هجری قمری نېټه : 27 شعبان 1445
میلادی نېټه : جمعه, 08 مارچ 2024 م
ولاية باكستان
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شعبان پر ۲۹مه (۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۰) به مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د روژې مبارکې میاشتې د ليدلو په هڅه کې وي. دوه ملیارده مسلمانان به د یوه واحد امت په توګه وحدت مومي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه امر له مخې به روژه نیسي:
«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلاَثِين»
ژباړه: د میاشتې (رمضان) په لیدلو سره روژه ونیسئ او د میاشتې (شوال) په لیدو سره افطار وکړئ او که اسمان ورېځ و؛ د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ. (بخاري)
خو د مسلمانانو حکامو غرب ته د وفادارۍ په سبب امت سره وېشلی چې استعمارګر حکومت پرې وکړی شي او په دې توګه نه پرېږدي چې امت واحده روژه او واحد اختر ولري.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمان، چې د الله سبحانه و تعالی وحې ده، د زماني سیمې (ټایم زون) او ملي پولو دواړو له محدودیت څخه ازاد دی. هېڅ مخلوق د دې واک او اختیار نه لري چې د الله سبحانه وتعالی فرمان په مصنوعي ملي پولو، چې د استعمارګرانو له لوري کښل شوې دي، پورې محدود کړي؛ هېڅ مخلوق دا حق نه لري چې د «ملي دولتونو» د اعلامیو لپاره د میاشتې لیدلو په اړه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو شاهدي ورکول رد کړي؛ ته به وایې چې دوی د اسلام د ستر دين پر ځای د جغرافیایي محدود دين پیروان وي. د زماني سیمو پر اساس وېش هېڅ توجيه نه لري، ځکه چې ډېری اسلامي خاورې ۱۱ زماني سیمو کې پرتې دي؛ په داسې حال کې چې یوازې روسیه ۱۱ زماني سیمې لري، خو د هغه ځای مسلمانان واحده روژه او واحد اختر لري او دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده!
اسلام موږ د علم او ټکنالوژۍ له کارولو او ګټې اخیستنې څخه نه یو منع کړي. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دا دی چې روژه دې د هلال یا میاشتې په لیدو سره پیل شي، له دې پرته بل هر مېتود منع دی؛ هېڅ علم او ټکنالوژي پر دغه حکم لومړیتوب نه لري. عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی:
«إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ، لاَ نَكْتُبُ وَلاَ نَحْسُبُ الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا يَعْنِي مَرَّةً تِسْعَةً وَعِشْرِينَ، وَمَرَّةً ثَلاَثِينَ»
ژباړه: موږ یو امي (نالوستی) امت یو، نه لیکل کوو او نه هم حساب کوو، میاشت کله داسې وي او کله هغسې. یعنې کله ۲۹ ورځې وي او کله هم ۳۰ ورځې. (بخاری، مسلم، ابوداود، نسائي)
اصحابو کرامو رضی الله تعالی عنهم نه یوازې دا چې مبارک آیاتونه یې ليکل، د زکات او میراث محاسبې یې هم کولې؛ خو د دغه حدیث معنی دا ده چې یوازې د میاشتې لیدل د قمري میاشتې د ټاکلو تصدیق کوي. روژه او اختر دواړه د نوې میاشتې د راښکاره کېدو په اړه محاسبو او اټکل پورې اړه نه لري. د خلافت په ديارلسو پېړيو کې مسلمانانو د روژې او اختر پیل د محاسبو له مخې نه کاوه؛ بلکې د نوې میاشتې په لیدو پورې محدود وو. د روژې او اختر د پیل لپاره یوازینی شرعي سبب یا دلیل د نوې میاشتې یا هلال لیدل دي؛ په دې برخه کې محاسبات اعتبار نه لري.
اې روژې ته لیوالو مسلمانانو! که دغه میاشت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم خلاف پيل کړو؛ څنګه شونې ده چې ټول برکتونه یې ترلاسه کړو؟ هغه امت چې الله سبحانه وتعالی د اسلام پر اساس سره متحد کړی، باید د الله سبحانه وتعالی د حکم خلاف ونه وېشل شي. ان کافر دولتونه خپلې ټولې ديني ورځې د ملي پولو په پام کې نیولو پرته یو ځای لمانځي. ان شاالله ډېر ژر به د نبوت پر منهج خلافت په عملي ډول له مراکش څخه تر اندونیزیا پورې ټول مسلمانان د یوه دولت او یو تابعیت په توګه سره متحد کړي او مسلمانان به د روژې او اختر پیل په یوه ورځ کوي.
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شعبان ۲۷مه
۲۰۲۴م کال، د مارچ ۸مه
ژباړن: محمد حامد