شنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۳هـ| ۲۰۲۲/۰۵/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر اکراین د روسیې د برید اړخونه او پایلې
بسم الله الرحمن الرحيم
پر اکراین د روسیې د برید اړخونه او پایلې

پوښتنه:

ټولې نښې ښیي چې د اکراین روان ناورین د اکراین او روسیې تر منځ شخړه نه، بلکې اصلاً له غرب سره د روسیې ناورین دی. ځینې خو دا په ۱۹۳۹م کې د نازي المان له لوري د چک سلواکیا له ګام په ګام اشغال سره پرتله کوي؛ ورپسې د پولنډ اشغال او تر دې چې دویمه نړیوواله جګړه پیل شوه. پوښتنه دا ده چې ایا د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پر اکراین د روسیې برید او تر ننه د هغې دوام د درېیمې نړیوالې جګړې سبب کېږي که نه؟ او دا چې ایا د امریکا او اروپا غبرګونونه چې ټول تر اقتصادي بندیزونو پورې محدود دي او د پوځي مداخلې کومه خبره نشته؛ د دې برید په پرتله مناسب دي او یا دا چې دا بندیزونه په حقیقت کې د دې لپاره دي چې روسیه د اکراین په ستونزو کې ډوبه کړي؟ که داسې وي، نو له دې کار څخه یې موخه څه ده؟ مننه!


ځواب:

د دغو پښتنو د ځواب روښانولو لپاره، لاندې موضوعاتو ته کتنه لازمه ده.

لومړی:

څه چې په تېرو څو ورځو کې وشول، ښکاره او کوم شک پرته ښيي چې د روسیې ولسمشر د واک او برترۍ غوښتلو د جنون له ناروغۍ سخت ځورېږي او فکر کوي چې په روانو نړیوالو شرایطو کې د دې چانس لري چې د امریکا تر څنګ د عظیم دولت په توګه خپل پخوانی ځایګی بیا لاسته راوړي؛ دی له روسیې سره د غرب په سړو او ترخو اړیکو، په نړیوالو مسایلو کې د روسیې ګوښه کولو او ختیځ لور ته د ناټو پر مخ ته تګ نیوکه کوي او له هغو دولتونو څخه د امریکا د پوځي هډو د لرې کول غواړي چې له ۱۹۹۷م کال وروسته له ناټو سره یو ځای شوي؛ لکه پولنډ، رومانیا او د ختیځې اروپا نور هېوادونه؛ دا نیوکې ښیي چې پوتین د واک او قدرت غوښتلو د جنون پر ناروغۍ اخته دی چې پورته یاده شوه.
۱- پوتین د فرانسې، المان او ایران له مشرانو په نامناسبه توګه او د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف هرکلی وکړ؛ همدا راز د ترکیې له ولسمشر څخه چې تر دوی وړاندې یې روسیې ته سفر کړی و؛ له دغو رهبرانو ځینې یې په داسې ځایو کې له پوتین سره د لیدو لپاره په تمه شول چې د روسیې د بریاوو غږ یې اوېده. کله چې د فرانسې ولسمشر، مکرون هوایي ډګر ته ورسېد، د روسیې امنیتي ځواکونو ترې وغوښتل چې د کرونا ټېسټ ورکړي. له دغو رهبرانو سره د لیدو پر وخت په شپږ متره واټن کېناست؛ دا کار یې د قراقستان او بیلاروس له ولسمشرانو سره، چې همغه وخت روسیې ته تللي وو، ونه کړ او کله چې د المان له لومړي وزیر سره له مطبوعاتي کنفرانسه بهر کېده، د المان لومړي وزیر ته یې اشاره وکړه چې له ده وروسته حرکت وکړي.
۲- پوتین ښکاره وویل چې اکراین دولت نه دی، بلکې روسیې یې د خپلې خاورې یوه برخه ورکړې چې دولت پکې جوړ کړي؛ ده وویل چې په څو لسیزو کې یې له اکراین سره ۱۵۰ میلیارده ډالر مرسته کړې او د اکراین حکام یې په کییف کې د حکومت اشغالګر وبلل. دا ټول ښيي چې دی په اورواسیا سیمه «د اروپا او اسیا وصل کوونکې سیمه» کې له روسیې پرته بل څه نه ویني. د ده دغه نظر دی وپاراوه چې د ۲۰۲۲م کال په لومړیو کې په قزاقستان کې د پاڅون پر وخت دغه هېواد ته د جمعي امنیت تړون دولتونو سرتېري واستوي چې وضعیت کنټرول کړي.
۳- پوتین وړاندې له دې له امریکا غوښتي وو چې په اروپا کې روسیې ته امنیتي ضمانتونه ورکړي. د ده دا غوښتنه اروپا ته سپکاوی و؛ خو پوتین یې په کیسه کې نه شو؛ که څه هم هغه وخت فرانسې او ځینو نورو دولتونو خپل غږ پورته کړ چې د اروپا امنیت په لومړي قدم کې پخپله د اروپایانو په لاس کې دی. پوتین دا غوښتنه ځکه وکړه چې ځان د اروپایي هېوادونو نه، بلکې د امریکا دښمن بولي. کله چې مکرون روسیې ته د خپل سفر پر وخت د منځګړیتوب غوښتنه وکړه، پوتین ورته وویل چې ناټو د فرانسې له لوري نه رهبري کېږي.
دویم: 

کرملین ماڼي په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې پوتین د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۸مه له مکرون سره په ټلیفوني خبرو کې د جګړې د درولو لپاره د روسیې شرطونه وویل؛ هغه شرطونه دا وو: «پر کریمیه جزیرې د روسیې د حاکمیت په رسمیت پېژندل، د اکراین دولت بې وسلې کول، د اکراین له نازي کولو لاس اخیستل او د هغو د بې پلوۍ تضمینول» (سرچینه: فرانس پرس؛ ۲۰۲۲ کال، فبروري ۲۸مه). د هغې پوښتنې د ځواب په یوه برخه کې چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۲۲مه مو خپور کړ، ویل شوي: « په دې توګه، اوسنی ناورین ښيي چې روسیه نه غواړي پر کریمیه باندې د دوی پر حاکمیت څوک شک وکړي، بلکې غواړي دا د امریکا او اروپا له لوري په رسمیت پېژندل شوې موضوع په توګه مطرح کړي. دویمه موخه دا ده چې د اکراین ختیځ، د اکراین له ولکې بهر او د روسیې د خاورې برخه شي؛ درېمه موخه چې ډېره اغېزناکه ده، دا ده چې له ناټو سره د اکراین د یو ځای کېدو مخه ونیول شي او د دې کار لپاره ضمانتونو ته اړتیا ده.»

سرګي لاوروف پر دې مسله پر ټینګار وویل: « د روسیې وسله‌وال ځواکونه به د دغې موخې تر پوره کېدو پورې په اکراین کې ځانګړو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. غربي هېوادونه باید د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې چې د ناټو برخه نه دي، د پوځي هډو جوړول ودروي. غربي نړۍ له روسیې سره په جګړه کې داکراین له خلکو ګټه اخلي. مهمه دا ده چې روسیه د غربي دولتونو له ګواښه خوندي پاتې شي». (سرچینه: انادولو؛ ۲۰۲۲م کال، مارچ ۱) دغو مواردو ته په کتو، د اکراین اوسنی ناورین یو ډېر لوی نړوال ناورین دی چې تازه پیل شوی او ژر به د روسیې او غرب تر منځ ترخې شخړې راولاړې کړي. نو لرې ده چې روسیه دې د خپلو موخو تر پوره کېدو له دې څخه لاس واخلي؛ که داسې نه وي نو د دې زیانونه به دېر وحشتناک وي... له بل اړخه دا هم لرې ښکاري چې غرب دې د روسیې شرطونه ومني.

په دې توګه، روانو شرایطو دا ناورین نور خورا سخت کړی؛ تر دې چې د اټومي وسلو د کارونې ګواښ هم وشو؛ د روسیې د ولسمشر ویاند، بیسکوف وویل: « ولسمشر، ولادیمیر پوتین امر کړی چې سټراټېژیک مخنیوونکي پوځونه دې د ښکاره او روښانه جګړې په تیارسۍ حالت کې شي.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م کال، فبروري ۲۸مه). په دې ځواکونو کې بریدګر نه، بلکې د اټومي وسلو دفاعي ځواکونه هم شاملېږي. سټراټېژیک مخنیوونکي ځواکونه د اټومي وسلو په بریدګرو او دفاعي ځواکونو وېشل کېږي. د روسیې دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې « د مزایلو سټراټېژک ځواکونه او د ارام سمندر او شمال ناوګانونه او همداراز هوايي سټراټېژیک ځواکونه یې د تیارسۍ په حالت کې درولي.» (سرچینه: د روسیې نووسټي؛ ۲۰۲۲م د فبروري ۲۸مه). روسیې یې خپلې غوښتنو د بهرنیو چارو د وزیر، سرګي لاوروف له خولې داسې بیان کړې :« د ناټو غړو دولتونو له لوري د لازمو قانوني امنیتي ضمانتونو پوره کېدل، روسیې ته اساسي ارزښت لري.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۱). اوسمهال خو د روسیې له لوري له خپلو موخو د په شا کېدو کومه نښه نه لیدل کېږي؛ مګر دا چې اکراینیان ډېر خت مقاومت وکړي او د افغانستان د مجاهدینو پشان، چې د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې یې د شوروي اتحاد پر وړاندې مقاومت وکړ، دوی هم خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

درېیم:

د امریکا دریځ: ډېره ښکاره ده چې په خپل ټول توان هڅه وکړه چې په فرېب او چل او تحریک، روسیه قدم په قدم د اکراین په د ستونزو په کنده کې واچوي.
۱- امریکا د ضمانتونو د ورکړې په اړه د روسیې غوښتنو ته ځواب ور نه کړ او په اکراین کې یې د ښکېلولو لپاره کار وکړ؛ د اکراین دولت یې اړ کړ چې په ختیځ دونباس سیمه کې د بریدونو په کولو روسیه وپاروله کړي. د امریکا خبرو هم روسیه لا ډېره وپاروله؛ د ۲۰۲۲م کال د جنوري په ۱۹مه بایډن په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « زه فکر کوم چې دی «پوتین» به ژر لاس پکار شي، دی باید یو کار وکړي. که روسیه جګړه پیل کړي، پوښتنې ګروېږنې به ترې وشي. دلته غبرګون د روسیې په اقدام پورې تړلی؛ که په اکراین کې د روسیې دخالت جدي نه وي، خبره به توپیر وکړي او ممکن درنه بیه یې پرې نه کړي؛ د دې پر خلاف چې د پراخې جګړې لپاره اقدام وشي.» (سرچینه: سي ان ان؛ ۲۰۲۲م د جنورۍ ۲۰مه) یوه روسي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د امریکا سي ان ان ټلویزیوني شبکې ته وویل: «بایډن اکراین ته د ننوتو لپاره پوتین ته شین څراغ وښود؛ کییف دغو خبرو حیران کړی.»
۲- کله چې د اکراین پر وړاندې د روسیې پوځي عملیات پیل شول؛ د امریکا ولسمشر، بایډن اعلان وکړ: « امریکا به اکراین ته د روسیې د ننوتو په صورت کې مداخله ونه کړي؛ خو که د ناټو په غړیو هېوادونو کې مداخله وکړي؛ امریکا به هم دخالت وکړي.» ده همداراز وویل: «شاوخوا اووه زره امریکایي سرتېري یې المان ته لېږلي.» وړاندې له دې یې پینځه زره امریکایي سرتېري المان، پولنډ او رومانیا ته لېږلي وو. ده همداراز پر روسیې د بندیزونو په اړه خبرې وکړې. ده وویل: «زموږ ځواکونو په اکراین کې له روسیې سره د جګړې په موخه نه دي تللي، بلکې په ناټو تړون کې زموږ له ملګرو دولتونو د دفاع او په ختیځ کې زموږ د ملګرو دولتونو د ډاډ لپاره تللي.» (سرچینه: الجزیر؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۴مه). بایډن اروپایي اتحادیې ته په خطاب کې وویل: « ځواکونه به یې له روسیې سره په هېڅ راز جګړه کې ښکېل نه شي؛ خو د غرب خوا ته د نورو هېوادونو اروپایي هېوادونو پر لور به د روسي ځواکونو د تګ مخه ونیسي. امریکا به د ناټو د غړیو هېوادونو له هرې لوېشتې ځمکې ساتنه وکړي.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۲مه) ده د روسیي الوتکو پر وړاندې د ناټو د غړیو هېوادونو د هوا د بندېدو خبر ورکړ؛ دا کار اروپایي هېوادونو او کاناډا هم وکړ. د امریکا د ولسمشر خبرو روسیه مغروره کړه او دا جرات یې ورکړ چې په اکراین کې د پوځي عملیاتو اقدام وکړي او دې کار ته یې دوام ورکړي. له بایډن وروسته ده ته ورته خبرې ناټو هم وکړې؛ د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ د ۲۰۰م کال د مارچ په ۱ د پولنډ له ولسمشر سره د پولنډ په پلازمېنه، وورسو کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: « ناټو به په دې ناورین کې د جګړې یو اړخ نه وي، خو له اکراین سره به پرته له دې چې هلته کوم سرتېری ولېږي، هر راز پوځي مرسته وکړي؛ زموږ تړون دفاعي دی او له روسیې سره به د ښکېلېدو هڅه ونه کړي. تر خپله وسه به له اکراین سره مرسته وکړو او د ناټو غړي هېوادونو به د روسیې پر اوږو دروند بار کېږدي.» (سرچینه: انادولو؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۱) ده کټ مټ د امریکا نظر ووایه.
۳- امریکا له روسیې سره تحریکوونکی چلند وکړ او د روسیه د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په ۲۱مه په جنیوا کې د لاروروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلنکن لیدنې ته په تمه وه؛ خو بلنکن یې خپل سفر لغو کړ: « د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکن، پرون سه شنبه له خپل روسي سیال، سرګي لاوروف سره د لیدنې په موخه خپل سفر لغو کړ. بلنکن له خپل اکرایني سیال، دیمیتري کولیبا سره په واشنګټن کې په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «لیدل کېږي چې جګړه عملاً پیل ده او روسیې هر راز ډیپلوماټیکه ټاکنه رد کړه؛ نو اوس مو له هغوی سره لیدنه په بشپړه توګه بې معنی ده.» (سرچینه:  البیان؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۳مه) دې چارې د دواړو لوریو لیدنه له وړاندې ناکامه کړه او له دې وروسته روسیه وپارېده. بیا په داسې حال کې چې روسیې ویل چې د جګړې نیت نه لري، له اکراین سره د جګړې په اړه روسیې ته د امریکا پاروونکو ګواښونو دوام وموند. د واشنګټن له لوري خپرېدونکي هر څه پاروونکي وو، ته به وایې چې امریکا، روسیه دې جګړې ته ور ټېل وهله. یوه خبره چې امریکا له هغې لارې روسیه له اکراین سره جګړې ته پاروله، دا وه چې ویل به یې امریکا هېڅکله د اکراین په جګړه کې نه ښکېلېږي؛ ځکه چې اکراین د ناټو غړی نه دی. په ورته وخت کې یې هره ورځې اکراین ته په خپلو الوتکو کې نوې وسلې، امریکايي سټینګر مزایل او مرمۍ ضد وسلې لېږلې.
۴- بیا امریکا د روسیې د جګړې د بهر نیږدې کېدل زیات کړ او ادعا به یې کوله چې دا خبره د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کوي؛ دې چارې ګواښ ته د نړیوالو احساس زیات کړ؛ ټول د بایډن، بلنکن، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د دوی د ویاندویانو او همداراز امریکايي رسنیو د خبرو په سبب، هره لحظه د جګړې پیل ته په تمه وو. امریکا د جګړې د پېښېدو احتمال په خپل دې کار لا زیات کړ چې د خپلو هغو کارکوونکو د ایستلو پرېکړه یې وکړه چې په دونباس سیمه کې د اکراین او جدایي غوښتونکو تر منځ د شخړې د لومړۍ کرښې د څارلو لپاره د یوه پلاوي په چوکاټ کې تللي وو؛ په داسې حال کې چې امریکايي کارکوونکي له اروپايي سوله ساتي پلاوي سره هلته تللي وو؛ روسیې د دوی له وتلو وروسته د خطر احساس وکړ؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، زاخاروفا وویل: « ځینې هېوادونو پرېکړه کړې چې خپل کارکوونکي چې د یوه ځانګړي څارونکي سازمان په چوکاټ کې اکراین ته تللي، بهر کړي او ادعا کوي چې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی. زاخاروفا زیاته کړه چې دا ډول پرېکړې، مسکو اندېښمنوي. ده ګواښ وکړ چې دا پلاوی باید قصداً پوځي مسلې ته را کش نه کړو؛ واشنګټن هڅه کوه چې دا خبره لویه کړي او له دې څخه د احتمالي پارولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي.» (سرچینه: البلد غږ؛ ۲۰۲۲م د فبروري ۱۳مه) دا په دې معنی ده چې ښايي روسیه پوه شوې وه چې امریکا غواړي د دونباس حساسه شخړه راپورته کړي؛ هغه شخړه چې له ۲۰۱۵م راهیسې سړه ساتل شوې وه.
۵- د امریکا د دغو پاروونکو اقداماتو په دوام امریکا اعلان وکړ چې دوی د د روسیې د طبعي ګاز پر ځای، تقریباً د اروپا لپاره د اړتیا وړ ګاز برابر کړی؛ ځکه چې ښايي روسیه اروپا ته خپل ګاز قطع کړي یا یې لولې په اکراین کې د جګړې په سبب زیانمنې شي؛ دا په دې معنی ده چې روسیه یې د اروپا له بازاره محروموله او له امریکا او قطر او همداراز اسیاسيي واردوونکو، په ځانګړي ډول جاپان چې د چټک ګاز معماملې لري، څخه یې ځایناستي پیدا کول. دا په داسې حال کې ده چې د ژمي ساړه په ختمېدو او پسرلی پیلېدونکی و او په دې وخت کې د طبعي ګاز اړتیا کمېدله. بیا د روسیې د ختیځ په لرې سیمو کې خطرناکې پېښې وشوې؛ داسې چې د روسیې پوځ اعلان وکړ چې په کوریل جزیرو کې د امریکا یو اوبتل د روسیې اقلیمي اوبو ته داخل شوی، د روسیې خبرداریو ته یې پام نه دی کړی او روسي کښتیو یې د بېرته ګرځولو لپاره د تاوتریخوالي لار خپله کړه چې د دغه اوبتل د بېرته ګرځولو عملیاتو درې ساعته وخت ونیو. کوریل جزیرې د جاپان دي چې روسیې په دویمه نړیواله جګړه کې اشغال کړې او جاپان یې اوس هم غواړي؛ د جاپان له دغې غوښتنې سره د روسیې د موافقت نه لرلو په سبب، جاپان له ۱۹۴۵ راهیسې تر اوسه له روسیې سره د اوربند کوم تړون نه دی لاسلیک کړی؛ یعنې جاپان له ۱۹۴۵ راهیسې تر اوسه له روسیې سره رسماً په جګړه کې ده. دا په دې معنی ده چې له دغه کار سره له امریکا څخه د روسیې وېره لا زیاته شوه چې ایا امریکا، جاپان هڅوي چې کوریل جزیرې بېرته ونیسي؟
۶- په دې توګه وضعیت قدم په قدم د روسیې د پارولو او د شخړو د زیاتولو پر لور روان و، تر دې چې روسیه په بشپړه توګه د اکراین په کنده کې ډوبه شوه. د امریکا، انګلستان او اروپا پاروونکو اقداماتو؛ لکه د المان له لوري د «Nord Stream» پروژې درولو دوام وکړ او په اکراین کې د جګړې لپاره د امریکا له لوري د روسیې د پر ځان غره کولو پروسې دوام وکړ؛ امریکا، روسیه په فعاله او جدي توګه ونه ګواښله، بلکې یوازې د بندیز په پرېکړه یې بسنه وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلنکن په اکراین کې د «بریالۍ» جګړې لپاره د روسیې پوځي تیاری وستایه! دا د قضیې یو اړخ و، له بل اړخه؛ له ناټو سره د یو ځای کېدو او له غرب څخه د وسلو غوښتلو لېږلو لپاره د اکراین غوښتنې زیاتې شوې چې دې چارې روسیې ته د ګواښ احساس زیات او چټک کړ. وضعیت تر هغې همداسې روان و چې روسیې ته د ګواښونو د دفع کولو لپاره یوازې یوه لار پاتې وه؛ هغه دا چې جګړه وکړي او دې کندې ته ولوېږي. امریکا غواړي له اکراین څخه روسیې ته د دام په توګه کار واخلي او داسې ښکاري چې روسیه اوس وروسته له دې چې به خپل بیعقل پلان کې بنده ده، د روان وضعیت د درولو او ارامولو توان نه لري!

څلورم:

د اروپا دریځ: د اروپايي اتحادیې لوړ رتبه استازي، جوزیف بوریل د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه په خپلو خبرو کې وویل نن د اروپا لپاره توره ورځ ده؛ نن روسیې د دونیتسک او لوګانسک جمهوریتونه په رسمیت وپېژندل. د انګلستان لومړي وزیر، بوریس جانس هم څو ورځې وړاندې ویلي وو چې موږ له روسیې سره نوې سټراټېژیکې سیالۍ ته داخل شوي یو چې ښايي زموږ یو بشپړ نسل په بر کې ونیسي. دوی اټومي ګواښونو په ګډون، د هر راز احتمال پر وړاندې دروازه پرانیستې پرېږدي.

سره له دې هم اروپا هڅه وکړه چې وضعیت ارام کړي او له روسیې سره یوې هوکړې ته ورسېږي. په فرانسه او المان کې د اروپا رهبران له روسیې سره په اړیکه کې وو؛ د فرانسې ولسمشر، مکرون مسکو ته سفر وکړ او څو ځله یې له پوتین سره ټلیفوني اړیکه ټینګه کړه چې وروستی ځل یې په اکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته و. الیزې ماڼۍ اعلان وکړ چې مکرون یې «په خپلو خبرو کې په وار وار له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر اکراین د روسیې یرغل ودروي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې باید ژر تر ژره اوربند وشي، پر ملکیانو او د ملکیانو پر اوسېدن‌ځایونو بریدونه ودرول شي او ټول نا پوځي بېخ‌بنسټونه او مواصلاتي لارې، په ځانګړي ډولد کییف په سویل کې، باید خوندي پاتې شي.» (سرچینه: فرانس پرس؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۸مه) د المان لومړي وزیر، اولافشولتز هم مسکو ته سفر وکړ، له پوتین سره یې خبرې وکړې او له هغه ځایه یې اعلان وکړ: « په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ المانیان او ټوله اروپا پر دې باور یو چې پر روسیې امنیت نه شو تحمیلولی، بلکې له دوی سره کولی شو امنیت ټینګ کړو او دا هغه څه دي چې د روسیې له ولسمشر سره مو هوکړه پرې وشوه؛ دا چې د دغه ناورین د حل کولو فرصت په اروپا کې لا هم شته.» (سرچینه: Russia Today ۲۰۲۲م د فبروۍ ۱۵مه)

سره له دې هم اروپا عملاً د اکراین په ناورین کې دخیله شوه، دا هغه څه وو چې امریکا غوښتل؛ اروپا د دې اعلان کولو ته اړ شوه چې په خپل ټول توان د اکراین تر څنګ درېږي، په پرمختللو وسلو او پوځي تجهیزاتو یې له اکراین سره مرسته وکړه او په بېلابېلو برخې کې یې پر روسیې بندیزونه ولګول؛ د اروپا دا دریځ د سرتېرو له لېږلو پرته د پراخې جګړې پیلول بللی شو. د المان لومړي وزیر، اولاف شولتز د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۶مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: « پر اکراین د روسیې تېری یو د عطف ټکی دی او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اوسنی وضعیت ګواښي. په دې وضعیت کې موږ اړ یو چې له اکراین سره تر خپله وسه مرسته وکړو؛ د هغې لوبې پر وړاندې چې پوتین د ګاز په برخه کې پیل کړې، له ځانه دفاع وکړو.» المان پرېکړه وکړه چې زر مزایل غورځوونکي او ۵۰۰ سټینګر مزایل اکراین ته ولېږي. شولتز د المان په پارلمان کې وویل: « اوس د اکراین له جګړې سره د یوه نوي پړاو پر وړاندې ولاړ یو، المان به سر له اوسه هر کال د خپلو کورنیو عوایدو تر دوه سلنه ډېر په دفاعي برخه کې پر پانګوونه لګوي. روان کال به سل میلیارده یورو د پوځي تجهیزاتو په برخه کې پر بانګوونه ولګول شي. موخه دا ده چې یو داسې پیاوړی، مډرن او پرمختللی پوځ ولرو چې له موږ نه ملاتړ وکړی شي او تکیه پرې وکړی شو.» (سرچینه: فرانس پرس؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۷مه) المان د روسیې له پوځي عملیاتو وروسته اعلان وکړ چې د « Nord Stream 2» ګاز لیکې فعالیت یې درولی؛ دا لیکه د بلتیک بحر له لارې المان ته د روسیې ګاز لېږدوي. د اروپايي اتحادیې د امنیت او بهرنیو اړیکو مسول د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۷مه وویل: «اروپايي اتحادیه غواړي اکراین ته پوځي مرستې ولېږي چې به دې کې د ۴۵۰ میلیونه یورو په ارزښت وسلې او د ۵۰ میلیونه یورو په ارزښت ملاتړي تجهیزات شامل دي. دا مرستې به په اروپا کې د سولې د ټینګښت او همدازار نړیوال حکومتي صندوقه تمولیېږي.» (سرچینه: انادولو؛ ۲۰۲۲م د فبرورۍ ۲۸مه) د اروپا د پارلمان مشر، شارل میشل په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې په بیړنۍ ناسته کې وویل:

«تحریمونو به پر موږ هم اغېز وکړي، خو دا هغه بیه ده چې باید د خپل ځان د دفاع لپاره یې پرې کړو.» د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مسول، جوزیف بوریل هم وویل: «په اروپا کې د نوي جیو سیاست شاهدان یو. کومه فاجعه چې اروپا نن ورسره مخ ده، تر بل هر وخت ډېر یې وحدت هم همکارۍ ته اړ کوي.» د اروپا د کمېشنرۍ رییس، فن در لاین وویل: «د اکراین د جګړې پر مهال د اروپا برخلیک د محک کېد په حال کې دی.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م د مارچ ۱) له دې ځایه لیدل کېږي چې اروپا په دغه جګړه کې له ستونزو سره مخ ده، ځکه چې دغې جګړې هغه سوله ګواښلې او ګډوډه کړې چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې ترلاسه کړې وه. اروپا په دې وخت کې د ګازو او نفتو په برخه کې لوی اقتصادي زیانونه لیدلي؛ ارپايي اتحادیه خپله ۴۰ سلنه ګاز او ۲۷ سلنه نفت له روسیې واردوي. امریکا غواړي اروپا اړ باسي چې د امریکا ګاز ته مخه کړي؛ د دې لګښت زیات او کیفیت یې کم دی. د « Nord Stream 2» کرښې اروپا ته د وارداتي ګاز لګښت ۲۵ سلنه را ښکته کاوه. پوتین د المان له لومړي وزیر، شولتز سره په ګډ خبري کنفراس کې پر المان په منت اېښودلو وویل: « الماني مصرف کوونکي له اوسنۍ بیې په پینځه برابره کمه بیه ترلاسه کوي. المانیان باید خپل دخل ته وګوري او ووایي چې ایا په ۳ تر ۵ برابره زیاته بیه ترلاسه کولی شي؟ نو المانیان باید د المان له پخواني لومړي وزیر، شرودر څخه چې د « Nord Stream 1» ملاتړ یې وکړ؛ مننه وکړي. د دې پروژې له لارې الامان په راتلونکې لسیزه کې شاوخوا ۵۵ میلیارده ګاز ترلاسه کاوه.» (سرچینه: Russia Today؛ ۲۰۲۲م فبروري ۱۵مه) پوتین یادونه وکړه چې المان د المان د بازار ۶۰ سلنه په واک کې لري. د پوتین دا خبرې یوازې د اروپا د مغرورولو لپاره وې چې له روسیې سره همکاري وکړي او له امریکا سره یې پر وړاندې ونه درېږي؛ همداراز غواړي اروپا ته ډاډ ورکړي چې په اروپا کې هېڅ طمعه نه لري او په دې توګه د اروپا له لوري ځان خوندي کړي.

پینځم:

د چین موقف: په دې مسله کې چین تر ډېره حده روسیې ته نیږدې شو؛ چین اعلان وکړ چې غربي دولتونه باید د روسیې امنیتي غوښتنې جدي ونیسي. د روسیې ولسمشر، پوتین د نړیوال ملاتړ خپلولو لپاره د ژمني المپیک سیالیو پر وخت چین ته سفر وکړ او د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲مه یې د چین له ولسمشر سره ولیدل. چین په یوه ګډه بیانیه کې چې د چین او روسیې دواړو ولسمشرانو لاسلیک کړی و چې له ناټو سره د اکراین د یو ځای کېدو مخالف دی او دواړو دولتونو «چین او روسیې» اعلان وکړ چې د امریکا له تسلط سره په مخ کېدو کې دواړه یو دریځ ري او د نړۍ د څو‌قطبي کېدو غوښتونکي شول او ویې ویل چې د نړیوالو اړیکو نوی پړاو عملاً پيل شوی. دواړو لوریو د روسیې د ګاز او نفتو په برخه کې پراخ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل او د دواړو لوریو تر منځ یې د سوداګریزو معاملو کچه لوړه کړې او په کال کې یې ۲۰۰ میلیارده ډالرو ته رسولې. له دې سره سره هم ښکاري چې چین دې ته په تمه دی چې د روسیې او اکراین قضیه چېرته رسېږي او ایا دوی کولی شي له خپلې خاورې سره د تایوان د یو ځای کولو لپاره ورته اقدام وکړي که نه. په دې اړه په چین کې خبرې زیاتې شوې او ادعا کېږي چې «دا د تایوان د بېرته ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی». دا خبرې د ټویټر په چینایيي نسخه کې کېږي. چین پر روسیې له وضع شویو بندیزونو سره مخالفت وکړ تر د تایوان پر وړاندې د ورته اقدام په صورت کې له داسې بندیزونو سره مخ نه شي؛ دوی له خپل ویټو حق څخه د روسیې د تېري د تقبیح لپاره ګټه واخیسته او غوره یې وبلله چې هېڅ رایه ور نه کړي چې په دې توګه د ځان پر وړاندې د غرب له نیوکې ځان وساتي. د ویټو حق په نه کارولو سره چین داسې وښوده چې د روسیې د تېري ملاتړ نه کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي له خپل اکرایني سیال سره په خبرو کې وویل: «په روان ناورین کې چین له اکراین او روسیې غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او د دغه ناورین د سیاسي حل لپاره له ټولو ګټورو هڅو ملاتړ کوي.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م مارچ ۱) د چین بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې د بندیزونو مخالف دی. ده وویل: «چین نه یوازې دا چې بندیزونو د حل لاره نه بولي، بلکې له هغو یو اړخیزه بندیزونو سره سخت مخالف دی چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.» (سرچینه: ټاس خبري اژانس؛ ۲۰۲۲م فبروري ۲۷مه)
شپږم:

لنډيز
۱- امریکا وکولی شوی روسیه له اکراین سره په جګړه کې ښکېله کړي؛ داسې چې په بشپړه یا نیمه بشپړه توګه یې پر اکراین برید وکړ. دا شخړه به روسیه له کورنیو ستونزو، اقتصادي او سیاسي او احتمالاً پوځي نوساناتو سره مخ کړي چې کلونه وخت به ونیسي؛ هغه که د اکراین د ختیځ پر نیولو بسنه وکړي او که مخته لاړ شي او د اکراین پر نورو یا ټولو برخو تېری وکړي او لرې نه ده چې دا به پر واک د پوتین پر پاتې کېدو هم اغېز وکړي.
۲- که دا نوسان د روسیې د سقوط تر بریده ونه رسېږي، نړیوال دریځ خو یې هرو مرو رانغاړي؛ د امریکا او اروپا د فشارونو په پایله کې په دې اړه نړیوال تبلیغات زیاتېږي چې روسیه پر خپلواکو دولتونو برید کوي؛ خو په ورته وخت کې امریکا او اروپا په اسایا او افریقا کې په ډېرو خپواکو دولتونو خپل بریدونه هېر کړي او یا ځان همداسې ښيي چې هېر یې دي. ټول دا دولتونه؛ که روسیه ده که امریکا او که اروپا، له یوه ځایه تغذیه کېږي او د بشر ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
۳- دا چې دا یرغلونه دې د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي؛ لکه دویمه نړیواله جګړه –لکه په پوښتنه کې چې ویل شوي- چې د نازي المان له لوري پر چکسلواکیا له بید او په ۱۹۳۹ کې له ګام په ګام اشغال نه پيل شوه؛ باید ووایو چې دا قضیه د دویمې نړیوالې جګړې له قضیې سره تر یوه حده توپیر لري؛ داسې چې له درېیمې نړیوالې جګړې سره به اټومي جګړه حتماً وي؛ دا دولتونه اټومي وسلې لري او ممکن د دغو وسلو له کارولو مخکې څو څو ځله په دې اړه فکر وکړي. دا فکر د دې لپاره نه کوي چې دا به نور خلک له منځه یوسي، دوی ته دا خبره هېڅ ارزښت نه لري، بلکې د دې لپاره یې کوي چې اور به یې خپلې لمنې ته ورسېږي. دوی ته له خپلو ګټو پرته بل هېڅ شی ارزښت نه لري؛ ان که په هغو کې د نورو زیان هم وي! الجزیرې د ۲۰۲۲م کالد د مارچ په ۲مه د روسیې له بهرنیو چارو وزیر، لاوروف سره په خبرو کې وویل: «لاوروف د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو په اړه پوښتنې په ځواب کې وویل: د ملګرو ملتونو پینځو دایمي غړو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې د هغې له مخې به درېیمه نړیواله جګړه نه کېږي؛ ځکه چې دا به اټومي جګړه وي هېڅ ګټونکی به ونه لري. ده اشاره وکړه چې د امریکا ولسمشر، بایډن پخپله وویل چې بندیوزنه د درېیمې نړیوالو جګړې یوازینی بدیل دی.» همدا لاوروف چې دا خبرې یې کړې دي؛ په دې کې هېڅ ستونزه نه لري چې له ځانه لرې او داسې ځای چې زیانونه یې له دوی نه لرې او نورو ته نیږدې وي، پر یوه اټومي مرکز برید وکړي! الجزیرې په یوه رپوټ کې وویل: « نن د زایوروجیا ښار په اټومي مرکز کې مهمه پېښه وشوه؛ اکراین وویل چې د روسیې یو مزایل پر دغه مرکز لګېدلی چې د اورلګېدنې سبب شوی او وروسته یې مخه نیول شوې؛ دا پېښه د دغه مرکز د یو شمېر کارکوونکو د مړینې سبب شوې؛ د روسیې دفاع وزارت بیا اکرایني سرتېري د دغې اورلګېدنې مسول وبلل.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م مارچ ۴مه)
۴- دا د نړۍ د اوسنیو لویو دولتونو واقعیت دی چې د ځنګل د وحشي او داړونکو ژوو پشان یې پیاوړی راپاڅېږي او کمزوری خوري؛ کمزوری که هر څو د مرستې چغې وکړي، څوک یې نه اوري. په حیقیت کې تاریخ د تکرارېدو په حال کې دی؛ د ننیو لویو دولتونو شخړې د روم او فارس شخړې تکاروي او باید پوه شو چې دا حالت نه ښه کېږي؛ مګر دا چې داسې کا روشي چې پخوا یې وضعیت ښه کړی و؛ هغه د ما انزالله پر بنسټ حکم او جهاد في سبیل الله دی؛ هغه وخت به د کمزورو ملاتړ وشي او د مظلومانو غږ به واورېدل شي؛ هغه وخت به هغه خلافت تاسیس کېږي چې رول الله صلي الله علیه وسلم یې زېری ورکړی:


«ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة»
ترجمه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

د خلافت تر حاکمیت لادې به پياوړي تر هغه کمزوري وي چې د مظلوم او کمزوري حق ترې واخیستل شي؛ لکه راشد خلیفه، ابوبکر صدیق چې فرمايي؛ کنز العمال په سنن الاقوال و الافعال کې له عبدالله بن عکیم څخه روایت کړی چې وايي: کله چې له ابوبکر صدیق سره بیعت وشو، منبر ته پورته شو او هغه زینې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به پرې کېناست، یوه زینه ټیټ کېناست. د الله تعالی حمد او ثنا یې وویل او بیا یې وفرمایل: «... او دا چې ستاسو تر ټولو کمزوری زما پر وړاندې تر ټولو پیاوړی دی، تر هغه چې حق یې بېرته واخلو او دا چې ستاسو تر ټولو پیاوړی زما پر وړاندې کمزوری دی، تر هغه چې حق بېرته ترې واخلو...»

په دې توګه به په دارالاسلام کې خیر خپور شي:


﴿و وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ(4) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾
[روم: 4-5]

ژباړه: او هغه ورځ به مومنان (د بلې بریا په سبب) خوشاله شي. د الله د مرستې په سبب؛ او هغه له هر چا سره چې وغواړي مرسته کوي؛ او هغه برلاسی او رحیم دی!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې