ، د خلافت لپاره د حزب التحرير د اساسي قانون د مسودې په ۱۱۸ مه ماده کې لیکل شوي:

«د يوې ښځې لپاره حرامه ده چې له نامحرم سره يوازې شي. د دې لپاره دا هم حرامه ده چې خپل زينت او عورت د پرديو نارينه و پر وړاندې ښکاره کړي.»

د دې ترځنګ خلافت به نکاح کوونکی هڅوي او د نکاح ملاتړ به کوي که اړتيا وي مالي ملاتړ به يې هم کوي. د بېلګې په توګه، د ۸ مې پېړۍ خليفه عمر بن عبدالعزيز دولت ته امر وکړ چې دولتي بودجه د هغه چا لپاره وکاروي چې نکاح ته اړتيا لري. سربېره پردې، اسلام د زنا او فحشا لپاره سختي سزاګاني ټاکلې دي، ترڅو چې نکاح او کورنۍ خوندي شي.

خلافت به د نکاح کولو او کورنۍ رول لوبولو او د نارينه و او ښځو حقونو او مسوليتونو ملاتړ کوي، ترڅو په کورني ژوند کې ارامي او همږغي رامنځ ته کړي. د خلافت ښوونيز نظام او مطبوعات به يو څرګند پوهاوی د خپلو ځوانانو او اتباعو لپاره د اسلامۍ شريعت سره سم وړاندې کوي او همدارنګه په کورني ژوند کې د دواړو جنسونو مسوليتونه په څرګنده توګه په ګوته کوي. د بېلګې په توګه د اسلامي فقهې د ښوونيز نظام په درسونو کې راغلي، چې دولت به د نارينه و اصلي دندو او ځانګړتياوو ته وده ورکوي. نارينه د کورنۍ د ساتونکي په توګه چې درلودونکی د عاطفې، مهربانۍ دی، د خپلې مېرمنې او ماشومانو ساتنه او پالنه هم کوي، دې چارې ته به دولت پوره پاملرنه کوي. همدارنګه په دې درسونو کې د ښځو مسوليتونه او اهميت بيان شوی، چې ښځه د يوې مور يا مېرمنې په توګه د ټولنې په پرمختګ او ښېرازي کې بنسټيز رول لري. پردې سربېره، د ښوونځۍ په ثانوي دوره کې ښځينه زده کوونکي د اسلامي ثقافت، رياضي، او ساينسي علومو ترڅنګ کولی شي يو کورنی انتخاب، لکه د ماشوم ساتنه او پالنه او د کورني ژوند په تنظيم کې تخصص واخلي.

خلافت به نه يوازې خپل اتباع د کورني ژوند په مقرراتو پوهوي، بلکې په عملي ډګر کې به له دوی سره د خپلو مسوليتونو او رول ترسره کولو کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه، ۱۵۳ ماده، د خلافت لپاره د حزب التحرير اساسي قانون مسوده صراحت لري، «دولت بايد د خپ‍لو ‍ټولو اتباعو لپاره د کار زمينې ډاډمنې کړي.» د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د لاندیني حديث پر بنسټ دا د خلافت مکلفيت دی.

«وَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

امام (خليفه) ساتونکی او د خپلو اتباعو پر وړاندې مسول دی.

 خلافت به له همدې امله د هر نارينه سره مرسته کوي چې خپلې کورنۍ ته خوراکي توکي برابر کړي، د خپلې خزانې څخه به بسپنه ورکوي، د خپلو کرل شويو ځمکو له لاسته راوړل شويو عايداتو څخه به ورسره مرسته کوي، د ځينو خلکو لپاره روزنيز پروګرامونه چمتو کوي، ترڅو دندې په ښه توګه ترسره کړي او د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ چمتو کړي. دا ټول د اسلامي اقتصادي نظام له لارې منځ ته راځي چې په پايله کې غوړېدلی اقتصاد رامنځ ته کېږي.

په ورته وخت کې، خلافت به ښځې پياوړي کوي چې د ميندو په توګه خپله بنسټيزه دنده ترسره کړي او همدارنګه تل به دا ډاډمنوي چې له مالي پلوه دوی ځواکمنې دي او هيڅکله د اقتصادي فشار له امله د ماشومانو پر وړاندې خپله حياتي دنده نه قرباني کوي. د خلافت محکمې به د هغې مېرمنې ملاتړ کوي چې خاوند يې د دې او د دې د کوچنيانو لپاره د خوراک څښاک توکي نه چمتو کوي، دی به اړباسي چې د خپل ظرفيت سره سم خپل مکلفيت ترسره کړي، که يې نه ترسره کوي له سزا سره به مخ کېږي. د عباسي خلافت اسلامي علماوو په خپل کتابونو کې ليکي دي: چې يوې ښځې د خپل خاوند پرخلاف څرنګه محکمې ته عارضه کول، هغه مهال چې د دوی لپاره یې کافي اندازه د خوراک او څښاک توکي نه چمتو کول او قاضي څرنګه هغه اړايسته چې د هغې غم وخوري. په داسې يو حالت کې چې د یوې ښځې خاوند بېوزلی وي يا هغه خپلوان نلري چې د دې غم وخوري، په دې صورت کې خلافت مکلف دی چې د دې ښځې لپاره خوراک او څښاک برابر کړي. پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«مَنْ تَرَكَ مَالاً فَلأِهْلِهِ وَمَنْ تَرَكَ دَيْنًا أَوْ ضَيَاعًا فَإِلَيَّ وَعَلَيَّ »

(رواه مسلم)

که يو څوک وفات شي يو څه شتمني ترې پاتې شي، شتمني به يې وراثانو ته ورکول کېږي؛ که دی پوروړی يا بېوزلی وي، موږ به د هغوی ساتنه او پالنه کوو.

پورته خبرې دا يقيني کوي چې کسان به د بېوزلۍ له وېرې خپله کورنۍ نه محدودوي. له بل لوري خلافت به کورنۍ هڅوي ډېر ماشومان وزېږوي او په شعوري توګه کورنۍ به پوهېږي چې خلافت زموږ غم خوري.

جولي فردو د ۱۹مې پېړۍ برتانوی تاريخ پوه او سیاح د عثماني خلافت په دور کې په خپل کتاب ( د سلطان ښار او د ترکانو کورني اخلاق، ۱۹۳۵) کې ليکي:

«په ترکانو کې يو ښکلې ځانګړتيا د وخت د ليکوال ستاينه او درناوی و... يو ليکوال ليکي: مور يو سلاکاره ده، له دې سره مشوره کېږي، دې ته د زړه غوټه خلاصېږي، دې ته په درناوي او عزت غوږ نيول کېږي، د مرګ په وخت کې د دې درناوی کېږي او په مينه سره يادېږي او تر مرګ وروسته په دې پسې ارمان کېږي.»

د دې ټولو ترڅنګ، د خلافت عدلي نظام به په کورني او د متاهل ژوند په يووالي او همغږي ساتلو کې رول لوبوي. د کورني تاوتريخوالي په تړاو خلافت هيڅ زغم نلري او مرتکبينو ته به سخته سزا ورکوي. خلافت به د زور نکاح مخه نيسي او د هر ډول غیري اسلامي دودونو او مفکورو مخنيوی به کوي چې کورنۍ ته زيان رسوي.همدارنګه د يو جدي ديکتاتور په څېر به هر ډول د نکاح اړوند او کورنۍ شخړې په اغېزمنه توګه حل کړي. ستونزه مخکې له دې چې وخت پرې تېر شي په بيړه به يې مخه نيسي او دا به يقیني کوي چې عدالت ته لاس رسی چټک، ناپيلی او مفت دي.

خلافت به د يو ځواکمنې کلا په څېر کورنۍ پياوړې کوي او له هر اړخه به يې خوندي کوي. يو وتلی عالم امام غزالي (رح) وايې، «دين بنسټ دی او خليفه ساتونکی دی. هر هغه څه چې بنسټ ونلري هغه له منځه ځي او هر هغه څه چې ساتونکی ونه لري هغه زيانمېږي.»

)ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ(

 [الجاثيه:۱۸]

ژباړه: بیا موږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي.

ډاکتر نسرين نواز

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو ځانګې رييسه

ژباړن: صديق احمدزی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې