پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام او خلافت میندو ته څنګه ارزښت ورکوي او له حقونو څخه یې څه ډول ساتنه کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام او خلافت میندو ته څنګه ارزښت ورکوي او له حقونو څخه یې څه ډول ساتنه کوي؟

اسلام میندو ته ډېر ارزښت ورکړی او د همدې ارزښت پر بنسټ په ټولنه کې ستر ځای لري، چې د کور د چارو د پالنې یا ادارې او د ماشوم د روزنې په څېر سترې دندې پر مخ بیايي. په ګڼو اسلامي نصوصو کې د واده کولو او زیاتو اولادونو د لرلو په اړه د ډېرو ثوابونو یادونه شوې او تر څنګ یې اولادونو ته هم لارښوونه شوې چې د خپلو میندو سره غوره چلند وکړي.

﴿وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ﴾

[لقمان:۱۴]

ژباړه: او موږ انسان ته د خپلو والدینو سره د غوره چلند لارښوونه کړې، چې مور یې د کمزورۍ پر مهال په خپله ګېډه کې ګرځولی او دوه کاله یې بیا شیدې ورکړې دي. زما او د خپلو والدینو شکر ادا کړئ، ځکه بېرته به ما ته راګرځئ.

«جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ، فَقَالَ: مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بِحُسْنِ صَحَابَتِي؟ قَالَ«: أُمُّكَ.» قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ «: ثُمَّ أُمُّكَ»، قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: ثُمَّ أُمُّكَ، قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: ثُمَّ أَبُوكَ»

(متفق علیه)

ژباړه: یو کس پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او ويې ویل: اې د الله رسوله! په خلکو کې پر ما څوک ډېر حق لري؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستا مور. سړي وویل: بیا؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: ستا مور. سړي بیا پوښتنه وکړه، بیا څوک؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: بیا هم ستا مور. سړي بیا پوښتنه وکړه، بیا څوک؟ پیغمبر صلی الله علیه وسم وویل: بیا هم ستا مور.»

او دغه راز پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ فَإِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمُ الأُمَمَ»

(ابوداود)

ژباړه: له هغو ښځو سره واده وکړئ، چې مینه ناکې او د زیاتو اولادونو راوړونکې وي؛ ځکه زه به د نورو امتونو په مخکې ستاسو په ډېرښت ویاړم.

اسلام د مور موقف او اهمیت ته په خورا درنه سترګه ګوري. په کورني ژوندانه کې يې سړي او ښځې ته ځانګړې دندې او حقونه ورکړي دي. ښځې ته يې د کور د چارو د سمبالښت او د ماشوم د پالنې اساسي دنده ورکړې او نارینه یې بیا د کورنۍ په ساتلو او د نفقې په برابرولو مسوول کړی دی. البته که چېرې ښځه وغواړي چې کار وکړي، دا مسوولیت ترې د کار کولو حق نه اخلي. که چېرې ښځه کار کوي، بیا یې هم د نفقې مسوولیت د خاوند او د کورنۍ د نورو نارینه وو غړو پر غاړه دی؛ نو له همدې امله اسلام پر ښځه حتا د خپل ځان د نفقې پېټی هم نه دی اېښی.

﴿الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ﴾

[انساء:۳۴]

ژباړه: نارینه ښځې ساتې او د هغوی اړتیاوې پوره کوي؛ نو له همدې امله الله سبحانه و تعالی ځینو ته پر ځینو نورو ځکه برتري ورکړې، چې له خپلو مالونو څخه نفقه ورکوي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْأَمِيرُ رَاعٍ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ زَوْجِهَا وَوَلَدِهِ»

(متفق علیه)

ژباړه: په تاسو کې هر يو شپون (مسوول) دی او له هر یوه څخه به د هغه تر لاس لاندې اشخاصو په اړه پوښتنه کېږي، نو له همدې امله پاچا مسوول دی. نارینه د خپلې کورنۍ مسوول دی او ښځه د خپل خاوند د کور او د خپلو اولادونو مسووله ده.

﴿وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ﴾

[البقره:۲۳۳]

ژباړه: او د ماشوم پلار د هغه د مور د خوړو او جامو د برابرولو دنده پر غاړه لري.

د نبوت پر تګلاره خلافت به د نارینه او ښځې هغه اسلامي حقونه وساتي، چې په کورني ژوند کې يې دواړو ته  ورکړي دي او دغه راز د مېرمنو او میندو په توګه به د ښځو با ارزښته موقف پرمخ بیايي. له دې لارې به مېرمنې له مالي اړخه ډاډمنې وي او اړتیا به نه وي چې په زور او جبر سره کار وکړي. خپلو اولادونو او کورني مسایلو ته به په ښه ډول لاس رسی کولی شي او ټولې مالي اړتیاوې به یې په ښه توګه پوره کېږي. د بېلګې په توګه، که چېرې يوه ښځه د مالي ملاتړ لپاره نارینه خپلوان او دوستان ونه لري، نو د اسلام د حکم پر اساس دولت مکلف دی چې مالي ملاتړ یې وکړي. اسلامي قانون چې خلافت يې د پلې کېدو مکلفیت لري، له میندو سره د خپلو اساسي دندو په ترسره کولو کې، لکه د خپلو ماشومانو  په ښه روزنه او د کورنۍ د چارو په سمبالونه کې مرسته کوي. اسلامي دولت د ښځو د مالي امن تضمین کوي او هیڅکله به يې پرې نږدي، چې  د مالي ستونزو د ګاللو له امله یې د ماشومانو روزنه او کورني مسایل ګډوډ شي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنْ تَرَكَ مَالاً فَلأِهْلِهِ وَمَنْ تَرَكَ دَيْنًا أَوْ ضَيَاعًا فَإِلَيَّ وَعَلَيَّ»

(رواه مسلم)

ژباړه: که چېرې یو مسلمان مړ شي او شتمني ترې پاتې شي، نو دا شمتني یې د خپلوانو حق دی؛ خو که چېري ورباندې پور وي، نو موږ(دولت) يې پرې کوو.

«ښځه د یوې مور او د کور د سمبالوونکې په څېر اساسي دنده لري.» (ماده: ۱۱۲، د خلافت لپاره د حزب التحریر اساسي قانون مسوده)

«د نارینه په توګه د مېړه دنده دا ده، چې د خپلې مېرمنې پالنه(قوامه) وکړي، نه دا چې واکمني پرې وکړي. مېرمن مکلفه ده چې د خپل خاوند اطاعت وکړي. خاوند ملکف دی چې د خپلې مېرمنې لازمې اړتیاوې په توګه پوره کړي.» (ماده: ۱۲۰، د خلافت لپاره د حزب التحریر اساسي قانون مسوده)

«اسلامي دولت د هغه چا ژوند ډاډمنوي او ټولې اړتیاوې یې پوره کوي چې پیسې، کار او خپلوان ونه لري. اسلامي دولت مکلف دی چې  د معلولو او معیوبو کسانو د کور او مالي چارو لګښت پر غاړه واخلي.» (ماده: ۱۵۶، د خلافت لپاره د حزب التحریر اساسي قانون مسوده)

د اسلام دویم خلیفه عمر رضي الله عنه نړۍ ته د نوي زیږېدلي ماشوم لپاره د ډالۍ سیستم وړاندې کړ، چې له والدینو سره به یې یوه اندازه مالي مرسته کوله، څو له دوی څخه د ماشوم مالي لګښت راکم کړي.

د ښځې لپاره د نفقې امتیاز د اسلام له حکم سره سم په کلکه په پام کې نیول کېده.

«جَاءَتْ هِنْدُ بِنْتُ عُتْبَةَ فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ أَبَا سُفْيَانَ رَجُلٌ مِسِّيكٌ، فَهَلْ عَلَىَّ حَرَجٌ أَنْ أُطْعِمَ مِنَ الَّذِي لَهُ عِيَالَنَا قَالَ:«لاَ إِلاَ ّبِالْمَعْرُوفِ»

ژباړه: يوه ورځ هند بنت عتبه راغله او ویې ویل: «اې د الله رسوله! له شک پرته چې زما خاوند ابوسفیان سخت او بخیل سړی دی، ایا دا ګناه ده چې خپل ماشومان د هغه له مال څخه ماړه کړم؟» هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «نه، د هغه له مال څخه د خپلو اړتیاوو لپاره په ښه طریقه ګټه اخله.»

د عباسي خلافت په پېر کې د نهمې پېړۍ مشهور حنفي عالم عراقي الخصاف وویل: ښځه یوازې په داسې حال کې له خپل مېړه څخه قاضي ته شکایت کولی شي، چې خاوند یې لازمې مالي اړتیاوې پوره نه کړي یا زیات وخت په سفر لاړ شي او په کافي اندازه پیسې ورته پرې نږدي. قاضي به امر ورته وکړي چې د ښځې د نفقې د برابرولو لپاره باید یو کفیل شخص پرېږدي. که چېرې خاوند غایب شي، نو ښځه قاضي ته تللی شي، څو قاضي ورته يو وکیل وټاکي او د خاوند له شتمنۍ څخه یې اړتیا ورپوره کړي.

د عثماني خلافت قضايي پرېکړې هم ښیې چې خاوند له قانوني پلوه مکلف و، څو د خپلې ښځې او اولادونو  پالنه وکړي. که چېرې خاوند د نفقې له برابرولو څخه انکار کړی وی، نو ښځه د شکایت کولو په موخه محکمې ته تللې شوی او قاضي د هغې خاوند د نفقې په ورکولو سره اړ ایسته. قاضي به حکم کاوه، چې له دود سره سم به د خاوند له شتمنۍ څخه د مېرمنې او اولادونو د نفقې لپاره یوه برخه جلا کېږي. هغه ښځې چې مېړونه به يې تللي وو، نو دوی او اولادونو يې د خاوند په شتمنۍ یا ملکیت کې د خپلې برخې د دعوا حق درلود. همدا شان ښځې کولی شوی، چې له محکمې څخه پور واخلي او بیا دا پور د دې د خاوند له لورې ادا کړل شي. دا د عثماني خلافت پر مهال د کیسري د ښار د قضايي پرېکړو یوه نمونه وه:

«صینت انا بنت شیخ محمد افندي خپله عریضه وړاندې کوي: زه د عبدالفتاح بن عبدالقدیر مېرمن یم، چې د ګولوک اوسېدونکی دی. دی له ډېر وخت راهیسې په کور کې نشته. زه د خپلې نفقې لپاره پیسې غواړم. صینت انا ته یې قسم ورکړ، چې خاوند یې تللی او دې ته يې هیڅ خرچه نه ده پرې ايښې. له نن وروسته به دې ته هره ورځ پنځلس روپۍ ورکول کېږي او دا د پور اخیستلو اجازه هم لري.» (کیسري پرېکړه، ۱۰۳۴ هـق)

اسلام مور ته په ټولنه کې خورا په اهمیت او په درنه سترګه ګوري او ډېر حقوق يې ورکړي دي او اسلامي دولت د خپلو وګړو ذهنیت داسې جوړوي، چې په ټولنه کې د ښځې رول ته په درنه سترګه وګوري. د اسلامي خلافت په تاریخ کې ښځې له بل هره وخته له بشپړ حقونو څخه برخمنې وې. د بېلګې په توګه، د عثماني خلافت په پېر کې میندو په ټولنه کې د یوې ښځې په توګه ځانګړی رول لوباوه. اولادونو به د خپلو میندو ډېر خیال ساته، خورا له درناوي څخه ډک چلند به يې ورسره کاوه او په بدل کې به یې میندو له دوی سره مینه او محبت کاوه.

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابي او د اسلام ستر عالم عبدالله ابن عمر رضي الله عنه روایت کوي، چې ما یوه ورځ په کعبه شریفه کې د طواف پرمهال یو یمنی کس ولید، چې خپله مور يې پر شا وه. هغه سړي عبدالله بن عمر رضي الله عنه ته وویل: «زه مې خپلې مور ته د یوه اهلي اوښ په څېر یم. زه یې دومره نه یم ګرځولی لکه ما چې دا ګرځولې ده. اې ابن عمره! ایا ما یې حق ادا کړی؟» عبدالله ابن عمر رضي الله عنه ورته وویل: «نه، تا يې یوه برخه حق هم نه دی ادا کړی.»

له مشهوره عالم زین العابدین څخه یو وخت پوښتنه وشوه «تاسو پر خپله مور ډېر مهربانه یئ، خو ما تر اوسه نه یې لیدلی چې له مور سره په یوه لوښي کې ډوډۍ وخورې.» ده ځواب ورکړ: «زه وېرېږم چې زما لاسونه به په لوښي کې هغه څه واخلي، چې تر ما وړاندې د هغې سترګې پرې لګېدلې وي او بیا به مې د هغې نافرماني کړې وي.»

یو برتانوی شاعر، تاریخ پوه او ګرځندوی جولیا فارډو په خپل کتاب کې د سلطان له ښاره د ترکانو کورني عادتونه «۱۸۳۶» لیکي:

«د ترکانو په اخلاقي کړنو کې یو ډېره په زړه پورې اخلاقي کړنه چې لیکوال ورته درناوی کوي...هغه دا چې مور یوه معجزه ده. د هغې سلا او مشورې ته غوږ نیول کېږي، باور پرې کېږي، د ژوند تر وروستیو شېبو پورې ورته پاملرنه کېږي، په مرګ یې خواشیني څرګندېږي او له مرګ وروسته یې بیا په دعاوو نمانځي.»

د خلافت تعلیمي نظام او رسنۍ به په عمومي توګه ټولنیزه فضا داسې جوړه کړي، چې له مور سره به د ماشوم د روزنې په برخه کې مرسته کېږي. په دې سره به راتلونکي نسلونه تکړه، د تقوا په ګاڼه سمبال او د الله سبحانه وتعالی او خلکو د خدمت جوګه شي او ټولنې ته به یې له هر اړخه ګټه ورسېږي.

اسلام د مورولۍ د اهمیت اړوند ډېرې څرګندونې کړې دي او په دې اړه یې یو لړ قوانین او مکلفیتونه بیان کړي چې نارینه او مېرمنې به ترې ملاتړ او ساتنه کوي. اسلامي احکامو ته په کتو سره اسلام مېرمنو ته لارښوونه کوي، چې د کورنۍ دندې او ماشومانو د پالنې اړوند ښه احساس ولري، څو مېرمنې دې برخې ته ځانګړی پام وکړي. دغه راز شرعي قوانین پر یوه پیاوړي او واحد کورني جوړښت ټینګار کوي. له همدې امله دا یوازې خلافت دی چې په بشپړه توګه اسلام پلی کوي او د مورولۍ اړوند هغه دریځ بیا راژوندی کوي، چې یوه مور یې په ټولنه کې لري. د ماشوم حقونه او اغېزمنه روزنه به نوره هم غني کړي او د کورني ژوند د ارزښتونو او نظم څخه به په پوره توګه ساتنه کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

ډاکټر نسرین نواز

د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې