- مطابق
(ژباړه)
امام قرطبي رحمه الله د الله سبحانه وتعالی د دغه قول په تفسیر کې وایي:
﴿إِنَّ الَّذِینَ یكْفُرُونَ بِآیاتِ اللّهِ وَیقْتُلُونَ النَّبِیینَ بِغَیرِ حَقٍّ وَیقْتُلُونَ الِّذِینَ یأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِیمٍ﴾ [آلعمران: 21]
ژباړه: هغو کسانو ته د دردناک عذاب زیری ورکړه، څوک چې د الله سبحانه وتعالی له ایاتونو (هغه چې په سترګو یې وینو او وایو یې) انکار کوي او پیغمبران په ناحقه وژني او هغه کسان وژني چې په عدالت سره امر کوي (او دوی د حق لارې ته رابولي)!
وایي: «نقل شوی چې هره ځمکه چې په هغې کې څلور ځانګړنې وي، خلک به یې له مصیبتونو او بلاوو په امن او صالح شي: عادل امام او حاکم، هغه عالم چې د هدایت پر لار دی، هغه لویان چې په معروف امر او له منکر څخه نهې کوي او خلک د قران زده کړې او علم ته هڅوي او هغه ښځې چې با حجابه وي او خپل زینت او ښکلا د جاهلیت د وخت غوندې نه ښکاره کوي.»
عادل امام او حاکم هغه دی چې د خلکو چارې په غوره بڼه د اسلام له لارې اداره او سیاست کوي؛ له هغوی سره د چلند پر مهال له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي او عدالت وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم عادل امام او حاکم د هغو اوو کسانو په سر کې یاد کړی چې د الله سبحانه وتعالی د عرش تر سیوري لاندې به وي. ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلیفه په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ خطبه کې وویل: «خبر اوسئ چې ستاسو تر ټولو زورور ماته کمزوری دی، تر هغه چې د کمزوري حق ترې وا نه خلم او تر ټولو کمزوری مو ماته تر ټولو قوي دی، تر هغه چې له قوي څخه د هغه حق وا نه خلم.»
دا ډول عدالت د اسلامي دولت په ټولو دورو کې شته. عمر ابن خطاب ته یې د ورور «زید ابن خطاب» قاتل، ابومریم راځي او ورته وایي: اې امیر المومنینه! الله زید ته زما په لاسونو اکرام ورکړ او هغه یې په خپلو لاسونو خوار نه کړ. حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل: ایا د زید قاتل ته یې؟ ابومریم وویل: هو. عمر رضی الله تعالی عنه ورته وايي، له مخې مې لرې شه، په الله قسم چې تر هغه وخته به مې ښه درنه را نه شي؛ چې څو له وینې د ځمکې بد راځي. ابو مریم ورته وویل: ایا دا مې حق محروموي؟ عمر رضی الله عنه ځواب ورکوي: نه. وروسته ابومریم وايي: زه ستا حب ته څه اړتیا لرم؟ دا ښځې دي چې د محبت لپاره ژاړي. نو حضرت عمر رضی الله عنه ته د الله سبحانه وتعالی دغه ایت ور یاد شو:
﴿وَلاَ یجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِیرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ﴾ [مائده: 8]
ژباړه: د کومې ډلې دښمني باید تاسو دومره ونه پاوري چې له عدالت څخه مخ واړوئ. عدالت وکړئ چې عدالت (په تېره بیا له دښمنانو سره) له تقوا سره نږدې اړیکه لري (او تقوا ته د رسېدو تر ټولو نږدې لاره او د الله سبحانه وتعالی له قهر څخه د لرې کېدو لپاره غوره وسیله ده.) له الله سبحانه وتعالی څخه تقوا وکړئ، ځکه الله سبحانه وتعالی پر هغو ټولو څیزونو خبر دی چې تاسو یې کوئ.
د هغه قبطي کیسه خو مو اورېدلې چې امیرالمومنین، عمر ابن خطاب رضی الله عنه ته راغئ او له عمرو بن العاص څخه یې شکایت وکړ. عمرو بن العاص په یوه سیالۍ کې قبطي وهلی و او ورته ویلي یې وو چې د لویانو له زوی وړاندې کېږې؟ نو امیر المومنین عاص او زوی یط، عمرو راوغوښتل او قبطي ته یې وویل: د لویانو زوی ووهه؛ هغه یې وهي او خپل قصاص اخلي. حضرت عمر رضی الله عنه عمرو ته وايي: له څه وخت راهیسې مو له موره ازاد زیږېدلي خلک خپل غلامان کړي؟
سلطان محمد فاتح د یوه جامع جومات د جوړولو امر کوي او یو نامسلمان انجنیر یې څارونکی ټاکي. د دغه جومات ستنې د مرمرو وې او محمد فاتح دغه انجنیر ته وايي چې جومات باید داسې جوړ شي چې لوی او پراخه ښکاره شي. د لوړوالي اندازه یې ورته ټاکي خو انجنیر په کوم دلیل چې باید د جوړولو پر وخت په پام کې نیول شوی وی، د جوماتې ستنې لنډوي. محمد فاتح چې دا خبره اوري، غوسه کېږي او امر کوي چې د انجنیر لاس دې پرې شي. انجنیر د دغه ظلم پر وړاندې کرار کې نه ناست او شکایت یې وکړ. سلطان محمد فاتح قاضي ته ورغئ او قاضي په خپل وار محمد فاتح راوغوښت او امر یې وکړ چې د دعوې د مقابل لوري پر وړاندې ودرېږي؛ د قضیې تر اورېدو وروسته قاضي امر کوي چې د محمد فاتح لاس باید پرې شي. انجنیر چې دا حکم واورېد حیران شو او ویې ویل: زه مې له دغې دعوې تېرېږم او یوازې د خپل مال بدل غواړم؛ ځکه چې د محمد فاتح لاس ګټه نه ورته رسوله. نو قاضي امر کوي چې هره ورځ دې قاضي ته ۱۰ نغدې سکې ورکړل شي؛ خو محمد فاتح د خپل لاس د ژغورل کېدو په خوښۍ او د خپل کار د پښېمانۍ په سبب پرېکړه وکړه چې انجنیر ته دې هره ورځ ۲۰ سکې ورکړل شي.
دا حکم د داسې یوه سلطان پر وړاندې صادر شو چې د قسطنطینیې د فتحې په اړه حدیث کې يې پیغمبر صلی الله علیه وسلم توصیف کړی او د قسطنطنیې فاتح دی. داسې یو کس چې ټوله اروپا پرې ویاړي. یعنې په اسلامي دولت کې چې هر څوک؛ عدالت ورته رسېږي.
د هدایت پر لار روان عالم؛ امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي او د الله سبحانه و تعالی په لار کې د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ نه وېرېږي؛ حق وايي، د حکامو انحراف سموي او د هېڅ ظالم وېره یې په زړه کې نشته. د زور او ثروت لپاره فتوا نه ورکوي، د درباریانو کاسه چپه کوي، خپل دین د ناڅیزه مال په بدل کې نه پلوري، د خلکو د ګټو او مصالحو لپاره شپه او ورځ کار کوي او چارو ته یې پام کوي او د اسلام دفاع کوي. هغه حق چې باید اظهار شي، اظهاروي او چوپ نه پاتې کېږي؛ په هېڅ ستونزه یا قضیه کې شرعي حکم تر پښو لاندې نه کوي او د الله سبحانه و تعالی دا قول درک کوي:
﴿إِنَّ الَّذِینَ یكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَینَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَینَّاهُ لِلنَّاسِ فِی الْكِتَابِ أُولَئِكَ یلعَنُهُمُ اللّهُ وَیلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ﴾ [بقره: 159]
ژباړه: «بېشکه څوک چې هغه څه پټوي چې موږ له روښانه دلایلو او هدایت څخه نازل کړي؛ وروسته له هغې چې په کتاب (تورات او انجیل) کې مو خلکو ته روښانه کړي، الله او لعنت ویونکي (که پرېښتې وي، که مومنان او که انس و جن) پر هغوی لعنت وايي (او د لله سبحانه و تعالی له رحمته یې ایستل غواړي)»
نو سفلو علماوو د الله سبحانه و تعالی د دین پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړی او په ریښتیا د دین عاملین وو. حسن بصري په خپل وخت کې د عراق د والی، حجاج بن یوسف پر وړاندې په سرکښۍ او طغیان مبارزه وکړه؛ د وخت د علماوو له منځه یې د هغه ناوړه کړنې افشا کړې او حق یې وایه. ابن سفیان ثوري چې د ابوجعفر منصور لخوا خپل مجلس ته وربلل کېږي؛ پر منصور نیوکه کوي چې د مسلمانانو له بیت المال څخه یې په حج کې ځان او ملګرو ته پرېمانه مال مصرف کړی. ابن سفیان ثوري ورته وویل: «په دغه سفر کې دې څومره مصرف وکړ؟» ځواب یې ورکړ چې نه پوهېږم، ځکه چې د دې کار لپاره معتمدین او وکیلان لرم. سفیان وویل: د قیامت په ورځ چې د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې ودرېږې او پوښتنه درنه وکړي؛ څه به ورته وایې؟ عمر بن خطاب چې حج وکړ، خپل غلام ته یې وویل: په دغه سفر کې مو څومره مصرف وکړ؟ غلام ځواب ورکړ: ۱۸ دیناره. عمر رضی الله عنه وویل: دا ته څه کوې! د مسلمانانو بیت المال خو مو ړنګ کړ.
ځکه خو ویل کېږي: «دوې ډلې کسان چې صالح او سم شي؛ ټوله ټولنه سمېږي او که هغه فاسد وي؛ ټوله ټولنه فاسدېږي؛ علما او حکام. نو علما چې فاسد شي، ټولنې به څوک اصلاح کوي!؟ څه ښه وايي: «څه چې خوسا شي مالګه به پرې ودوړوو؛ خو که مالګه خوسا شوه بیا به څه کوو!»
لویان او مشایخ امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي؛ د خلکو د سمولو او له انحراف څخه را ایستلو ته حریص وي او د اسلام په نظام کې یې د ذبولو لپاره هڅه کوي تر څو حق لاره پیدا کړي او پر صراط المستقیم روان وي. دوی خپل اعمال د الله سبحانه و تعالی له اوامرو سره سموي او د ځمکې پر سر متحرک قران وي. که داسې نه وي نور ټول به له عذاب سره مخ کېږي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِیبَنَّ الَّذِینَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِیدُ الْعِقَابِ﴾ [انفال: 25]
ژباړه: «ځان له بلا او مصیبته لرې ساتئ؛ دا یوازې هغه نه نیسي چې ظلم کوي (که د ظالم مخه ونه نیول شي، وچ او لانده دواړه سوزي) او پوه شئ چې الله سخته سزا او محکمه لري»
دغه راز، خبره دا نه ده چې فرد یوازې صالح او یوازې د هغه فردي او اساسي عناصر سالم شي؛ بلکې پکار ده چې پر دې سربېره د نورو په اصلاح کې هم هڅه وکړي. نو پر ټولو؛ حکامو، علماوو او مشایخو لازمه ده چې د نورو په اصلاح کې برخه واخلي او خپل تکلیف ادا کړي. له پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شول: «که زموږ په منځ کې صالحان وي، هلاک به شو؟» هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هو؛ کله چې بدۍ ډېرې شي.» (رواه بخاري)
ښځې یې با حجابه وي؛ د جاهلیت پشان خپل سینګار نه ښيي او نه هغسې ځان سینګاروي؛ شرعي جامې اغوندي او په دې برخه کې الهي اوامر په پام کې نیسي:
﴿یدْنِینَ عَلَیهِنَّ مِن جَلَابِیبِهِنَّ﴾ [احزاب: 59]
ژباړه: «او مومنو ښځو ته ووایه چې پر خپلو سرونو او بدنونو باندې ټکري (حجابونه) خواره کړي »
﴿وَلْیضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُیوبِهِنَّ﴾ [نور: 31]
ژباړه: «او ښځې باید پر خپل ګریوان (سینو) ټکري (حجاب) خور کړي»
د هغو بلاوو او مصیبتونو له ډلې چې په اسلامي خاورو کې عام او خواره شوي؛ دا دي چې هره ښځه ګمان کوي چې ټولې هغه جامې چې عورت پټوي، شرعي دي. ځينې لویان او مشران وینو چې له بې حجابه او متبرجو خبریالانو سره له کېناستو هېڅ حرج نه لري! ګورو چې بې حجابه او متبرجې ښځې ښودل کېږي چې نورو ښځو ته الګو شي او ان تر هغو پورته وي! دا ټول فتنه خوروي او پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«مَا تَرَکتُ بَعدِی فِتنَةً أضَرَّ عَلَی الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ» (رواه بخاری)
ژباړه: تر ما وروسته د سړیو لپاره تر ټولو مضره فتنه ښځې دي.
دا څلور ځانګړنې که پیدا شي، خلک له بلا او مصیبته خوندي ساتل کېږي او ټولنه اصلاح کېږي. دا بهیر به همداسې روان وي.
د الرایه مجلې له ۴۶۳ ګڼې څخه
لیکوال: ډاکټر نبیل الحلبي – غزه (فلسطین)